بېلابېلې ټولنيزې ليکنې
وړوکې کیسه(ښه چلند)
په یوه هېواد کي يو ډېرښه دینداره عالم سړی وو. او ډېر مریدان ئې لرل او تل د الله په یاد کي وو. دغسي یو نېک سړی هم په یو بل هېواد کي وو چي هغه هم ډېر مریدان لرل او تل د الله جل علی شانهو په عبادت کي وو. دا یو پیر ډېر نرم ملایم او خوش خُلقه انسان وو. د خپل مريدانو سره ئې ډېر نرم او آزاد چلندلاره او که هرکله به له مریدانو کومه سهوه او یا یو ناوړه کار ځني و خوت ده به په ډېره ملایمۍ او نرمۍ سره لار ښوونه ورته کوله؛ نو ورته بې وویل: چي بیا ئې ونه کۍ! مریدان ئې تل په ډېره علاقه او خوښۍ سر
بخت او کلتور
بخت او کلتور بخت مې کوټه شو؛ هر څه ته چې لاس اچووم، له بیخه نړېږي؛ لاس مې تورې سپۍ څټلی؛ له خپله بخته چاو ته فریاد کړم؛ پاچاهي په بخت ده، نه په تخت؛ څه چې تقدیر کې لیکل شوي، نه بدلیږي؛ ما ډېر کوښښ وکړ، بخت یاري ونکړه؛ ګیله له خپله بخته ده؛ بده بخته، ته مې دښمن يي؛ او دې ته ورته متل وزمه ویګړې او جملې زموږ د خلکو په خولو او ذهنونو کې ناستې او پرلپسې کاریږي. موږ زیات وخت خپله ناغیړي، تېروتنه او ناپوهي د بخت او تقدیر تر پوښ لاندې تېروو او دا زموږ له کل
منطق خان يې وواژه
لا آزان نه و شوی چې په کوڅه کې د خلکو شور ماشور له خوبه راپاڅولم. د بام سر ته په بیړه جیګ شوم, چې وګورم څه خبره ده? تیاره وه خلک نه پېژندل کېدل, خو په غږېدا یې شکمنیدم, چې د کلي ټول مشران په کې بوخت دي. زر را کوز شوم, چې د باندې ورشم. د کور ور مې پرانیست, ګورم چې خلکو ټېل ماټيل جوړ کړی دی, ګرد چاپیره راتاو دي, غال مغال دی, یو بل خبرو ته نه سره پرېږدي. کوښښ مې وکړ چې ټولي ته ورننوځم, چې اوس کیسه څه ده? د کلي ملک وزیر خان را غږ کړ چې پادشاخانه ښه ده چې ته هم راغلې, څنګه وکړو دا جنازه او
لنډه کیسه د(دوو هم ټولګیانو)
لنډه کیسه د(دوو هم ټولګیانو) په یوه کلي کي دوه هلوکان وه چي دواړه به ښوونځي ته په ګډه تله او دواړه هم په یوه ټولګي که وه یاني (هم ټولګیان) وه. دواړو به په نومرو کي سیالي سره کوله کله به یو په نومرو کي ترمخ وو کله به بل. خو دواړه سره خوشاله وه ساعتونه به ئې سره تېرول. دواړو دوولسم ټولګی په بریاليتوب او ښه نومرو سره پای ته ورساوه. له پوهنتون څخه استازي راغله چي د کانکور آزموینه واخلي او زده کونکي پوهنتون ته و ټاکي. استاذانو آزموینه واخیسته او دغه دواړه هلکان په ډېر ښ
د جنت او دوږخ اسباب:
ژباړه: د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د ډېرو هغه شيانو په اړه پوښتنه وسوه چي خلګ جنت ته داخلوي؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: تقوی او ښه اخلاق، بيا د ډېرو هغو شيانو پوښتنه ورڅخه وسوه چي خلګ دوږخ ته داخلوي؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: خوله او عورت. يعني ډېر هغه شيان چي خلګ جنت ته داخلوي تقوی او ښه اخلاق دي او ډېر هغه شيان چي خلګ دوږخ ته داخلوي خوله او عورت دي. څوک چي تقوی او ښه اخلاق ولري هغه ته به الله ج
د مشرتوب ستونزه!
