اړیکی غواړی
دا درې واړه پوښتنې په هره مرکه یا پوښتنه اوځواب او یا مناظره کې یو دبل سره تړاو لری او مهمې هم دی.دغه پوښتنې د cohesive devices په نوم یادې شوی یعنی څوک ، څه او چېرې په انګریزی ژبه کې د Who ,What,Where په کلیمو کې را څرګندیږی.

داین بحث روز په پروګرام کې ما خاطره صافۍ دیو څو دقیقو لپاره ولیده چې د ماسکو دفورمټ غونډې په هکله یې له میلمنو څخه پوښتنې درلودلې .
میلمانه ډیر ماهر او تکړه کسان ول هغوی پوهېدل چې دخاطرې پوښتنو ته بې له کوم عکس العمل ، برخورد ، خود سازی او مصنوعی ډول شخصیت کې ځواب ووایی خو خاطره بیا دکوربتوب مقام کې اماتوره ، بېځایه تلک اچو ل او بې وخته دخبرو منځ کې ورغورځیدل داښیېې چې د خاطرې عمر ، تجربه ، دکلام مراعاتول ، هره موضوع څیړل ډیر سخت کار دی لنډه دا چې خاطره دې پروګرام ته اصلا نه ده جوړه په ځانګړې توکه دری ژبې ته! خو وحیده پیکان بیا ډیره تکړه ده.فلهذا دپروګرام کیفیت ، معیار، روښانوالی او ساده ښکلا له منځه وړی او ډیر ریشخند ښکاری لکه یوه ماشومه چې له خپل مور اوپلار سره لوبې کوی . زه داخبره دکوم خصومت اوشخصی ګټو دار اومدار لپار نه کوم او نه ناحقه نیوکه کوم. دلته مسئله داده چې موږ ولې نوروته له همدې کړکی ګورو؟ حال داچې که شپه تیاره هم ده مڼې په شمار دی!
همدارنګه سید بلال فاطمی چې دزړو خواته ځی هغه هم کله دومره جلالی او احساساتی شی چې بالکل د ټی وی له پروګرام ، اصولو، او مراعات څخه وځی . فکر کوم یوتیوبر هم دی ځان دسیاستولی معجزه ګڼی هرڅه ځان ته راکشوی . کیدای شی په یوه مسلک کې تجربه ولری خو نشی کیدای چې هرڅه کې مهارت ولری. بلال په زاړه عمر کې کله ډیره مبالغه کوی او کله له خپل حدوده پښې زیاتې غزوی. کله خپل نظر باندې دومره کلک ولاړ وی چې له مبالغې هم اوړی .
داسې وخت له څوک نه یو ببړو ! جوړ شی او له څه نه یو بلا او له چېرې دیوریست څوکه! موږ افغانان یو ګډ فرهنګ او کلتور لرو په تلویزیون کې را څرګندېدل ، خبرې کول، یوتیوبی کلیپونه او مسایل کوم ځانګړی ابتکار نه دی خو اصول ، طریقه او اداره غواړی ، ادب او اخلاق غواړی تمکین او مراعات غواړی وخت او معیارذغواړی بینش او دانش غواړی .زه په دېرباور یم هرڅوک چې دخلکو په مخ راڅرګندیږی باید ددې اهلیت ولری چې څوک ، څه او چېرې کلیمو ته په ډیره سمه طریقه کې عام وتام واجد او مسحق شخصیت ولری څومره پوهه او معلومات ولری یعنی یو مناسب ، مهربان او متواضع ویندوی وی . له بده مرغه زموږ اکثریت تلویژن کاری خلک داحساساتو په اوږو سپاره خلک دی هرځه لکه نجیبه مسخره کوی نجیبه سوچه لیونۍ وه دستاره افغان او ډم الفت ډرامې باید نشی. TVدعامو خلکو مکان دی.