شعرونه


اور, ورا,لنډۍ

   شينوارۍ ببو پړونی دې راسم کړهها ،چې رنګ دی په سرو وينو خړ په خاورودخانک خولۍ سورۍ شوې دمزروپروت شاهو دې هلته لرې مړ په خاورو شينوارۍ ببو دناوې دړۍ وسوېپولادي کارغانو اور پر واده راوستنغارې په لمبو وسوې ،داريا مات شوکافر زړيو نوی شور په واده راوست شينوارۍ ببو سبا به راډيو واييچې پوره تحقيق به وشي په دې کار کېزورورو سره ،چېرې زموږ کېږيدڅپليو ټوټې شماره په دې لار کې   شينوارۍ ببو څوک نشته په وطن کې

06.07.2008 wadan

هېره

په عشق کې تریخ دی خدایږو تریخ                د هېرولو فصلیو داسې فصل چې نور                       د خپلې مینې سترګې نه شې لیدیددې کږو وږو لفظونو مستانه لوستونکیه!یو څه له ځانه سره فکر وکړه!څومره ترخې شیبې ديچې په  یو ښار په یو وطن کې مساپر شې    

19.06.2008 wadan

ښځه

د عرش له نوره راوتلې چینهدعشق له خاورې سره ګډې اوبه په دې هستۍ د ښځې نوم پورې شوآدم یې سیوري د ښکلا ته ویده دې لوپټې لاندې ماشوم للو کړله پاسه نور د خدای پرې ووریده ماشوم پرې پوه نه شو آدم خبر نهښځې د ستورو هومره رنځ ولیده ماشوم چې وږی شو شيدې یې ورکړېآدم چې ستړی شو دې ونازاوه ښځه هم وږې وه هم ستړې ستړېهېڅ څوک په دغه راز  ونه پوهیده ماشوم چې لاس خلاص کړ د مور خندا وهآدم چې لاس پرانیست، ددې

18.06.2008 wadan

غزل

بس په شکرانه کې يوه خوله راوړهپال ګورم له رغوي سره زړه راوړه نه مرمه ورځه سر ته مې مه كينهتږی يمه ولاړه شه اوبه راوړه نه دي غشي ، زړه باندې خواږه لګيسترګې دې راپورته کړه باڼه راوړه تاويل چې سترګې تورومه پرېتاويل دسوي زړه رانجه راوړه نه به څښي لېوال دغه ترخه شرابته ورته د سرو شونډو خواږه راوړه            

22.03.2008 wadan

زما قبر

بیګاه مې خپل قبر په خوب لیدلیقبر مې اووه لارې دید راتلو اووه دروازې دلته راځيلوږه         خپل ورور                           غیرت                             

17.03.2008 wadan

پینځه دېرش

   نن مې کالیزه وه                                  د ژوند پینځه دیرشم درد مې چا ونه لمانځه نن هیچا هم مبارکي رانه کړه موږ کلیوال پښتانه خپلې کالیزې په ډیوو نه لمانځو نن هیچا هم راته یو ګل رانه وړ هاغه دوه سترګې چې یې څوکلونه راته په مینه او موسکا مبارکي ویله چې به یې ورو په دواړو م

10.03.2008 wadan

غزل (عبدالغفور لېوال)

    قند ستا دشونډو له ترخه قسمته هېر نه کړمدغم صراط نه یې په هېڅ بهانه تېر نه کړم دزړه له دردڅخه مې دروړې ډیرې سپینې سکېخو زه یې ستا په خریدارو کې هم شمېرنه کړم څو مې چې سترګې رڼیدې ستا مې پرې لا څارلهستا غم به ډېر و زورور خو زه یې زېر نه کړم کیسه زړه ده د بڼو او وروځو، شونډې راوړهزه سوله غواړم یاد د غشیو او شمشېر نه کړم ما ویل شک

28.02.2008 wadan

د ګلونو سوداګر (عبدالغفور لېوال)

  د مكتب جينكۍ تورې لكه تورې شامتورېسپين ټيكري يې لكه غاړو كې پټارېماشومتوب نه راوتلېسپين ساده مخونه راغلې ډلې ډلېد مكتب د زنګ چې كړنګ شوزلمكي د ديوالو سيورو ته راغللكتابچې او كتابونه يې د ملا تر ملاوستنو لاندې پټ كړلچا د ګوتو په سرونو په ويښتو كې كوڅې وكړېچا بوټونه د پايڅو په استرونو باندې پاك كړلد مكتب جينكۍ توندې_ نخره بازېزلمكيو نه راتيرې شوې بيخيالهته وا هيڅ يو يې و نه ليدنرۍ ملاوې يې كږې وږې كولېوې په زړونو كې حيرانې