افغانان تل شکایت لري چې مشر نه لري، نو ځکه ستونزې نه حل کیږي او ورځ تر بلې نورې هم یو پر بل باره کیږي او پسې ډېرېږي. د ډیری افغانانو په اند، د ستونزو د حل کیلې د مشر سره ده او چې مشر نه وي راپیدا شوی د ستونزو حل ناشونی دی. لکه څنګه چې خلک انګیري، ځمکه د غوايي په ښکر ولاړه ده! افغانان په خپل ذهن او ماحول کې د مشر څخه یو سراب وزمه موجود جوړوي او سراب ته چې څونه نږدې کیږې، هومره لیرې کیږي. که د مشر په اړه افغانان دغه سراب وزمه درک او پېژند لیرې نه کړي، هیڅکله به مشر پیدا نه کړي. مشر له ا
پریږده چې دا څه کۍ!
پریږده چې دا څه کۍ! د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په لاسوهنه ګټونکي او بایلونکي دواړو لورو ته د حکومت په سلو کې ۵۰٪ برخه ورکړل شوه، ګټونکي لوري او افغانانو فکر وکړ چې دې کې به مو خیر وي او وویل شول، پریږده چې دا څه کۍ! د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې هم ورته لوبه وشوه، په دومره توپیر چې دا ځل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو وویل چې یو میلیارد ډالر ګټونکي لوري ته مرسته نه ورکوي که بایلونکي لوري ته د حکومت په سلو کې د ۵۰٪ برخې سربېره، طالبانو سره د سولې د بهیر و
وړوکې کیسه (حق وحقدارته ورسېد)
په پخوا زمانوکي زیاتره په کیلو اوبانډوکي دوو ډلو خلکو ژوند کاوه. یوه ډله خلک وه چي جایداد والا وه ځمکه او باغونه ئې لرل. بله ډله خلک وه دوی ګاونډیان ول د جایداد والا د خلکو کارونه به ئې کول؛ یاني لکه بزګري، باغواني اوبوټي راوړل او نور کارونه به ئې سرته رسول. خو دوی هم د دغه کلي خلک وه. هغه چاچي به ډېره ځمکه دکرلو درلوده کله ناکله به ئې خپل یوه ګاونډي ته یوه وړوکې ټوټه ځمکه د بوګري په نامه ورکوله چي ځان له شی پکښې وکري. په پټي کي به څه ناڅه لس منه غنم کرل کېدل. خودا د ک
نقد فمینیزم قسمت بیست و پنجم
آن زن هایی که در جاده ها و رسانه ها و در پرده تلویزیون استخباراتی افغانستان انترنشنال، سر و صدا می کنند که کار و آزادی می خواهیم، کی ها هستند؟ عبدالخالق صارم ........................................................ قسمت بیست و پنجم در ادامه گذشته ۳-فمینیست ها با تعدد در ازدواج مخالفت می کنند و خودشان به آن عمل نمی کنند! به تذکر سه مثال اکتفاء می کنم: -حبیب بورقیبه رئیس جمهور سکولار تونس که از سال ۱۹۵۶ الی ۱۹۸۷م دیکتاتور تونس و از شیفتگان کمال
دوې نړۍ
که یو فرانسوی په ډېسکو کې ژوبل شي، یا یو انګریز په جاسوسۍ کې ګېر شي، یا یو امریکايي له امریکا نه په زرګونو کیلو متره ليرې، افغانستان او عراق سره په جنګ کې ووژل شي، لوېدیځې او دوی سره په غم کې نورې شریکې رسنۍ، به په دې دنیا قیامت جوړ کړي! خو که په افریقا کې میلیونونه وګړي له ولږي مري، په هند او نوره نړۍ کې میلیونونه خلک سیلابونه او توپانونه ځپي، او یا په افغانستان کې میلیونونه خلک په جګړو کې چې لوېدیځ پیل کړی وژل کیږي؛ دلته بیا یادې رسنۍ ټولې چوپې او نړۍ کې خیر
مکافات او مجازات
آیا دلته مکافات او مجازات معیار لري،!!!! د یوې ټولنې د پرمختګ او ترقۍ لپاره د نورو اصلونو ترڅنګ یو اصل دا هم دی،. چې په ټولنه کې مکافات او مجازات موجود وي، خو دا مکافات او مجازات خپل معیارونه لری... خو له بده مرغه زمونږ هېواد کې د هرڅه نه یوه ټوکه جوړه شوې ده، لکه څنګه چې په نورو برخو کې معیارونه په نظر کې نه نیول کیږي... د مکافاتو او مجازاتو برخه کې بیخي نه نیول کیږي. دلته د مکافاتو او مجازاتو اصلونه تر پښو لاندې دي، که یوه اداره یا ټولنه، اتحادیه.... څوک مکافات کوي... نو هغوې با
پنجابی تندر!
