وطن عشق تو افتخارم ….
وطن دې ځان زموږ ….
دا مو دبابا وطن ….
داوطن په موږ ګران دی دا افغانستان! داافغانستان!
له بده مرغه ! دا وطن په فاجعو کې چوپ اوغلی دی.
په رسنیو کې د سیاستوالو، شله کسانو ، شوقی کسانو تش په نوم یو شمېر څېړونکو ، بنجاره بازار کې دنرخ پر سر انډوخر روان دی.
دغه انډوخر کې هیڅ نزاکت دعالم او جاهل ترمنځ مراعات کیدای نشی توپیر یې وینی یوشمیر دلته په مختلفو چینلو کې دایمی بستره اچولې او له دې دایمی اډو خپلې ډزې کوی کله حاشیې ته وځی او کله دمړې ګېډې فارسی وایی دغه کسان تر زیاته حده پردې خوښ دی چې خپل ځان په تلویزیون کې ووینی. بس تور تیاره ده او هر څوک بحث نه بلکې بن بست لری. دوی دکرکې، ژبنی، قومی، سمتی ، غرنی اوزمکنی د نه شتون خبرې کوی خو بیا دوی بحث کې همداکرکه لری او سرتمبګی یې په ډاګه بریښی. دابه ومنو چې طالبان سم بنسټیزه کړکیچونه لری پر هغه ما په تیرو لیکنو کې جدی نقد کړی دڅه لپاره دبهبود اوحق په خاطر ولې موږ په صفت دسیل بین څه باید ووایو ؟ دامهمه ده . وایی چې یوسیل بین دڅلوېښتو وزیرانو سوچ لری ! خو هغه داسې وزیر نه لکه خلیل حقانی کباړی. مامخ کې هم لیکیلی وه چې له کلی ووځه خو له نرخه مه وځه!
دلته پرته له طالبانو داړیکو عادی سازی ، دملت سازی، او دیوه منسجم ، استوار ، مطمئن سیاسی پلان برنامه نشته چې دعدم تشدد له لارې ، مصمم او باتدبیره او له خصم اوتشنج پرته ټول افغانان سره یوه مشروع اوپیاوړی تفاهم لاره پرانیزی ګام نه اخیستل کیږی بحث کول اصول اوطریقه لری اصول او طرحه اخلاقی دسپلین لری هر دسپلین واقعیت او رښتینولی لری. کله چې همدغه میلمانه خبرې کوی نه اسلامی روحیه ورکولی او نه معلوماتی چې افاقیت ولری او په ټولنه کې داهمیت وړ وی زه داخبره نه کوم تاسی له یوشمیر کسانو پوښتنه وکړی چې دلته څومره دروغ، فریب، باټ اولاف شتون لری . نومونه یې نه اخلم خو دجمهوریت او دطالبانو په میلمنو کې داسې کسان شته چې خپل هویت هم نه پېژنی !
دغه کار یوشمېر غله یې هیڅ په ځان نه راوړی له هرچینل سر راوباسی .
له بده مرغه په ډېرو قصابانو کې غوا مرداریږی! موږ څو لسیزې له بن بست ، له بی بی سی، بشپړ اونیم کله استخباراتو ، پټو او ښکاره معاملو امریکا غږ او دویچه ولې ، تاس او نورو را ونه وتو. موږ ملت سازی پرېښوده تربګنی مو دپردېو په زور دې ملک نوره هم تشدید کړه زموږ ګذار له هرچا مخکې په خپل افغان باندې دی حتی دخپلواکی زعیم ته اهانت کوو. موږ خیرات اخلو ، سوالګر او احتیاج یو خو بیا خپل منځ کې کبر کوو ڼړۍ ته په تش لاس وږی نس اوًله جنجالو ډک حالت ګواښ کوو. موږ که هرڅومره تبلیغ وکړو او دهرچا جیره خواره شو بیاهم له ناپوهۍ وېشل شوی یو . ځکه موږ یو ملی معیار ، نصاب او دننه کلک ساختار نه لرو.
موږ ټول دقدرت ، پیسو ، زور، منصب او مقام تږی یو او دوطن حیثیت ته مو له همدې لارې خطره تل وړاندې کړې. نو څنګه به افتخارم دلته مانا او مفهوم پیداکړی ؟
موږ تل واقعیت له ولس پټ کړی هیڅ وخت مو په ولس زړه نه دی سوزیدلی تش دشهادت شعارونه دریا او تزویر بڼه لری .
ګرانو هېواد والو :
اخوت، ورورولی، مساوات، عدالت او انصاف تعریف لری ، اهمیت لری ، ارزښتونه لری او دعملی کیدو لاملونه او ظرفیت . باور وکړی په هیڅ صورت کوږ بار تر مزله نرسیږی او هیڅ وخت دروغ دغه ریالستیک واقعیت له منځه وړلی نشی. زموږ خیر په مناسب یووالی ، سوله ، احترام او داسلام په رڼا کې له ټولې ڼړۍ سره دروابطو او ضوابطوًسمه محاسبه کولو کې نغښتی دی . زموږ خیر په سالم وحدت ، متقابل دریز او ملی ثبات کې دی.
تل دې وی خپلواک افغانستان