بېلابېلې ټولنيزې ليکنې
پسرلی د نویو هیلو او پرمختګ موسم
پسرلی د طبیعت د نوي ژوند او ښکلا فصل دی، په دې موسم کې وګړي خوشحاله وي، خپلې هیلې تازه کوي او د نویو فرصتونو لپاره پلانونه جوړوي. لکه څنګه، چې طبیعت تازه کېږي او هر څه شنه کېږي، موږ هم باید په خپل ژوند کې مثبت بدلون راولو او ځان د پرمختګ پر لور وهڅوو. موږ باید د تېر کال په څېر پاتې نه شو، تېر کال موږ ته نوې تجربې، زده کړې او مهم درسونه راکړي دي. نو نوي کال ته باید په همدې نظر وګورو؛ زده کړه وکړو، خپل ځان پرمختګ ته وهڅوو او خپلې کړنې لا مثبتې او اغېزمنې کړو. کله چې د پسرلي په اړه خبرې
پسرلی؛ د کار، هڅو او سمسورتیا موسم
پسرلی د کال د طبیعت له ټولو ښکلی او زرغون موسم دی، چې په دې وخت کې ځمکه له یوې مودې ځنډ وروسته بېرته راویښېږي او په ځمکو، بېدیاوو او دښتو کې کښتونه، بوټې، ونې او رنګا رنګ ګلونه زرغونېږي او وده پیلوي. د همدې موسم په راتګ سره طبیعت نوې سا اخلي او چاپېریال له تازه هوا او خوږو منظرو څخه ډکېږي. په دې نغمهییز موسم (پسرلي) کې د مرغانو خواږه او جادویي غږونه فضا ته ځانګړی خوند وربښي او د انسان روان ته سکون ورکوي. پسرلی یوازې د طبیعت د ښکلا موسم نه دی؛ بلکې د انسانانو لپاره د کار، هڅو او د نويو هی
د يو ښه اصول تدريس په هکله !
د ټوپک پرځای بچیانو ته قلم او کتاب لاس کې ورکړئ ، دوی د جګړې او شخړو پرځای د علم او معرفت خواته وهڅوئ ، ځکه مونږ د دوی د روښانتیا مسوول یاستو ، د دوی د بیدارولو او جرأت ورکولو حق پر مونږ دی ، مونږ باید خپلي تجربی دوی سره شریکې کړو ،چې په راتلونکي کې دوی ته د لارې څراغ وګرځي ،چې دوی زمونږ او خپلو تجربو په رڼا کې ،د یو روښانه راتلونکی په لور درانه او استواره قدمونه کیږدي ، باید د جنګ او جګړې نه په انتباه کې دوی ته لنډې کیسی ، وجیزې ، ادبی ، تعلیمی ، تربیوی ، او یا هغه مطالب هم چې د اَمن او سولي
د چاپي ژورناليزم لنډه تاریخچه
د ژورناليزم پیل د انسان له پیدایښت سره تړاو لري، خو دا تړاو د چینلونو، وسایلو، امکاناتو او پراختيايي طرز له مخې نه؛ بلکې د (پیغام رسولو او ترلاسه کولو) له اړخه په شفاهي ژورناليزم سره مخکښ ګڼل کیږي. نو ځکه وايو چې د ژورناليزم شروع د انسان له پېداېښت څخه پيلېږي. زرګونه کلونه وړاندې د فرعونيانو پرمهال فرعوني مشرانو د وخت د معلوماتو د ترلاسه کولو او راټولولو لپاره د (پاپیروس) په پاڼو او پوټکو باندې انځوریزه خط ليکنه کوله، بیا به یې همدا لیکنه د خپلو عبادت ځايونو د دروازو د پاسه ځړوله،
قلم
