کاڼي د لعلونه دي بوټي د لونګ ګنم
غږ د آزادۍ دې په نړۍ د تورې شړنګ ګنم
لوړ د غرو سرونه دي نښه د قدرت ګنم
ستا هره دره دې هر غليم لره ګړنګ ګنم
هسکه د شمله ده افتخار يي د نسلونو ته
ستا زرينه خاوره په سرو ګلونو رنګ ګنم
هرچيرې چې اوسم ته مي کله هيريدلې شي
ګران افغانستانه!خپل ځان ستا ملنګ ګنم