پنجابی تندر! کله چې ځمکه، سپوږمۍ او لمر په یوه لیکه راشي او د سپوږمۍ سیوری پر ځمکه پرېوځي، د لمر مخ تت او توره تبۍ شي او خلک يي د لمر تندر بولي. همدارنګه که ځمکه، سپوږمۍ او لمر په یوه لیکه راشي او د ځمکې سیوری پر سپوږمۍ پرېوځي، ولسونه يي د سپوږمۍ تندر بولي چې د سپوږمۍ یوه برخه او یا ټوله سپوږمۍ تته او یا توره معلومیږي. همداسې که یو هېواد د بل هېواد تر سیوري لاندې راشي او د خپلواکي او ازادي یوه برخه یا ټوله له لاسه ورکړي، ویلی شو چې نوموړی هېواد مستعمره او تندر نېولی دی! نن زموږ د
کله کله تمثیل وکړئ!
۱.کله چې تاته څوک د زړه نه مشوره درکوي، خو تاته هغه مشوره ښه نه بریښي، نو که په مشوره عمل نه کوې خیر دی، خو د مشوره ورکوونکي څخه په ښه مسکا سره مننه وکړه، چې کور دې ودان ښه مشوره دې راکړه. ۲. کله چې ستا مور یا میرمن تاته ځانګړي خواړه تیار کړي، خو ته موړ یې یا دې زړه ته نه کیږي خو ته تمثیل وکړه او ووایه چې څومره خوندور خواړه دي. ۳.کله چې یو ماشوم تاته خپله د ښوونځي نتیجه وښایي او زیاتې نمبرې یې اخیستې هم نه وي، او بیا هم ته ورته ووایي چې واه څومره لوړې نمبرې دې اخیستې دي.ته خو د جایزې
فقهي اختلاف بايد هيڅوخت لانجمن نسي:
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري که د فقهي اختلاف تاريخ ته وګورو نو د صحابه وو د وخت څخه بيا تر اوسه پوري د علماو او فقهاو تر مينځ سته او دا هغه اختلاف بللی سو چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپل امت لپاره رحمت بللی دی، لکه امام بيهقي چي په رسالة الاشعريه کي روايت کوي: اختلاف أمتي رحمة. ژباړه: زما د امت اختلاف رحمت دي. امام نووي رحمه الله په شرح کي د صحيح مسلم ليکي: قال الخطابي والاختلاف في الدين ثلاثة أقسام أحدها في اثبات الصانع ووحدانيته وانكار ذلك كفر والثاني في صفاته
یوه لنډه کیسه
رڼا ورځ وه او لمر هم ډیر تود وو. په آسمان کی لږ لږ وریځې هلته او دلته لیدل کیدې. شاو خوا د اورګادي پټلې وې او اورګادي به یوې خوا او بلې خوا ته روان وول. انجلۍ بله انجلۍ په اوچلي ښکله کړه او ورسره یی خدای پاماني وکړه. انجلۍ لا هم نه غوښتل چی له هغې څخه جلا شی او له اوښکو ډکو سترګو سره یی له هغې نه وپوښتل “ خیر دی یوځل بیا هم راته وخت راکه . زه به دې ښه خیال وساتم “ خو انجلۍ نه غوښتل چی نور له هغې سره پاتی شي. او په زغرده یی هغې ته ووییل “ نور نو بس دی. ما او تا چی هرڅه وکړل هغه اوس
د دې اسلامي نظام په اړه:
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري دا نظام د افغانانو د وينو په قيمت راغلی دی او ددې نظام د راتللو لپاره دوې لسيزي افغانانو په خپلو سرونو، آبرو، مالونو او هر څه باندي مبارزه کړېده ځکه نو دا نظام هيڅ بديل نلري او په لوړه کچه دي هيڅوک پدې نظام کي د تغيير او تبديل سوچ نکوي. د دې نظام په سوچه اسلاميت کي هيڅ شک نسته ځکه نو هيڅوک دي د دې نظام په اړه فاسد شبهات نه خپروي، د دې نظام حقانيت په نړۍ کي ټولو رښتيني مسلمانانو او په افغانستان کي ټولو پر وطن او دين مينو افغانانو ته ثابت سوی دی او هي
د محرم الحرام مياشتي په هکله:
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري دا په قرآن باندي ثابته سوې خبره ده چي الله پاک، کال د دوولسو مياشتوڅخه جوړ کړی دی لکه په قرآن شريف کي چي راځي: إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ.[سورة التوبة 36] يعني شمېر د مياشتو د الله په نزد دوولس دی چي په کتاب الله کي ليکل سويدي مراد ورڅخه لوح محفوظ دی. يوه ددغه دوولسو مياشتو څخه د محرم الحرام مياشته ده چي د هجري سپوږميز کال لومړنی مياشته کيږي، دا مياشته هم د نورو مياشتو غوندي يوه برخه د وخت او زم
دین او جګړه
د دین او جګړې اړوند دا څیړنیز کتاب، د تاریخپوه ښاغلي ولي الله ملکزي اثر دی. نوموړي هڅه کړې چې په دین کې د جګړې اصل روښانه کړي. په دې کتاب کې لومړی د نړۍ پر مخ مشهور دینونه معرفي شوي دي، په دینونو کې یې اسلام، نصرانیت، یهودیت، هندویزم، سهکیزم، بودایزم، زدرشت، کنفوشیزم، بهایان، قادیانزم، الحاد او هم یې استشراق او استعمار معرفي کړي دي. د اسلام سپيڅلي دین ته تم شوی او له تعریف وروسته یې څلور فقهي مذهبونه، د هغو تاریخچه او په ځانکړي ډول د حنفي مذهب د پراختیا عواملو ته یو ځغلنده نظر کړیدی. د اهل تش
د باطلو صوفيانو په اړه:
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري نن مي د ملا علي قاري رحمه الله کتاب مطالعه کوی چي مخته مي د ځینو هغو خلګو بحث راغی چي ځانونه تصوف ته منسوبوي او د ذکر په حالت کي لغتکي او پلپتکي وهي، چیغي وهي او خپل کالي پر ځان باندي څیري او ډېر نور عجیب او غریب حرکات کوي. راځئ خپله د ملا علي قاری رحمه الله خبرو ته! لومړی یې ژباړه درته ایږدم بیا یې عربي متن. د ملا علي قاري رحمه الله د وینا ژباړه: بايد هغه صوفیان چي د وجد او محبت دعوه کوي د ږغ د پورته کولو او کالیو څیري کولو څخه چي د
سر له ناموس څخه جار او مال له سره جار
پښتانه/افغانان پخپل ویاړلي کلتور او تاریخ(پیښلیک) کې د ناموس او یا ملي نوامیسو په نوم یو دروند نوم لري چې د هر چا شخصي پت ،عزت ، د کورنۍ غړو په ځانګړې ډول د ښځمنو له هر ډول تحقیرولو ، ځورولو او لاس پورته کولو پر وړاندې دفاع کول دي ؛همدارنګه د کور کهول، پولې پټي ، قامي مسایلو ، وطن او هیواد ... او د اسلام دین څخه دفاع آن که د سر په بیعه هم و او وي . زمونږ غور نیکونو او پلرونو دا ویاړ تر ډیره ساتلی او عملي کړی و چې له همدې څخه پورتنی متل یا زرینه کرښه (مال له سره او سر له ناموسه جار!)