25.01.2008 wadan

نوى غزل (عبدالغفور لېوال)

  دا ځكه مې په غېږه كې نيولي دي لاسونههر ځل مې چې له تا نه را تاو كړي دي لاسونهزه تږى وم، دوى لپه شول، له سپينو اوبو ډك شولد ژوند په نامه وايم چې دې ښكلي دي لاسونههر ځل مې چې له ستورو جوړ امېل په خوب ليدلىسبا مې ستا په غاړه كې لويدلي دي لاسونهپه حقه له تندي سره جوړه په سجده پرېوځيادم چې له حوا نه چاپېر كړي دي لاسونهكوربان شم له پستو لاسو د هغو ملائيكوچې ستا يې له مرمرو نه تراشلي دي لاسونهراځه چې يې د اوښكو په شبنم باندې ټكو

24.01.2008 wadan

دا يوازې ته ولوله!

    اوس نو هر څه درته وايمنور نو د پټې خبر نه ده پاتېنور مې د ځان ملامتۍ نه خلاصيدلى نه شم پوهيږې؟!جنګ كې ماته هله راځيچې زه په خپله ګناه وپوهيږمنور زه پوهيږم چې د خداى او بنده او ستا د سترګو ګنهګار څومره يم هو! ما په مينه كې د مينې د آبرو په خاطرد مينې نوم سره جفا كړې دهاو ما په خپل لاس هغه ټول قولونههغه وعدې، هغه د مينې پيمان او ستا باور مات كړيهيڅوك، په دې لويه دنيا كې پوهېدلى نه شيچې ((انسانيت)) كله د ((عشق)

11.12.2007 wadan

باران او تصوير (عبدالغفور لېوال)

    بیا په شیبو شیبو باران وریږياو زما د ګاډي پر ښیښه اتڼ د څاڅکو جوړ دیته زما شا ته پر څوکۍ ناسته یېزه د ښیښې تر شا سړک نه وینمپه عقبي هنداره ستا په ښکلو سترګو کې ورکزه په هنداره کې دا ستا د څیرې سیند وړی یمباران وریږي، څاڅکي لا هم پر ښیښه نڅیږياو ستا خوږې موسکا هندارې کې ګلونه کړياې!دا خو راورسیدوبس په دې بل سړک به ته کوزه شيخو ګرانې هیله کومکه ته کوزیږې خپل تصویر دې پریږدهپریږده موسکا دې په هنداره کې همداسې ګل وي

25.11.2007 wadan

وعده (عبدالغفور لېوال)

    نه!   ته مې هېره نه وېته مې په یاد وې، ستا وعده مې  هم په زړه باندې وه زما یا دونه لا، له تاسره ووخوخدای(ج) خبر چې ولې در نه غلم ؟باران په شړک وریده ما د باران د ټولو څاڅکو په شمېر ته یاده کړېتا راته ویلي وو چې زه به ځان په واینو لوند کړم کله چې  ته راځې نو زه به په شرابو کې لمده خیشته یمهو! دا مې هرڅه یاد وو ستا د وعدې هره شیبه مې په خاطر کې شنه وهزه پوهیدم هغه ډیوې چې بلې کړې وې تا&nb

20.11.2007 wadan

اعتراف( عبدالغفور لېول)

اعتراف نن مې ډېره پر زړه اورې

12.11.2007 wadan

اختر (عبدالغفور لېوال)

    میاشت شوه رابره اختر به راشي کلی لا لرې

08.10.2007 wadan

ځاځى ( عبدالغفور لېوال)

                  آریوب

06.10.2007 wadan

شپه، ته او سمندر ( عبدالغفور لېوال)

                                 

05.10.2007 wadan

د عشق کميډي ( عبدالغفور لېوال)

