د نارنجو د بڼونو او د نارنج ګل د مشاعرې تړون
( دنارنج ګل مشاعری د شپیتم کال په مناسبت)

دا دی سږ کال د نارنج ګل د لومړنۍ مشاعرې له نیټې څخه تر نن پورې، پوره شپېته کاله پوره شول. دا هغه وخت و چې په ګرمي وهلي او د تودې هوا له زوره تاوجن او زموللي ننګرهار کې د شنو باغونو او تازه- معتدلې هوا او فضا د جووړېدو ملی- انکشافی پروژه ( د درونټې بند اوکانال) چارې پیل شوې وې او په هغې کې لومړی یو کانال، د برېښنا د تولید یوه فابریکه، لویه لار، دوه لوی فارونه( هډه او غازی آباد) شامل وو. د ننګرهار د ناوې دپراختیا( دننګرهار د کانال/پروژه مجتمع آبیاری جلال اباد) پروژه دافغانستان د لومړنیو پنځه کلنو پلانونو یوه اساسی پروژه وه. دغه پلانونه په ۱۳۳۵ ل. کال طرح او جوړ او بیا تر۱۳۵۱ تطبیق شول. یو شمیر نوری پروژې لکه د سالنګ لویه لار، نغلو بند، حلقوی سړک، ځو سلوګانی او دپلچرخی صنعتی پارک او ولایاتو کې زراعتی او پرمخیتایی پروژې یې مهمې برخې وې. د معارف او پوهنتون وده یې معنوی اړخ و. همدې دوره کې د پښتو ټولنې پربنیاد د افغانستان د علومو داکاډمی طرح تصویب شوه، چې وروسته بیا عملي هم شوه. یو شمیر علمي مجلې همداوخت وځلیدې، چې د معمول ژورنالیزم ترڅنګ یې علمی څیړنو باندې کار پیل کړ. په دې توګه د مادي ترقۍ ترڅنګ، د معنوی ودې او پوخوالي اړخ هم هېر نه شو. په دې کې یو هم د ننګرهار د کانال د ارزښت او په دې پروژه کې د کار او زیار د هڅونې او د نارنجو او نورو باغونو ته د پاملرنې اود پسرلی او د نارنج د ګل د ښایست د ستاینې په خاطر لومړنۍ پسرلنۍ پرتمینه مشاعره وشوه. (راقم الحروف څو کلونه مخکې د ارواښاد بختانی د ګل نارنج د کتاب تقریظ کې دا موضوع په تفصیل بیان کړی وه). ورو سته تر دغې مشاعرې هر کال دا دود وپالل شو او زیاتره کلونو کې د لوستل شویو شعرونو ټولګه دولتی مطبعه کې طبع کېدله. د اشعارو محتوا د نارنج ګل، پسرلي، کار او زیار ستاینه او درناوی و. په دې توګه دا مشاعره د بڼونو د روزنی او ترویج یوه پیاوړې انګیر وه. د نارنج ګل د مشاعرې او د نارنجو د باغونو تړون ترهغو پورې محسوس و چې بڼونه د پراخیدو په حال کې و، نود نارنجو ترویج د کانال دپروژې له پیل کیدو او مشاعره یې هم د هغو له ښېرازي سره تړاو درلود چی لنډه تاریخچه یې د اسې وه:
افغانستان په ۱۳۳۵ل. کال کې خپلو پنځه کلنو اقتصادی- اجتماعی علمی پلانو باندی پیل وکړ. د دغو پلانو هدف د هیواد د معاصر اقتصاد لپاره د زیربنایي او انکشافی لویو پروژو پیل کول او دعامه خدماتو بهبود و. درې لومړني پلانونه ډیر مشهور و. لومړی، دوهم او درېیم.( ۱۳۳۵-۱۳۵۱)، متاسفانه درېیم او څلورم پلان کې دهغه وخت د یو شمیر وکیلانو له خوا ستونزې پیداشوی.
