په مرکزي اسیا کې د ډاډمن امنیت تر څنګ اقتصاد په ترقۍ او دخلکو ژوند ارامه دی .
امریکا د یوه نړیوال حاکم اقتصادي او سیاسي ځواک په توګه هڅه کوې چې مرکزي اسیا بې ثباته کړې دې موخې ته د رسیدو په خاطر امریکا له بیلا بیلو وسیلو کار اخلي ، کله ګواښ کله اقتصادي فشار د ځینو په باور ان د وسله والو کروپونو تمویلول که څه هم امریکا دا نه مني چې ګنې دوی دې ناقانونه وسله وال تمویل کړې خو په افغانستان کې دامریکا د نظامي حضور پرمهال داسي شواهد موندل شوې دي چې یاد هیواد له ناقانونه وسله والو سره په تماس کې و.
د طالبانو دبهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی وایې چې دوی له ۲۰۰۷ کال څخه راپدخوا له امریکا سره په اړیکه کې وو.
دا تماس ددې مانا ده چې امریکا په افغانستان کې له دوه متضادو جهتونو جمهوریت او طالبانو سره په یوه وخت کې په اړیکه کې وه .
دلته داپوښتنه رامنځته کیږي چې له دوو مخالفو جهتونو سره د امریکا تماس د څه دپاره .. د شنونکو په اندا له پخوا راهیسي امریکا په دې لټه کې ده جې د مرکزي اسیا سیاسي امنیتي او اقتصادي ثبات څنګه متزلزل شي ، دچین او روسیې سیاسي او اقتصادي پرمختګ مخه ډب شي .
دې موخې ته د رسیدو په خاطر امریکا په بیلا بیلو لارو او له خپل نفوذ څخه په استفادې تالاش کوې مرکزي اسیا نا ارامه شي .
امریکا سره له دې چې په بیړه او شرمونکې ډول یې خپل ځواکونه یې له افغانستانه واېستل؛ خو په استخباراتي ډګر کې یې خپل نفوذ په خپل ځای ساتلی دی.
د امریکا ولسمشر په کراتو وایې چې موږ بیرته باګرام ته راګرځوو مطلب داجې په مرکزي اسیا کې د امریکا د ګټو د تامین لپاره امریکا بیرته دې سیمې ته راکرځي ترڅنګ یې په دې سیمه کې دچین او روسي ته سر خوږۍ جوړول دي .
که امریکا بیرته افغانستان ته راشي دابه افغان حکومت په داسي ستونزو کې راګیر کړې چې وتل به ترې سخت وې .
په ایران د امریکا او اسراییلو بریدونه د مرکزي اسیا د نا امنه کیدو د تسلسل یوه کړۍ ده .
د مرکزي اسیا هیوادونو ته پکارده چې خپل امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او هیچا ته اجازت ورنکړې چې ددوی ثبات او امنیت وګواښي .