بېلابېلې ټولنيزې ليکنې
دافغانستان تاریخي نومان
ترمخ تردې چي دافغانستا تاریخي نومانو ته راسوپریوڅوسکالو(موضوعګانو) باندي رڼااچوو. زموږ په نننۍ نړۍ کي دهېوادونوسیاسي جغرافیه یي نومان پر درې ډوله وېشیلي دي. لکه: جغرافیه يي نوم یاني په دغه څلور ابعادوکي پروت هېواد دغه نوم لري. بل ئې ژبنیز نوم دی. کوم هېوادچي په یوه ژبه خبري کوي په هغه ژبه سره هم هغه ملک یاديږي. درېم ئې نژادي نوم دهېواد دی. دساري په توګه «کانادا» جغرافیه يي نوم لري یاني په دغه څلورابعادو کي پروت ملک «کانادا» نومیږي او خلک ئې «کانادایان» دي؛ خوژبه ئې انګلیسي اوفرانسوي ده. د
اوبه
اوبه د الله ج له سترو نعمتونو څخه دي، د هر ژوندي موجود ژوند په اوبو ولاړ دی، که ووایو اوبه ژوند دی بهتره به وي، ځکه د انسانانو، حیواناتو، نباتاتو، حشراتو… لپاره خوراکي توکي هم اوبه برابروي، نو ځکه وایو، چې اوبه د ژوند سرچېنه ده، که چېرې اوبه نه وي ژوند نشته. زموږ هېواد د ډېرو نورو هېوادو په پرتله ډېرې خوږي او د څښلو اوبه لري، چې دا پر موږ د خدای ج لویه لوروینه ده، نو موږ هم باید شکر ادا کړو او په مصرف کې بې پروايي و نه کړو. دا چې زموږ زیاتره خوږې اوبه د غرو له چېنو، د
رډې سترګې (لنډه کیسه)
په دره کې توره لړه خوره وه، لېرې څه نه مالومېدل، اسمان وریځ و، ځمکه لنده وه، یو یو څاڅکي د سیند په غاړه وړې وړې څپې جوړولې، د اوبو تاوونه په دره کې ورکېدل، سپینو وړو مرغیو په لویو تېږو لکۍ ښورولې، د الوتونکو او سیند شور د درې چوپتیا ماتوله، د کورونو له بامونو لوږي پورته کېدل.یو سپی، چې ژبه یې راباسلې وه، د کلي له ماشومانو یې منډې وهلې، د لویې برجورې کلا دروازه وټکېده، هلک دروازه خلاصه کړه او سړي ته یې لاس ورکړه، له خبرو وروسته، د یوې لویې کوټې په لور روان شول، د کوټې له دروازې ګڼ سپین ږ
د جنتري لنډه تاریخچه
د لرغونپوهنې (Archaeology) او ټولنپوهنې (Sociology) ګڼ شمیر څیړونکي انګیري چې بشري پرګنې له نژدې ۳۵ زرو کالو راهیسې د جنتري له یو ډول کارولو سره اشنا دي. دوئ باور لري چې لومړنیو وګړو په پیل کې یواځې قمري کلیزه کاروله او د خپل ښکار او خوړو د پیدا کولو لپاره به یې د سپوږمۍ راختل او پریوتل حسابول ترڅو مخکې له دې چې د ترږمۍ شپې را ورسیږي، دوئ باید خپله آذوقه ولري. دغه مهال ټولیز ذهنیت همدا وو چې مځکه یوه هواره او ثابته تخته ده او د لمر سترګه له ختیزه د لویدیز په لور خوځښت مومي او ورځ په شپې بدلیږ
د نړۍ ۱۰ په زړه پورې حقایق!
