که د اقلیم او هوا ترمنځ توپیر لږ روښانه کړو، نو په اسانه ټکو ویلای شو چې اقلیم په اوږده، یا د شاوخو دیرشو کلونو په موده کې د هوا منځنی حالت دی.
خو هوا په یوه ځانګړې سیمه کې د اتموسفیر فعلي یا اوسنی حالت دی چې ، زیاتره د یوې شپې- ورځې په اوږدو کې د هوا د مهمو عناصرو لکه فشار، د تودخې درجې، لنده بل، باد، او وریځو حالت څرگندوي.
اقلیمي بدلون په دی معنا دی چې د تودوخې، ساړو، وچکالۍ او لنده بل یا اورښتونو منځنې حد کې بدلون راځي او زیاتوالې مومي.
د ځمکې له جوړښت راهیسي اقلیمي بدلونونه ډیر پیښ شوی دي، چې زیاتره یې طبیعي دي، خو په دی وروستیو کې د بشري فعالیتونو اغیزې هم د اقلیم په بدلون کې څرګندې شوې دي.
د اقلیم بدلون به په دې پیړۍ کې د ځمکې پرمخ ژوند بیخونده کړي، طبیعیت، اقتصاد او پخپله انسان ته به درانه زیانونه واړوي.
د اقلیمي بدلون اوسنی علت یا لامل، له صنعتي انقلاب رادیخوا، د انسان له خوا په ډیره اندازه هوا ته د شینکوریزو غازونو خوشی کول یا وراستول دي. شینکوریزه غازونه او له هغو ډلې کاربن دای اکساید(CO2) په اتموسفیر یا د هوا په پوښ یا کره کې تودوخه ساتي، چې له امله یې ځمکه تودیږي.
هوا ته د همدې ګازونو په ور پریښودو سره، د نولسمې پیړۍ له نیمایی را دیخوا ، پر ځمکه د تودوخې منځنۍ درجه 0,85 سانتیګراد لوړه شوی ده. دا دومره زیاته نه ښکاري، خو بیا هم د تودوخي د درجې همدومره پورته کیدو د ځمکې پرمخ ډیر بدلونونه رامنځ ته کړي دي. چې له همدې امله د شمالي قطب د کنګل ویلي کېدل، د سمندري مرجانونو مړینه، د هوا سخت خرابوالې لکه د وچکالیو اوږدیدل، د تودوخې سختې څپې او د سختو ورښتونو له امله د زورورو سیلاوونو راوتل او نور یې یادولای شو .
په نړیواله کچه داسې انګیرل کیږي چې که د ځمکې تودوخه د سانتیګیرید دوه درجې زیاته شي نو دا بیا خطرناک اقلیمي بدلون دی.
خو که په همدې اندازه هوا ته د ګازونو د خوشې کولو لړۍ دوام وکړي، نو ځمکه به له څلورو تر شپږو درجو توده شي، چې البته بیا به پر ځمکه ژوند ډیر سخت کړي.
د کنګلونو او یخچالونو په ویلي کیدو سره به د سمندرونو د اوبو سطحه جګه شي او په ډیرو غاړو کې به پر ټېټو ځمکو ورواوړي. د تودوخې څپې به لا سختی شي، د خوراکي توکو کمښت به رامنځ ته شي او د تودوخۍ سره تړلې ناروغۍ به لا زیاتې شي.
نا منظم ورښتونه او وچکالۍ به رامنځ ته کړي، په ځنو سیمو کې به د زیاتو ورښتونو ، په ځنو کې به د سختو او اوږدو وچکالیو سبب شي او ژوند به په ډیرو سیمو کې له ګواښ سره مخ کړي.
افغانستان چې وچ اقلیم لري، او اوږدی جګړی هم ځپلی دی، ناوړه او زیانمنونکې حالت لري، چې د نورو ستونزو ترڅنګ په کې د اوبو کمښت یوه مهمه ستونزه ده.
په دې هیواد کې په کال کې په منځنۍ توګه له 300 ملي مترو لږ ورښت کیږي. ورښتونه یې هم زیاتره په پسرلي کې وي. د غرونو واورې هم په همدی موسم کې په ویلي کیدلو شي او اوبه په سیندونو کې زیاتی شي، له دی امله چې سمې نه دي مدیریت شوي، نو د ګټې پر ځای یې زیانونه زیات وي، زموږ له پولو اوړي او زیاتره ګاونډیو هیوادونو ته وربهیږي.
دلته د لسیزو کلونو جګړو، د اوبو زیربنا او بنسټیز سیسټم هم سخت زیانمن کړی دی او په دی وروستیو کلونو کې زیاتو او اوږدو وچکالیو حالات نور هم خراب کړي دي.
