صحرایې کیدل څرنګه رامنځ ته کیږي او کومي ناوړی پایلې لري؟
دې مسلکي پوښتنې ته به په یوه بله ورپسې لیکنه کې ځواب ورکړم، خو اوس د یوه راپور پر بنسټ د هلمند په ځنو ولسوالیو کې ستونزمن چاپیریالي حالت ته یو ځغلنده نظر:
څو ورځې دمخه مې د بي بي سي پښتو تلویزیوني خپرونو په لړ کې، د هلمند په ځنو ولسوالیو کې د اوبو د کمښت او د ځنو پخوانیو زرغونو باغونو او کروندو، په شاړو بیدیاوو د بدلیدو یو راپور ولید.
دا راپور زما لپاره د طبیعي سرچینو او چاپیریال ساتنې د یوه متخصص په توګه ډیر دردوونکی او زړه بوګنوونکی و.
هلته له یوه تصویري راپور ښکاریده چې، د هلمند جګړه ځپلی ولس، له خونړیو جګړو وروسته، اوس له یوه بل طبیعي ناورین سره هم مخکیدونکی دی.
په ځنو ولسوالیو کې، د دوی کروندې او شنه باغونه د وچکالۍ او د اوبو د نه شتون له امله شاړی شوی دي او ځنې کلي یې له وګړو تش شوي دي.
هلته د کلي یوه پوخ سړي په ډیرې نهیلۍ وچو ځمکو او شاړې سیمي ته ګوته نیوله او ویل یې چې، دا ځمکې څو کاله دمخه زرغون باغونه او شنې کروندې وې، خو اوس سپېرې خاورې او شاړې ځمکې دي. هغه ویل چې پخوا دلته په لسګونو کورنۍ استوګنې وې، خو اوس ټولې له دې ځایه تللي او کوچېدلې دي.
یوې میرمنې د څخاک د اوبو د نشتون له امله له سترګو اوښکې څڅولې او د غم او درد ژړا یې کوله.
ما دا راپور ولید، کیدای شي ځنو چارواکو به هم کتلې وي. نه پوهیږم هغوی چې اوس د حکومتولۍ چارې مخ ته وړي، دا غمیزه به ورته څومره دردناکه، د پوهاوي او درک وړ وي. د دې ناورین د مخنیوي لپاره کوم تدبیرونه ونیسي او څرنګه به د هغو مظلومو او جګړه ځپلو هلمندیانو اوښکې وچې کړي.
دا او دې ته ورته ستوتزې به د هیواد په ډیرو سیمو کې شتون ولري او ورځ تر بلې به زیاتیږي، نو ځکه په کار ده چې، مسؤلې ادارې او د چاپیریال ساتنې کارپوهان دا حالت بابیزه ونه ګڼې او په خپل وخت د ستونزو حل ته لارې ولټوي.
افغانستان چې په عمومي توګه وچ اقلیم لري، د اوبو کمښت او د خاورې تخریب(soil erosion) په کې یوه غټه ستونزه ده. دا دواړه ستونزې یوه له بلې سره اړیکې لري او یوه د بلي د قوت سبب کیږي، چې بیا په خپل وار په ټول کې د وګړو پر ژوند منفي اغيزې لري.
افغانستان د اقلیمي( اوبو او هوا) تغییراتو په وړاندې ډیر زیانمنونکی هم دي.
دا هیواد د اقلیمي بدلون په پایله کې د اوږدو وچکالیو او سختو بارانونو سره مخ دی.
زموږ د هیواد ډیرې سیمي، همدارنګه پلازمینه کابل د ځمکې لاندی اوبو د سطحې له ټیټیدو سره هم مخ دی، چې په پایله کې یې وګړي ورځ تر بلې د څښاک او د کروندو د خړوبولو د اوبو له کمښت سره مخ کیږي.
یوه غټه ستونزه دا هم ده چې د اوبو د زیرمه کولو لپاره سم کار نه دی شوی او د زیرمه کولو امکانات ډیر کم دي.
اوبه په باراني موسمونو او د زیاتوالي په وخت کې بی له دی چې زیرمه شي، له سیمو وځي او بهر ته بهیږي.
د دی تر څنګ د ځمکې لاندې اوبه په لویو ښارونو، په دې لړ کې په کابل کې د منظم کانالیزاسیون د نشتوالي له امله، د فاضله او ناپاکه توکو له امله ککړې شوی دي او روغتیا ته زیان رسوي.
د هیواد ډیر وګړي په ځانګړی ټوګه په کلیوالو سیمو کې استوګن د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د اوبو کمښت او وچکالي پر نباتي او حیواني تولیداتو هم منفي اغیزه لري او د خوړو مصؤنیت له ګواښ سره مخ کوي.
د اوبو د کمښت تر څنګ په افغانستان کې د دښتو پراختیا او صحرایی کیدل یوه بله غټه ستونزه ده.