  دا شعر دا ستا د هېرولو لومړۍ هڅه ګڼم

03.10.2007 wadan

تصوير

    ستا رالېږلی تصویر هغه په  تور ټیکري کې ښکلی تصویرهو!همدا اوس هم زما په لاس کې دی او ګورم ورته ستا ښکلې سترګې خو تصویر کې هم خبرې کوي  لیونۍ!سترګو کې دې څه پټ کړي؟ چې زما ټول عمر یې وخوړخوتفسیرمې نه کړې

15.09.2007 wadan

د اجمل ښکلي غزل

                   غزلد خپل عظمت د تاريخونو مثال نه پېژنيپښتانه اوس هم لا ويده دي، خوشال نه پېژنيزموږه خلک حوصله د سولې خود نه لريزموږه خلک چې ګناه او اوبال نه پېژنيد جادوګر حسن تشبيه د کفر توري ګڼيبې ذوقه خلک هنر نه مني، خيال نه پېژنيله داسې خلکو به اميد د رڼا څنګه وشيماضي کې اوسي، ګانده نه لري، خيال نه پېژنياجمله عشق د وخت په موټي کې راتللاى نه شياجمله عشق توپير د ځاى او

07.12.2008 khklay

غزل- اجمل ښکلى

     غزلښه يمه، که بد يم، که ژوندى يم او که مړى يمخير که له تا هېر يمه؛ خو ستا د وجود غړى يماوس د محبت او د هنر توري بې رنګه شولاوس لکه شبنم له ګلاب شونډو نه لمر وړى يمزه خو امتزاج ياره د دوو ښايستونو يمستا د کلي خان يمه او ستا د جومات چړى يمنور زموږه ښار د کرکو ټولګه د وسلو وطننور په مرګ خوشاله يمه، نور له ژونده ستړى يمستا تر اسمانڅک نظر به حسنه يوه ورځ درشمهلا خو مزل شته دى، لا خو ونه نه يم، زړى يمدا چې د چورلکو، د وسلو سيورو ته ژ

01.08.2008 khklay

د اجمل ښکلي غزل

                  غزل        د زمانې د وحشتونو شوله ښکاره مينهچې ووته د ارزښتونو له مداره مينهزما اميد، زما ارمان په زلميتوب راغلونن دې جانانه راورېږي له رخساره مينهاوس د جانان د اننګيو خوند اوبو يوړلولاړه، خپه شوه، ووته زموږ له ښاره مينهد نظر غشي دې زما په زړه کې ښه وکرهمنم، چې  تل رازرغونېږي له پرهاره مينهځئ، چې د ژوند او د ښکلا په لور

25.07.2008 khklay

غزل-- اجمل ښکلى

مودې پس مې ستا يادونه مېلمانه دي مودې پس مې ګلابونه مېلمانه دي د اورمخو د ښايست له برکته مو اورونه، ارمانونه مېلمانه دي لږه برخه خو زموږ هم ژوند کې وکړئ له کلونو مو مرګونه مېلمانه دي لا باڼه شته، چې زموږ پر لور کاږه دي لا مو اوس هم پرهرونه مېلمانه دي پښتانه يو، چې د زړه په وينو يې پالو مېلمانه دي، ستا غمونه مېلمانه دي د ګلاب وطن په زړه چاړه چاړه دي دلته داسې سياستونه مېلمانه دي

21.03.2008 khklay

د جلان غزل

خير که په ظاهره نه نښان لرو نه شتون لروزه جانان په تار د معنويت خو يو تړون لرومونږه په يو بل تکيه په ډک محفل کې هم کومونږه د نظر په نوم په سترګو کې ځنګون لرودا د پاکې ميني د حسين بغاوت رحم دىريبو چې د

09.02.2008 khklay

د اجمل ښکلي نوى غزل

لکه ګل لکه سپرلى شولو جانانهد ښايست د لاس بنګړى شولو جانانهله يو چا سره ستا داسې التفات خود يو چا زړه ته ازغى شولو جانانهستړې سترګې مې دي ستا لار کې کرلېکور ته راشه ماښامى شولو جانانهچې تا ونيوه د مينې خوږه غېږ کېدا ډبره اوس زړګى شولو جانانهموږ د اوربچي په مرګ دومره مين يوچې هک پک راته مرګى شولو جانانهيو د وخت ظلم، بل ستا د حيا سوال وګنې څو قدمه تلى شولو جانانهد نظر له ګړنګونو چې ګوزار شوستا اجمل ايله سړى شولو جانانه

03.01.2008 khklay

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more