دځان پیداکولو لپاره تر ټولو ښه لاره داده چې د نورو په خدمت کې ځان ورک کړې 

ګاندی
موږ څلوېښت یا پنځه څلوېښت میلیونه نفوس لرو دآسیا په وچه کې په یوه ډیر ه حساسه اومهمه ترانزیتی، سوق الجیشی، سیمه ایزه او جیو بین الدولی برخه کې پراته یو.ښایسته آب وهوا او په کافی اندازه دمعادنو ظرفیت او زیرمې لرو دکرهڼې غټو او وړو بندونو لپاره سم زمکنی دهلیزونه لوړې او ژورې سیمې لرو دبرېښنا لپاره هم سولر سیستم او هم داوبو په با لقوه انرژی هره سیمه اوولایت کې ستر منابع لرو. افغانستان خوندورې تازه او وچې میوې لری . موږ په یوتیوب کې سرو اوزرغونو الکترونیکی رنګونو ته اتڼونه کوو خو نه پوهیږو چې ولې ؟یو وخت کې مو دکوچیانو په جامو پو رې خندل خو اوس هرڅوک په ځانګړې توګه دساز او اواز کلیپ والا خلک یې ډېر اغوندې او له افراطه هم اوړی.!
همدارنګه درسنیو په برخه کې د قصابانو شمیره انډوخر ، بن بست تا وکړه ما وکړه له نرخه اوړی یوشمیر له همدې تلویزنو لکه شغال سر راوباسی اوڅه چې خولې ته ورځی وایی یې دبار بار ، په شکل داشکالو ، میکانیزم، مرګری دملګری پرځای، فلهذا، سانګه دڅانګې په بدل کې سارنوالی دڅارنوالی او نور ………. داټولې سر تمبګی د مولا ندیم شپانه له پوهې هم شاته پاتې کیږی هغه که تعلیم بند کړی ددې خلکو ګونګوسیو او بن بست ټول ولس حیران کړی موږ چېرته لګیایو؟ شکریه خانې ته چې غوږ ونیسې هغه دهر مؤلفې څخه یو بل ببړو جوړ کړی.
موږ په دومره نفوس کې ، پنځه لسیزو کې، اختلاسونو ، چور اوچپاول ، بشری حقوقو، او حیوانی اړدوړو، جهادی شخصیتونو کې ، متفکر او اوسنیو ندافانو کې، ۴،۴ تریلینو دالرو کې ، ۲،۲ ملیلردو دالرو خیرات کې ، یوه لاس کې کڅوړه بل لاس کې توره! فرمانونه ته ناست یو
بناء کوم معقولیت ، حقیقت او درایت کوم کار مو دولسواکی پر مبنا دځان پیداکولو ښه لا ره راښیې؟ پېژندل شوی خالد پښتو ن دطالب اصلاح غواړی خو خپل ځان نه وینی! .شامحمود میاخیل( میایم) قانون اوسیستم غواړی رڼا نورستانۍ دواشنګتن کږه وږه دموکراسی چې افغانستان کې یې شل نه کړه هغه ترانه وایی!
ستونزې چیرې دی؟
ستونزې د همدا غره اوهمدا کر بوړی بی شمیره دی چې یو نظام ځی او بل راځی دا اکو بکو اوح دغه کر بوړی په هیڅ شی باور نه لری اوس ټوله نړۍ ور باندې ډکه ده. دغه کربوړی ددالرو په چل امریکایان، اروپایان ، لیرې اونږدې افراطیان ، ټول اموخته خور کړی. دغه ناروغی اوس هرچېرته جریان لری واکسن ماکسین ور باندې اغیز نه کوی. دالړۍ همدغو کربوړو له ګواښ سره مخامخ کړې څوک حال وایی او څوک یې بیا نه وایی! لنډه لار او اوږده مزلونه تل موږ سره ملګری دی.