شعرونه


سترګې

چې لري سترګې په دا شانې خمارې ډېر به وباسي دې کلي کې له لارې چې په یو نظر له نورو نه سا اخلي سترګي نه دي بس قاتلې دي خونکارې تش دیدن یې میسر خلکو ته نه دی دم قدم یې په کوڅه کې خلک څارې بې له میو هم نیشه ښکارې له سترګو په نیشه یې عشق له سترګو وهي دارې چې په تش کاته راولولېده بې هوښ شو سترګو وکړې په مرادزي هسې چارې سرلوڅ مرادزی

11.11.2025 سرلوڅ مرادزی

ګران افغانستان

کاڼي د لعلونه دي بوټي د لونګ ګنم غږ د آزادۍ دې په نړۍ د تورې شړنګ ګنم لوړ د غرو سرونه دي نښه د قدرت ګنم ستا هره دره دې هر غليم لره ګړنګ ګنم هسکه د شمله ده افتخار يي د نسلونو ته ستا زرينه خاوره په سرو ګلونو رنګ ګنم هرچيرې چې اوسم ته مي کله هيريدلې شي ګران افغانستانه!خپل ځان ستا ملنګ ګنم

11.11.2025 محمد رفیع حسن زی

عمر

شیرین عمر چې جګړه ییز کیږی دریغه دریغه هم له عمقه وېجاړ رسواکیږی دریغه درېغه دا یاران چې دروغ وایی بیا دلته له حده تېره په حکومتولۍ یې سر نه خلاصیږی وېره بېړه! شیرین عمر چې استخباراتی کیږی نیغ په نېغه دتورو انګورو په څېر خرڅېږی درېغه درېغه ! هرخاین بیا دپخوانی او اوسنی لقب لا ندې ځان راپېژنی چې غلا او خیانت مې کړی ډیره شرین عمر چې شو مسخره کته پورته یې ګوره دا غاصب انسان وژونکی ځناور شو بې شمېره عجب وخت عجبه زمانه شوه نو ډارونکې وېره! خاین خایف شو م

09.11.2025 ع.شریف زاد

د تیمور خاطره

زه افـغـان یـم زه بـچی د سـتر خیـبر یـــم لــه امــو تــر جـیـلـمــــه لــر او بــر یــم د پـامـــیر پـه سـرمې کـــــور دی د بـابـا له مردانـه تــــر جـوزجانـه یـو ټــبر یــم له چـمن کـوټې نـه خـپوریـم ترسـستانــه پــه بامــیانــو پـه تـخار او پـه مــقــر یـم بـدخـشان او کــنــدهــار نــه تـرهـــراتـه زه بابا یــم هـــندوکـش یـمه سپین غریم په پکـتـیا مـزار او ښکلي ننګــرهارکې زه پـه ســوات او باجــوړ اوپيـــښور یم له غـزني اوغـوررنـــه لاړم تــر دهــلي

08.11.2025 ارواښاد محمد يوسف خدمتګار مزدورزوى

د بیدارۍ نغمې!

  سید عبیدالله نادر دبیدارۍ نغمې ! د ځـــان لیـــــــدلو آئــــــینه په کــار ده د تکـــــــــــبر مقــــــــــابله په کــار ده چې معرفت په نور له ســـــتونزو وځو مونږ ته یو داسـي، وســـــیله په کار ده چې مونږ له خــــوبه د غــفلت پاڅـوي د ویښـیدو داسي ، څـــــپه په کــــار ده چې کاروانه ســـره یو ځــای شو مونږ د علم و فــن سر قــــــافله په کــــار ده چې تحجر له ژونده وځـــــــو، په ویاړ د مدني ژو

