پارسیان چې ځانونه د کوروش کبیر، ساسانیانو، صفویانو، قاجاریانو او پهلویانو وارثین بولي، د ډېر لرغوني تمدن څخه برخمن دي. له همدې بابته، دوئ د خلیج کوچني هېوادونه د خپل کلتوري قلمرو برخه ګڼي او د فردوسي شاهنامې خو لا ډېر پخوا عربانو ته د خپلو سیالانو په سترګه نه کتل. له نن څخه درې کاله وړاندې، تهران د عراق سفیر ته په دې خاطر، اخطار ورکړی وو چې ولی یې بغداد کې د فوټبال د سیالیو په مهال د خلیج فارس په ځای، د خلیج عربي کلمه کارولې وه؟
د هجرت په ۱۵ کال (۶۳۶م) د قادسیې په جنګ کې د ساسانیانو مشري د رُستم فَرُخ زاد او د مسلمانانو قیادت د سعد بن ابي وقاص (رض) په غاړه وو؛ له همدغې نیټې تر ۱۵۲۴م کال پورې پارس یو سني هیواد وو. مګر کله چې شاه اسماعیل صفوي واک ترلاسه کړ؛ د ابوبکر، عمر او عائشې نومونه یې منعه او جعفري فقه یې پلې کړه. په ۱۳۱۴ هجري شمسي (۱۹۳۵م) کال کې د رضا شاه د فرمان له مخې، پارس په ایران بدل شو کوم چې د پنځو غټو قومونو او اِقلیمونو ټاټوبی دی. آذریان په شمال کې، کُردان شمال لوېدیزې خوا ته، د اهواز عربان جنوب لوېدیز لوري ته، بلوڅان جنوب ختیزې څنډې ته او پارسیان د ټولو په متن کې دي.
د ۱۳۵۷ کال د دلوې په ۲۲مې (۱۹۷۹م) آیت الله روح الله خمینې له فرانسې څخه د ایرفرانس په ملکي الوتکې کې ایران ته لاړ. د پهلوي شاه حکومت نسکور شو او د « لا شرقیة لا غربیة، جمهوریة اسلامیة » تر شعار لاندې انقلابي دولت اعلان او د امام لقب یې خپل کړ. درې میاشتې وروسته یې د «سپاه پاسداران انقلاب اسلامي» په نوم وسله وال تشکیل اعلان کړ ترڅو د دوئ د انقلاب ساتنه او بهر ته د هغه د صادرېدو مذهبي دنده ترسره کړي.
په ۲۰۰۶م کال کې د « محور مقاومت و ممانعت » په نوم سیاسي او پوځي ټلواله چې ایران، عراق، سوریې او لبنان یې غړیتوب درلود، په دغې جغرافیې کې عملا را څرګنده شوه. د حزب الله وژل شوي مشر، حسن نصرالله به په جار سره ویل چې زه د ولایت فقیه عسکر او د دغې ټلوالې خادم یم. په ۲۰۱۲م کې د یمن حوثیان هم د دغه ائتلاف سره مل شول چې اوس د صنعاء په ګډون د هېواد ډیرې برخې په واک کې لري. انصارالله (حوثیان) اصلا د زیدي عقیدې پېروان وو، مګر تازه یې د اثنی عشري فرقې لاره خپله کړی او آیت الله خامنئي خپل امام ګڼي. په سوریې کې د بشار الاسد خونکاری نُصیري رژیم چې تېر ډیسمبر یې ۵۴ کلنه اوسپنیزه واکمني پای ته ورسېدله، د دغې ټلوالې بل مهم غړی وو. په بغداد کې واکمنې شیعه ډلې چې د نوري المالکي او الحشد الشعبي ګروپونه یې تر ټولو منظم دي، د دغه پوځي ائتلاف د ملا تیر ګڼل کېږي.
د عربي رسنیو ګڼ شمیر څېړنېز راپورونه په ګوته کوي چې د الاسد پوځونه او د جنرال قاسم سلیماني تر مشرۍ لاندې د حزب الله، فاطمیون او زینبیون مذهبي ملېشې په سوریې کې د ۲۰۱۱م کال له پاڅون وروسته؛ د لسګونو زرو خلکو په وژلو او د ۱۱ میلیونو وګړو په بېکوره کولو تورنې دي. څارونکي باور لري چې د ۲۰۲۴م کال په سپتمبر کې د حسن نصرالله وژنې، مسکو ته د بشار الاسد تېښتې، د عراقي ملېشو خاموشي او په یمن کې د حوثیانو ګوښيتوب، د مقاومت محور ښه زبېښلې او پیکه کړېدی.
له پېله، د ولایت فقیه د عقیدتمندو ملیشو مهمه دنده همدا وه چې د جنګ سپرغۍ باید د ایران پولو ته سرایت ونه کړي؛ خو دغه لمبې بیاهم د تهران واټونو او د اصفهان تاریخي قصرونو ته راورسېدې. د معتبرو خبري آژانسونو د شمېرونو له مخې،‌ په دغو دولسو ورځو کې د ایراني پوځ ۳۲ تنه لوړ رتبه جنرالان او قومندانان، د القدس د قل اردو سرلښکر، ۱۷ تنه اټومي ساینس پوهان او په سلګونو پوځیان اوعام وګړي وژل شوي او د میلیاردونو ډالرو مالي نقصان اوښتی دی. په عین حال کې، په لسګونو اسرائیلیان وژل شوي او ټپیان شويدي خو غالبا د هېڅ ساینس پوه او جنرال نوم په کې نشته. همدا شان څو دنګې ودانۍ، یو روغتون او یو برېښنا کوټ زیانمن شوی او را روان وخت به نور دېر څه روښانه کړي.
