مقالې
د ملي ورځپاڼو ارزښت او د پیاوړتیا لارې چارې
په کابل کې د هېواد په کچه د دولتي رسنیو د مسئولینو، د نشراتي ارګانونو د آمرینو او د ولایتي جرایدو د مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې د درې ورځني سمینار جوړېدل چې په ترڅ کې یې د ورځپاڼو ریاست له لوري د ملي ورځپاڼو د محتوا، کیفیت او خپرنیز بهیر د ښهوالي په اړه مهم موارد مطرح شوي، دا یو ارزښتناک نوښت دی، خو د دې نوښت د اغېزمنتیا لپاره اړینه ده چې وړاندې شوي وړاندیزونه په عملي بڼه بدل او د پلي کېدو لپاره یې لازم اقدامات ترسره شي. ملي ورځپاڼې د یوه هېواد د دولت، خلکو، فرهنګ، ژبې او ټولنیزو ارزښتو
دبیان د ازادي پر وړاندې ننګونې
دبیان د ازادي پر وړاندې ننګونې محمد سلیم سليمان د بیان آزادي د دیموکراسۍ له بنسټیزو ارزښتونو څخه ده؛ ځکه خلک د همدې حق له لارې کولای شي د حکومتونو پر کړنو نیوکه وکړي، خپلې اندېښنې څرګندې کړي او د خپلو حقونو دفاع وکړي. خو په وروستیو کلونو کې په ځینو اروپايي هېوادونو کې د بیان د آزادۍ د محدودېدو، د سیاسي مخالفانو د تعقیب او د ټولنیزو شبکو د څرګندونو له امله د خلکو د محاکمه کېدو په اړه بحثونه زیات شوي دي. اوس پوښتنه دا ده چې ایا اروپا، چې د دیموکراسۍ او مدني آزادیو د یوه مهم مرکز په
د پاکستان د استخباراتو پخواني رئیس جنرل اسد دراني سره د الجزیزې ټلویزیون مرکه!
د پاکستان د استخباراتو پخواني رییس جنرال اسد درانی سره د الجزیری ټلویژیون مرکه خبریال مهدی حسن سوال: کله چې طالبانو کابل ونیو ، لمړی تاسو په رسمیت وپیژندل؟ اسد درانی وویل : هو لمړی مونږ په رسمیت وپیژندل ،بیا یې ترې پښتنه وکړه ،چی کله امریکا یولسم د سپتمبر وروسته پر طالبانو برید وکړ ،امریکا ته لمړی هوایي برید کولو اډه ،هم تاسي ورکړه ،او د طالبانو د نظام په ړنګولو مو پیل وکړ،ویلی شئ؟ چې ولی مو دا کار وکړ؟جنرال اسد درانی په ځواب کې وويل : مونږ د خپلو ملي ګټو لپاره دا کار
د سیستمونو ډولونه
د سیستمونو د وېش عمده معیارونه سریزه په تېرو دوو مقالو کې مو درنو لوستونکو ته د سیستم د مفهوم او د هغه د فعالیت د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل. په لومړۍ مقاله کې مو وڅېړل چې سیستم څه ته ویل کېږي او اساسي ځانګړتیاوې یې کومې دي؛ په دویمه مقاله کې مو تشریح کړه چې د سیستم بېلابېلې برخې څنګه فعالیت کوي، له یو بل سره څه ډول اړیکې لري او د خپلو متقابلو اړیکو له لارې څنګه پایلې رامنځته کوي. سیستمونه د جوړښت، فعالیت او موخو له مخې له یو بل سره توپیر لري. ځینې یې په طبیعي ډول رامن
خزانه دملت حق دی
دمصر اوشام پاچا نورالدین ایوبی ۱۱۸۶ ۱۱۹۶ م په دې اندازه دروېش صفته اوساده ژوند تیراوه چې دشاهی خزانې څخه یې یوه پیسه هم نه اخیستله دهغه ګذاره یوازې دغنیمت له مال څخه ناچیزه برخه وه اویا دخپلې ګټې څخه وه.یوځل دهغه ښځې له فقر او تنګ لاسی څخه شکایت وکړ او هیله یې وکړه چې له شاهی خزانی یوڅه مرسته ور سره وشی پا چا وویل چې خزانه دملت حق دی اوزه یوازې چوکیدار او ساتونکی ېم نو ته غواړې چې زه جنایت وکړم اوستا په خاطر دجهنم(دوزخ) خاشاک شم . خو له بده مرغه دې خاورې ته په تریلیونو دالرو خیراتونه راغلل لن
