د هر ملت د تاریخ او تمدن بنسټ د هغه د کلتوري او تاریخي میراثونو په ستنو ولاړ وي، دغه میراثونه نه یوازې د تېرو نسلونو ژوند، دودونه، فکر او هنرونه انځوروي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره د هویت، ویاړ او زدهکړې ژوندۍ سرچینې هم دي.
افغانستان، چې د لرغوني تمدن او بډایه کلتور خاوره ده، د تاریخ په اوږدو کې د مېړانې، سرښندنې او پوهې په ډګر کې تل ویاړلی هېواد پاتې شوی دی، زموږ د نیکونو د ژوند نښې، د تاریخي آثارو، کلاګانو، مقبرو او مدني ودانیو په بڼه لا هم زموږ د ملت د عزت او غیرت څرګندې نښې دي.
د دغو ارزښتونو ساتنه نه یوازې ملي وجیبه ده، بلکې د تاریخ د بډاینې او ملت د پیوستون لامل هم ګرځي.
لوګر ولایت د افغانستان له هغو سیمو څخه دی، چې د کلتوري او تاریخي شتمنیو له پلوه بېساری ارزښت لري. دغه ټاټوبی د عالمانو، سرښندونکو او فکري څېرو کوربه پاتې شوی دی، د دې پاکې خاورې په غېږه کې د ابو مسلم خراساني، مولانا یعقوب څرخي، احمد سجاونډي، نائب سالار جنرال غوثالدین خان لوګری، نائب امینالله خان لوګری، غلام حیدر خان څرخي، غلام نبي خان څرخي، شاه محیالدین څرخي، سپهسالار حفیظالله خان، ډګرجنرال فیض محمد خان او مولوي محمد نبي محمدي په څېر ستر شخصیتونه زېږېدلي او یا پکې خښ دي.
د دوی د مېړانې او علم رڼا لا تر اوسه زموږ د ملي هویت برخه ده، په لوګر ولایت کې ګڼ تاریخي ځایونه او لرغوني میراثونه شته، چې د هېواد د لرغوني تمدن بډاینه ورسره تړلې ده، د خروار ولسوالۍ د کافرکوټ لرغونی ځای، د برکي برک د سجاونډ سیمه، د تخت جمشید تاریخي ځای، د محمدآغې ولسوالۍ د مس عینک سیمه او ګڼ نور ځایونه د علمي او تاریخي څېړنو لپاره بېسارې سرچینې دي. که پرې ژورې څېړنې ترسره شي، نو ارزښتناکې تاریخي موندنې به ترې را څرګندې شي.
اوس مهال د لوګر ولایت دولس تاریخي آبدې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري ثبت او راجستر شوې دي، خو په حقیقت کې د لوګر هره دره، غونډۍ او ټاټوبی له تاریخ او تمدن ډکه خزانه ده.
له دغو آبدو څخه د خواجه ملک سبزعلي، خواجه صدراولیا، خواجه سید احمد آغا، خواجه احمد سجاونډي، د شاه صاحب د جومات تاریخي محراب او نور یادېدلی شي، چې د دې ولایت د کلتوري هویت بډاینې ته یې ځانګړی رنګ ورکړی دی.
د تاریخي او کلتوري میراثونو ساتنه یوازې د دولت دنده نه ده؛ بلکې د ولس ګډ مسؤلیت هم دی، چې له خپل تاریخي او معنوي شتمنیو ساتنه وکړي.
همدارنګه، د یونیسکو نړیوال سازمان او د کلتوري میراثونو نور بنسټونه باید د لوګر د لرغوني تمدن د پېژندنې او خونديتوب په برخه کې لا زیاته پاملرنه وکړي، څو د نړۍ سیلانیان د دې خاورې له تاریخي ښکلاوو سره له نږدې آشنا شي.
په وروستیو کلونو کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې د یادو آثارو د ساتنې او پېژندنې په برخه کې د ستاینې وړ دي، هیله ده چې دا هڅې لا پیاوړې شي او د لوګر تاریخي سیمې د ملي او نړیوالو بنسټونو له لوري، د فرهنګي پانګې په توګه وپېژندل شي.
په پای کې باید هېر نه کړو، چې کلتوري او تاریخي میراثونه زموږ د هویت، مېړانې او تمدن ژوندۍ هنداره ده، که دا نښې له منځه ولاړې، نو د ملت حافظه به هم ورو ورو مړه شي. نو راځئ، د خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو د ساتنې، له پاره په ګډه ګامونه پورته کړو، ترڅو راتلونکي نسلونه مو د تېر ویاړ او مېړانې ژوندي وارثان پاتې شي.