قضاوت پخپله وکړې اعلیحضرت غازی امان الله خان۱۲۹۷-۱۳۰۷ هـ ش مطابق د 1918-1928 م کال دافغانستان پاچا ‌ؤو. په کال ۱۲۷۱ هـ ش مطابق 1892 م په کابل کې زیږیدلی او۱۳۳۹هـ ش په ایتالیا کې وفات شوی هغه اسناد چې په۱۳۲۴هـ ش مطابق 1945م کې کله چې برلین دامریکایانو پواسطه ونیول شو دالمان دخارجه وزارت په محرما نه اسنادو کې موجود وو اوبیا وروسته د رادیو له لاری افشا‌ء او اعلا ن شوه.
کله چې اغتشاشونه ډیرشول امان الله خان دقدرت نه لاس په سر شو اوقندهارته لاړ دالمان دهغه وخت جمهورریس ادلف هتلر غازی امان الله خان ته داسی یولیک ولیګه :
"ددیپلوماتیکوالقابواواحترام څخه وروسته :زه په دي پوهیږم چې دالمان اوافغانستان خلک دیوه نژاده دي دنژادي اساساتو اوورورولی په اساس دالمان دولت مصمم دی چې تاسي اعلیحضرت په ۴۸ ساعتوکې دوباره دپاچاهې په کرسي کښیناوو دالمان دولت له تاسوتقاضالرې چې زموږ پیشنهاد ومنی اومونږ به دهر نوع کومک څخه دریغ ونه کړو—امضاء ادلف هتلر "
دراغلې لیک په ځواب کې اعلیحضرت غازی امان الله خان داسي ولیکه : "ددیپلوماتیک القابواواحترام څخه وروسته :ګرانه وروره ادلف هتلر ستاسودپیشنهادیه لیک څخه مطلع شوم باید ووایم چې زه په هیڅ نوم اورسم په افغانستان کې دتاج اوتخت غوښتونکې نه یم خاصتآ هغه تاج اوتخت چې دیوبل هیواد پواسطه که څه هم ورور اوهم نژاده هم وې اوهغه هیواد دسیاسې خواستوپه اساس وي زه به هیڅ کله حاضرنه شم چې دتاج اوتخت لپاره دافغان ملت حیثیت پایمال کړم زما معضرت ومنې ---امضاء اعلیحضرت امان الله"
غازی امان الله خان هغه شخصیت دي چې دخپلی پاچاهی دبقا لپاره یی دخلکووینی ونه بهولې دپاچا کیدوسره سم ۱۲۹۷ هـ ش کی یې دانګلیس څخه دسیاسی ازادی غږوکړکله چې انګلیسانوونه مانه نوخلک یی برحق جهاد ته رادعوت کړل اودافغان انګلیس دریم جنګ وشو انګلیسانودافغانستان سیاسې ازادي داسد په ۲۸ کال ۱۲۹۸ هـ ش مطابق د 1919 م ومنله دسیاسې ازادی نه وروسته په هیواد عمرانی اواصلاحی پروګرامونه شروع شول اعلیحضرت اروپا ته شپږمیاشتنی سفروکړ اودځان سره یې ډیری مفکوری راوړل دښځوتعلیم ،دښځوازادي ، دهلکانولیګل خارج ته دهغو کارو څخه اوو چی انګلیسانوته یې دتبلیغ زمینه برابره کړه اوانګلیس پلوه کسانودنظام په ضد اغتشاش وکړ:
1924 م دملاګډ ) عبدالله ) ترمشری لاندی په پکتیا کې اغتشاش.
1928 م کې دننګرهارپه شینواروکې اغتشاش .
1928 م کې دحبیب الله کلکانې (بچه سقا) اغتشاش .
غازی امان الله خان ونه غوښته چی دتاج اوتخت په خاطر دخلکووینۍ وبهوي په نتیجه کې دپاچاهی یې لاس واخیست خوتوطیه ډیره وسیع وه دبچه سقا ځوي حبیب الله کلکانی قدرت ته درسیدوسره ډیری وینی وبهیدي ترڅوچې د فرانسه څخه نادرشاه داعلیحضرت محمدظاهرشاه پلار راغی اودکلکانې پرضد یی قیام وکړ اوکلکانی ته یی ماته ورکړه اوپخپله پاچاشو .