افغان وطن او انګریزان
افغان وطن او انګریزان شپاړسمه برخه: بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule): د کابل تړون ۱۴ ماده: د ۱۹۱۹ کال د اګست په ۸ مه، د افغانستان او برتانیا تر منځ د راولپنډۍ توافق لیک د افغانستان لپاره د سیاسي خپلواکۍ په لور یوه مهمه بریا وه، خو د توافق لیک ټول شرایط د افغانستان په ګټه نه وو. برتانوي حکومت د مالي او پوځي فشار له لارې خپلې ځینې غوښتنې هم پر افغان لوري ومنلې. خو د ۱۹۲۱ کال د نومبر د ۲۴ نېټې د کابل تړون، بیا د راولپنډۍ د توافق لیک سره بنسټيز توپیر لري. د دې تړون پ
کتاب
کتب انزل الیک فلا یکن فی صدرک حرج فتنه لتنذربه وذکری للمؤمنین ژباړه:« دایو کتاب دی چې تاته استول شوی دی نوای. محمد ستا په زړه له ده نه څه اندېښنه نه وی له نازولو نه هدف دادی چې ته دده په وسیله (منکران )ووېروې اود مؤمنانو لپاره یادونه وی» دالفاظو اومعانیو په اهدافو پوهېدل تر ټولو اهم کار دی نه لکه پر اوبو اوخوړو ګېډه ډکول. کتاب ، پوهنه، تعلیم او تربیه په یوه ټولنه کې وسوسې ، اندېښنې، لانجې او تشنج له منځه وړی. کتاب دوسه وسه کوښښ کوی چې دباطل مخه ونیسی کتاب او پوهنه عقل، سال
سیستم څنګه کار کوي؟
د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په تېره لیکنه کې مو د سیستم له مفهوم سره اشنايي ومونده او دا مو روښانه کړه چې سیستم د بېلابېلو برخو، عناصرو او د هغوی ترمنځ د اړیکو یوه منظمه ټولګه ده. اوس دا پوښتنه مطرح کېږي چې یو سیستم په عملي توګه څنګه کار کوي؟ د هغه بېلابېلې برخې څنګه خپلې دندې ترسره کوي، څنګه له یو بل سره اړیکې نیسي او په ګډه څنګه یوه پایله رامنځته کوي؟ د دې پوښتنې د ځواب له پاره باید سیستم یوازې د برخو د یوې میخانیکي ټولګې په توګه ونه پېژنو، بلکې د هغه جوړښت،
د بې لارو ، لارې
د بې لارو ، لارې ولي الله ملکزی تل خپل ځان په حقه ګڼل او انحصار پالنه، له پېله تر دې دمه د فردي او ټولنیزې ارواپوهنې ستره معما ده. تاریخ ګواه دی چې هېڅ سرکشه انسان، ډله، مذهب، ګوند او واکمن ځان ګمراه او بې لارې نه ګڼي. کله چې یو کبرجن وګړی، ناغېړی واکمن یا سرایله نظام کوم ګام اخلي، لومړی په خپل فکري چوکاټ کې ورته اخلاقي او حقوقي توجیه تراشي؛ بیا له همدې زاویې هر مخالف د نظم ګډوډونکی او بې لارې ګڼي او د ځپلو لپاره یې مټې رانغاړي. که دا مسئله له علمي او تاریخي اړخه چاڼ او غلبېل شي،
رسانه های غرب صلیبی از یک یخن، دو کله بیرون می کشند
رسانه های غرب صلیبی از یک یخن، دو کله بیرون می کشند عبدالخالق صارم ............................................................... در روز 25 میزان 1405ش، و در جریان تظاهراتی که توسط 800 هزار نفر از محصلین، فعالان جنبش جلیقهزردها و فعالان محیط زیست که همه شهروند فرانسه و تربیت یافتگان مکاتب و پوهنتون های فرانسه بودند، بخاطر افزایش هزینههای زندگی، راه انداخته شد، تظاهرات کنندگان، فروشگاه ها و اموال ملکی را غارت کردند و موتر ها و ساختمان ها و فروشگاه ها را به آتش کشیدند و حتی ش
شعرونه
د اوهامو څلور لار کې!
