په هېواد دننه او له هېواده بهر په فيسټوالونو، کلتوري، هنري او علمي پروګرامونو او غونډو کې د ځوانانو ګډون ، د هغو په زده کړه، فکري ودې، انتقادي تفکر، خلاقيت، ټولنيزو مهارتونو او د اجتماعي ارتباطاتو په غوړېدنګ کې رغنده رول لري او دوی له داسې غونډو او ناستو څخه يو کتاب خبرې زده کوي ،مبتکرانه تفکر ته یې هڅوي. نو بناُ ددې پرځای چې سياسي اړودوړ او مباحثو کې ښکېل شئ په علمي، هنري، کولتوري پروګرامونو او فيسټيوالونو کې ګډون وکړئ او د خپل فردي او ټولنيز پرمختګ د قوت او ضعف نقطو ته متوجه شئ او د ځان کورنۍ او ټولنې لپاره يو مفيد شخص وګرځئ
په داسې ناستو کې د ګډون کولو ځينې عمده ګټې په لاندې دول دي::
۱. ځوانان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د مختلفو کلتورونو، دودونو او رواجونو په اړه د زده کړې فرصت ترلاسه کوي، د هر ملت د رواج او کولتور او ادابو په اړه پوهېږي او همدا پوهېدل ددې شونتيا رامنځته کوي چې له هماغه کولتور له خلکو سره اسانه او بې سوتفاهمه اړيکه رامنځته کړي او د نورو د رواجونو او کولتورونو په اړه خپل معلومات زيات کړي.
۲. د ځوانانو يوه شبکه رامنځته کېږي او له امله یې د مختلفو هیوادونو خلک سره یوځای کېږي او د پلیټ فارم دننه د مختلفو شالیدونو لرونکو خلکو تر منځ ارتباط او ارزښتناکه او دوامداره اړيکه پيدا کېږي.
۳. په نړیوالو فیستیوالونو کې ګډون کولی شي د ځوانانو سره مرسته وکړي خپل مهارتونه لکه ارتباط، ګروپي کار، مشرتوب، منجمنټ، او د ستونزو حل کول لارې چارې زده کړي، هغه چې د شخصي او مسلکي ودې لپاره اړین دي.
۴. د مختلفو کلتورونو تجربه کول د ځوانانو لید پراخولی شي، دوی ډیر خلاص ذهنه، منعطف، او زغم لرونکی اموخته کېږي او د پرمختللې نړۍ په چوکاټ کې يو ګلوبل انسان ترې جوړېږي.
۵. په نړیوالو فیستیوالونو کې د بیلابیلو هنري شوګانو، نندارتونونو او پروګرامونو ليدل او ګډون په ځوانانو کې خلاقیت او نوښت را بيداروي، دوی دې ته هڅوي چې له ايسار شوي او محافظه کاره تفکر څخه راووځي او د ښه او پرمختللي ژوند لپاره نوي امکانات وپلټي.
۶. په کلتوري تبادلو کې ښکیلتیا او په نړیوالو جشنونو کې د پام وړ تجربې کولی شي په ځوانانو کېد پرځان باور، ځان پوهاوی، او انعطاف پذيري ته وده ورکړي، د دوی سره د هویت او موخو په پېژندلو کې مرسته کوي.
نو نړيوالو فيسټيوالونو ته تګ او هلته د بېلابېلو ملتونو له ځوانانو او خلکو سره ليدنه افغان ځوانانو ته دا ور زده کوي چې نور ځوانان څه فکر کوي،هغو ته څه شی اوليت لري؟ د هغوی فکر کچه په کومه اندازه ده؟ او د نړۍ ، هېواد ، ټولنيز او ځاني پرمختګ په اړه د هغو فکري سويه په کومه کچه ده؟ او د راتلونکي لپاره کوم پلانونه لري؟ اوبیا خپله فکري سويه ورسره پرتله کولای شي او همدارنګه دا ورته معلومېږي چې د ښې راتلونکې لپاره څه شی اوليت دی او څه شي ته تر بل هرشي ضرورت دی او څه شی بايد لاس په کار شي؟، د نورو هېوادونو د ځوانانو له لاس ته راوړنو خبرېږي ، د هغوی په ځان بسياينه او د پرمختګ په لوړو ژورو باندې ځان پوه کوي او په دې پوهېږي چې ډېر هغه څه چې موږ ته ارزښت نه لري نورو ته به ارزښته او هغه څه چې موږ ته ارزښت لري نورو ته بې ارزښته دي، ډېر هغه څه چې موږ پرې شرمېږو نورو ته عادي او ډېر هغه څه چې موږ ته عادي دي نور پرې شرمېږي او يو بله ګټه یې دا هم ده چې دوی ته دا انګېزه ورکوي چې خپل د ژوند ليدلوری وټاکي ، اهداف روښانه کړي او د هغو لپاره په شونتياوو غور وکړي او د يو ماډرن ځوان په توګه په دې بوخته نړۍ کې د ځان او نورو لپاره ګټور ژوند وکړي همدارنګه د نورو هېوادونو د ځوانانو او د هغه تجریې ، طرز تفکر او اهداف چې دوی یې په دې کنفرانسونو او فيسټيوالونو کې اخلي خپل هېواد ته راوړي او له مثبتو، او هغو څخه چې په ټولنه کې د پلی کېدلو وړ وي د خپل ژوند په ښه والي او پرمختګ کې کار واخلي.
