تاسو څرنګه بریالي کیدلای شئ؟
راځئ لومړې د بریالیتوب معنا راوسپړو او پوه شو چې بریالیتوب ستاسو لپاره څه معنا لري؟
ډیر خلک فکر کوي چې بریالیتوب یوازې د مالي او مادي شتمنۍ سره تړاو لري. ځینې ​​خلک آن فکر کوي چې بریا د دوی په قسمت کې نشته یا بریا ددوی لپاره نه ده.
نو بریالیتوب څه شی دی او تاسو څرنګه بریالي کیدلای شئ؟
بریالیتوب یو پراخ مفهوم دی، چې کیدای شي بیلابیله معنا ولري. د یوه پوه، وان ډیل له نظره، "یو څه ښه سرته رسیدل، ښه پایله یا ښه محصول" بریالیتوب دی. په عمومي توګه ، بریالیتوب د ټاکل شویو هدفونو ترلاسه کولو، د هیلو پوره کولو او په ژوند کې د باور له تجربه کولو سره تړاو لري.
تاسو کولای شئ په بیلابیلو برخو کې بریالي شئ، لکه په مسلک کې، په شخصي پرمختګ کې، په اړیکو کې او یا هم په روغتیا کې.
بریا شخصي ده او د یو چا په ارزښتونو او موخو یا هدفونو پورې اړه لري. د بیلګې په توګه، ستاسو لپاره بریالیتوب، ممکن د مالي سوکالۍ معنا ولري، په داسې حال کې چې د بل چا لپاره دا کیدای شي، د صحي کاري ژوند د انډول، یا د سمې روغتیا د ترلاسه کولو په مفهوم وي.
په حقیقت کې، بریالیتوب وروستی منزل نه دی، بلکې یو روان سفر دی چې تاسو په کې د با دوامه ودې او باور ترلاسه کولو لپاره هڅه کوئ. دا ستاسو د شخصي ارزښتونو او هدفونو ترمنځ د انډول یا توازن موندل دي. کیدای شي تاسو ته تر دی زیات مهم دا وي چې کله د بریالیتوب لپاره خپله پوره هڅه کوئ نو ترڅنګ یې له نوموړی پروسې خوند هم اخلئ.
راځئ دلته په عمومي توګه د بریاليتوب لپاره دغو لسو سپارښتنو ته تم شو :
که تاسو په هره برخه کې پرمختګ غواړۍ، نو بریاليتوب مو یو شمیر بنسټیزو عناصرو ته اړتیا لري.
همدغه یو شمیر عمومي اصول چې له تاسو سره مرسته کولای شي، تر څو بریالي شئ په لاندې ډول دي:
۱- خپل هدفونه وپیژنئ
۲- زده کړې ته دوام ورکړئ
۳- مسؤلیت په غاړه واخلئ
۴- با ډسپلینه اوسئ.
۵- صحي خواړه وخورئ.
۶- حرکت کوئ
۷- ټینګې اړیکې جوړې کړئ
۸- مثبت اوسئ
۹- نرم یا انعطاف منونکی اوسئ.
۱۰- د خطرونو اخیستلو جرئت ولرئ.
راځئ چې دا پورتني ټکي یو څه نور هم و شاربو یا توضح کړو:
1. خپلې موخي یا هدفونه وپیژنئ:
دا غوره ده چې تاسو د ځان لپاره خپلې موخې روښانه کړئ. په دې توګه تاسو کولی شئ، خپلې هڅې په ښه توګه تنظیم کړئ او لومړیتوبونه مو وټاکئ.
څه مو خوښیږي، څه مهم ګڼئ، کومه پایله مو په ذهن کې ده او په ځانګړې توګه تاسو دا هدفونه څرنګه ترلاسه کولی شئ؟
2. زده کړې ته دوام ورکړئ:
ځیرکتیا یا له زده کړو سره لیوالتیا او دوام ورکول مهم دي. تاسو په دې توګه کولای شئ، نوي مهارتونه ترلاسه کړئ او په شاوخوا کې مو د نړۍ له پرمختګونو خبر شئ. پرته له دې تاسو هیڅکله نه پوهیږئ چې کومه پوهه یا کومې ګټورې وسیلې به نوی رامنځ ته شي، ترڅو ستاسو موخو ته رسیدل اسانه کړي. دا پلټنې او لټون ستاسو د دی موضوع چې "څرنګه بریالي کیدلای شئ" یوه مهمه برخه ده او په بریالیتوب کې مو مرسته کوي.