دا هیواد د صحرایی کیدلو له زیانمنونکو هیوادونو ګڼل کیږي. صحرایی کیدل د خاوری او ځمکې د تخریب سبب کیږي. د دی ترڅنګ سخت بارانونه چې سیلاوونه له ځانه سره لري، کرنیزې ځمکې تخریبوي ،حاصل ناکه خاوره د منځه وړي او کرنیز محصولات له ستونزو سره مخ کوي.
همدارنګه د خاورې تخریب او د ځمکې شاړیدل نباتي پوښښ زیانمنوي، کرنیزې ځمکې کمیږي او د ژوند رنګارنګي ختمیږي. په پایله کې یې بیا په نوموړو سیمو کې استوکنځایونه له وګړو تشیږي او اوسیدونکي یې د ژوند ژواک وسایل له لاسه ورکوي.
د نباتي پوښښ په له منځه تللو سره خاوره هم د سیلاوونو په وړاندې مقاومت نه شي کولای او په اسانۍ سره تخریب او پر اوبو لاهو کیږي.
د حل لیارې او وړاندیزونه:
زموږ هیڅ دولت تراوسه نه دی توانیدلي چې له کرنیزي ځمکې د کار اخیستنې لپاره یو معقول قانون رامنځ ته او تظبیق کړي.
له کلونو راهیسي وګړي په کرنیزو ځمکو کې کورونه او ودانۍ جوړوي، آن دولت هم په ډیرو ځایونو کې لویې لارې او عامه تاسیاست په کرنیزو ځمکو کې ودانوي.
افغانستان د کرنې وړ کمه ځمکه لري، په کار ده چې دا حاصل خیزي خاورې او ځمکې د کرنې او مالدارۍ لپاره وکارول شي. ډیر کوښښ وشي چې وګړي خپل کورونه د کرنیزو ځمکو څنګ ته شاړو ځمکو کې جوړ کړي. حکومتونه دنده لري چې د یو منظم پلان پر اساس دا کار سرته ورسوي، وګړو ته پوهاوې ورکړي او د کرنیزي ځمکې د له منځه وړلو مخه ونیول شي.
له نیکه مرغه اوس په کلیو کې هم د لوستو وګړو شمیر زیات شوی دی. هیله ده هغوی په خپلو سیمو کې د چاپیریال ساتنې، د شنو سیمو د پراختیا او محافظت لپاره کار وکړي، دکرنیزو خاورو د خوندیتابه لپاره هلې ځلې وکړي او د پوهاوي سبب شي.
د ځنګلونو او شنو بوټو د له منځه وړلو مخه ونیول شي، د نویو پوټو د کینونې او پالنې لپاره هم ولس او هم حکومتونه په ګډه لاس په کار شي.
د ځمکې لاندې اوبه بی ځایه ونه لګول شي، د څښاک لپاره پاکې وساتل شي او د ککړتیا مخنیوی یې وشي.
د ځنو کوچنیو بندونو او ډنډونو په جوړولو سره په باراني موسمونو کې اوبه زیرمه کړي، دا کار د ځمکې لاندې اوبو له زیاتوالي سره مرسته کوي.
په کرنه کې اوبه په سمه توګه وکارول شي، په هغو سیمو کې چې اوبه کمې دي، ښه ده چې ټوله ځمکه اوبه نه شي، په ځمکې کې چرې او د اوبو ویالې جوړی شي، لکه د پالیزونو په څېر اوبه یوازی په چرو کې وبهیږي او د غاړو بوټي یی اوبه شي.
په ځنو هیوادونو کې چې اوبه کمې لري، د څاڅکي څاڅکي اوبه کولو او خړوبولو له لارو چارو کار اخلي.
په ځنو افریقایی هیوادونو کې هم د وچکالۍ او صحرایی کیدلو ناورین زیات شوی دی، وګړو یې د اوبو د کمښت له امله خپلې کروندې، څاروي او استوګن ځایونه له لاسه ورکړی دي. له خپلو سیمو تیښتې او کډوالۍ ته اړ شوی دي. هلته د ملګرو ملتونو او ځنو نورو خیریه چاپیریال ساتونکو سازمانونو او موسسو په مرسته پر نویو لارو چارو غور کیږي. د صحرایی کیدلو، د خاوری د تخریب، د چاپریال د لا زیانمنیدو او اقلیمي بدلون د اغیزو د کمښت او مخنیوي لپاره کار کیږي.
هیله ده په افغانستان کې چارواکي او وګړي د نورو هیوادونو له تجربو کار واخلي، د خاورې، اوبو او هوا د ساتنې لپاره اغیزمن کارونه ترسره کړي.
نور بیا په یوه بله لیکنه کې.
پوهنمل دوکتوراندوس رحمت ځواکمن
۲۳/ ۶/ ۲۰۲۵- هالنډ