کال ۱۳۷۶ پیښاور د اوهامو څلور لار کې نن د حــــــــــــــــالاتو له ناخـوالو ژړیدلی یمه د زمــــــــــــــــــانی له بی دردانـو کړیدلی یمه هغه پتنـــــــــګ یم چې له کـور او له دیاره لری چې د بیلتون په سرو لمــــبو کې سـوځیدلی یمه خلاص می له لو می د وسواس کړه، لیونتوبه راشه چې څلـــــــــــــور لار کې د اوهامو دریدلی یمه زه هغه پاڼه، په چمــــــــــــــن د ارمانو کې یمه چې د خزان د راتلو مخــــــــکی ،غورځیدلی یمه
د خوندونو خوند
طبیعت سره نږدې اوسه که ژوند کړې ځان دې ولې د واهیاتو ګند کې بند کړې د واورینو غرو درو کې ځان دېره کړه چې که نه غواړې شېرین عمر دې لنډ کړې چیري ژوند په سردرو چیرې بنګلو کې ستړي ژوند نه په وتو کې ولې ځنډ کړې د ځنګل چېله ده غوره، کلی پرېږده چې په کلي کې ژوندون لکه د بند کړې لوی نعمت تر ازادۍ بل څه کې نشته په لویلاس غمونه ولې ځان ته پنډ کړې هغه ژوند دې د دنیا په ژوند کې شمېره چې څو ورځې زندګي دې په ایلبند کړې فکرو خیال دې په هغه حالت کې خپل دی چ
شکوه
چې زما تاسره جنګ شي ټول نړۍ راته بد رنګ شي ته په سترګو ناز نخری کړی چې د ليچو بنګړو شړنګ شي چې ته زلفې تار په تار کړی د رباب تارونو ترنګ شي بيا ساقي لاس کې جامونه په مئينو شونډو رنګ شي ژوند هغه دی حسن زيه! چې سحر د يار ترڅنګ شي
ویده ګوجره
پاڅېږه له خوبه پنجابستان په تاوار کوی دکڼړ او نورستان شنوځنګلو کې بمباردمان کوی شپه او ورځ ستا ګونګ حالت ته ګواښ کوی په ګرم سیر او پکتیکا د ویر ها ها کوی ستا حاکمیت او دخاورې تمامیت باندې ګذار کوی ته څه ډول ګوجر یې چې امنیت دې ناحصار کوی ملی احساس دې ورک ډیر شرمنده اظهار کوی خوب درباندې غالب شوی مسئولیت دې بی اعتناء کوی په درنښت
ټګی او ریاء
تا دکوم پنجابی دبمبارۍ ظلم غندلی چې بیا ګپ دامنیت لګوی پټ وفنا تا چاته سیاست دفش شو او ګم شو ویلی دی راشه پرېږده دا ناحله معماء! اور لړونې غوندې تک تور لکه سکور یې امید مه لره له ولږی تګی ولس دزرغونتیاء ښه او بد حق او ناحق چې معلو م نشی توره شپه ده توره تیارې ته مه وایه سبا چې څادر او رنګه ګیرې ته دې ګورم دانسان په نوم یادیږې خو یې توره بلاء شیرین او تریخ دې هیڅ نه معلومیږی! عقل څه دی منطق څه دی او حکمت څه ؟ دادنیادې ګډه وډ کړې په ریاء او تماشاء
څېرلی ګرېوان