ژباړه: عزت الله ذکي که تاسو لوړه پوهنيزه وړتیا هم ولرئ؛ یا ستاسو د IQ کچه ډيره لوړه وي، بیا هم په نړۍ کې ځینې موضوعات شتون لري، چې تاسو یې په آړه نه پوهیږئ. په دې مطلب کې موږ د نړۍ ۱۰ هغه په زړه پورې حقایق رانغاړو، چې ښايي تاسو مخکې نه وي اوریدلي. ۱. د پيشوګانو خرخر ږغ: د پیشوګانو مالکان معمولاً روښانه ځواب ورکوي، چې ولې داسې پیښیږي؟ پیشوګانې نه یوازې هغه مهال دا ږغ کوي، کله چې دوی خوشحاله وي، بلکې دوی کولی شي دا ږغ د جنګ یا وږې په حالت کې وکړي او بلې پیشو ته ملاتړ یا
زموږدنبي مبارک (ص) ویناوي
اعٌقِلٌها وَتَوَکَّلٌ عَلَی اللهِ ــــ ژباړه: خپل له عقله کارواخله نو پرالله توکل وکړه. یوشاعر وايي: وگرچه بی اجل مرگ نخواهدبود++مگرتومرودرداهانی آژدهارها بل شاعروایي: دیوانه گیست قصه تقدیرو بخت نیست++ازبام سرنیگون شدن گفتن این قضاست الٌکَاسَبٌ حبیب الله ـــــ ژباړه: کاسب عامه اصطلاح ده. لکه: معماري، ترکاڼي، آهنګري ډاکتري اودغسي نور، چي خلک کارکوي خپل حلال رزق له دغه لیاري پیداکوي دوست دالله دی. مولانا رومی بلخي وايي: گفت آری گرتوکل رهبراست++این سبب هم سنت پیغمبرست
پاتی شه باران دی
ناول پاتې شه باران دی لیکوال:مصطفی سا لک کره کتنه: نصیرالله شهاب دردددغه ناول لنډی 2 غزن نومیږي داهغه کس دی چې له خپل وطن :ز په دې ډول دی »دپاتې شه باران اثر مرکزي »کرکټر پڅخه بهر) یښور( ته دزده کړولپاره تللی په کاینات لیسه!کې یې خپلو زده کړوته دوام ورکړی، ده له غرونوطبعي منځېروسره مینه لرله خو په دولسم ټولګي کې دڅانګه په نوم یوه داسې ښکلې نجلۍ وه چې نور د ښایست پرې تمامه وه اوږدې زلفې ،نرۍ ملا سرې شرابي شونډې، بادامي سترګې ،خنجري باڼه نور نودښا
میړه که څښتن؟
د پښتنو میرمنو غوڅ اکثریت، خپل میړه او د ژوند شریک ته څښتن او خاوند وايي؛ ولی په عین حال کې الله (ج) ته هم څښتن تعالی او خاوند تعالی وايي! نو آیا ستونزه په دیني تعبیر کې ده، که د اخلاقي ارزښتونو او رسمونو بوج ډیر دروند دی، کنه د لرغوني یوناني کلتور لمن لا هم زموږ په سیمې کې غوړیدلې ده چې میړه به خالق مجازي ګڼل کیده؟ د فارسي ژبې څلور معتبر قاموسونه؛ فرهنګ عمید، فرهنگ ضیاء، فرهنگ معین او د آبادیس لغات نامه ټول لیکي چې خُدا، خداوند او خاوند مترادف الفاظ او مصدر یې یو دی. دا درې واړه مقدس نو
د ”زمزمې غزل“ د شعر ارواپوهنيز جاج
کله چې فروید د انسان د ذهن تعریف وړاندې کړ او ویې ویل چې ذهن تر هغه څه ډېر پراخ او پېچلی دی چې موږ یې په اړه تصور کوو، نو د فروید نظریې ډېر لیکوالان په دې باور کړل چې لیکوالي او هنر د لاشعور تجربې دي. د شعر په اړه له یوې خبرې انکار نشي کیدای چې شعر د خیال، عاطفې او احساس د بیانولو یوه بهترینه وسیله ده. کله چې په شعر کې د احساس، عاطفې، جذباتو، ښکلا، خوند، انګېرنو او داسې نورو توکو خبره کېږي، نو دا خبره ورسره اړینه ده چې د دې هرې برخې رامنځته کېدل په خپله یو اروايي ځانګړنه ده او همدا تو
ګران ملکزی او د تصوف او كږليچونو اثر
” اى په ځان كې وركه ! پوه نه شوې چې تن دې قبر شوې، خپل نفس دې ونه پيژانده؛ نو ځكه ستا نفس ستا قبر كن شو“ د اليف شافاك د (ملت عشق) له کتاب څخه. له نيكه مرغه د يو منلي ليكوال او فاضل شخصيت، ولي الله ملكزي صيب كتاب را ورسيد. د دې كتاب اهميت د څو اړخونو له کبله زيات دى. يو خو دا چې د تصوف په باب يو تيوريك اثر دی او يو فكري سيستم موږ ته په علمي ډول را پيژني. داسې سيستم چې زموږ په لرغوني فرهنگ كي ژورې ريښې لري او ملكزي صيب پرې شننه كړیده. څه پيښه ده چې ملكزي صيب د تصوف او عرفان په باب غ
اسلام څه شى دى?
