مونږ درنــو درنـــــو، بارونو ته پـــیدا یو
مونږه ســــترو آرمــــانونو ته پـــــــیدا یو
چې رڼا د مـــــعرفت هر خوا خوره کړي
مونږه داســـي لوی کارونو ته پــــــیدا یو
چې ورمیږ د غلیم مات په یوه سوک کړي
داسي کلکو، ګــــــذارونو ته پــــــــــیدا یو
چې په څو ټکو، بیدار کړي ضـــــمیرونه
مونږه داسي شــــعارونو ته پــــــــــیدا یو
چې اسـرار د دي چـمن ساتي په زړه کې
مونږه داسي پټ رازونــــو، ته پـــــیدا یو
چې د درد څریکه ،د زړه په غوږو اوري
مونږه داســــــي فریادونــــــو ته پــــیدا یو
چې د میني محــــبت ورکـــــــــوي زیری
مونږه داسي، پــــــیغامونو ته پــــــــیدا یو
سید عبیدالله نادر
31.05.2025
- الفت الله محبزی
*🔲 ځوانانو ته څو نصیحتونه !*
1 - خپل جنسي غوښتنې قابو کړئ ، دا به ستاسو بریا یا ناکامي یوه لویه وجه وي .
2 - فحاشي او ځان لذت د بریالیتوب تر ټولو لوی قاتل دي . دا ستاسو دماغ ته زیان رسوي .
3 - له شرابو څخه ځان وساتئ ، که نه نو ستاسو عقل به ختم شي .
4 - که تاسو له ځان څخه زیات هوښیار شخص ووینئ ، نو له هغه سره په شریکه کار وکړئ ، سیالي ورسره مه کوئ .
5 - ستاسو د ژوند بشپړ مسئولیت ستاسو پر غاړه دی . بل څوک به ستاسو ستونزې حل نه کړي .
6 - فقط له هغو...
02.06.2025
- سرلوڅ مرادزی
څنګه له فرصتونو ګټه او د ګواښونو مقابله وکړو. افغانستان خپل جغرافیوي موقعیت نه یوازې د سیمې تر منځ، بلکې له سیمې اخوا هم د تېر په څېر ساتلی او په نویو حالاتو کې که دې موقعیت ته ګواښونه شته، فرصتونه هم لږ شوي نه دي او په ځینو برخو کې تر پخوا لا زیات شوي دي. د ګواښونو په وړاندې د افغانانو یو موټی مقاومت او د فرصتونو څخه ګټه هغه څه دي چې ځواب او حللار يې په پای کې په دوی پورې اړه لري! په روانه پېړۍ کې د اسیا لویه وچه په ټولیزه کچه او د افغانستان ستراتېژیک موقعیت په ځانګړې کچه د نویو...