یوه تاریخي او ستراتیژیک ځغلنده کتنه
اسراییل د نړۍ له هغو محدودو هیوادونو څخه دی چې یوه پیاوړې اتومي کړنلار لري، خو تر ننه یې نه دا کړنلار په رسمي توګه افشا کړی او نه یې د اتومي وسلو لرل تایید کړي. دا تګلار چې «ستراتېژیک ابهام» بلل کېږي، د اسراییلو د بقاء، بازدارندګۍ او سیمه ییز تفوق یوه حیاتي برخه ده. په دغه لیکنه کې د اسراییلو د اتومي پروګرام تاریخي رېښو، تخنیکي تاسیساتو، وسلو او نړیوال غبرګون ته کتنه شوې.
لومړی ــ تاریخي شالید:
د اسراییلو اتومي پروګرام په ۱۹۵۰مو کلونو کې د لومړي وزیراعظم David Ben-Gurion تر مشرتابه لاندې پیل شو. د فرانسې او اسراییلو ترمنځ پټې همکارۍ د دې پروګرام بنسټ کېښود. Dimona ریاکټر د Negev دښتې ته نږدې د پلوتونیم د تولید لپاره جوړ شو.
دوهم ــ د اسراییلو اتومي وسلې:
اټکل کېږي چې اسراییل له ۸۰ تر ۴۰۰ پورې اتومي وسلې لري چې د Jericho لړۍ د توغندیو، جنګي الوتکو او Dolphin-class اوبتلونو له لارې یې لیږد امکان لري.
دریم ــ د وسلو ډولونه:
ــ د - Implosion-type Bomb د پلوتونیم پر بنسټ
ــ د - Hydrogen Bomb دوه پړاویز، Fusion-based، د ستراتیژیک اهدافو لپاره.
ــ د - Neutron Bomb وړانګې زیاتوي، انفجار کموي، ښاري جګړو کې
ــ د - Dirty Bomb رادیواکټیف مواد خپروي، د وېرې لپاره.
استخباراتي راپورونه ښۍ چې اسراییل له ۸۰ تر ۴۰۰ پورې اتومي وسلې لري.
دا وسلې د توغندیو، الوتکو او اوبتلونو له لارې لیږدېدلی شي.
څلورم ــ د انتقال وسایل:
د Jericho توغندي، د اتومي سرګولیو د انتقال لپاره جوړ شوي:
۱ ــ Jerico1 تر ۵۰۰ کیلو مترو پورې
۲ ــ Jerico 2 تر ۳۵۰۰ کیلو مترو پورې
۳ ــ Jerico 3 تر ۶۵۰۰ کیلو مترو پورې
جنګي الوتکې لکه F-15 او F-16 او Dolphin-class اوبتلونه هم د انتقال لپاره کارول کېږي.
پنځم ــ ستراتیژي او Deterrence :
ــ Deterrence اسراییل خپلې اتومي وسلې د نورو د برید مخنیوی بولي
ــ - Second-Strike د غچ اخیستنې وړتیا لپاره
ــ - Strategic Ambiguity د نه تایید او نه انکار پالیسي
ــ - Samson Option که اسراییل له منځه ځي چې دښمن هم له منځه یوسي.
د Vanunu قضیه:
ښاغلی Mordechai Vanunu چې په Dimona ری اکټور کې تخنیکي کارکوونکی وو، د اسراییلو د اتومي وسلو رازونه یې په ۱۹۸۶ کال کې Sunday Times ته افشا کړل. نوموړي څرګنده کړه چې اسراییل نه یوازې اتومي بمونه لري، بلکې Neutron Bombs هم لري.
هغه په ایټالیا کې د موساد( د اسراییلو جاسوسي سازمان) لخوا ونیول شو او ۱۸ کاله يې بندي کړچې ۱۱ کلونه يې په انفرادي توقیف خانه کې تېر کړل.
نړیوال غبرګون:
ــ عربي هیوادونه د اسراییلو اتومي وسلې ځانته یو ګواښ ګڼي.
ــ ایران د اسراییلو اتومي پروګرام، د خپل اتومي پروګرام لپاره یوه توجیه بولي
ــ امریکا د دې پروګرام پټ ملاتړ کوي.
ــ ملګري ملتونه د منځني ختیځ د بېاتومه کولو هڅې کوي.
پایله:
د اسراییلو اتومي پروګرام یو تر ټولو پټ، خو د پرمختللو پوځي پروګرامونو څخه دی. که څه هم اسراییل دا نه تاییدوي، خو شواهد ښۍ چې نه یوازې اتومي وسلې لري، بلکې د کارونې لپاره يي ستراتیژیک پلانونه هم لري.
یادوونه:
په ځینو برخو کې د انټر نیټ له زیرمو ګټه اخیستل شوې.
د ۲۰۲۵ کال د جون ۲۳ مه
سرلوڅ مرادزی