باران؛ ورو ورو ورېده
ولي الله ملکزی

باران له ځمکې سره د آسمان د پټې او غلچکۍ مینې راز او له تلوسو ډکه نازولې زمزمه ده چې د هسک په لمنو کې را ټوکیږي او بیا د ځمکې په غیږې کې آرام مومي. باران د مینې، فراق او وصال سندره ده چې د ستړي ژوندانه په شور ماشور کې چوپېږي او موږ ته را زده کوي چې ښکلا په زغم او بریا په نرمۍ کې ده.
کله چې باران وریږي نو داسې محسوسيږی لکه د وخت په مزل کې چې د یوې شېبې لپاره هرڅه په ټپه ولاړ وي؛ یوازې د څاڅکو ټېل ماټېل وي او وجدان د یوې ژورې خاموشۍ په لټه کې وي. باران د آسمان او انسان ترمنځ د اړیکو تنستې کاږي او په چوپې خولې د دعا ګانو، نیازونو او دردونو پیغامونه وړي راوړي.
هر څاڅکی یې الهي سوغات او د انساني هیلو ګډ شعور دی. که د باران څاڅکي له ژور فکر سره وڅېړو، نو د ژوند یوه فلسفه په کې نغښتې ده چې هغه د بقاء، ارتقاء، رالوېدلو او بېرته پورته کېدلو حماسه ده. په ولسي ادبیاتو کې باران تل د ژوند، مینې، نوښت او سوتره توب استازیتوب کوي.
د آسمان له اوښکو سره د سیند څپې هم نڅا کوي او د چاپېریال هره ذره د سکون ساه اخلي. زموږ عواطف هم، د همدې څاڅکو په څېر د ژوند په ګرداب کې ډوبېږي او د ارمانونو شمعې بلوي. باران یوازې اوبه نه دي چې د خاورې تنده ماتوي، بلکې هغه د طبیعت په رګونو کې د ژوندانه ساه پو کوي. برېښنا په خپل نوبت، د رنګارنګ ځلا ګانو ننداره وړاندې کوي او په خپلې ځانګړې ژبې ګړیږي.
باران د ستومانیو په تل کې، د شاعر لپاره الهام، د بزګر لپاره خوشحالي او د مینه‌ ناکو زړونو لپاره د یادونو نغمې دي. باران د هیلو او هوسونو ځنځیر دی چې د هر زړه لپاره بېله بېله معنا لري، خو د ټولو لپاره ګډ سرلیک یې همدا دی چې «ژوند وکړئ، له ژوند څخه خوند واخلئ او نور خپل ژوند ته پرېږدئ».
نن زموږ په ښار باندې ورو ورو باران ورېده. هر څاڅکی یې د یوې نا ویلې کیسې آغاز وو؛ د یوې نيمګړې دعا اَسره او د یوې پټې یارانې د مرادونو انجام. څه وخت چې باران تېز او په کاسو کاسو شو، نو زه د کړکۍ خوا ته راغلم او د هر څاڅکی ټک ټک ته غوږ نیولی کښېناستم. ترڅو د دې آسماني موسيقۍ له طبیعي سُر او تال څخه خوند واخلم.
د کړکۍ ښیښه یې بیا بیا راټکوله او د مخامخ ونې څخه خزان وهلې پاڼې وار په وار راغورځېدلې. درې کوڅې هاخوا، د جومات په منارو د څاڅکو اتڼ وو؛ د سړک په بلې غاړې کې د کلیسا صلیب هم لمبېدلی برېښېېده.
زما یقین دی چې د ښار په شمالي څنډې کې به د سیکانو په ګوردوارې او د هندوانو په درمسال هم باران وو. د ښار په شمال لوېدیزې څنډې کې، د باران له برکته د یهودانو تاریخي سنیګاک او د بودایانو ژېړ رنګي ټېمپل هم اوتر اوتر سترګکونه وهل.
بیا مې آسمان ته وکتل چې تورو وریځو پخپل پَلو کې له ښاریانو څخه پنا کړی وو. ډېر لېرې؛ د کهکشانونو د پاسه د عرش د مالک لويي او عظمت ته ځیر شوم چې څومره ستر خالق دی. که څوک یې مني که ترې منکریږي؛ که څوک ورته د تعظیم سرښکته کوي؛ که د بغاوت جنډه پورته کوي؟ خو دې ورسره د لُطف او مَرحَمَت معامله کوي او له خپلې مهربانۍ څخه یې نه محرومي.
نو آیا غوره به نه وي چې موږ د کرکې په ځای د مینې، د مخالفت په ځای د پخلاینې او د غچ په عوض د بښنې لاره خپله کړو؟ ځکه دا ژوند ډېر لنډ، د باران له رڼو څاڅکو څخه لا زیات قېمتي او فقط او فقط، یو ځلي دی!
الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي.