د ارواښاد حبيبي د نثر یوه لڼډه بیلګه;له ښاغلي ډ.زرین انځور ( دپښتو معاصر داستانی ادبیات -یوه کتنه -۱)څخه انتخاب د متقاعد ډاکټر حمیدالله زړور ساپی
(مَچَه)
سر مې کوز شو،شوڼډې مې یوه ښکلې رنګینه طلایی پاڼه مچ کړه او خلقو وویل:دا قرآن دی.))
زما په زړه کې د دې مچې سره یو تقدیس آلوده د ارادت لیونۍ جذبه وه!.
بله ورځ مې د مور لاسونه په احترام مچ کړه او دې هم زه پر تندي مچ کړم.خو د دې مچو په منځ کښې مځکې او آسمان فرق و،د مور لاسونه مې په درناوۍ او مينې مچ کړل،خو دې بیا په مهربانۍ او شفقت مچ کئ..
بله پلا زما کوچنی زوی په ناز ناز په خندا او ښکلا راغی ما په غېږ کې ونیوی او په سرو سرو بارخوګانو مې په دا سې محبت چپ کئ ..د دې مچې خوند بیل و!
ګوره!دغه یوه سوڼډه په یوه مچه کې څونې ډول ډول خوندونه او مقصدونه لري؛خو! هغه خوند هغه مزه ،هغه مینه او هغه جذبه چې یو ځلمی د یوې پېغلې په سرو شوڼډو کښې مومي،دا نو بیله خورا خوږه دنیا ده! په دې مچه کې د عشق اور بلیږي، دلته مینه او الفت! د احترام او تقدیس ټوله سره ګډیي.دا مچه د انسانیت د بقا او دوام یوه غوڼډه د الفت او احترام مقدمه ده.
دا مچه ډیرې ماناوې لري،ډیر خوندونه لري او د دې ټولو نتیجه څه ده ؟
((د انسان د توکم دوام)).