مقدمه:
پاکستان خپله هر اړخیزه لوبه په ډیرمهارت ، استخباراتی ډول دانګرېز او امریکا په مشوره په سیمه کې راپیل کړه . پاکستان دمالی ، نظامی، عملیاتی پټو او ښکارو معاملو میرو شو! دې خاین میرو لومړی دافغانانو له کورنی اختلافاتو کلتور او فرهنګ څخه داسلام په نوم دومره ګټه پورته کړه چې دلته دهغه دبیان مچال نشته افغان یې په افغان وواژه او داسلام په نوم یې اوه تنظیمه رامنځ ته کړل. پوه او ملی کسان په هره ټاپه او نوم له منځه یوړل نور دلته پاکستان دچټلستان بڼه ځانته غوره کړې ده . داستر خبیث دافغانستان په ټولو قضایاوو کې تر ستونی ملامت دی .دفجایعو ، بد مرغیو،تباهیو ، اختلافانو یوازینی کوربه همدا دال خور نظامی فوځ حکومت او اداره وه چې هرڅه یې وکړل اونوره اشتهاهم لری.
دقضیې مبرمیت ته په کتو سره دژاکستان کوم عمل پاک دی؟ پاکستان یعنی څه؟

دې کې شک نشته چې پاکستان له موږ سره ډیره اوږده پوله لری اوزموږ دوه مخی ، موقع شناس، فرېبکار ، جعل کار ، دروغجن وږی ګاونډی دی
خو دغه کم عمره اوبی تاریخه هېواد خو لومړی سرکې یې دوه سړکونه نه لرل. ستره بدمرغیو کې اخته وه چې روسانو په افغانستان باندې یرغل وکړ او طلایی چانس پاکستانی فوځ ته برابر شو. دسیاسی شرایطو دجیو ستراتژیکو ، سیمه ایزه او استخباراتی معاملو په لړکې افغانستان په غیر مستقیمه توګه دغریب پاکستان لپاره دلنګې غوا حیثیت وموند،
دغه ستراتیژیکو سیاسی دوه لوری واټن کې امپریالیزم هم راودانګل او زموږ دمسلما ن ، احساساتی بی اتفاقه ولس تر څنګ ودرېد دامپریالیزم ګواښ او هدف داوه چې کمونیزم څنګه ناکام کړی او خپل ځان مسلمانانو ته سکنی وښیی. دلته لویدیز هېوادونه د پاکستان ای اس ای له لارې په دې پیچلې لوبه کې راګډ شول .
پاکستانیو دبهرنیو اسعارو ، مرستو، ډول ډول لوژیستیکو ابزارو ، دواګانو ، وسلو او مهماتو دکان دمجاهدینو په نوم راخلاص کړ. داوخت د پاکستان مزدور صفته جنرالانو دخپلو اهدافو دپلی کېدو لپار ه ای ای اس والا کوڅه په کوڅه هغو افغانانو پسې وګرځیدل چې ددوی ګټې یې خوندی کولې او افغانان دیوه اسلام په نوم په اوو کوټو ووېشل دهرې کوټې یا تنظېم جلا مملکت ډوله غوندې تشکیلات، دربار ، هوس او امارت بخور وبګیر درلودل . افغان یې افغان ته چل او فرېب پشو او موږک جوړ کړ ! اوس دې وخت کې پاکستان پوهیږې چې څه. وکړیاو څنګه مالی ، پولی، حکومتی ، نړیواله ګټې ترلاسه کًړی.
بل ستر مصیبت اوفتنه دپاکستان دننه کورنی بیروکراسی وه چې ددموکراسی تر نوم لاندې یې دغه رشوت خوری ښه سمه ساتلې وه . دپاکستان درغلی او لاس وهنې له بحث وتلې قضیه ده ډیر اوږد وخت غواړی. دپاکستان حکومت او اداره یوه نظامی ټولګی ته ورته دی. اصلاه دغه ټولګی دننه په دولت کې دبل دولت شتونوالی رامنځ ته کوی . البته دغه ډول سیاست دپاکستان په ډیرو او چتو مسلمانو مخورو کې نشته او دادهغوی ګناه نه ده ..
وایی یو پټی رشقه یې خلاصه کړه موږ یې لا خوسکی بولو! پاکستان مو ږفیصله کًړو خو موږ بیاهم منډې ورپسې وهو. پاکستان هېڅ وخت افغانستان کې دسولې ، ورورۍ ، ګاونډیتوب، نړېوال او سیمه ایزه مراعات نه دی کړی . هیر مو نشی چې پاکستان بې حسابه ای اس ای روزلی تاسې پارلمان کې ونه لیدل ؟ پاکستان دجهاد له وخته موږ وېشلی او جلا کړی یو خو موږ یې لا شک ګڼو.
بس دی ای احساساتی ولسه له خوبه. راپاڅی وخت در نه لاړ . په یومزدور کمزوری ، چلوس او ګېدړ افغانستان غواړی انګریزانو یوځل افغان ولس په مولا یانو باندې تیر ویستلی خوداځل
بیا یو شمیر مولایان محض دقدرت اومقام په خاطر لګیا دی او مقاومت کوی . داسلام آباد مکاروته به لکه دلاندی ژسونه کتار روان ول او س بیا دې لوبه کې اخته دی.
پاکستان لا هم په خپل تاکتیکی سیاست کې له مولایانو سره ژور اړیکی لری او کوښښ کوی چې په دې نوم اوهغه نوم زموږ ولس تیر باسی که دا تېر وتنه تکرار شی افغانستان یو هپېړۍ شاته پاتې کیږی .
زه یوه شمیر ګنګسو اماتورو سیاستوالو، کارپوهانو ، ګوګلی خوشحال ډزو دېپلو ماتانو کلبی اومقصود په نوم یاوه سرایانو بحثونو ته حیران شم چې داڅه وایی؟
ګوری پاکستان په افغانانو کې ډیر کار کړی هماغ دحمیدګل خبره پیسې مو له امریکانو واخیستلې روسان مو ور باندې وشړل اوس مو پیسې له امریکا تر لاسه کړې خپله امریکایان مو ور باندې وشړل ! که موږ دپاکستان سره له سالم سیاست څخه کاو اخلو دافغانستان کړکېچ حل کیږی . طالبا له یوې خوا د ټټی پی یا پی ټی ټی شتون په افغانستان کې ردوی خو له بلې خوا یی موجودیت تائدوی داڅنګه امکان لری؟ دکانتیننتال ناسته یا غونډه کې منځګړیتوب چا کاوه؟
دډاکتر ساپی خبره داهم پوکستان دی او په پوکه تګلاری روان دی.
به در ناوی