په هر ترتیب؛ دغو پلانو دافغانستان لپاره لویې لاسته راوړنې درلودې . نن ورځ چې موږ څه لرو( سیلوګانی، د بریښنا بندونه، روغتونونه، سړکونه، ...) زیاتره د همدغو پلانو او د همدغو کلونو څخه را پاتې دي. په دې لړ کې یوه مهمه یې د ننګرهار د ناوې د پراختیا پروژه وه. دغې پروژه کې د برېښنا د یوه بند، د نوی کیلومترو په اوږدوالی او په یوه ثانیه کې د اویا مکعب مترو په ظرفیت د اوبو د رسولو د یو کانال او څلورو عصری میکانیزه فارمونو جوړول شامل و. هر فارم دفامیلیو لپاره د استوګنې بلاکونه، سیلو، د مالداری تاسیسات، د میوو د پروسس تکنالوژي او د غلو-دانو سیلو ګانې، ، سینما او کلینیکونه او د کرنیزې ماشنیرۍ یونټونه او علمی تحقیقاتی سټیشنونه لرل.

دزیتونو دپروسیس فابریکې هم دغې پروژه پورې اړه لرله چې تیلو (غوړیو) یې نړۍ کې ساری ندرلود. د پروژې دا ټول مراحل وار په وار موفقانه تکمیل شول(متاسفانه ډیره برخه یې بیرته وران او لوټ هم شول) پاتې یې تر استفادې لاندې دي.
د کانال پروژې ډیرې ګټې لرلې:
 د اقلیم معتدل کیدل،
 د سیمی ښکلا،
 د نوې کرنیزې تکنالوژۍ انتشار،
 د کرنیزو پرکټسونو پیاوړي کول،
 د ستروس باب تولید،
 داستخدام د فرصت ایجادول،
 د نویو ورايټیو ترویج،
 او د دولتی فارمونو ترڅنګ؛ د زرګونه جریبو شخصی زمکو لپاره د اوبو برابرول.
د دغې پروژې کار چې ترله ۱۳۴۵ل. پورې یې ډیره برخه تکمیل شوه، لومړنیو باغونو یې ۱۳۴۰-۴۲ حاصل وکړ، نو د دولت له خکم سره سم یې په ۱۳۴۳ل. کال یوه مشاعره جوړه کړه او بیا تر اوسه هرکال د نارنج ګل مشاعره جوړیږي. له دې څخه هدف دا وچې هیوادوال کښت، کار، دباغونو کرلو او دخپل زیار په ارزښت پوه، د هیواد پالنې روحیه پیاوړې او اقتصاد اوکلتور مو پرمختګ وکړي.
پخوا به دا مشاعره داسې خای کې جوړېده چی دنارنجو ونې یې لرلې او د نارنج ګل به په جوش کې و. دا به معمولاً د ککب وروستۍ ورځې او د ورې لومړۍ اونۍ وه. له ۱۳۸۴کال مخکې به د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور د ریاست وربوی(بڼ) کې، یا باغ امیرشهید یا کوم بل بڼ کې دا مشاعره جوړیده، متاسفانه اوس د دې ځایونو د نارنجو بوټي وهل شوي دي.
په مجموع کې؛ ننګرهار د تاریخ په اوږدو کې له کلتوری پلوه بډایه سیمه وه. پخوا بیلابیلې ملی ورځې او فرهنګي مناسبتونه لکه د ویساک ورځ او دسلطانپور په چینوکې د هندوانو او سکهـ هیوادوالو د مذهبي ورځې نماځنه، له ډیرپخوا د هوایی ډګر ترڅنګ پراخه شنه او شګلنه ساحه کې د نوروز نمانځنه ، د کمپونو په ساحه کې د استقلال د جشن نمانځل، د مملې د باغ میله او د نارنج ګل مشاعره او داسې نور. په دې ټولو کې د نارنج ګل مشاعره هغه مناسبت دی، چې نورو ولایتو کې نه لیدل کیږي. پخوا د دې مشاعری د دایرولو موخه دا وه چې خلک له فکری پلوه وهڅول شي. واقعیت دا و چې هغه وخت خلکو له کښت، کار، بڼوالي، د وطن ښیرازي سره مینه لرله او دا مینه نوره هم هڅول کیده. له دې سره یو ځای د خلکو مادی ‌ژوند هم د بسیاینې به لور روان و. د کانال پروژه کې یو نیم زره کسانو کار کاو، چې د ژوند سهولتونه ورته برابر او کافی معاش یې درلود. له دې پرته نوې تکنالوژی ترویج شوه، د ونو او میږو نوې وراټیګانی وپېژندل شوې ، د مالداري، د حاصلاتو دټولولو او د پروسس نوې طریقې دود شوې او د شیشم باغ تحقیقاتی ستیشن کی علمی تجربې بریالۍ روانې وې.