ادبي ټوټه
ادبي ټوټه دافکر مه کوه چی دغې سترې ونې ته به څنګه ور خیژم بلکه دا فکر وکړه چی زه به بیرته له دغې سترې ونې څنګه را کوزیږم . ودې سترې ونې ته په ور ختلو کی هیڅ ستونزه مه احسا سوه ! ستونزه یی په را کوزیدو کی احسا س کړه ! همدا مثال دعلم دی په علم کی هیڅ ستونزه نشته هر څوک کولاي شي چی علم حاصل کړي مګر ستونزه یې په عمل کی نغښتی ده موږ با ید دعلم تر حا صلولو وړاندې دعلم وعمل ته ځیر شوفکر پکښي وکړو او بس عمري هندوباغ
وعده
ژباړه . محمدعلي عمري يو باچا دژمي په سړه شپه کې له خپلې ماڼۍ څخه راووت. کوم وخت چي بيرته خپلې ماڼۍ ته ورتلو. يوسپین ږيری ساتونکی یې وليدو چي په يوه کمزوري لباس کې یې پیره کوله، باچا ورته وويل آیا يخ دې نه کيږي. سپین ږیري پیره دار ورته وويل .ولې نه، ليکن ګرم لباس نه لرم مجبوره يم چي پرخپل ځان برداشت راوړم. باچا ورته وويل چي زه همدا اوس خپل قصر ته ورځم. او زما يو ګرم لباس به تاته راواستوم. سپین ږیری پیره دار ډيرخوشحاله شو او له باچا څخه یې مننه وکړه.ليکن باچا سي خپل محل ته ورداخ
زه او کوتره!
تر اوږده او سړیچن ژمي وروسته یوه شنه ورځ، د چکر لپاره د کور تر څنګ غونډۍ ته چې د اوبو د لوی ډنډ پرغاړه پرته ده، پورته شوم. دلته سپرلی ناوخته راځي. د دوبي او سپرلي ترمنځ توپیر ډېرنه وي او دواړه لکه غبرګوني ماشومان د کال د مور له نسه، یوځای زیږي. د غونډۍ سرته زما او د یوې تورې وریځې ختل سم ول. ما لا د غونډۍ پر سر د پورته کېدو ستړیا نه وه ایستلې چې چاپیریال بدل شو، غوری بابا په قهرشو او له خپل توره کېښ يي د بریښنا توره راوویسته او پر داسې انداز يي وځلوله تا به ویل غونډۍ اور واخیست. د اور
په روغتون کی ; یوه لنډه کیسه
هلته یو دولتي روغتون و. چې سترګې مې خلاصې کړې او بیرته په هوښ راغلم هغه ځوانه ښځه چې د بې پولې ډاکټرانو په موسسې کی ډاکتره وه، زما څو ټپونه چی وینې ترې روانې وي، وتړل. له دی کار سره زه بی هوښه شوم. یو ساعت وروسته ناڅاپه مې سترګې پرانېستې، ډاکټر کریم می ولید. هغه زما د ماشومتوب د وخت ملګری وهء. ما پیژندهء خو د هغه له یاده وتی وم. چې یو څه وخت تېر شو ما ته یی وکتل او ویې ویل "هیله ده چې دا ځوان به ژوندی پاتې شي، ډیر تکړه سړی ښکاري. خدای دې رحم وکړي." ډاکټر کریم، له ناروغانو سره مرسته کو
شات دیووالی محصول دی
بشنو از نی چون حکایت میکند وازجدایی ها شکایت میکند مولا نا جلال الدین بلخی امریکا یو ستر ملک دی . ډیر شیان یې له نورو ملکو نو سره زیات توپیرونه لری اوپه هیڅ توګه دمقایسې وړ نه دی. امریکا د مالی او اقتصادی ،پوځی او حکومتی سیستم په خاطریو ستر زبر ځواک دی امریکا په اقتصا دی، سیاسی، مدنی برخوکې یو عجیب او غریب فرهنګ او منابع لری. نور ډیر داسې توپیرو نه هم شته چې یادونه یی دلته ناممکنه بریښی ..... ولې سره له دې ټولو امکا ناتوکه د بشر د حقونو بحث ته راشودامریکا جنایت هیڅ عقل او منطق په افغا