الحاج محترم مفتی صاحب عبد السلام سروری دمرحوم صوفی سرورخان زوی دمرحوم خدا ینظر لمسی دافغانستان دغزنی ولایت دزنخان ولسوالي دزمانخيلو كلي مشهور په حسن کلا اوسیدونکې چې په کال ۱۴۰۵ هـ ق کې چې د ۱۳۶۳هـ ش سره سمون خوري په خپل پلرني مذکور خای کی پیدا شوی ابتدائی دینی زده کړي یی دخپل مسجد له امامانو څخه وخت په وخت کړي. او عصری زده کړی یی هم څه ناڅه دخپلی منطقی در حمانیه مکتب په انګر کې په وخت د حاکمیت د اسلامي امارت کې کړي. او بيا په کال ۱۴۲۰ھ ق چې د ۱۳۷۸ ه ش سره سمون خوري دديني زده کړو لپاره دخپلي مهربانی مور او مشرانو ورونو په امر او په مشوره بیلا بیل سفرونه پیل کړل چې ابتدایی کتابونه دفقهي ، صرفو ، نحوى ، نظمو او منطقو دخپلی منطقی او شاو خوا نږدي منطقو په ديني مدارسو کې دافغانستان اسلامي امارت په حاکمیت کې ولوستل چې په دی دوران کی یی تقریباً پنځه کاله دحضرت ولی الله قيوم الزمان عالم الاصول والفروع مرشد المشائخ والعلماً مولانا خليفه صاحب احمد ضياً (قدس الله سره) دخادم خاص په شکل وخت تیر کړي او دده تر نظارت لاندې یی دیني زده کړي کولی. هر کله چې دوخت فرعونیانو آمریکا او ورسره نورو ۴۸ کفري هیوادونو زموږ په تاتویی افغانستان ۴-۱-۱۳۹۸ش وحشیانه حمله وکړه او د افغانستان د طالب مجاهیدینو دسپیڅلی اسلامی نظام د سقوط لامل و گرخیده نو هیواد ټول دکفر دظلم او بربریت نه په آه او فغان شه ديني مدارس بند شول. علماؤ او طلباؤ په مظلو ميت کې شپی او ورځی تیرولی. باللا خره د خپل قدردان او مهربان مذکور مرشد او کورنۍ په اجازه یی دپاکستان صوبه سرحد وزیرستان ته سفر وکړ چې بیا یی هلته په مختلفو مدارسو کې لکه میراشاه کې د انوار المشائخ مرحوم خلیفه صاحب ارغندی رحمة الله علیه په مدرسه کې او په ما چسو کې د شمس المشائخ شيخ الحديث الحاج خليفه صاحب دین محمد دامت برکاتهم العاليه په مدرسه کې او په دته خیلو کې دقوم په ستره مدرسه کې او په میر علی کې د تحصيل په مدرسه کې او له هغه پس یی دوه کاله دپشاور باغبانانو د دارالنجاة په مدرسه کې فنون ولوستل چې په دی دوران کې یی یو خل دقرآن عظیم الشان ترجمه په میرانشاه کې د جناب شيخ الحديث والتفسير الحاج خلیفه صاحب دین محمد (دامت حياته) څخه او بل خل په صوابی شاه منصور کی وکړه. هلته یی د شیخ القرآن والحدیث حضرت مولانا شمس الهادی (دامت حياته سند او اجازتنامه تر لاسه کړه څه وخت پس چې کله دافغانستان طالب مجاهدینو دالله ج په نصرت دکفري لښکرو په وړاندی چورکې عملیاتو ته زور ورکړ تر دی چې دوی د خان دساتلو غم واخیستل نو بیا بعضی مدارس او د مسجد و درسونه په مختلفو سيمو کې شروع شول چې په همدی نتیجه کی یی پاتی فنونه او موقوف علیه دوره په خوست ولایت اسماعیل خیلو ولسوالی مدرسه ابن عباس مند وزيو کې وویل همدا شان داحادیثو دفراغت سند یی هم په همدی مدرسه کې په کال ۱۴۳۱ هـ ق چې د ۱۳۸۹ ه ش سره سمون خوري دجناب شيخ الحديث مرشد الخلفاء والفضلاء الحاج خليفه صاحب محمد انور دامت حياته څخه تر لاسه کړکله چې د تعليم له سلسلی څخه فارغ شه نو سمدستی یی په خپله منطقه زنخان کی دضیا المدارس په مدرسه کې چې بانی او مؤسس بی جناب خلیفه صاحب فضل عمر ده دتدریس او ورسره د منتظمیت جاری شروع کړي تقريباً اته (۸) کاله بی په مسلسل تدریس سره موقوف علیه وره دوره هم شروع کره او د تعلیم په ورستیو کلونو او دفراغت په اولنیو کالو کې جهادی امور به علانیه او څه وخت وروسته دضرورت په بنايه خفيه طور سره انجامول ددی تولو مصروفیتونو او تدریس سره بی ۱۴ خوارلس میاشتی افتا درسونه د جناب مفتی صاحب محمد زاهد عزیز خیل لوگری نه په غزنی بار مدرسه جمع اولیا کرام کي هم وويل او با الاخره دتخصص في الفقهه سند یی په کال ۱۴۳۶ هـ ق چې د ۱۳۹۳ هـ ش سره سمون خوري په مذکوره مدرسه کې ترلاسه کړ. او په همدی کال بی په ملګرتیا د خپل مشر ورور الحاج عبد الوکیل (سروری) سره دحج د فریضی داداء کولو مبارک سفر هم په نصیب شو او بیا په کال ۱۴۳۷ ه ق چی له ۱۳۹۴ ه ش سره سمون خوري دحر مینو شریفینو په لور د عمری د ادا کولو لپاره ولار او دخیل قدردان مرشد او یو شمیر نورو استاذانو او انډیوالانو په ملتیا یی دعمری مناسک او دحضرت رسول الله (ص) دزیارت دامبارک سفر پای ته ورساوه په کال ۱۴۴۰ هـ ق چي د ۱۳۹۷ ه ش سره سمون خوري يو ځل بیا دخپلی مهربانی او قدردانی