«الذی علم بالقلم، علم الانسن مالایعلم » قلم ګفتا که من شاه جهانم قلم کش را به دولت میرسانم معنی دولت درینجا بمهوم «دانش» است قلم وسیلهای است بارز واشکارا که با استفاده از آن، دانش ، تعلیم وتربیه ، سواد و سیستم نګارش از نسلی به نسل دیگر در هر جامعه وبخصوص در جامعه رو با انکشاف منتقل میشود. در قرآن کریم نیز سورهای به نام «سوره قلم» وجود دارد که سوره شصت و هشتم قرآن مجید به شمار آمده و دارای 52 آیه میباشد . همچنین خدای متعال در آیه 4 و 5 سوره علق، و در نخستین آیاتی که
له روژې مبارکې میاشتې څنګه ګټه واخلو!؟
روژه د رحمتونو، مغفرتونو او د دوزخ له اوره د خلاصون میاشت ده، په دې لویه میاشت کې د نیکیو اجر څو برابره زیاتېږي، د الله تعالی د بندګانو دعاګانې قبلیږي، د جنت دروازې پرانیستل کېږي او لوی لوی شیطانان تړل کیږي. نو ځکه دا میاشت د هر مسلمان لپاره د عبادتونو، د نیکو کړنو او په ځان کې د بدلون او سمون راوستلو زرین فرصت بلل کېږي. که څوک یوازې له خوړو او څښاکه ځان وساتي؛ خو خپله ژبه، سترګې، لاسونه او پښې یې له ګناهونو ډکې وي، نو د روژې اصلي موخه نه شي پوره کېدای. ځکه واقعي روژه هغه ده، چې یو څوک خپ
د مارچ اتمه، د میرمنو د ورځې په مناسبت
د مارچ اتمه، د میرمنو د ورځې په مناسبت: عشق، غریزه او درناوی! څوک يي په سره کمربند میین شو(۱) څوک يي یوازې د زلفو په ول کې بند پاتې دي څوک يي د تګ قدمونه شمېري(۲) چا يي ونه، سروه وبلله ځینې يي د لباس په ستاینه زړه ته تسل ورکوي څوک يي تصویر په جیب کې ګرځوي او په نیمه شپه کې پرې زړه ټکوروي چا يي یوازې سترګې یادې کړې او نورو يي د بدن بله برخه! د بدن د برخو د ستاینې په سیالۍ کې له ډېرو انساني درناوی هېر شو! د ستاینو ډیری برخه په عشق او غریزې راټولې دي.
دمارچ اتمه دښځو د نړیواله ورځ
په اسلامی لحاظ دښځې اهمیت او درناوی «لا نفرق بین احد منهم ونحن له مسلمون» دال عمران سورة۸۴ ایه دا دچا خبره او فرموده ده ، چاته وایی ؟ دښځو په نوم زموږ مقدس کتاب کې سورة النساء څه وایی: ته له اسلام او قرآن خبریی الله فرمایی: یا ایهالناس اتقوا ربکم الذی خلقکم من نفس واحدة وخلق منها زوجها وبث منهما رجالا کثیرا النساء سورة لومړۍ ایه په تاریخی لحاظ د اسلامی دښځو تاریخی بڼه: په متمدنه نړۍ کې نړیواله ورځ لمانځنه کوی او ځکه اهمیت لری چې دکاری ډګر ښځو دلوړو
د افغانستان د علومو د اکادمی....
د افغانستان د علومو اکاډمی د جوړېدو د اووه څلوېښتم کال په مناسبت د افغانستان د علومو اکاډمی په اوسنی تشکیل او جوړښت سره، په یوځلي نه ده جوړه شوې، بلکې دا له ۱۳۱۱ل. تر ۱۳۴۹ل. پورې پړاو په پړاو او له بیلابیلو خورو- ورو اکاډمیکو مرکزونو او بنسټونوڅخه منسجمه شوه. لومړی د(افغان اکاډمی) په نوم او بیا ډېر وروسته (د افغانستان دعلومو اکاډمي) شوه، چې تاریخ یې داسې بیانوم: د اکاډمي بنسټ په حقیقت کې هماغه د ۱۳۱۱ل.(۱۹۳۲م.) دکندهار پښتو ادبي انجمن و چې رئیس یې محمدعثمانخان بارکزی او (پښتو) مجله
د نزاکت پوهیدنې یو درس !