ټولواک، محمد رضا پهلوي په ۱۹۷۴م کال کې د ایران سوله ایز اټومي پروګرام لازیات پراخه کړ؛ په ۲۰۰۳م کې شکونه را وټوکېدل او په ۲۰۱۱م کې دغه ګونګسې د یقین پولې ته ورنژدې شوې چې ګواګې ایران د انرژۍ تر اړخه، د اټومي وسلې نیت هم لري. مازې څلور ورځې وړاندې، د امریکا او اسرائیلو مشرانو د فوردو، نطنز او اصفهان د اټومي مرکزونو د بشپړې ویجاړۍ خبره وکړه. ولی د نیویارک ټایمز، سي اِن اِن او الجزیرې شنونکي فکر کوي چې ښايي ایران به بیا وکولاې شي د څو میاشتو یا کلونو دننه خپل فعالیتونه له سره پېل او نور خطرناک کړي.
له بله پلوه، ولیدل شول چې ایران په دې جنګ کې بېخي بې یاره او بې مدد ګاره وو. د چین، روسیې او شمالي کوریا غوندې نژدې دوستانو لاس ورنکړ او د مقاومت او ممانعت ترهېدلو ملیشو د لاپو شاپو په پېغامونو بسیا وکړه. ولی هېڅ ضمانت نه شته چې په ایران کې د ولایت فقیه نظام به د ملیشو او نیابتي ډلو جوړول او مالي سرپرستي پرېږدي؛ البته نوعیت او ظرفیت به یې بل ډول وي.
د زیاترو عربي لیکوالانو په آند، غرب غواړي ایران بېکسه بېوسه وساتي او پرېنږدي چې اټومي وسله ترلاسه کړي؛ ولی د نظام د رانسکورولو اراده یې هم نه لري ترڅو کُردان، بلوڅان او اهوازیان د بغاوت جنډه پورته نه کړي. بله دا چې په دغې شتمنې سېمې کې د وسلو د خرڅولو لپاره یو وَهمِي دښمن ته همېشنۍ اړتیا شته چې په عربي کې ورته (حِصانُ الطِروَادَة) ویل کیږي؛ کوم چې د ګواښلو او ډارولو یو کلاسیک سمبول دی.
د قطر پلازمېنې ته څېرمه، د ایران له خوا د العُدېد په امریکايي اډې باندې د ۱۴ توغندیو توغول چې یوه چینچڼه هم په کې ټپي نه شوه،‌ د ډېرې حیرانتیا خبره ده. ځکه الدَوحة له تهران سره ښه راشه درشه لري، تل یې د منځګړیتوب رول لوبولی او د الجزیرې نړېوال ټلوېزیون هېڅکله د ایران خلاف سنګر نه دی نیولی. بل د پام وړ ټکی دا دی چې تهران په سوریې، عراق او د چم ګاونډ په هېوادونو کې د خپلو ملېشو د جګړه ایز حضور لپاره تل د (القدس) شعارونه زمزمه کول، خو په دوو اونېو کې نه کوم ایراني چارواکي او نه یې رسنیو د فلسطین نوم په خولې واخیست.
د ټولنیزو رسنیو مشهور عراقی فعال، ابومِهدي العَواد لیکي: « د آخندانو دې کور ودان وي چې د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې یې د قاسم سلیماني د ترور په سباني ماښام د امریکایانو د عین الاسد د پوځي اډې له ویشتلو پنځه ګړۍ وړاندې، غټ ماما ته ویلي وو چې ځانونه څنډې ته کړئ». مشهور یمنی ژورنالست او لیکوال، اسعد الحضرموتي لیکي: « د ایران او اسرائیلو ترمنځ د هوايي او راکټي دولس ورځني جنګ هر اړخ د خپلې بریا لپاره یوڅه په لاس کې لري، خو یوازینی تاواني اړخ چې په لېټۍ کې حساب نه شو، هغه عربان دي». ایرانی مدني فعال، سرمد محسن زاده وايي: «حاجي اغا ته عذر کوم چې نور په پردیو ملېشو خرچې مه کوه،‌ ستا د هرې ښېګڼې او مرستې لومړنې مستحق، همدا د ایران ستر ملت دی».
یقینا، د وروستیو دوو جنګونو د تم کولو او سړولو کرېډټ د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په برخې شو. تېره میاشت یې په یوې ټلېفوني اړیکې د پاکستان او هند ترمنځ ډز بندي وکړه او څلور ورځې وړاندې یې په ورته ډول د تهران او تل ابیب ترمنځ د جنګ سکروټې د ډزبندۍ په ایرو بدلې کړې. تاریخ ګواه دی چې مسئول او منتخب حکومتونه د مذهبي نارو او احساساتي شعارونو په ځای، تل خپلې ملي ګټې سنجوي او هغه ورته سرې کرښې ښکاري. ځکه سیاست د مصلحتونو لوبه ده او هغه څوک یې ګټي چې دا هنر یې زده وي.
—-----------------------------------
یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay