مطالعه د انسان د فکر پراخېدو، د حافظې پیاوړتیا او د پوهې د کچې د لوړولو له ټولو اغېزمنه وسیله ده. څېړنې ښيي، چې دوامداره مطالعه نه یوازې د حافظې ځواک زیاتوي؛ بلکې د دماغ د نوښت وړتیا هم لوړوي.
دغه وړتیا په ورځني ژوند کې د ستونزو د حل، منطقي تصمیم نیولو یا د نویو نظریاتو د رامنځته کولو لپاره حیاتي اهمیت لري.
مطالعه انسان ته دا فرصت برابروي، چې له پوهې، اختراعاتو او نویو پرمختګونو سره ژوره بلدتیا پیدا کړي. مثلاً یو زده‌کوونکی، چې تل علمي کتابونه، مقالې او سرچینې لولي، نه یوازې خپله حافظه غښتلې کوي؛بلکې د تحلیل، تفکر او تصمیم نیولو وړتیا یې هم لوړېږي.
مطالعه نه یوازې ذهن روښانوي؛ بلکې د رواني فشارونو په کمولو کې هم مرسته کولای شي.
رواني څېړنې په ډاګه کړې، چې لوست او ژوره مطالعه د ذهني آرامتیا لامل ګرځي او د منفي افکارو پر ځای مثبت فکر ته زمینه برابروي.
مثبت فکر انسان ته انرژي ورکوي او د بریا او پرمختګ پر لور یې بیایي.
د مطالعې یوه بله مهمه ګټه دا ده، چې انسان خودمختاره، د فکر خاوند او تحلیلګر ګرځوي، یعنې ویلای شو، چې مطالعه د فکر او پرمختګ کيلي ده.
علم، پوهه او مطالعه هغه ارزښتناک عناصر دي، چې انسان ته ارزښتناک شخصیت ورپه برخه کوي او له معنا لرونکي، هدفمند ژوند سره یې آشنا کوي.
له همدې امله اړینه ده، چې د مطالعې فرهنګ ته وده ورکړل شي، باید هڅه وشي، چې دغه الهي ورکړه په ټولنه کې دود کړو او هر فرد وهڅوو، چې خپله کورنۍ، دوستان او ماشومان لوستلو او مطالعې ته وهڅوي.
یوازې د علم او فکر له لارې کولی شو خپل ژوند، راتلونکی او ټولنه روښانه کړو.