د جشن میلاد النبیﷺ د مبارکى ورځی په مناسبت اسلام څه شی دی؟ اسلام هغه الهی دین دی چې الله ﷻله لوری راغلی اود هغه د تعلیماتو اواحکامو په تعلیم یې خپل پیغمبر ﷺ مامور کړی او ټول خلک یې دهغه په تبلیغ اورسولومکلف کړی دی. حضرت محمدﷺ قرانکریم له خپل پروردګار نه دجبرائیل امین پواسطه زده کړ او څنګه یې چې زده کړی ؤهغسې یې خلکو ته ورساوه د خپل پروردګارپه امریې دهغه مجمل آیات توضیح اوبیان کړل اوصریح نصوص یې معمول وګرځول، او له هغه وروسته بیا خلکوپه هغه توګه ترې زده کړل (لکه څنګه چې نازل شوی ؤ)
میلاد النبی
دودیال د جهالت او تیارې د پای زیری (د میلاد النبی(ص) د رارسیدو په مناسبت ادبی سوغات) *** شپه پای ته رسېده او د لمر زرینو وړانګو پر نړۍ تاوده وزرونه غوړول چې د عبدالله په کور کې آمنه د ماشوم د تولد په هیله وه، دا وخت هغې سره د عبدالله وینځه او فاطمه بنت اسد وه، چې هره شیبه یې ورته ډاډ ورکاو. دا یوه بیسارې شپه او بل شانته سباوون و. په دغه سهار د مکې لوی بُتان پر زمکه پرېوتل، د کسرا اوچت څلی په ملا کې مات شو او د سماوه وچه بیدیا کې اوبه راووتې، د حجاز له افق څخه یوه رڼا وپړکی
کلتور او فرهنګ
دا څو ورځې میډیا کې د کلتور د نمانځنې، د کلتور پالنې او د کلتور د ورځې یادونه کېده. دا ډیره ښه خبره وه ، خو ډیرو ځایو او لیکنو کې د کلتور ترڅنګ، د فرهنګ اصطلاح هم کارول کېده. د دې دوو ترمنځ باید توپیر وشی: د بشري ټولنو ټولې هغه مادې اومعنوي لاسته راوړنې، ارزښتونه، انګېرنې، روايات، عقايد، کړه وړه(سلوک او چلند)، ښووونه او روزنه ، د کار وسايل، د ژوند اسباب اونور ټول چې د تاريخ په اوږدو کې يې ترلاسه کړي او نسل په نسل همداسې رالېږېدلي او د نویو نسلوونو له خوا منل شوي دي، کلتور دی. البته دوخت د
(زمونږ د پیغامبر حضرت محمد صل الله علیه و سلم ځينې احادیث)
ډ.حمیدالله زړور صاپی ( له ترکي ژبې پښتو ته ژباړونکی)/ بروکسل د ربیع الاول ۴مه ۱۴۴۵=د سپټمبر ۱۹/۲۰۲۳ (زمونږ د پیغامبر حضرت محمد صل الله علیه و سلم ځينې احادیث) البته ترکانو ورته تر ټولو ښایسته حدیثونه ویلي دي. مقدمه:د الله د رسول ص.له خولې وتلې خبرې ته حدیث ِشریف ویل کیږي.حدیث د کریم قرآن تاءيدي ځانګړنې لري.د اسلامي عالَم لپاره احادیث ،د حضرت رسول ص.د خبرو،کړو وړو، فکر او اعمالو په لیکل شوي شکل روایت شوي ، ډیر د اهمیت وړ ګڼل کیږي. ځینو علماوو احادیث په ۳ ډولونو ویشلي: ۱-لمړۍ بر
اوراد(اذکار)
اوراد( اذکار) : د دعاء عبادت دی له کتاب څخه لیکوال : الحاج دیپلوم انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمي) ذکر (ذِ) د حق یاد، بیان کول په ژبه، یاد کول، لیکل چې د زړه شفا او درملنه ده او غفلت د زړه مرض دی په ذکر کې باید په لفظ او معنی دواړو تذکیه وشي؛ ځکه بې فکره ذکر څه معنی نلري، ذکر که په ژبه وي هغه ته ورد وایي د ورد جمع ته اوراد (دُعاء ګانې اوذکرونه) وایی، ذکر که د لفظ معنی ته توجه ولري نو نفسی یې بولي، ذکر که یواځې لفظې وي نو قالبي یې بولي. ذکر که ورد عدد ولري نوحصری او که بې عدد وي اطل
