کفاره
د یو جام نیشه به څه وي
که نیشه غواړي ټول خم څښه
که دې کیف د میو خوښ وي
په ملتیا يي د صنم څښه
له غروب څخه يي پیل کړه
تر سهاره يي پیهم څښه
که ماښام در نه قضا شول
کفاره يي صحبدم څښه
د میخورو په دستور يي
په شعار د ټول عالم څښه
کله کله په ماښام کې
«مرادزي» سره پیک هم څښه
د ۲۰۲۴ کال د اګست ۲۲ مه
مرادزی
20.08.2024
- ع.شریف زاد
وطن عشق تو افتخارم …. وطن دې ځان زموږ …. دا مو دبابا وطن …. داوطن په موږ ګران دی دا افغانستان! داافغانستان! له بده مرغه ! دا وطن په فاجعو کې چوپ اوغلی دی. په رسنیو کې د سیاستوالو، شله کسانو ، شوقی کسانو تش په نوم یو شمېر څېړونکو ، بنجاره بازار کې دنرخ پر سر انډوخر روان دی. دغه انډوخر کې هیڅ نزاکت دعالم او جاهل ترمنځ مراعات کیدای نشی توپیر یې وینی یوشمیر دلته په مختلفو چینلو کې دایمی بستره اچولې او له دې دایمی اډو خپلې ډزې کوی کله حاشیې ته وځی او کله دمړې ګېډې فارسی وای...
22.08.2024
- ع. شریف زاد
مقدمه: پاکستان خپله هر اړخیزه لوبه په ډیرمهارت ، استخباراتی ډول دانګرېز او امریکا په مشوره په سیمه کې راپیل کړه . پاکستان دمالی ، نظامی، عملیاتی پټو او ښکارو معاملو میرو شو! دې خاین میرو لومړی دافغانانو له کورنی اختلافاتو کلتور او فرهنګ څخه داسلام په نوم دومره ګټه پورته کړه چې دلته دهغه دبیان مچال نشته افغان یې په افغان وواژه او داسلام په نوم یې اوه تنظیمه رامنځ ته کړل. پوه او ملی کسان په هره ټاپه او نوم له منځه یوړل نور دلته پاکستان دچټلستان بڼه ځانته غوره کړې ده . داستر خبیث دافغانستان...