د دوه ورونو په زړه پوری کېسه
د فارسی ادب څخه ژباړه
ژباړن:سید عبیدالله نادر
دوه ورونه د یو بل تر څنګه په هغه کروندې کښي چې د پلاره ورته میراث پاتي وو،یو ځای ژوند کاوه .او د یو بل تر څنګه یې ځانونو ته کورونو جوړ کړي وو ، او ښه او ښکلی ژوند یې تیراوه.
يو څه مودې د ژوند تیرولو څخه د یو بل تر څنګه وروسته یوه ورځ په یوه مسله باندی د دي خواږه ورونو په مینځ کښي اختلاف پيدا شو.
کوچنې ورور د خپل د مشر وروراو د خپل ځمکې تر مینځه یو کانال و ایسته،او هغه یې د اوبو څخه ډک کړ ، په دي نیت چې هیڅ راز اړیکه د دوی په مینځ کښي نه وي .
مشر ورور نا راضه او خفه شو .يو سهار وختی یې یو تر کان راوغوښت ، چې تر څو د لرګیو کټارې ډيری لوړې جوړې کړي ،تر څو خپل ورور ونه ویني .
او خپله په هماغه سهار وختی کښي ښار ته ولاړ .کله چې د ښاره څخه راوګرځيد ، نو په حیرانتیا سره یې ولیدل چې تر کان د لرګیو د دیوالو پر ځای یو لوی پُل جوړ کړی.
کشر ورور د سهار څخه د دي صحنې شاهد وو، نو ځان سره یې فکر وکړ چې ورور یې د پخلاینې په پار د دي پُل د جوړښت دستور یې ورکړی .
نو ډير په بی صبری کښي د مشر ورور په انتظار وو تر څو مشر ورور یې مازیګر کلي ته راورسید
نو وار د واره یې کشر ورور ورته ورغی او هغه یې په غیږ کښي ونیو او بخښنه یې ترې وغوښته .
نو دواړه ورونه د ترکان دي حکیمانه او د حکمت نه ډک کار سره د ترکان نه و غوښته چې یو څو موده دي د دوی میلمه شي
نو ترکان وویل:ډير نور پلونه دي چې زه یې باید جوړ کړم دا یې وویل : او لاړ
&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&
اخلاقی پایله د دي کېسی دا ده، چې مونږ باید زړونه وصل کړو .
او پخلاینې راوړو،او د دي کار له پاره له همداسي ابتکاراتواو نوښتونوکار واخلولکه همدا ترکان چې کار واخیست خپل فکر د انسانانو د هوساینې او ښه ژوند له پاره په کار واچوو.