کله چې امان الله خان له هیوادڅخه وتلود کابل دخارجه چارود ستورتالارکی یې داسې بیانیه ورکړه : "زماسفر خارج ته خاص ستاسو په منفعت دې که چیرته رانغلم په یاد ولری یو ملت اوسې – مستبد پاچا د سلطه لاندی ژوند مه کوي – خرافاتو ته عقیده مه کوي – یواځی دالله ج اود هغه رسول ص اطاعت وکړی ملایان بې ځایه خبری کوی چې د دین څخه یی زنجیر جوړ کړی غلط شیان درته وایې اوتاسوته فریب درکوی ، دښځوپه مقابل کی دترحم نه کارواخلی یوه ښځه وکړي خپل ماشومان مکتب ته ولیګی اوپری مصرف وکړي "
امان الله خان چې کله له انګلیس څخه خپلواکي ترلاسه کړه نو په ټوله نړۍ کې د استعمار ضد د یوې نمونې په توګه راڅرګند شو او د مسلمانانو په منځ کې د برتانیې پر ضد د جهاد د سنګردار په توګه وځلیده.
پیکار پامیر، د ظهور و سقوط اعلیحضرت امان الله خان په کتاب، ۴۳ مخ کې د جوزف ګستیني تاریخ‌پوه له قوله لیکي؛ امان الله خان یو وطنپال، فعال او د خپلو خلکو د خپلواکۍ تږی وه. د حبیب الله خان دا دویم زوی چې اوس دېرش کلن دی د قوي معنوي ارادې او لویۍ څخه برخمن دی. زړوړ او لرلیدونکی شخص دی او اوس په یو لوی مسؤولیت او دندې چې د مسلمانانو اتحاد او اتفاق دی اخته دی. همدارنګه د هغه په اړه د لیون پلادا چې د (اصلاحاتو او ۱۹۲۹ کال انقلاب) کتاب لیکوال دی د عبدالغني نامي له قوله چې امان الله خان ته نږدې پاتې شوی وه لیکي: امان الله دېرش کلن ځوان دی… د جالب شخصیت څښتن دی او پر خپلو اعصابو او ټولو حرکاتو حاکم دی. ډېر زیارکښ او کارکوونکی دی؛ د سهار له اتو بجو تر نیمې شپې پورې د هیواد په پرمختیایي چارو بوخت وي او یوازې درې ساعته وخت یې د غذا او لمانځه لپاره وقف کړی دی. روڼ ذهنه او له هر ډول تعصب څخه خالي دی او په سیاسي او ټولنیزو چارو کې مهم او د پام وړ مالومات لري.
د( آتش در افغانستان) کتاب لیکوال یه نال سټیوارټ، چې ژباړونکی یې یارمحمد کوهسار کابلی دی، لیکي: امان الله خان د عادي لباس په اغوستو سره سماوارونو ته تللو او له خلکو سره به له نږدې کیناست. ډېری خلکو به نه پیژانده او که به چا وپیژانده هم نو غږ به یې نه کاوه. د خپل سلطنت پر مهال یې هم همدا کار کاوه.. له زندانه به یې بندیان خوشې کول، سفریه به یې ورکوله او حتی خپله به زندانونو ته وتلو او د عادي وګړو په فاتحو کې یې هم برخه اخستله.
د امان الله خان ټولنیز او مردمي شخصیت ددې باعث شوی وه چې هم په دربار او هم په ملت کې خلک پرې راټول شي. لکه څنګه چې اردو پرته له کوم جنجال او خبرې لده سره بیعت وکړ. امان الله خان د اسلامي نړۍ د وحدت پخاطر لوی کارونه ترسره کړل، او مختلفو اسلامي هیوادونو ته یې سفرونه وکړل او له هیواد مشرانو سره یې وکتل او پدې اړه یې د ټولو د توافق هلې‌ځلې وکړې.