مور او کران ورور الحاج عبدالوکیل سروری) او یو شمیر نورو ملکرو سره دعمری مبارک سفر وكر تقبل الله عبادتهم او بيا په کال ۱۴۴۰ هـ ق چی له اوائلو دکال ۱۳۹۸ ه ش سره سمون خوری دشيخ المشائخ شیخ الحدیث حضرت مولانا خلیفه صاحب محمد انور دامت (میانه) و فیوضاته په امر بی خپل پلرني کلي ته څیرمه د خپل کلي په ځمکه

۱۳۹۸-۱-۴ ۱۸ شوال ۱۴۴۰ ق کی مدرسه تأسس کړه چې ددی مدرسی نوم (مدرسه) فاضلیه هم مذکور جناب ورته

3 صفحه

وضع کرو.

مشائخ د علم باطن يې)

۱ حضرت سیدنا و مرشدنا قیوم الزمان عالم الاصول والفروع زبدة المحققين شيخ كامل و مکمل خلیفه صاحب احمد ضيا (فسد الله سره)

۲ - حضرت سیدنا و مرشدنا بحر العلوم صاحب تصانيف كثيرة استاذ الفضلاء فخر المشائخ

کامل و مکمل شيخ الحديث الحاج خلیفه صاحب دین محمد (دام الله حياته و فيوضاته)

حضرت سیدنا و مرشدنا استاذ العلماء والمشائخ شیخ کامل و مکمل شيخ المشائخ الحاج

شيخ الحديث خلیفه صاحب محمد انور (دام الله حياته و فيوضاته)

(استاذان د علم ظاهر يې)

۱ - حضرت شیخ المشائخ شيخ القرآن والحديث مولانا خلیفه صاحب احمد ضياء

حضرت شیخ الشريعة والطريقة شيخ المشائخ مولانا خليفه صاحب داد محمد غزنوی)

حضرت شیخ القرآن والحديث شيخ المشائخ صاحب تأليفات الكثيرة مولانا خليفه صاحب

دین محمد دامت حياته)

حضرت شیخ القرآن والحديث الحاج مولانا خليفه صاحب سدوزی (غریقی) (دامت میانه)

حضرت شیخ الخلفاء والفضلاء شيخ الحديث مولانا خليفه صاحب محمد انور (د است حیاله)

4 صفحه

۴-۱-۱۳۹۸ش

حضرت شیخ القرآن والحدیث مولانا نورالهادی شامنصور (ه است (میانه) حضرت شیخ الحدیث صاحب التأليفات الكثيرة مفتى محمد زاهد عزیز خیل (دامت حیاته)

۱۸ شوال ۱۴۴۰ ق

حضرت مولانا شیخ الحدیث سید یحی آغا لوگری (دامت حیاته)

- شیخ الحدیث حضرت مولانا الحاج محمد ظریف حقانی خوست حفظه الله

١٠ شيخ الحدیث حضرت خلیفه صاحب محمد شفیق فضلی ارغندی (دامت حیاته)

۱۱ شيخ الحديث حضرت مولانا عبدالحق (حقانی) زنخان حفظه الله

١٢ شيخ الحديث حضرت مولانا خان محمد منصور (لوگری) حفظه الله