په لندن کې د افغانستان انترنشنال نغاره چیان نه شرم لری او نه انسانی عفت. زه به هم دمحترم نوروز په ژبه وغږیږم . هغه وویل چې زه نه طالب یم او نه دهغو په خلاف او دازما حق دی اوزه منحیث دیوه مسلمان په توګه کوم شیان چې په دغه بحث کې دیادونې وړ دی خبرې کوم په مرکچیانو کې پیګیر، میرمن نوابی، او دمرستندویه موسسیې غړی نوروز خبرې کولې..
کله چې نوړوز دمیرمن نوابی شخصی ګیلې اوشکوې نقدې کړې نو وحیدې پیکان د پروګرام متصدی دنوابی پرځای کلک دریځ ونیوه. لفظی شخړه دناوړین او طبیعې پیښې په نوم چالانه شوه. دپېښې او تلفاتو معلومات په ناندریو او انډوخر بدل شو.
پیکان کلکه پردې نښلی چې طالبان ….. دارد وندارد! او ډیره له ادب لیرې په نوروز وردانګیدله . اوس پوښتنه را ولاړیږی دطالب موضوع به پر ځای پریږده خو ایا دې حماقت ته کومه دموکراسی ، ازدی بیان، دې سپکو او سپوروً ته اجازه ورکوی؟ ددې جټ او جولا چینل کوم ځای ادب او کومځای یې بیان دی ! نفرین دې په داسېژورنالیزم شی. واقعیت دادی چې یوشمیر ډیر فاسد ، منفور، له کرکو ډک ګوډی له یوه چینل وځی او په بل ننوځی چې دافغانستان اوسنی سیاست یې له کړکېچ او بی اعتباری سره مخ کړی.ښاغلی نوروز ډیر سم استدلال وکړ هغه وویل مخکې له دې چې میرمن نوابی دلته راشی ښه داوه چز خپل کورنی کار یې دطبیعی پېښو سرته ته رسولی وای او ددې مرکې لپاره یې ځان چمتو کړی وای.
داخبره حقیقت لری چې همدې ډول کسانو په بوجی بوجی خالی خبرو کې دغه چینلونه مصروف ساتلی دومره ځان حق په جانب نیسی ته به وایی چې دوبی په هرۍځه کې کره پوره دی. په ټوله کې زما پوښتنه له شمالی تلوالو لنډغرو داد ه چې دوی سره خو دکرزی څخه مخکې دافغانستان زعامت او کوټوالی وه دوی څه وکړه چې ً اوس له طالبانوً څخه تمه لری!
انحصار که په هر نوم وی مردود او دغندلو وړ دی. د افغانستان انترنشنال شغالان خپله ملی ژبه باندې تسلط نه لری ددوی ټولې پوښتنې ګونګوسی ته ورته دی. دوی خو هم سواد نه درلود که سواد یې درلودای نو له ۴۵ هېوادونوڅخه یی خامخا دملت په ګټه یوڅه کولای شوای تر یوه حده یی مټکور پزه ور په ځای کړه.
دارد ندارد لکه اوښ په موړه خوله لږوی حال دا بهترین فرصت ددوی ولکه کې وه . دافغانستان انتر نشنال جاسوسان خوب لیدلی هغه هم په رڼو ستر ګو. خیزش مردمی دا اوهغه نارې وهی . ګرګ از هی هی چوپان نترسد! زاغ زنده باد .