له مطالعی او کتاب سره حیرانوونکی مینه
اروپا کې له کتاب او مطالعې سره حیرانوونکی مینه ( ځوانانو سره د زړه خواله) درې ورځې مخکې د سواد د ورځې په مناسبت زما یوه ناچیزه لیکنه نشر شوه. یو شمېر ځوانانو پوښتنه وکړه چې څه وکړو، ترڅو مطالعې سره عادت شو؟ په ټولګي کې به مې چې محصلانو ته کورنۍ دنده سپارله، دوی به شکایت کاو چې د څو کرښو په لوستلو سره سر راباندې څرخي، کورنۍ دند نشو اجرا کولای. فیسبوک کې چې لیکنه( مقاله) له پنځو- شپږو کرښو زیاته شي، ځوانان یې نه لولي او انتقاد کوی، چې لیکنه اوږده ده. زه به په دغې لیکنه کې چې ستاسې ت
تصوف، د سپیڅلتیا او نفسي غوښتنو په هندارې کې
د تصوف او روحانیت اړونده موضوع څېړل او شاربل ډېر وخت او پوره علم غواړي؛ ځکه هغه زموږ د ټولنېزې تنستې او زموږ د عقیدې له مخې، نېغ په نېغه د مذهب سره ژورې اړيکې لري او د کلتور او ادب رېښې هم ورغځېدلي دي. له همدې امله ډېرې باریکۍ او کږلیچونه لري او سپړنه یې د هر چا د وسعې کار نه دی. که څه هم صوفیان او روحانیون په هره ټولنه او هره مذهبي طبقه کې شته او په دې ډول یې د دعوت او بلنې رنګونه هم توپیر کوي. خو یو رنګ یې چې تر ډېره جوت دی هغه که په وضعي مذاهبو لکه هندويزم، بودیزم، زردشتیزم او که اسلامي مذ
په کابل کې دعاشقان او عارفان (ع) زيارت
ژباړونکې: سیدرقیب شاه ( هاشمي) په کابل کی د عاشقان اوعارفان(ع) زیارت : د اسلام د راتګ ځخه د مخه د دین د تبلیغ لپاره حضرت زبیرپه نامه یو کس د حضرت تمیم او عبد الرحیم دو سترومجاهدو ورونو له خوا د کابل د خلکو په منځ کی د تبلیغ لپاره رالیګل شوی ؤ . حضرت زبیر د خپلو دو وړو ماشومانو سره په جرئت او مردانګی یی دا سترماموریت قبول کړ او د هغه وخت پرضد یی د اسلام په ګټه تبلغ کاوه په هغه وخت کی د کابل پاچا (ایرج ) نومیده چې په خپل پخوانی دین باندی سخت کلک او پابند ؤ . کله چې پاچا د حضرت زبیر
د ظاهر هویدا ژوند او هنر
د ظاهر هویدا نوم او هنر به زموږ د اماتور موسیقی له پاڼو هېر نشي. د ده نوم لا په څلوېښتمه لمریزه لسیزه کې وځلېد. دا هغه وخت و چې جلیل ځلاند په موسیقي کې د اماتورانو یو بریالی غورځنګ را پیل کړی و. په دوی کې یو مخکښ ظاهر هویدا و. ظاهر هویدا د سندرو له ویلو پرته؛ د راډیو افغانستان تفریحي پروګرامو کې هم دخلکو، په تېره د ځوانانو زړونو ته لار وموندله. د راډیو افغانستان د هغو کلونو د جمعی د ورځو پروګرامونو جلا کیف او خوند درلود، داځکه: یو خو رخصتی وه، بل داچې په دې ورځ به راډیو له سهاره د شپې تر ۱۲بج
اسپند (سييلنى)
اسپند په پښتو سپیلنی که نام علمی ان Peganum Harmala (L.) Syrian Rue (En.) Harmal (Fr.) اسپند در دشت بكوا و مزار شريف ننګرهار به وفرت پيدا ميشود. . مردم ما اكثر آنرا برای، دفع بدبوئی خانه بكار ميبرند، و هم در محيط ما شكل عنعنوی ديگری دارد كه آنرا برای دفع نظر بد دود مينمايند، و روغن آنرا ضد سياتيك استعمال ميكنند. اسپند از جمله نباتات كاملا طبی بوده، و دود آن انتی سپتيك ميباشد، و بهترين دوا در طب يونانی محسوب شده است. اسپند دارای الكال
