کله چې د دوو لوريو تر منځ په يوه مساءله او موضوع اختلاف راشي د انساني عقل او منطق امر او د مدني ژوند دستور دا دئ چې د اختلاف لوري يو د بل سره خبرې او مذاکرات کوي . خپل دلايل او شواهد وړاندي کوي ، څو متقابل لوري ته قناعت ورکړي او لانجه ختمه شي .
منازعه او جنجال هغه وخت راځي چې يو لورۍ شعوري او يا غير شعوري د خپل حق او حدودو نه پورته د بل په مقابل کې عمل کوي .
همدا وجه ده چې مقابل لورۍ هم بېتفاوته نه پاته کيږي او عکس العمل ښيي .
د حق او حدودو نه پورته عمل به يا قصدي ،شعوري او غرضي وي او يا به د سؤتفاهم ، غلطو معلوماتو او اطلاعاتو په اساس وي .
که ديوه لوري د حقوقو او حدودو نه پورته کړنه غير قصدي او سؤتفاهم وي ، بيا د دواړو لوريو د مذاکراتو په وسيله قضيه روښانه کيږي او مذاکرات د تفاهم او توافق لوري ته ځي .
خو که عمل قصدي او غرضي وي ، بيا مذاکرات او خبرې نتيجه نه ورکوي ، ځکه غرضي لوري اصلاا حقوقو او حدودو ته نه اهميت ورکوي ، نه احترام ورته لري او نه يې ځان په مراعاتولو ملزم بولي ، همدا شان مقابل لوری د خپل ځان سيال نه بولي او ځان ورته زورور ، مقتدر او حق په جانب ښکاري . نو په دې صورت کې که مذاکرات هم کيږي ، مغرض لوری يوازې د خپل غرض د حاصلولو په هدف په‌ کې شرکت کوي ، نه د لانجې حل کول د حقوقو او حدودو په چوکاټ کې .

څو موده مخکې چټلستان د ټولو بين المللی ، مدني ،انساني او اسلامي نورمونو ،قوانينو او اصولو خلاف په افغانستان نظامي تجاوز وکړ . اګر چې د چټلستان دا شان ښکاره او پټ مداخلات د خپل تاميمون تولد نه را په دېخوا جريان درلود ، کله په يوه نامه او کله تر بل عنوان لاندې . خو دا مداخلات يې متاءسفانه د خپلو اجنټانو او تربيه شويو جاسوسانو په وسيله سرته رسول . لاکن دا ځل چټلستان په ډېره بیشرمۍ ښکاره او مستقيم تجاوز وکړ او خپله ذاتي دوښمني ئې واضح کړه .

د چټلستان مداخلې او لاسوهنې هغه وخت زياتې ښکاره ،مستقيمې او همه جانبه شوې ، چې زموږ په خپل وطن کې يو شمېر بېوجدانه‌ او خايين عناصر د خپل مور وطن سره په خيانت او جفا لګيا شول او د واک ،پيسو او شهرت د لاسته راوستلو د پاره هرې پستۍ ته حاضر شول .
يو شمېر يې د شوروي اتحاد عبادت شروع کړ او د استثمار د منځه وړلو تر نامه لاندې يې د افغاني عزت ،استقلال او ثقافت د سوځولو اور بل کړ او بلې ډلې يې د غربيانو د نطفې نه زېږېدلي حرامي چټلستان خپل مرشد ، پير او بادار وټاکه او د دين تر نامه لاندې يې بربريت ته ملا وتړله ، چې بالاخره د يوه لوی ملت د سپکوالي، بېعزته کولو ، وژلو ، آواره‌کولو او د ټولو مادي او معنوي هستيو د نابودولو په تراژیدي تمامه شوه .
افغانستان عملاا د پرديو د مداخلو او تجاوزونو ډګر وګرزېد . جغرافيه د افغانانو ، خو واکمني ، تصميم نيول او پرېکړې د پرديو له لوري خصوصاا د چټلستان له لوري کېدلې . افغانستان د شرقي او غربي امپرياليزم د زور ازمويلو ميدان وګرزېد او افغان اولس يوازې د يوې وسيلې او ديني عقيده او په هغه ايمان يې د وسلې په توګه استعمال شول .
افغان انسان پردی ټوپک په اوږه او په پردی قومانده يوازې د يو بل د وژلو او نابودولو وظيفه لرله او د اجرتي قاتل رول يې ادا کاوه ، خو واک او فيصلې نورو کولې .
په ميليونو افغانان ووژل شول ، په ميليونو اواره شول او د کونډو -يتيمانو ميليوني لښکر يې نتيجه شوه .
افغانستان په کڼډواله او د پرديو د اجنټانو له لوري د کثيفو رقابتونو په جنايتي ستيج بدل شو .

