د کره کتني کلمه د دوو ګړو څخه جوړه ده چي یومرکب فعلي ښځینه نوم ئې جوړ کړی دی. یاني کره او کتنه. کره ـ مانا سوچه، چاڼه، خالص، بکراونور. کتنه ـ لیدنه، کنترول، نظراچول اودغسي نور.دمانا له مخي کره کتنه ودقیق کنترول ته اوپریوشي باندي دقیق نظراچولوته وايي.
کېدای سي چي دهرکار اوفعالیت کره کتنه وسي. هرفعالیت اوکارپخپل ذات کي دوه اړخه لري یاني یوئې ښه اړخ اوبل خراب اړخ. کره کتونکی دواړه اړخه ګوري پرهغه دکره کتني داصوله سره سم خپل چاڼیز بې پلوه نظر وړاندي کوي. دکره کتني اصول دځانه خپلواک بحث دی، چي دلته نه ځایږي. خو دا ویلای سو کره کتنه بې پلوه اوبې پرې د توکوچاڼه کول دښه او بد پایلنه رایستلوته وايي.
کره کتنه په ادبي علمي اثاروکي یوه نه بېلېدونکې پوهنیزه اوهنريزه کتونکې ده. پوهنیزادبي اثرونه دکره کتني د چاڼیز«اوزار»تر سپړني وُزيّ. اوادبي ماهیت ئې څرګنده وي. کرکتنه یوه بې پلوه پوهنه ده چي په ادبیاتوکي دهغود بې پلوه د ښه او بد چاڼه کول اوپایلنه را ایستل دي.
د ادبیاتوچاڼه کول په دې مانا، چي ښه اوبد ئې څرګندول دي په عادي اونورمال حالت کي.
اوس ګورو، چي نقد اوانتقاد کومه دنده لري.
په (خبرگزاری صداوسیما) کي داسي راغلي: (انتقاد مترادف اعتراض، ایراد. متضاد انتقاد: تمجید. درانتقاد اغراض شخصی وارد می شود.انتقاد پیام است معطوف به ارایه جنبه های منفی ومعایب پدیده ها. نقد دیدن نقاط قوت وضعیف به طورهمزمان است.)
فرهنگ معین: (نقد: جداکردن خوب وسره ازبد وناسره.)
دکشنری ابادیس: ( نقد عیارسنجی، یعنی یک چیزخوب راآدم ببیند که خوب است، یک چیزبدرا ببیند که بداست.)
ددغوستاینو څخه څرګندیږي، نقد لکه کره کتنه توکي اوڅېزونه ګوري، بېله کوم توپیره اوپَلې څېړي.
خوانتقاد یا «نیوکه» یوازي منفي اړخ ګوري، ترډېره دسړي نظر هم پکښې وي.
کرکتنه یوادبي پوهنه ده، چي نیوکه (Kritik) په دې سویه نه ده. اوبل یواړخیزه منفي اړخ ښه يي.
دا درې سره اصطلاحګاني دیوه شي لپاره په کارځي خو آغیزي او پایلي ئې څه ناڅه توپیر لري.
نه باید چي دا درې اصطلاحګان په یوه تله کي وتلل سي.
کله چي یوادبي اثر د«کره کتني» له مخه ارزیابي کيږي منتظرئې ودواړو اړخونو ته (دکره والي اوناکره والي) اوشفافیت انتظار باسي.
برخلاف دنیوکي یا انتقاد له مخه که کوم اثرلیده کیږي منتظر ئې تنها دیوه اړخ منتظر دی یاني دمنفي خوا.
نقد پخپل انفعال کي څه ناڅه کره کتنه ده. نقد: دتوکو یا د سکالو دواړه اړخه ښه یي یاني د ښه اوبد.

کره کتنه ځانګړې پوهنه ده، له ځانه اصول، قاعده اومنظم د ارزوني چوکاټ لري.
څرنګه چي ښکاري ادیب پوهانو، ژبپوهانو، لیکوالانواو ژورنالیستانو د کره کتني په باره کي ډېري اغېزناکي لیکني کړي دي. کره کتنه ئې بنسټي تشریح کړې ده.
دلته دکره کتني یادونه یوازي د ژبپوهني ادبیاتو له لیدلوري څخه ورته کتل سوي. اود کره کتني داصطلاح تشریح سوې ده.
چي کره کتنه څرنګه ادبې اثارپخپل اوصولو که ارزوي دا بل بحث دی. بیاځلي داوایم، چي کره کتنه یوه ځانګړې خپلواکه د ادبي آثارو د بې پلوه ارزوني پوهنه ده.

اخځونه:
۱ـ لغت نامه ابادیس ۲ـ لغت نامه معین ۳ـ خبرگزاری صدا وسیما
۴ـ د ویکيپېدیا ویبپاڼه