محمد ولي پخپل کتاب (توطئه انګلیس در سقوط دولت اعلیحضرت امان الله خان غازي) کې د عنوان روابط خارجي افغانستان در نیمه اول قرن بیستم ـ ص ۱۱۳- ۱۱۴ په برخه کی لیکلي: د امان الله خان کوښښ د یوه اسلامي امارت د رامنځته کولو په خاطر او هغه هم له هندوستان او عربي نړۍ څخه د انګریزي استعمار د له منځه وړو په موخه، په حقیقت کې د هغه اور غوښتل وه چې ده خپل ځان ته راوباله. د هند برتانوي حکومت په همدې دلیل د ۱۹۲۰ کال د نومبر په میاشت کې لندن ته داسې اطلاع ورکړه: موږ نور نشو کولای چې د امیر ټاکنه د امارت په مقام نالیدلې ونیسو، موږ پدې باور لرو چې مسلمانان سخت متعصبه او د یوه اسلامي خلافت د رامنځته کیدو پخاطر د امیرامان الله خان د خلیفه په حیث د ټاکل کیدو طرفدار دي. او هغه څه چې ددغه خلافت له امله امپراطورۍ ته پیښیږي موږ یې له پامه نشو غورځولی او د ډېرې اندېښنې وړ دي. ستاسو توجه دې خبرې ته راجلبوو او هر څومره چې ژر کیدای شي ددغه عمل د خنثی کولو پخاطر لاس په کار شئ.
همدغه لیکوال په بل ځای کې لیکلي دي چې: امان الله خان په عین وخت کې د ۱۹۲۰ کال په لومړیو کې وویل چې هغه له ټولو مسلمانانو سره د اسلامي خلافت په اړه غږېدلی دی او پکار ده چې مقدس ځایونه او اسلامي خاورې د مسلمانانو له لاسه ونه ووځي. همدارنګه د ۱۹۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې افغان خوان پاچا اعلان وکړ چې شخصا ددې لپاره حاضر دی چې خپل ژوند د اسلامي خلافت لپاره قربان کړي.
اعلیحضرت امان الله خان دا خبرې هسې د خولې خبرې ونه ګڼلې او عملاً یې کار پرې وکړ چې له هغې ډلې عملي کارونو څخه یې یو هم د هندوستان اعلانول د دارالحرب په توګه وه او د هندوستان ټولو مسلمانانو ته یې اعلان وکړ چې افغانستان ته هجرت وکړي او د افغانستان دولت به ورته د ژوندانه ټول سهولتونه برابروي.
داعلیحضرت امان الله خان ددغه اعلان سره کیدای شوای چې د برتانوي امپراطورۍ ټغر له ټول ختیځ ـ هند څخه نیولې تر قسطنطینیې پورې ټول شي او په هر ځای کې یې پر ضد خوځښتونه پیل شي او دی د نائب الخلیفه په توګه وټاکل شي. او د ډېرو اسلامي هیوادونو ورسره دا خبره منلې وه. اکثره مؤرخین د امان الله خان د سقوط عامل د خلافت او اسلامي ویښتابه راژوندي کیدل بولي چې ده یې لوی ارمان په زړه کې ساته، او له ده څخه د انګرېزانو وېره له هغه لیک څخه ښکاري چې دوی لندن ته د دغو خوځښتو نو په اړه لیږلی وو.
خو د انګرېزانو کاري لاس پرېنښود چې د خپلواکۍ غوښتونکو دغه بهیر د افغانستان له حدودو واوړي او پدې لاره کې یې په ځانګړې توګه له هغو مذهبي څیرو څخه کار واخست چې د انګرېز پر طرف اوښتل. انګرېزانو ډېرې زیاتې پیسې مصرف کړې او د دغسې خود فروشه مذهبي څیرو له لارې یې فتواګانې صادرې کړې چې د انګلیس د امپراطورۍ مخالفین ملحد ین او مرتدین دي. امان الله خان یې پخپلو جالونو کې ګیر کړ او د هغو هندي او افغاني علماؤ د فتواګانو ښکار یې وګرځاوه
غازی امان الله خان بدلون خوښوونکی انسان وه او غوښتل یې چې ژوند د یوه قانون په چوکاټ کې تنظیم کړي. هغه غوښتل چې اسلامي نړۍ د برتانوي اشغال له جغ څخه وژغوري او پدې لاره کې یې لومړی له خپل کور او ملت څخه شروع وکړه . د وطن او خلکو خدمت د جنت کلی ده .

اخیستنه :
۱- حشمت،داکتراجرالدین، ازجنبش مشروطه تا دولت مشروطه درافغانستان ،مخ ۳۶۴ .
۲- بایګان،خیرمحمدې ، داستانهاي چند ازتاریخ افغانستان- مخ ۲۹۸-۲۹۹ .
۳- غبار،میرغلام محمد ،۱۳۵۶ افغانستان درمسیرتاریخ
۴ – عبدالبصیر عتیقزی ، مضمون په نن ویب پاڼه کی ۱۳۹۵ ، امیرامان الله خان او د اسلامی خلافت داعیه.