د نزاکت پوهیدنې یو درس! کارغه او سپین ږیری سپین ږیری چې په ډیر متانت او دروندوالي په لاره کې روان وو نا څاپه ودرید ، او مخامخ یي کتل لاروی چې یی تر شاه روان و، هغه هم ورته ودرید او ترې یی و پوښتل با با څه ګوري څه دي ولیدل ،چې ناڅاپه ودریدی : سپین ږیري ځواب ورکړ .دا مخامخ کارغه ګورې چط د لار سر ډنډړکي کې اوبه څکې ما سوچ و کړ که مخامخ پرې ورشم زما څخه به وډاره شي او وا به لو ځي ، نو ودریدم چې ښه اوبه و څښي او په آرامه بیا زه خپل تګ ته دوام ورکړم ،ما د ځانه سره ووییل: سبحان الله انسا
د علم او مطالعې ارزښت
پوهه انسان له ناسمې لارې ژغوري او سم لوري ته یې رهبري کوي، چې پایله یې خیر، ښېګڼه او پرمختګ دی. له همدې امله د علم زده کړه د ژوند تر پایه پر هر انسان لازمه ده، څو له دې بې پایه الهي نعمت څخه برخمن شي. نن افغان ولس دې حقیقت ته رسېدلی، چې د تعلیم او زده کړو پرته بل هېڅ بدیل نشته. نو پوهه هغه ستره پانګه ده، چې د ټولنې او هېواد د پرمختګ بنسټ جوړوي. نننی نسل هڅه کوي، چې زده کړې وکړي او دا یې درک کړې، چې تعلیم یوازې د مادي ګټو لپاره نه دی؛ بلکې د معنوي ودې او فکري پیاوړتیا تر ټولو مهمه وسی
وایی له کلی ووځه خو له نرخه مه وځه
نرخ دلته زموږ دستړې ستومانې ، تېروتلی ، ناروغې له کاروانه پاتې ټولنې روانی ، حقوقی، مدنی ، او دشتون فلسفی الګوریتم دی، دقیقه محاسبه ده، دبحث اومرکې اداب دی ، کرکه او نفرت نه دی داټولنه نفس وهی خو زړه یې کار نه ًورکوی یو زعیم ته انتظار باسی . دذبیح الله کومه پوښتنه چې دده په میل برابره نه وی نو فشار یې له ۵۰ یوسل او پنځو ته لوړیږی . شرع حاضر ته ګوری !دی عالم هغه چا ته وایی چې «کیدانی خلاصه » تحت الفظی نشی ژباړلی. ذبیح الله دلته دې پوهنتون استاد انو ته اشاره کوی حال داچې هلته یې بندیز وربان
د تلویزوني یا راډیوي خپرونو پروډیوسر
په پیل کې غواړم د پروډیوسر د نوم په اړه له تاسو سره لنډې خبرې شریکې کړم. پروډیوسر اصلا تولیدونکي ته ویل کیږي. په تلویزون او راډیو کې هغه مسؤل کس ته ویل کیږي چې یوه خپرونه طرحه، تنظیم او عملي کوي. پروډوسر د خپرونې لپاره مواد برابروي. سکریپټ لیکي او په ټوله کې د خپرونې عمومي چوکاټ جوړوي. موږ او تاسو که له راډیو څخه یوه خپرونه یا بحث اورو او یا یې په ټلویزون کې ګورو. د دې تر شا په همدې خپرونه پروډیوسر زیات زحمت، هڅه او خوارۍ کښلې وي. دا د پروډیوسر کمال دی چې خپرونه یې تر دې ځایه رارسولې وي چ
له مصیبته تیښته؛ د بي بي عایشې ژوند او کړاوونه!
تیره ورځ مې د یو بهرني ټلویزون په پرده د یوې افغانې پیغلې د تیر ژوند یوه عجیبه کیسه وکتله چې په تفصیل او پوره زړورتیا سره یی د خبریال پوښتنې ځوابولې. دغه پیغله عایشه نومیده، کله چې په افغانستان کې وه، په ژوندیني یې ځان په مرګ حساب کړی و، خو اوس په امریکا کې ده او په یوه طبي پوهنتون کې نرسینګ لولي، دا چې څنګه یوه افغانه پیغله د ژوند له سختو ورځو وځي او ځان تر امریکا رسوي، ما یې دلته د ژوند کیسه خلاصه کړی ده، هیله ده چې وی لولئ: د مور له مرګه وروسته مې څلور خویندې یتیمی پاتې شوی، پلار مې در
د ماشومانو په سالمه روزنه کې د کورنۍ مسئولیت