په همدې اړه ما له رسنيو څخه واورېدل چې په روسیه د ځوانانو يو نړیوال فیستیوال جوړېږي او ټاکل شوې ده دغه فیستیوال د ۲۰۲۴ کال د مارچ له لومړۍ نیټې څخه تر ۱۷مې نیټې پورې د روسیې د سوچي په سیریوس ښار کې ترسره شي.
افغان ځوانان هم د يو پلاوي په مشري دې نړيوال فيسټيوال کې ګډون کوي؛ دغه نړیوال فیستیوال چې ما یې تقسيم اوقات ولوست خورا بډایه او په زړه پورې پروګرامونه لري چې په کې لیکچرونه، بحثونه، نندارتونونه، کلتوري فعالیتونه، سپورتي سیالۍ، ګډ تمرینونه، سیاحتي سفرونه، هنري فعالیتونه، مرکې، کنسرتونه او علمي او ښوونیز لیکچرونه شامل دي . د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه به شاوخوا ۲۰ زره ځوانان په دې فيسټيوال کې ګډون وکړي ، او دوی به خپلې ،تجربې ، د راتلونکي په اړه پلانونه، په علمي ، هنري ، فرهنګي او سپورټ په برخه کې خپل ليدلوري له یو بل سره شريک کړي، ددې فيسټيوال لومړۍ برخه به د مارچ له لومړۍ تر اوومې او بيا دويمه برخه د مارچ له لسمې تر اولسمې نېټې پورې وي چې په دې خورا ګڼو پروګرامونو کې به افغان ځوانانو ته دا فرصت په لاس ورشي چې د بېلابېلو ملتونو ځوانان وويني، خبرې ورسره وکړي او د هغوی سره خپل تجارب شريک کړي.
افغان ګډونوال به د روسیې له ۳۰ ښارونو څخه لیدنه وکړي، او دوی ټول به روسيې یادگاري ځایونه وګوري، د روسیې کلتوري او ملي تنوع سره به آشنا شي، او د تخنیکي او صنعتي شرکتونو څخه به لیدنه وکړي.
دغه فيستيوال پروګرام د نړيوالو انساني ارزښتونو پر بنسټ ولاړ دی. او عمده هدف یې د راتلونکي نړۍ د جوړولو څرنګوالي په اړه نظرونه تبادله کول دي چیرې چې هر ځوان په سوله او امنيت کې په راحتي سره ژوند وکړي.
په دې کې نه یوازې بحثونه او لیکچرونه شامل دي، بلکې د نندارتونونو، کلتوري تبادلو، سپورت سیالیو او ګډ روزنې، رضاکارانه فعالیتونو او د روسیې د تاریخي ځایونو لیدلو لپاره د ګډ سفر پروګرامونه هم شتون لري.
نو خلاصه دا چې په فيسټيوالونو او پروګرامونو کې ګډون کول یوازې تفريح، سات تېری، خوراکونه خوړل، او سيلفيانې اخیستل نه دي بلکې نوې تجربې ترلاسه کول، فکري پراختيا، د نورو له تجاربو خبرېدل، له نورو کلتورونو سره اشنا کېدل ، له مثبتو تجاربو څخه د ځان او ټولنې د پرمختګ لپاره کار اخيستل ، د بېلابېلو فکرونو او ايډيالوژيو لرونکي خلک ليدل ، اورېدل او زغمل، او انتقادي تفکر حس راژوندی کول دي چې کېدای شي څو ورځې په داسې غونډو کې ګډون
کول د انفرادي او ټولنيز ژوند د ښه والي په برخه کې يو کتاب خبرې را زده کړي.