د شوروي اتحاد د ظالمانه او وحشيانه نظامي تجاوز او اشغال په‌مقابل کې افغان اولس لکه د هر تجاوز په مقابل کې د مبارزې او مقاومت ډګر ته راووتل او د خپل استقلال ، ديني -ملي ارزښتونو او ملي مقدساتو د دفاع د پاره د ځان ، مال او اولاد په قربانولو ئې د مقاومت او مقابلې لاره ونيوله . خو کله چې خارجي تجاوز اؤ استبداد (شوروي اتحاد) په شا وتمبول شو او فزيکي اشغال ئې ختم شو ، بدبختانه د يوې مستقلې - ديني-ملي-اولسي واکمنۍ د استقرار په ځای داخلي استبداد ، تجاوز او د شر-فساد اشغال د پخوانيو متجاوزینو او اشغالګرو د اجرتي قاتلانو او نوکرانو له لوري د افغان اولس په سر حاکم شو او افغانان په اصطلاح د وحشت د باران نه د بربريت ناوې ته کېناستل.
تنظيمي وحشتواکۍ د چټلستان په پلان ،دستور او مديريت حاکمه شوه . اسلاميت ، انسانيت او مدنيت د افغانستان نه کډه وکړه او د تنظيمي جنايتکاره باڼډونو له لوري نه ناموس خوندي پاته شو او نه سر ،مال ،ځان او جایداد . مبارز روحانيت او د ملي ارزښتونو ته متعهد -وفاداره اشخاص چې ددې شيطاني او افغانستان ضد دسيسې سره په تضاد کې وو ، د دواړو لوريو (ديني او بېدينه) د هدفي وژونو او ترور ښکار شول ، څو د‌دوی د ضد اسلامي او ضد افغاني پلانونو د پياده کولو د پاره خڼډونه جوړ نه کړي .
د تنظيم واکۍ د شر-فساد او اختناق نه د اولس د نجات او د افغاني ننګ او ناموس د دفاع د پاره د ملت د بطن نه په ظاهره يو ګمنامی ملا ، يو عادي امام ، يو بې زره او زوره ملنګ ،يو ساده افغان ، يو فقير طبيعته انسان او يو سوچه مسلمان ، خو په ماهيت کې د ايمان ،جسارت ، غيرت ، زړه ورتوب او ديني -ملي-انساني ارزښتونو ته د تعهد او وفادارۍ غر په يوازې ځان د مسلط وحشت سره د مبارزې د پاره ملا وتړله . په جوماتونو ،مدرسو ،کليو او کېږديو پياده وګرزېد او د شر-فساد د ختمولو د پاره ئې په کمو او ناچیزه امکاناتو څو تنه طالبان د يوه لوی ماموريت ، رسالت او مسؤليت د ادا کولو د پاره د ځان سره ملګري کړل . دا چې ددې ستر او نابغه انسان دعوت او مبارزه د حق استوارولو او د باطل د له منځه وړلو د پاره او د مظلوم اولس د ګرېوان نه د شر -فساد د کثيف لاس لڼډول وو ،په‌کم وخت کې په يو خود جوشه او سوچه ديني-ملي-اولسي خوځښت بدل شو او د ملت هر اړخيزه تائيد ، تصديق ،حمايت او شراکت ور سره شو . هر افغان ( ښځه ،نارينه ،کارګر ، بزګر ، شاګرد ،معلم ، دوکاندار ، محصل ،استاد ، ډاکتر ، انجنير ، ،ملا ، طالب ، بې سواده ،باسواده )يعنې ټول اولس طالب او د حضرت ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د زعامت لاندې منسجم او د خپل زعيم د ماموريت ( د تنظيمي شر-فساد ورکول ) د برياليتوب د پاره هرې قربانۍ ته تيار ، چې بالاخره په کم وخت کې د شر-فساد ريښې
و ايستل شوې او د ااا قائم شو ۱۹۹۶م .