28.10.2025 سید عبیدالله نادر

پنجاب او د افغان وینه

پنجاب او د افغان وینه وینې زموږ دې ډالرونه پرې پنجاب وګټل ټپوس، ښکاري مرغان سیالۍ کې له عقاب و ګټل ګېدړ واکمن شو چې زمریانو له ځنګله بار کړل غلام جوارۍ کې جایدادونه له ارباب وګټل(۱) ځینو وطن لکه پسه په قصابانو خرڅ کړ چا خپل وطن او تاریخ دواړه له قصاب وګټل یادوونه: (۱ ) هغه وخت ته اشاره چې اوسنی پاکستان، د پنجاب په ګډون د لوی افغانستان برخه وه. سرلوڅ مرادزی

25.10.2025 سرلوڅ مرادزی

پنجاب او د افغان وینه

وینې زموږ دې ډالرونه پرې پنجاب وګټل ټپوس، ښکاري مرغان سیالۍ کې له عقاب و ګټل زمریانو بار کړل له ځنګله چې ګېدړ واکمن شو غلام جوارۍ کې جایدادونه له ارباب وګټل(۱) ځینو وطن لکه پسه په قصابانو خرڅ کړ چا خپل وطن او تاریخ دواړه له قصاب وګټل یادوونه: (۱ ) هغه وخت ته اشاره ده چې اوسنی پاکستان، د پنجاب په ګډون د لوی افغانستان برخه وه. مرادزی

20.10.2025 سرلوڅ مرادزی

سیال

چې ټول قوم مې په علم سمبال نه شي دی نړې سره به هيڅکله سيال نه شي چې سالار د پښتنو مينځ کې پيدا شي ياغدار‌ شي يا رټلې خوشحال خان شي بيا ترې تمه د پښتو او پښتون مه کړه چې غلام ابن غلام په خيال روان شي دا افسوس دې سل افسوس پښتنو کښې پښتنې ميندې رالوی کړي پردي پال شي

12.10.2025 محمد رفیع حسن زی

حقیرمي مه بوله

که خـواریم که غـریب یم حقـیرمي مه بـوله په تاریخ کي مي لټه بیا مي هـلته وتـوله په سترګو وینې په زوی لوړې جګړه غواړې بیاسره معلوم یو په جګړه کي سـره ټوله څه مهال ترمخ وه په لسګون ځواک دلته حاکم دغه خوارغریب ملت کړه د دوی کمبله ټوله دالاپي شــاپي نــه دي دتاریــخ زرغونه پــاڼه الله مــوکــړه په برخه دا وشـړه سـوه ټوله راځۍ چــي ســـره یوســولاسونه ســره ورکو خپل ملک مودی آزادسره جوړبېکو په سوله

07.10.2025 محمدسرور وکیلي

د اندیښنو سفر!

داندیښنو سفر } زه په ژړا او اندیښنو دا ، ســـــــتا له ښاره ځمه په خپل غمـــــــو او په سلګو ، له دې دیاره څمه عمرونه سترګی زما ستړي ستا په لاره کې شوی اوس په سفر له تریــــــــــــــخوالي د انتظاره ځمه داستـــا په غم کې می آرام و صبر ورکړ له لاس زه د دردونو طـــــــــــــوفانو کې ، ناقراره ځمه لـــــــکه کشتی چې شی راګیره د طو فان په څپو زه ړنګه بنګه ستـــــــا غمو کې ، پدې لاره څمه هر چا سره وي په دې بڼ کې ، له خزان هم امید زه بد نصـــــــــــــیب

04.10.2025 سید عبیدالله نادر

"زما سهار ... د مور غږ"

په بی بی سی می ولوست د یو افغان د زړه حال چی خپل سهار یی د مور په غږ پیلوهء هغه به هر سهار خپلې مور ته زنګ وهلو، چی حال او احوال یی واخلي هغه ويیل مور می ناروغه ده، که زما خبرې واوري نو ممکن روغه به شي... د هغې د غږ په اورېدو به مې زړه خوشاله شو، خو اوس يې غږ نه اورم. او هغه هم غږ می نه اوري مخابرات نور بند شول او د مور غږ به اوس څنګه اورم دلیل یی دا دی چی حرام دي دا ټول اوس د مور غږ هم حرام دی؟ حرام دی؟ زه ډی

