چې لري سترګې په دا شانې خمارې
ډېر به وباسي دې کلي کې له لارې
چې په یو نظر له نورو نه سا اخلي
سترګي نه دي بس قاتلې دي خونکارې
تش دیدن یې میسر خلکو ته نه دی
دم قدم یې په کوڅه کې خلک څارې
بې له میو هم نیشه ښکارې له سترګو
په نیشه یې عشق له سترګو وهي دارې
چې په تش کاته راولولېده بې هوښ شو
سترګو وکړې په مرادزي هسې چارې
سرلوڅ مرادزی
11.11.2025
- محمد رفیع حسن زی
کاڼي د لعلونه دي بوټي د لونګ ګنم غږ د آزادۍ دې په نړۍ د تورې شړنګ ګنم لوړ د غرو سرونه دي نښه د قدرت ګنم ستا هره دره دې هر غليم لره ګړنګ ګنم هسکه د شمله ده افتخار يي د نسلونو ته ستا زرينه خاوره په سرو ګلونو رنګ ګنم هرچيرې چې اوسم ته مي کله هيريدلې شي ګران افغانستانه!خپل ځان ستا ملنګ ګنم...
12.11.2025
- د،ب،هيښ
کله چې د دوو لوريو تر منځ په يوه مساءله او موضوع اختلاف راشي د انساني عقل او منطق امر او د مدني ژوند دستور دا دئ چې د اختلاف لوري يو د بل سره خبرې او مذاکرات کوي . خپل دلايل او شواهد وړاندي کوي ، څو متقابل لوري ته قناعت ورکړي او لانجه ختمه شي . منازعه او جنجال هغه وخت راځي چې يو لورۍ شعوري او يا غير شعوري د خپل حق او حدودو نه پورته د بل په مقابل کې عمل کوي . همدا وجه ده چې مقابل لورۍ هم بېتفاوته نه پاته کيږي او عکس العمل ښيي . د حق او حدودو نه پورته عمل به يا قصدي ،شعوري او غرضي و...