زرشک (Barberry)
زرشک Berberis(Barberry) چی محلی پښتو او دری نومونه یی تاسی ووایاست د هیواد په هره برخه کی شته کنړ ، نورستان ، بدخشان او نورو ځایونو کې شته یو، تل شین طبی اغزن غرنی نبات دى چی د بحرله سطحه ۱۰۰۰-۲۰۰۰ مترو پوری رشد کړیدی ددی نبات د قد لوړ والی ۳- ۶ متروپوری رسیږی په اسیا، اروپا او امریکا کی شته علمی نوم یی Berberis vulgaris او د Berberidaceae کورنی پوری اړه لری د ثور په میاشت کی چی د حرارت درجه ۱۵-۱۸ درجه د سانتی ګرید شی ګل کوی ګلونه یی خوشه یی شکل لری چی میوه یی سور رنګ لری او تروش خوند لری دلږو اوبو سره مقاوم دی د ځمکی د خاوری د تخریب مخه نیسی د وحشی حیواناتو د اوسیدو ځای هم دی ددی نبات ، میوه ، پاڼی ، لرګی او ریښه د طبی دوا به سیر استفاده کیږی د نبات صنف بندی په لاندی ډول ده :
Higher classification: Barberries
Rank: Species
Scientific name: Berberis vulgaris
Family: Berberidaceae
Genus: Berberis
Kingdom: Plantae
Order: Ranuncu
د نبات هره برخه د دوا په شکل د استفادی وړ دی :
د زرشک د نبات لرګی ته زرک وایي : smart wood
د زرشک لرگی چی عام خلک ورته کووری یا ( زرک ) وایی
کووری یا (زرک) یو تریخ لرګی دی چې د هډکو دماتېدو یا په بدن کې دغوښې دشلېدو په وخت د ترمیم لپاره دشېدو سره خوړل کېږي د کووری یا زرک دلرګی جوشانده د غذا دهضم ، د وینی لوړ فشار ، د تبی کمیدو لپاره ، د وینی تصفیه ښه کوی ، د ادرار زیاتونکی ، د ځیګرپاکوونکی ، د ځیګر تقویه کوی دی ،ژیړی ،نقرس،روماتیزم ښه کوی ، ریزش او سوه هاضمه ښه کوی،بی اشتهایی ښه کوی اوبله دا چی د وینی رګونه پاکوی او مسهل دی .
د زرشک د نبات پاڼی:
د نبات پاڼی قابض دی ، ضد عفونی دی ، د رګونو منقبض کوونی دی خصوصا د رحم رګونه .
د نبات د ریښه پوستکی :
د اعتیاد د له منځه وړلو لپاره د اعتیاد په کلینیکونو کی کارول کیږی .
د نبات میوه :
لرونکی د ویتامین بی ویتامین B، ویتامین c دا میوه د تروش خوند په لرلو نن سبا د وریجو په سر یی اچوی چی ورته زرشک پلو وایی ، له میوه څخه مربا او ځینی شربتونه جوړوی .
هاشمی رقیب