پـــــــــه مـــزل يو وهــــو لاره زه او يـــــــار
 ځو د مينــــې تر ديــــاره زه او يـــــار
په رڼامو سپينه ميــنه رســــواکيــــــږي
  د تيــــارو يو هــــواداره زه او يــــــار
د يو بــل د وصــــالونو تنــــــده غــــــري
اخلو خوند له انتــــظاره زه او يـــــار
 چې يوبل ته پکښې خپله ميــنه ښايـــو
لرو زړونو کې هيـــنداره زه او يـــار
 ټوله شپه په ستوروفال د مينې نيسو
دا چې ويښ يو تر سهاره زه او يـــار
 د نفرت په چم کې ګرانه ګذاره شــــوه
ځکـــه درمو له دې ښـــاره زه او يــار
 خاطره د خپلې مينې خپلو زړوکــــــې
وړو د مينـــــــــې تر دياره زه او يـــار