په پښتولیک کي «هې»په دوه ډوله ده.لکه: جلي(روښانه یا لنډه)«هې» اوبله خفي(درنه یا اوږده)«هې» چي دغه ږغ لرونکي «هېګاني» تل د تورو په پای کي لیکل کیږي، دتوري ږغ بدلوي. لکه دجلي «لنډه یا روښانه» «هې» دتورو په پای کي. لکه: مڼه، اوږه، پښه، ګوښه، غوښه، سته«مثبته رابطه»، نسته«منفي رابطه». دبولګي په توګه: (ډوډې په کورکي سته، یا نسته.) سته رابطه ښه يي عام فعل دی یاني کاراوکړنه نه ښه یي یواځي یوحالت ښه یي اونور.
کله چي دغه «هې» دتوري سره ګډه ولیکل سي لکۍ لرونکې یا «هې» دومبکه ورته وايي. لکه: تله، غوټه، وازګه، واخله اونور. او یا که جلا و لیکل سي نو «هې» (ګیردکه) ورته وایي. لکه: اوږه، باړه، داړه، خره (دخر مؤنث) اونور.
دوېمه: خفي (اوږده یا درنه) «هې» ده. لکه: زړه ، په ، واښه، اوړه(دغنموپوډر)، اُوږه(سابه)، واخله، ده، «ده» د «ول» د مصدرنه جلا سوې د درېم ښځینه کس ربطي کړنه ده. بولګه: (سارا په کورکي ده.)،«ده»ددرېم نارینه سړي فعلي نومځی هم دی(Nominativ masculin Pronouns). دبولګي په توګه: (ده وویل.) اونور.
«هې» په سرکي دتورو راځي، دلته بېږغه توری دی. په دغسي لیکنه کي ورته دوه سترګي يا دوچشمه «هې» وایي. لیکنه ئې! لکه: هر، هم، هوا، هېواد، هغه، هیڅ، هغې، هلي ځلي،هزاره، هله، هیله، هېراو داسي نور.
«هې» په منځ کي دتورو راځي، چي لیکنه ئې یا دوچشمه «هې» غوندي لیکل کيږي اویا لکه «هې» «دومبکه» یاني لکۍ لرونکې «هې». لکه: ملهم، زهر، بیهي، کهول، مهر، قهار، قهر، سهار، زهیر، بهیر، بَهرّ، مهار، بهار،
په دغه پورته دوډوله لیکنه کي یاني دتوري په سریا په منځ کي د«هې» لیکنه بېږغه «چپ توری» (Consonant) دی.
او د تورو په پای کي لکه څنګه چي پورته تشریح سوه دږغ لرونکي (Vowel) د تورو څخه ده.
«هې» د ‏٫زورک٫ او ٫زور٫ سره: په پښتو ژبه کي عربي حرکات لکه: (زور، زېر، پېښ، شد اومد) نسته. خوموږ کله کله له دغو عربي حرکاتو څخه په پښتو لیکنه کي کاراخلو.
٫زورکی٫ کوم معین شکل نه لري. ځیني ژبپوهان ئې «°»یوه وړوکې دایره بولي او ځیني ئې یووړوکی خطک یا نیم زور بولي. خدای بخښلي پوهان «رښتین» پخپل (پښتوگرامرجزء اول) کي لیکي: «زورکی» (حرکهء مخصوص زبان پښتو است.) ۲۶ مخ
هغه ويکي چي په پای کي د خپل توري په «هې» لیکل کيږي او په زورک ویل کیږي او هغه مترادف توري چي په زور ویل کیږي که څه هم په لیکنه اوشکل کي خپل یوشی دي خوپه مانااوږغ کي خپل توپیرلري. دلته ئې ګورو:
بڼه: پر«ڼ» زورکی راځي نو د ویکي مانا ده «رنګ»
بڼه : پر«ڼ» زور راځي نو د ویکي مانا ده د مرغه «بوڼکه»
جوړه: پر«ړ» زورکی راځي د ویکي مانا ده «سوله، روغه»
جوړه: پر «ړ» زور راځي د ویکي مانا ده د«ناوي کالي»
غوټه: پر «ټ» زورکی راځي د ویکي مانا ده «دوه تاره سره تړل»
غوټه: پر «ټ» زور راځي د ویکي مانا ده «په اوبو کي ننه وتل»
ډنډه: پر «ډ» زورکی راځي د ویکي مانا ده
« حوضچه یا د اوبه ډنډ »
ډنډه: پر «ډ» زور راځي د ویکي مانا ده «دترازو شاهین یا یو پنډ لرګی» تله: پر «ل» زورکی راځي د ویکي مانا ده
« ترازو»
تله: پر «ل» زور راځي د ویکي مانا ده «د پښې مخ»
وده: پر «د» زورک راځي د ویکي مانا ده «صبر،درېده» کړنه ده. وده: پر «د» زور راځي د ویکي مانا ده «پرمختګ، ترقي»
خره: پر «ر» زورک راځي دویکي مانا ده «دخرو جمع»
خره: پر «ر» زور راځي دویکي مانا ده «دخر مؤنث»
ته: زورک پر «ت» راځي دویکي مانا ده دمخاطب فاعلي ضمیر. (ته ډوډې خورې؟)
ته: زورک پر «ت» راځي ویکه (particle)یاني ټوټکی ظرف مکان سي او «خوا» ښه يي. لکه: ( زه کور ته ځم او دی کابل ته ځي)
دلته لیدل کیږي، چي د ویکي لیکنه اوشکل یوشی دی، خوپه راتلو سره دزورک او د زور دتوري مانا بدلون مومي نو فونېتیک (Phonetic)اومانا د توري بدلیږي. په استثنائې ډول سره دویکي شکل اوږغ یوشی وي خوپه ویینه کي ښکاري، چي مانا بدلون مومي. لکه: په پورته لیکنه کي «ته».
په زورک سره د ویکي ویل یوڅه «دروند» وي؛
د «هې» ږغ اوږد اوخفي وي.
په زورسره د ویکي ویل یوڅه «روښانه» وي؛
د «هې» ږغ جلي او لنډ وي.
کتل سوي کتابونه: دپوهاند صدیق الله «رښتین» «پښتوگرامر جز٫اول» دستورزبان فارسی (پنج استاد) ويکيپدیا