01.10.2025 سمیع الله خالد سهاک

د ژوند حق

د ژوند حق خپل وختونه دې خوښۍ، میلو کې تېر کړه د دنیا غمونه څو شېبو ته هېر کړه د جمعې ماښام ساقي خواته مدام ځه د جومات ملا، کوڅه کې تېروبېر کړه محتسب که له ګواښونو څخه نه اوړي کلي خوا کې یې د سپیو منځ کې ګېر کړه د دوزخ واعظ له کلي نه رخصت کړه په دنیا کې ژوند کول، جنت په څېر کړه موسیقۍ محفل کې غبرګ اتڼ کې ګډ شه خپله غېږه دې له خوښې شخص چاپېر کړه هغه زړه چې محرومیت نه ټپي شوی د مستیو په محفل کې یې کوشېر کړه چې غوښتنې دې په پټه له دنیا وړې د

24.09.2025 سرلوڅ مرادزی

نثار باز ته ډالۍ !

  شاعر: سید عبیدالله نادر د بری پښتونخواه د آزادۍ او بیداری د لارې یو تن علمبردار او سپه سالار نثار باز ته ډالۍ !نثار باز ته د خیبر د غرونو بازه نثار بازه د خوارانو د زړه رازه نثار بازه د نهضت علمبر دار یې ته دي دَور کښي د قامونو یې سر بازه نثار بازه د جرأت دي مثال نشته دی ،په دي وخت خدای دي ساته له غمازه نثار بازه له وینا نه دي ، قومی دردونه اورو ته خبر له سوزاو سازه نثار بازه د غمجنو سترګي ستا په لور کږې دي د دردمن زړونو آوازه

17.09.2025 سید عبیدالله نادر

کنره!

ددنګو غرونو دنګه مورچله دتاریخ او خپلواکۍ سنګره دڅپاندو سیندونو یورشګره دلوړو ژورو تالار یاغی انګړه! داڅه درباندې پېښ شوې ؟ ناببره بې خبره بې تدبیره دروستیو شېبو ، تپه تیارو په آفت ککًًړه اې دنښترو په پوښ پوښلې کنره په خواږه خوب ویده دزلزلې له ټکانو اوپېښېدو بې خبره کنره سکون وه ، شور اوځوګ وه ، واویلا او ها ها د چاپېر یال وه طبیعی ښکلا کې دې طبیعی آفت را پرځیدلی وه ستر بلا وه کنره زمانه اوشېبه وه درنه تېره، دسترګو رپ کې هره لحظه وه درنه هیره کنره خ

13.09.2025 ع.شریف زاد

کابل

کابل پروت دغروپه زړو کي ښکلی ښاردی لندن پاریس ګوته په غاښ ورته په څاردی دنګ دنګ غرونه ئې اوچت پرخـواووشادي فخـرافغان زړه د اِشـیا دســولي یــوآثاردی حال دتاریخ ئې پرغرواوغونډیوباندي ښکاري دلته مات سوی بایلل سوی جهاني لوړسـردمـداردی دکابل منـځ کي بهـیـږي اوتـېـریږي کابل سنـد تـېـرسوی تکـرارسوی هال په پټه خوله اظهاردی راځۍ چي ځــوکابل تــه په سیــل اوپه مېــله پغمان قرغه ئې ښه ګلبڼ ځای د بانډاردی

13.09.2025 محمدسرور وکیلي

بیرته نه راځي

تيره چې ځواني شي بيرته نه راځي خاوری چې کاکل شی بيرته نه راځي ډير فهم و دقت دی په خبرو کړه وتلی خولی خبره بيرته نه راځي هيڅ کله غرور په حسن ونه کړې وار د حسن تير شي بيرته نه راځي هر څومره ارمان ېي د راتلو وکړې مړه چې مور او پلار شي بيرته نه راځي څومره سفارش ېې حسن زی وکړي مات چې اعتماد شي بيرته نه راځي