اوس یوازې 17 سلنه کلیوال وګړي او 38 سلنه ښاري وګړي د اوبو رسولو سیسټم ته لاسرسی لري، چې په نړۍ کې د لاسرسي ترټولو ټیټه کچه ده.
همدارنګه د افغانستان ډیر وګړي کروندګر دي، دوی د ځمکو د خړوبولو لپاره اوبو ته اړمن دي، که وچکالۍ اوږدیږي، کرنه هم له ستونزو سره مخ کیږي ، د خوړو کمښت رامنځ ته کیږي. بی وزله وګړي له کړاوونو او کوچنیان له خوارځواکۍ سره مخ کیږي.
د دی تر څنګ د اوبو پر سر شخړې هم چې له پخوا د ناسم او نا عادلانه ویش سره مخ دي، زیاتوالی مومي. همدا اوس هم په ډیرو سیمو کې وګړي، د څښاک د پاکو اوبو او د کروندو د خړوبولو د اوبو له کمښت سره مخ دي.
په هر حالت، داوبو د لویو او وړو بندونو په جوړولو، د کاریزونو د زاړه سستم په بیا رغولو او د اوبو په زیرمه کولو سره، د اوبو ملي زیرمه اداره کیدلای او د اوبو د کمښت ستونزه تر یوه حده حل کیدلای شي.
د ملګرو ملتونو په وینا افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون په وړاندی شپږم زیان منونکې هیواد دی او ډیر زیات له خطر سره مخ دی.
که څه هم افغانستان لا دومره پرمختللی صنعتی هیواد نه دی، چې د هوا په ککړتیا کې لاس ولري، اوسنې اقلیمي ناورین د پر مختللو صنعتي هیوادونو له لاسه رامنځ ته شوی دی، خو زیان یې د افغانستان په څیر، پرمختیایي ، بیوزلو او زیان منونکو هیوادونو ته رسیږي.
د هیواد په ځنو سیمو په ځانکړی توګه بغلان کې وروستیو سیلاوونو په ډاګه کړه چې، زموږ وګړي او هیواد د اقلیمي بدلون له سخت ګواښ سره مخ دي.
دا چې ولی وروستیو بارنونو او ورښتونو ډیر زیان ورساوه، دلته یې د ځنو مهمو ټکو یادونه کوم:
اوږده موده وچکالي تیره شوی، په وچو او لوړو ژورو ځمکو کې سخت بارانونه د زورورو سیلاوونو سبب کیږي.
- زیاتره کورونه د پخوانیو وچو خوړونو او شیلو غاړو ته ډیر نیږدی او کمزوری جوړ شوی دي او د سختو سیلاوونو لپاره د ټینګې نه وي.
وچکالیو شنه بوټي او ونې له منځه وړي، زیاتره ځنګلي سیمي هم د وګړو له خوا له منځه تللی دي ، بوتي او ونې په خپلو رګونو خاوره ټینګوي، خو هغه سیمي چې ونې او بوټي یې له منځه تللی دي، خاوره په کې په اسانۍ ښویږي او اوبه یې له ځانه سره وړي. همدارنګه په ځمکه کې د اوبو د جذب او ټینګولو ظرفیت هم کم وي او اوبه له خنډونو سره نه مخ کیږي.
زموږ هیواد چې یو غرنې هیواد دی، سیلاوونه په کې هم په ډیر سرکښه توګه عمل کوي او تیز بهیږي.
- سر بندونه او د غاړو بندونه نشته، یا ډیر لږ او کمزوری دي.
- وګړي هم د ځان ژغورنې لپاره لازم پوهاوی نلري، د ژغورنې اغیزمن وسایل نشته او په خپل وخت اغیزمن غبرګون نه شي ښوولای.
- زیاتره کورونه هم د یوه منظم ساختماني پلان له مخې په مناسبو او بیخطرو ځایونو کې نه دی جوړ شوي .
همدارنګه زیاتره ودانۍ او کورونه په معیاري توکه نه جوړیږي او د طبیعي پیښو لکه زلزلو او سیلاوونو په و ړاندې ډیر مقاومت او ټینګټ نه لري،کمزوری او زیانمنونکې دي.
وروستنو خونړیو او ورانوونکو پیښو ته په کتو، په کار ده چې دولت او وګړي د طبیعي پیښو سره د مبارزې لپاره منظم او اساسي پلان ولري، په خپل وخت معقولي کړنې ترسره شي، د ځنګلونو د له منځه وړلو مخنیوي، ، د شنو سیمو د پراخولو او د اوبو د زیرمه کولو لپاره بنسټیز کارونه ترسره کړي. همدارنګه ودانۍ او کورونه د ساختماني اصولو او شرایطو په پام کې نیولو سره په معیار برابر جوړ او ورغول شي.
پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
۱۷-۵- ۲۰۲۴/ هالنډ