له بده مرغه دې وروسیتو کلو کې په دغه ولایت کې د نارنجو ونې او باغونه ډیر لږ پاتې دي او هغه پخواني فارمونه اود هغو شتمني او زمکې غصب او لوټ او ونې یې ووهل شوی. اوس د نارنج ګل دمشاعرې پخوانۍ موخه، محتوا او پرتم هم ندی پاتې. هیله ده یوځل بیا د ښکلی او سرلوړي ننګرهار ښکلا، کلتوری بډایېنې، ابادی، د پوهې او ادب ښیرازتیا ته پاملرنه وشی او د باغونو د احداث اوسرسبزی ترڅنګ، د دغې ګټورې میوې د باغونو ساتنې او لاپراختیا ته پاملرنه وشي.
نارنج او اقتصادی او طبی ارزښت یې:
دنارنج تولیدات اقتصادي او روغتیایي فوق العاده ارزښت لري. د نارنج ونه یوه ډیره ښایسته او برکتی ونه ده. دغه ونه منځنی قد لری، یعنی لوړوالی یې له لسو مترو زیات نه وي. په ځوانو ښاخونو او نودو کې 5 – 8 سانتی مترو په اندازه اغزی لري، پاڼې شنې ښایسته او کلکې دي چې دبیخ خواته دوه غوږوالۍ ډوله جوړښتونه لري. د نارنچ ګل سپین ښایسته رنګ او په زړه پورې بوی لري. په یوه ونه کې دوجنسه ګلان وده کوي، نرینه ګل د ښځینه په پرتله کم وي. د نارنج پخه شوې میوه ژیړ رنګ او پریړ غوړ لرونکی زیږ پوستکی لری، د میوې دننه زیات شمیر تخمونه وي. نارنج د Rutaceae په کورنۍ اود Citrus جینس پورې اړه لري، چې په ننګرهار کې یې د aurantium سپیشزمعمول ده. د دغې ونې علمي نوم Citrus aurantium L. دی. ونه یې پیاوړې ریښې لري. ګرمي سره توافق لري او د تندې په وړاندې مقاوم دی. نارنج لیمو او مالتې سره ورته والی لري، بیولیژیکی نښې یې هم یوبل سره مطابقت لري. دنارنج بوټي د ستروس دنورو میوو لپاره نیله بوټی دی. د نارنج له ګلانو څخه یوډول ایتریکی غوي(تیل) باسی چې نیرول لری، له هغو څخه د عطرو تولید کې کاراخلی. نارنج پوره اندازه ویتامین سی لري چې د غوره صحت ضامن بلل کیږي، د خوراک خوند ښه کوي، تنفسی سیستم ته ډیر مفید، د ریزش، کرونا او دې ته ورته ناروغیو په وړاندې بدن پیاوړی ساتی، دوینې دوران او عصبی سیستم پیاوړی کوي. دنارنج شیره (ځوښا)د وینو درګونو غلظت را ټیټوي او د ټوخي اغیزمن درمل دی.دسړې هوا په وړاندې حساس دی. نارنج په درنو او یوڅه قلوی خاورو کی وده کوي، اوبه غواړي، خو بیا هم له تندی سره مقاومت کولای شی. دلیمو او مالتې پیوند پکی ښه نتیجه ورکوي د ننگرهار ولایت کې ستروس پکې پیوند کیږي. د نارنج اهمیت فارمکولوژی کې ورځ په ورځ زیاتیږي.

زموږ په ګران هیواد کې، مشرقی ولایات؛ خصوصاً د ستروسو او په تیره د نارنج ودې ته مساعد اقلیم لري. دنارنجو باغونه په دغه ولایت کې له ۷۵ کلونو رادېخوا رواج او پراخه شول. له څلوېښتو کلونو رادېخوا د دغه قلم د وړاندیزونو له جملې، درې یې دا دي:
• ننګرهار د ستروسو ترڅنګ؛ د خرما، بیرې، ګنیو، ممپلي، شین چای او پالونیا د ودې استعداد لري، په ترویج کې یې هڅې وکړئ،
• کرنیزې زمکې باید په غیر زراعتی ځمکو وانه ړول شي،
• د سیمې تاریخي، فرهنګی هویت او اقلیمی مزیت وساتئ او وده ورکړئ.