ماشومان په کورونو کې د نن ورځې کوچني غړي دي؛ خو د سبا ورځې د ټولنې پراخ، پیاوړي او روښانه راتلونکی جوړوي. له همدې امله اړینه ده، چې خپل اولادونه له همدا اوس نه په سمه، سالمه او په ښه تربیت سره وروزو. د ماشوم ښه روزنه یوازې د ښوونځي یا تعلیمي بنسټونو مسئولیت نه دی؛ بلکې تر هر څه وړاندې د مور او پلار اساسي دنده او ستر مسئولیت ګڼل کېږي. د ماشوم شخصیت جوړونه د ژوند له لومړیو شېبو پیلېږي. د مور غېږه د ماشوم لپاره لومړنی ښوونځی دی، ځکه د ماشوم ذهن په دې پړاو کې د سپین کاغذ په څېر وي. هغه څه چې
د تاریخ په باب نظرونه
تاریخ چي د تېرو پېښو تحلیلي او واقعي بیان دی پخپل ځان کي ظاهر او باطن دواړه لري. د تاریخ ظاهر تر ډېره له افسانوي روایاتو، کیسو او داستاني کشمکشونو څخه خالي نه برېښي او ښایي مینوال یې هم په دغه برخه کي تر ډېره افغانان وي. بلي خواته د دې لوی علم باطني اړخ دی. د تاریخ باطن په اصل کي د ماضي د پېښو، حوادثو جریانونو او بشري کشمکشونو واقعي څېړنه او په تېر کي د تېرو سویو پېښو د علتونو مطالعه ده چي د تاریخ فلسفه دا اړخونه لا ښه روښانوي. تاریخ ښایي له فلسفې سره ډېره نژدې اړیکه ولري. ابن خلدون د تاریخ ا
باز او مرغۍ
باز مرغۍ ته وویل چې انسان له تا څخه هروخت شکایت کوی چې ته په کوم کور کې تربیه او پالل کېږې چې غټه شې نو بیا هرې خواته چې وغواړې پرواز کوې او تښتې ! له بلې خوا دازما حال دی چې انسان ما خوشې کړی نوزه دسیسۍ، زرکې ، مړز ، چنچڼې اوچتکی له چاپېریال ان له کشمیره رانیسم او خاوند ته یې راوړم مرغۍ وویل چې که ته زما غوندې ددوه درې یاڅلورو بازانو په ستونی باندې چړې وګورې چې همدغه بې انصافه دسولې او دموکراسی دعوه ګیره دروغجن انسانان وګورې چې دمرغیو په ستونی چړې راکاږی نو هیڅکله به بیرته رانشې! په
نیوکه
سالمه نیوکه دملت په ګټه ده خو له بده مرغه له نیوکې یوتیوبر جوړ شوی هرڅوک خپل اتڼ ور اچوی او په خپله یې ډنګوی دنیوکې صریح، قاطعانه، شفافه، هر اړخیزه پوهاوی ، منصفانه سلسله مراتب ، روښانه او محترمانه اړخونه ډیر مهم دی دنیوکې کچه او معیاری برخه دمفاهمې لپاره دریځ باید ولری . یوې ډیرې مشهورې مجلې تر اوسه دلس زرو کسانو چمتو کړی راپور کې وایی په دې راپور ورکړل شوی ډول ډول ارزښتونه یاد شوی اوتحلیل شوی چې دهغو په واسطه تاسې کولای شی علاوه له دې چې حجالت یوه لوری ته پرېږدو دنورو نیوکه ډیر اسان
د نزاکت پو هیدنې په هکله لنډه کېسه ! د فارسی له سرچینو څخه ژباړه
د نزاکت پوهیدني یا نزاکت فهمۍ په هکله لنډه کیسه نظام الملک د سلجوقیانود دربار وزیر وو ، چی په پوهه او دانایی کې ډیر مشهور وو ،او دا تر ننه پوری د هغی د علم وفضل او معرفت انګازی تر مونږ پوری رسیدلي ، وایی چې د ده عادت داسي وو چی چا به د خوړو څخه که څه هم چې ډیره لږه اوکم به هم وو ورته راوړ نو نظام الملک به د ناستو کسانو سره وویشل ،یوه ورځ یو بزګر د ده حضور ته دری داني بادرنګه ،نظام الملک ته راوړل ، چی په پخوا به یی د نوی ګل او نیک فال په نامه لویانو ته وړل کیدل ، او دا یو دود
د افسوس عالم : ادبی ټوټه انتباهی درس
ادبی ټوټه : یو انتباهی درس د افسوس عالم سپین ږیرۍ بوډا چې ملا یی کړوپه وه ، او په رپانده لاسونو کې یي لکړه وه په لاس ،سر یی ښکته نیولی ،او دوه د لټون سترګي یی د ځمکي په لور ښخي کړي وي ، تا به وییل چې ګوندی څه لټوي ، او په ژور سوچ کښی وو ډوب ، یو ځوان هلک لاروی چې تر څنګه یي تیریده ، نو د ټوکې په انداز کې یي ورته وییل : با با په خاورو کې څه لتوې؟ با با په انتباهي انداز کې ورته ووییل :د افسوس په یو عالم کې لټومه مي ، په خاورو کې ځواني ، سید عبید الله نادر