3. مسؤلیت په غاړه واخلئ :
د هغو شیانو او پریکړو چې تاسو یې ترسره کوئ، مسؤلیت پر غاړه واخلئ. هر ډول تېروتنې ومنئ او له هغو څخه یې زده کړئ. په فعاله توګه د عذرونو پر ځای د حل د لارو لټون وکړئ. په دې توګه به تاسو په خپل ځان او خپل ژوند څار ولرئ او تاسو به و کولای شئ ، په فعاله توګه خپل ژوند ته نوی بڼه ورکړئ.
4. با ډسپلینه اوسئ:
په خپلو ورځنيو چارو او کارونو کې ډسپلین ته وده ورکړئ. پر خپلو هدفونو ټینګ ودرېږئ، آن که سخت هم شي. نظم او جوړښت ته پام کوئ او د ګډوډۍ مخه ونیسئ. د کار او استراحت وختونه پلان کړئ. د ښو عادتونو ترلاسه کول، په پای کې د اوږدمهاله محصول ، بریا او خوښ کاري ژوند انډول ډاډمنوي.
5. صحي خواړه وخورئ:
یو سالم بدن ډیره انرژي لري. بریالي خلک په دې پوهیږي او له همدې امله هغه څه ته پاملرنه کوي چې دوی یې خوري. ناسم خواړه ستاسو د بدن ډیره انرژي مصرفوي او په پای کې یوازې د ډیر فشار لامل کیږي. که څه هم غوره خواړه د هرچا لپاره توپیر لري. خو په عموم کې، صحي خواړه د سابو، میوو، پوره حبوباتو، پروټینونو او صحي غوړو یوه با انډوله ګډوله ده.
دا غوره ده چې له پروسس شويو خواړو، ډیرو خوږو او مالګې څخه ډډه وشي. همدارنګه په ورځ کې لږترلږه د 1.5 لیټره اوبو څښلو سره ځان تازه وساتئ . 6. خوځښت:
څرنګه په خوځښت او حرکت سره بریالي کیدلای شئ؟
په حرکت کولو سره مو د بدن او ذهن سلامتیا ساتل کیږي. په ځانګړې توګه که تاسو داسی دنده لرئ چې ټوله ورځ ناست یاست، نو دا مهمه ده چې په منظمه توګه خپلې پښې وغزوئ، تفریح وکړئ او په ورځ کې لږ تر لږه نیم ساعت پلي وګرځيږئ.
7. ټینګې اړیکې جوړې کړئ:
د دې پوښتنې چې "زه څنګه بریالی شم؟" بل ځواب د قوي شخصي اړیکو جوړول او ساتل دي. ښه ټولنیز تعامل ښه ذهني روغتیا رامنځته کوي او د امنیت ، خوندیتوب او باور احساس ورکوي. د ښه ټولنیز خوندیتوب له جال سره کولی شئ، چې ژوند مو ښه اداره کړئ.
8. مثبت اوسئ :
له بده مرغه خنډونه او ماتې هم د ژوند یوه برخه ده. هر څه چې پیښیږي، هڅه وکړئ خپل مثبت چلند وساتئ. دا مهمه ده، ځکه چې دا ستاسو د نرمښت یا انعطاف په زیاتولو کې مرسته کوي او ستاسو لپاره د حل موندل اسانه کوي.
9. انعطاف منونکي اوسئ:
که تاسي ډیر ښه پلان هم ولرئ، بیا هم کیدای شي چې ستاسی له توقع خلاف یو څه پیښ شي. له همدې امله، له بدلیدونکو شرایطو سره په اسانۍ سره ځان عیارول او تطبیقول زده کړئ. په نرمښت او انعطاف سره تاسو کولای شئ، د ننګونو مقابله وکړئ او تاسو به دا وړتیا ولرئ چې پرمخ ولاړ شئ او پرمختګ وکړئ.

10. د خطرونو اخیستلو جرأت ولرئ:
پر ځان د خطرونو اخیستلو له جرئت سره، تاسو نويو امکاناتو ته ور پرانیزۍ. ستاسو د هوساینې له ساحې بهر ګام پورته کول یا قدم وهل ، کیدای شي په لومړي سر کې یو څه ویره ولري ، خو دا به په پای کې تاسو ته د ځاني پرمختګ او نويو فرصتونو سبب هم شي.

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالنډ/ ۱۵- ۳- ۲۰۲۴
سرچینه: Monsterboard