امن او سوله د ژوند کولو یو مهم او بنسټیز عنصر دی له امن پرته ژوند او پرمختګ امکان نلري .
په کومه ټولنه کې چې سوله او امن نه وي هلته بیا سکون او ارام هم نه وي .
په تاریخې او فرهنګي لحاظ زموږ په سبمو کې د ولسي سولې او جرګي قوي دود شته او لا تراوسه یې خلک درناوی کوي ،کله چې یو څوک د ځان دپاره سوله او امن غواړي نو پکارده چې دخپلې محلي چم او ګاونډ دپاره یې هم وغواړي داچې افغانستان کې نسبې امن راغلی دی ددې سوله ییز ماحول د ساتلو او دوامد د پاره پکارده چې د له افغانستان څخه د وسلې دود او کلچر ختم او پر ځای یې قلم لیک او لوست رایج شي ، ددې کار دپاره اړینه ده چې دلته موجوده ټولې وسله والې ډلې ختمې او د جګړې شعار د تل دپاره دفن شي ،وسله د هر عنوان او شعار لاندي چې ګرځول کیږي مخنیوي یې پکار ده د داعیش او تحریک طالبان پاکستان په شمول له دې وطنه د وسله والو ورکیدل یوه اړتیاده او داکار د افغانستان له دایمې امن سره مستقیما اړیکه لري .
مومن مسلمان چې د ځان له پاره څه خوښه وي هغه به دبل مومن دپاره هم خوښه وي شکر چې موږ مومنان یو نو دایمان تقاضا داده چې د خپل امن سره د نورو د ساتنې او امنیت خیال هم وساتل شي .
که مو پر وخت د ناقانونه وسله والو بانډونو پرخلاف اقدام ونکړ ښای همدا ګروپونه او بدمعاشان اینده کې کلک درد سر جوړ او مهارول به یې ستونزمن وي .
له اهتلافاتو سره موږ باید دیوه قوم په توګه اتحاد پکاردی ترڅو له دې سیمې وسلې ختمې او د امن په تامن کې کې خپل ملي رغنده رول ولوبوو ترڅو زموږ راتلوونکي نسلوونه له سوله ییز ژوند سره ارام ، سکون او پرمختګ هم ولري .
صافي