څېرلی ګرېوان دا چې ښکته پورته ګرځي توپان هسې خپله خلکو دی راوستی پر ځان هسې خپل بارونه چې د نورو پر اوږو ږدي ناخبره دي له ځان او جهان هسې خپل بنیاد ته چې په لاس بمونه کېږدي په کوم قوم کې چا لېدلی نادان هسې؟ د خپل ذهني په زندان کې چې محبوس وي نشته هیڅ زندان کې بل بندېوان هسې د ملا په واکمنۍ کې چې څوک ژوند کړي په ځنګل کې دی ژوندون د حیوان هسې خلک خپله د شیطان رول کې لوبېږي چا لېدلی چې شیطان دی، شیطان هسې افسانې دي د اسمان په باب کې ډېرې څو
ښوونکی
دا ښوونکی دا ښوونکی دا د علم لارښوونکی د تيارو رڼا کوونکې دا د جهل ورکوونکی دا ښوونکی دا ښوونکی دا د پوهي خپرونکی د کتاب قلم ساتونکی د تختی د سر ليکونکی دا شاباس شاباس ويونکی دا د ټول ټولګي پالوونکی دا ښوونکی دا ښوونکی دا د ميني دا ښودونکی د ځوانانو هڅوونکی د ذهنونو ويښوونکی د فکرونو لوړونکی د نسلونو دا روزونکی دا ښوونکی دا ښوونکی د ملت دا جوړونکی دا د ژوند آراموونکی د امیدو زيږونکی د نړې ب
غزل
زه يم دلته زما ورور وهغې خواته يوکوردلته اوبل کور وهغې خواته کمزوري مې کمزوري مه ګڼه دلته دی په اصل کې زما زور وهغې خواته وي به څومره سره تږي وديدن ته بچی دلته دی اومور وهغې خواته باچاخانه ولي باغ ته دې سلام کړم ليکن ستاخونودی ګور وهغې خواته يوسړی په ډير تشويش کې ده لويدلی ده يې باندې پرچا پور وهغې خواته عمري دازادۍ پرنيلي خوند به کله ووينمه سپور وهغې خواته
امن نشته
د سرو زور ديار کې امن نشته د ګلونو په ګلزار کې امن نشته وطنونه په جنګونو کې ورانيږي د باروتو په غبار کې امن نشته د بلبلو په نغمو کې ژړا اورم د ربابو په تارو کې امن نشته که هزار ځلي ګفتار د امن وکړې کاڼي بوټي د اقرار کړي امن نشته تجلا د خپل مال و دارایي کړې د مظلومو په آزار کې امن نشته سلسله د آفتو کې به را ګير شي د ظالم په اقتدار کې امن نشته په صحيح لاره روان شه حسن زيه د کږو لارو په تلو کې امن نشته
د زړه درد
د سبا اميد لپاره تاوانونه په ځان واړوم زيار زحمت وباسم څه پورونه په ځان واړوم هر طرف ته ګورم رقيبان مې سر سودا کړي سخته مجبوري ده، بل اورونه په ځان واړوم ژبه مې سوزيږي په خوله اخ ويستلې نشم پټ رازونه ساتم،پيغورونه په ځان واړوم پريږده چې مې بد ګنې،دنيا خلک په بده ښه کالي په تن،ښه عطرونه په ځان واړوم ستا په يو مسکا، بد نام زه حسن زی شومه لاړ شم ميکدی ته،ډک جامونه په ځان واړوم