01.09.2025 محمد رفیع حسن زی

د محبت له خونده نشو خبر :

لکه پتنګ په سرو لمبو کې شـــــو ورک د نیمو شـــپو ،په تیارو کې شــــــو،ورک څوک مو ضـمیر له حـــــاله، نه شو خبر لکه نســـیم هره ورشــــــو کې شو ورک د زړه له کـــــومی ،چـــا ونه پـــــیژاندو لکه وږمه ، په ګـــــلابو کې شـــو ورک د عاجــــــــزۍ لاره ، دنــــیا کړه خـــپله مونږ د خپل ځان په نندارو کې شو ورک جهـــــــان عمـــــل کې ، تحـــول راوړی مونږه په تشــــو خیالو کې شـــــو ورک لاړې فــضــــــــا ته، مدنــــــیت انګازې مونږ د وحشت په ځنـګلو ک

31.08.2025 سید عبیدالله نادر

ماهرو ساقی ته:

  ماهرو ساقي ته: سـاقی وړاندي دي پـــــیاله کړه،چې تـــیریږي زمانه چې تیر نه شــي رانه عـــمر، ډکــــوه می پـــــیمانه هوښیاری دي زمـــــانه کښي،پوهــانو ته عــذاب دی خلاصــــوه می د دي عـقل له ځنـــــــځیر او زولانه راډکه می پــیاله کړه،تر نازک لاســــــو دي ځارشم چې ســـبا به له مـــــونږ پاتي، په دنــیا وي افـــسانه مطربه!په رباب کې کړه،زړه پوري نغــــمې پورته د بهار مستۍ نغــــمې دي په خـپل چـــنګ او ترانه دا خروش د میکدې خو، ســــاقي د حسن زور

31.08.2025 سید عبیدالله نادر

دوطن تصوير د شعر په ژبه

په ظاهره د دوښمن د ماتې شور دئ په باطن  کې نړېدلئ زموږ کور  دئ پروت ټوټه ټوټه هر لورته زما تن دئ د پيوند او د ملهم جام مې نسکور دئ د ټپي بدن زخمونو، درد لازيات شي   بې خبر طبيب لګيا را ته په زور دئ په سېځلو مې يې  مات بدن ، کباب کړ  نه يې تاو شته نه لوګۍ عجيبه اور دئ  حال مې ويني،خو ژړا را باندې نه کا څه بې رحمه ، بې احساسه زما ورور دئ د ناپوهو نه به ولې څوک ګيله کا   غوڅوي دژوند تارونه،دپوهانو لاس کې لوردئ دې حالت ته به

30.08.2025 د،ب،هيښ

د معنویت جوهر!

له محــبت نه محــــــــبت شــــي پـــیدا له نفرتونو نه ، نـــفرت شــــي پــــــیدا د ماتـــــــیدو، هــــغه قـــامــونه نه دي چې په کې فـکر د وحــــدت شـــي پیدا هلــته روښـــان شـــي تـــیاره ذهـــنیت چیرته چې نور د مـعرفت شـــي پـــیدا انسان ته ښـــايي، چې یو هــوډ ولـري له قــــوي عـــزم نه، همــت شي پـــیدا چې شي سمـبال په علم و فن هر انسان په کې ښکلا زیب او زیــنت شـــي پیدا چــې یــې اثر د تربــــیت وي عـــــالي په کې جــوهر، د انســـانیت شـــ