انسان اعم از مرد وزن از منظر قرآن کریم
انسان اعم از مرد وزن از منظر قرآن کریم لا مقطوعةولا ممنوعة از منظر قرآن کریم انسان مظهر جلال و جمال خداوند و داراي ارزشها و خصوصیت هایی است كه او را از ديگر موجودات به تمام معنی ممتاز ساخته و كرامت بخشيده است؛ در آیات قرآن براي انسان جايگاه و خصوصیت هاي مثبت و منحصر به او مطرح شده است که برای دیگر موجودات نیست؛ در ادامه به پارهای از آن خصوصیت ها اشاره میکنیم: زمین و زمان براي انسانهاست؛ خداوند تمام زمین و موجودات آن را براي انسان خلق کرده است: «هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ ما ف
باران؛ ورو ورو ورېده
باران؛ ورو ورو ورېده ولي الله ملکزی باران له ځمکې سره د آسمان د پټې او غلچکۍ مینې راز او له تلوسو ډکه نازولې زمزمه ده چې د هسک په لمنو کې را ټوکیږي او بیا د ځمکې په غیږې کې آرام مومي. باران د مینې، فراق او وصال سندره ده چې د ستړي ژوندانه په شور ماشور کې چوپېږي او موږ ته را زده کوي چې ښکلا په زغم او بریا په نرمۍ کې ده. کله چې باران وریږي نو داسې محسوسيږی لکه د وخت په مزل کې چې د یوې شېبې لپاره هرڅه په ټپه ولاړ وي؛ یوازې د څاڅکو ټېل ماټېل وي او وجدان د یوې ژورې خاموشۍ په لټه کې
کلتوري او تاریخي میراثونه، د ولس د هویت ژوندۍ نښې
د هر ملت د تاریخ او تمدن بنسټ د هغه د کلتوري او تاریخي میراثونو په ستنو ولاړ وي، دغه میراثونه نه یوازې د تېرو نسلونو ژوند، دودونه، فکر او هنرونه انځوروي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره د هویت، ویاړ او زدهکړې ژوندۍ سرچینې هم دي. افغانستان، چې د لرغوني تمدن او بډایه کلتور خاوره ده، د تاریخ په اوږدو کې د مېړانې، سرښندنې او پوهې په ډګر کې تل ویاړلی هېواد پاتې شوی دی، زموږ د نیکونو د ژوند نښې، د تاریخي آثارو، کلاګانو، مقبرو او مدني ودانیو په بڼه لا هم زموږ د ملت د عزت او غیرت څرګندې نښې دي.
د مطالعې او زده کړې ارزښت
کچيرې پنځه دقيقې د مطالعې او زده کړې په ارزښت ژور فکر وکړو دی پايلې ته به ورسيږو چې دوامداره مطالعه انسان خپل ځان ښه پېژني، د پرمختګ لار ورته پرانيزي،ارزښت یې لوړوي او نړۍ سره سيال کوي. هغه ملتونه چې د علم او مطالعې قدر کوي، د پرمختګ، سوکالۍ او عزت لوړو څوکو ته رسېدلي دي او راتلونکې د هغوي دې چې هر ورځ زده کړه او مطالعه کوي،د هر لحظی څخه اعظمي ګټه پورته کوي،خپل مغزو ته وده ورکوي چې ارزښت پيدا کړې او نړۍ هغه چاته ارزښت ورکوي چې نوی عصري علومو او ټکنالوژۍ سره سمبالښت ولري. زده کړه یوازې د کتاب
مطالعه؛ د فکر او پرمختګ کيلي
مطالعه د انسان د فکر پراخېدو، د حافظې پیاوړتیا او د پوهې د کچې د لوړولو له ټولو اغېزمنه وسیله ده. څېړنې ښيي، چې دوامداره مطالعه نه یوازې د حافظې ځواک زیاتوي؛ بلکې د دماغ د نوښت وړتیا هم لوړوي. دغه وړتیا په ورځني ژوند کې د ستونزو د حل، منطقي تصمیم نیولو یا د نویو نظریاتو د رامنځته کولو لپاره حیاتي اهمیت لري. مطالعه انسان ته دا فرصت برابروي، چې له پوهې، اختراعاتو او نویو پرمختګونو سره ژوره بلدتیا پیدا کړي. مثلاً یو زدهکوونکی، چې تل علمي کتابونه، مقالې او سرچینې لولي، نه یوازې خپله حافظ