چټلستان چې په افغانستان کې د تنظيمي شر-فساد طراح او پلي کوونکئ و او پروژه يې ناکامه شوه ، د ځان د سپينولو او په دې اميد چې نوی زعامت به لکه د تنظيميانو په شان د دوی مداخلاتو او شيطاني نفوذ ته تسليم شي ، د ټولو نه مخکې نويې واکمني په رسميت وپېژندله ،څو خپل شيطانت او مداخلو ته دوام ورکړي .
خو چې کله پوه شول چې د ااا يوه مستقله-ديني-ملي پاليسي مخکې وړي او ددې ارزښتونو ( خپلواکي ، اسلام او ملي مقدساتو) د دفاع د پاره ځانونه قربانوي ، خو معامله نه پرې کوي ، نو چټلستان د خپلو غربي بادارانو په دستور د خنډونو ،مزاحمتونو او تجاوزونو لړۍ د پخوا په شان شروع کړه او روزل شوي اجنټان يې د افغانستان د وضعيت د خرابولو د پاره مامور کړل ، چې بالاخره د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر په ۷ يې امريکايي وحشيانه نظامي تجاوز او اشغال ته زمينه برابره او خپل بحري ،هوايي او مځکني امکانات او نظامي جوړښتونه-استخباراتي معلومات يې د افغانانو د قتلعام او ورانولو د پاره د يرغلګرې امريکا په خدمت کې واچول . شل کاله د افغان په وژلو ، زنداني کولو ، بمبارولو ،آواره‌ کولو ، بې عزته کولو کې چټلستان فعاله برخه واخستله . د افغانانانو ( خصوصاا پښتنو ) تعقيبول ، نيول او په امريکايانو خرڅول د چټلستان د ضد انساني ،ضد اسلامي او ضد مدني مزدوری ادارې د پاره يو عايداتي بزنس وګرزېد ، حتا عادي افغانان فقط چې ږيره يې لرله او په پښتو يې خبرې کولې مجرم او د هر نوع جزا او شکنجې لايق و . د امارت مشهور او معتبره مشران يې په ډېره مکارۍ او بېغيرتۍ ځنې امريکايانو ته ( لکه ملا عبدالسلام ضعیف ) ته تسليم او خرڅ کړل او ځنې د چټلستان زندانونه ته واچول ( شهيد ملا عبيدالله ، ملا عبدالغني برادر اخوند او نور) .
د‌ دوهم اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور ترورول بل نه هیریدونکی جنايت وو ، چې د چټلستان د تروريستي ادارې له لوري يې صورت و موند ، هغه هم په داسې وخت کې چې د اشغالګرو په مقابل کې د رهبرۍ وجود حياتي او سرنوشت ساز و .
لڼډه داچې د خپل ناولي پيدايښت نه تر نن پورې چټلستان د خصومت ، مزاحمت او تجاوز لاره د افغانستان په مقابل کې لرله ، لري يې او په راتلونکو کې به يې هم ولري.

نتيجه:
د چټلستان مزاحمتونه ، تجاوزونه او شيطاني اهداف نه په زاريو ختميږي ، نه په ننواتو،نه په ديني وعظونو نه په خبرو او نه په مصلحتونو ، بلکې يوې دوامداره او قاطع ستراتيژي او مبارزې ته اشد ضرورت دئ .
دا ستراتيژي بايد د مذاکراتو او خبرو تر څنګ د چټلستان د هر نوع تجاوزي عمل ( سياسي ،نظامي ، اقتصادي او مېډيايي) په مقابل کې بالمثله قاطع عکس العمل وي .
د چټلستان د تجاوزي کړنلارو سره مقابله د امريکايي+ناتو + چټلستان د تجاوز سره د مبارزې او مقاومت په نسبت موږ افغانانو ته ډېره اسانه او زيات اپشنونه لرو چې که کار ترې واخيستل شي ، په ډېر کم وخت کې به چټلستان او شيطانت يې د نړۍ د نقشې نه ورک شي .

#تل_دې_خپلواک_افغانستان
د
#نابود_دې_وي_دافغاتستان د.وښمنان