زه او ته
چــې يو بل تـــه دومـــره ګـــران يو زه او ته
بس د ستــــړي وخت يــــاران يــــو زه او ته
د يـــوه درد  ، درديــــدلي دوه جســــمونـــــه
چـــــــې يو ډول پــــريشــــان يـــــو زه او ته
چـــې تقــديــر يـــــو په کوم لوري ګذار کړي
وتــــي غشــــي لــــه کمــــان يـــــو زه او ته
ستــــړى ،ستــــړى مـزل کړو منزل به مومو
لاروي د يـــوه کـــــاروان يــــــــــو زه او ته
ترنــــم بــــه د ګلــــونو را ژونـــــــــدى کړو
ښـــکلي څـــاڅـــکي د بـــاران يـــو زه او ته
کـــه حـــالاتــو مـــو ځـــوانۍ په غم تروړلي
خـــو پـــه زړو کـې لا ځوانـــــان يو زه او ته
لـــکه اوښــکه لــه يو ستــــرګې څــاڅيــدلـي
لکه يـــو زړه يـو ارمـــــان يــــو زه او تــــه
په ســـرو مـــو چـــا د رحــم لاس تير نه کـړ
ژړيــــدلي يتــــيمــــــــان يــــــــو زه او تــه
زمــــــونږ زړونـــه هم ماتيــــږي انديښمـنه
کاڼـــــــي نـــه يو انســانـــان يـــو زه او تـه