تصوف، د کږلیچونو سفر او ملکزی
تصوف یا صوفیزم د لوی خدای سره د انسان د مستقیم تړاو او د نړۍ د مادي خواهشاتو اوغوښتنو سره د پریکون وسیله ګڼله کیږي. تصوف داسې ډول رياضت دی چې د کشف او شهود له لارې، د الله تعالی د پېژندلو او د هغه ذات ته د رسېدلو او نږدې کېدلو لپاره تر سره کیږي. رښتینې صوفي د دغې لارې لاروی دی او د عرفاني سلوک په مرسته کولاې شي خپل نفس له بدیو پاک او هغه حقیقت ته ځان ورسوي چې دی یې په هڅه کې دی. سترو نومیالیو صوفیانو او د حق د لارې سالکینو په خپلو روحاني کمالاتو سره د لرغونو زمانو نه زموږ تر وخته پورې د ت
ادم خان او درخانۍ
دمغلو پاچاهی وه د جلال الدین محمد اکبرد امپراطوری په وخت کښې په اوسنی پښتونستان کښی د یوسف زایو اوپه مټه خیلو قبیلوکښې د یوسف زیو د قبیلی مشرحسن خان او د مټه خیلود قبیلی مشر طاووس خان دواړو ماشومان نه درلوده یوه ورځ یو ملنګ راغی دوی هریوه ته یی څوڅودانی کجوری( خرما) نظرانه کړل د الله ج په فضل د دواړو مشرانو بی بی یانی امیدواری شولی د حسن خان په کورکښې هلک چې نوم یی ادم خان ؤ او د طاووس خان په کور کښې ښکلی لور پیدا شوه چې نوم دُرخانۍ کیښود له مودو وروسته حسن خان او طاووس خان ماشومان د قرانکریم
حج او عمره
د دعا عبادت دى له کتاب څخه ليکوال الحاج سيدرقيب شاه هاشمى حج د اسلام پنځم بنسټ دى, حج په لغت کښی په معنی د لوی قصد اوپه اصطلاح کښې عبارت دی له زیارت د مخصوص ځای څخه په مخصوص وخت کښی اوپه مخصوص افعالوسره . د حج د مناسکو پرځای کولو الهی امرتعمیلول او دهغه ذات (ج) د رضاء د حاصلولوپه غرض دا یو عادی سفرنه دی باید ورڅخه پوره پوره ګټه واخلو کله چی حاجی دوباره خپل وطن ته او خپل عیال ته راشی باید په ورځنی ژوند کی یی کاملا باید بدلون راشی ،حج د فرضیت شرطونه دا دی چی باید مسلمان ، بالغ ،عاقل،ازا
مرخڼی ( عناب) jujube
د ژوند چاپیریال ککړوونکي – له کتاب څخه د کتاب لیکوال :الحاج ديپلوم انجنیر سیدرقیب شاه ( هاشمي) مرخڼي يا عناب نبات د ځنګلی بوټوڅخه شمیرکیږی خومثمره ونه ده . ددی ونی میوه د غذایی خاصیت نه علاوه دارویی نبات هم شمیرل کیږی نو ځکه تجارتی میوه ده. دا نبات د ګرمو سیمو نبات دی په پسرلی کی میوه نیسی چی د اوړی په اخرو کی میوه پخیږی د قلمی او سکر په شکل تکثیرکیږی خو که د میوی زړی په منی کی وکرو اومنځم نم ورکړو نو زړی هم شنی کیږی چی باید پیوند شی خو که پیوند هم نه شی میوه نیسی خو میوه نسبتاً ک
الحمد لله ( حمد،مدح ،شکر)
الحًمْدُ للهٍ حمد، مدح اوشکر که څه هم دا ټول یوه مانا لري ،خو دا هریو په ځانګړي ځای کې کارول کیږی د ساری په توګه : مدح: د ستاینی په معنی ده ،ستاینه کیدای شې د حق وی ، کیدای شي د غوړمالۍ وی کیدای شې دیوکس کمالونوته وي اوکیدای شي ویرې اوطمع ته وي . د الله ج لپاره مدح نه کيڔى بلکه الله په خپلو صفاتو يادول پکار دى ,مدح انسانى وصف دى په رواياتو کى راغلى د بد کار او بد کارى مدح بايد ونه شى ځکه چى تشويق نه شى . شکر: د هغه خیراو نعمت پروړاندی ویل کیږې چې له نورو انسان ته رسیدلې وي. د