30.08.2025 سید عبید الله نادر

ازمون

ازمون شیرین عمر دې په لهو لعب تېر کړ لا د ژوند ازمون کې غواړې بریالی شې د کاروان د بارېدو وخت کې ویده وې لا امید لرې منزل ته رسېدی شې چې د ځغاستې یو تمرین کې حاضر نه یې بیا په تمه یې چې ځغاسته کې لومړی شې چې د زغرو جامې نه لرې په تن کې د نېزو جګړه کې کله جنګ ګټی شې لا دې بېل وهلی نه دی په پټې کې د حاصل تمه بیا څنګه درلودی شې لارنقشه د ګړنګو درسره نشته په پېچومو د غرو څرنګه ختی شې چې توښه دې د خوړو او اوبو نه وي په صحرا او دښته څنګه تېرېد

29.08.2025 سرلوڅ مرادزی

مستي او ژړا

بوستان ورانیږي بلبل ژړيږی غمونه ډير دي اوښکي بهيږي بهار تيريږي موسم بدليږي بورا بونګيږي ګلان رژيږي شمع سوزيږي پتنګ کړيږي تياري ورکيږي رڼا خپريږي لمر لويږي ډيوه بليږي شپه پخيږي زلمي مستيږی خمان تشيږي محفل زنګيږي عمر تيريږي ياد پاتي کيږي رباب غږيږي سلګۍ ډيريږي زړونه ماتيږي مئين بيليږي علم زياتيږي ظلم نړيږي خلک پوهېږي عدل پيليږي کتاب خپریږي فهم لوړيږي رفيع زړيږي شعر يې ځوانيږي

25.08.2025 محمد رفیع حسن زی

دوه دنیاوې

دوه دنیاوې که ممبر باندې تبلیغ کې دی امام خوښ میخواران په میکده کې دی په جام خوښ ځینې مست دي د خیالي حورو په عشق کې نور بیا دلته په دنیا دي په ګلفام خوښ ډېر د تېر ژوند خرافاتو کې بندي دي نور د نوي ژوند مزو کې دي مدام خوښ څوک یوازې د خپل ځان خوښۍ کې ورک دي نور بیا عشق کې د وطن وي او د قام خوښ یو بې نومه سرسپارلی د خپل ولس شي بل یوازې په دنیا کې شي په نام خوښ بدنامي که په ټولنه کې لوی عیب دی زه په مینه د وطن کې یم بدنام خوښ که بخښنه ژوند کې ست

20.08.2025 سرلوڅ مرادزی

ربه ستا یم

که دانا یم که نادان یم ربه ستا يم که بادشاه يم که ګدا يم ربه ستا يم په ازل کې مې وعده د عبادت کړه که زاهد يم که عاصی يم ربه ستا يم زندګي دې بندګې ته پيدا کړې که عابد يم که ګمراه يم ربه ستا يم ستا رحم او کرم ته اميدوار يم که صالح يم که باغي يم ربه ستا يم نازل کړي کتابونه دی ټول حق دي که بلیغ يم که مطرب يم ربه ستا يم رالېږلي اوامر دي ما منلي په چشمان که صادق يم که کاذب يم ربه ستا يم زه رفيع چی ثناءخوان ستا د قدرت يم که عاقل يم که مجنون يم ربه

19.08.2025 محمد رفیع حسن زی

د بیخودۍ عالم

نه پو هیږم چــــي دا تحــــــویر د چــا دی چي په خــــوله راځي څه تـــقریر د چا دی بل عالم ښـــــــــکاري راته ، بیــخودۍ کې د خپــل حـــــاله وتل، تــد بیر د چـــــا دی چي هر حرف می وځـي مسـتانه، له خولي نه پو هــیږم چــــي دا تـــا ثیر د چـــــا دی چی هر لمــــــحي وي ورته زړه په سـجده په محراب د ضمـــــــــیر تصویر د چا دی په عقــــــل و پوه چي نـــــــازیدو نشو پوه له بنیــــــــاده جهــــــان ، تعمــــیر د چادی چي ماتــــــم دار وي ټـــــــول عالم

18.08.2025 سید عبیدالله نادر

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more