صلاح دکار چېرې ، زه خراب چېرې؟
وګوره دلارې توپیر ته چې چېرې ده او زه چېرې ؟

دحافظ ژباړه شوی غزل

دافغانانو ګونګوسی، لوړ ې اوژورې غورې او ډبې ،تبلیغات او هیاهو دعدم تشدد دمزاج ، ابتکار، تنوع او سیاسی برداشت نه لیری دی.افغان بل چا پسې سمې منډې وهی خو خپل ورته بد ښکاری په ټوله ځان له هر چا لوړ ګڼی او احساساتی لګیا دی او هر څه چې خولې ته ورځی صرفه نه کوی. راځی دکاکتوس او یوشمیر تلوېز یونو په خپل سر اتلانو بیلګو ته لاړشو .
رنګین داد فر سپنتا یو ستر شعله یی په تلویزیون کې را څرګند شو دغه خاین دبهرنیو چارو مقام نه وایی چې ما دپیمان ناتو په وخت کوم ګلان کرلی چې اوس به افغانستان ګل کلزار وای ددې په بدل کې چې له ولس څخه معذرت وغواړی دی لاهم دجبهه ای ملامت په یابو سپور دی. کاکتوس کی یوشمیر نور دروغجن تښتیدلی عین لافې وهی . همدارنګه تاسې ولیدل چې سورپګړی ملا فضل الرحمن دګیله من په هکه هېڅ ونه ویل خو طالبان بیا دخپلې مور بچیان بولی. حتی تر کوریکولم پورې ځغلی دغه نزاکت هم نه مراعاتوی چې دلته افغان ولس په دې هکله له طالبان سره همنوا نه دی او دا تور جهالت غندی ! چې دنجونو ښوونځی بند دی؟
زه افغا نستان ته دټول په سترګو ګورم نو زه ټول افغان ته راځم دټول کلیمه دهرچا حق دی ، سوله ده او اخوت دی ټول کې زمو ثبات او عدم تشدد ښایسته بریښی، یووالی دی .صلح وصفاده او په عقېده او باور کې دتوحید اصول او اساسات دی . الله سبحانه وتعالی فرمایی:
واعتصموا بحبل لله جمیعا ولاتفرقو جمیعا بیا دټول مترادف دی دسولې مزی او تفرق څخه تېښته .
قدرمنو ورونو او خویندو:
باور ولری چې جنګ او جګړه ، بهرنی انډیوالان ، جعلی استخبارات، زور زیاتی ، لافې اوشاپې ، دروغ او فریب، فسق او فساد ، شرق اوغرب دایو زموږ انتخاب کېدای نشی او نه دتاسې په غم کې دی خپلې ګټې پسې دی هر یوه دخپلو ګټو په لټه کې دی او افت دی انګرېز په سیمه کې څومره وخت پروت وه خو با الاخره لاړ محکوم ووت بیا روسان دکور ، کالی،ډوډۍ تر دروغجن ترشعار لاندې راغله څه شول ؟له هغه وروسته ناتو او امریکا شل کاله دلته هره لوبه له خپلو متحدینو سره وکړه ا ولاړ ورک شول کوم یوه موږته سم پیامد پرې ایښی ؟
نو په کار ده چې طالبان خپلې نیمګړتیاوو ته دعدالت ، انصاف ، او مساوات له کړکۍ په ستر ګو جدی وګوری ملی او اسلامی ارزښتونو ته اهمیت ورکړی او هغه وپېژنی او د شمالی لنډه غرو په څیر ځانونه ولس ته مداخله ګر غله نه کړی یا دشکریی بارکز ې تالی څټی ، سیما سمر بداخلاقې ، امرالله صالح، عطاچور ، او یو زیات شمیر نورو خیله ګرو چلوسو ، بې کفایتو په جاموکې خپل شرموونکی نازونه اونخرې نورې پرېږدی داملت نور ستړی دی. او دبن بست دروغجنې ببولالی همدومره کفایت کوی . هر نظام جوړونه خپل ساختار لری او دخپل ساختار دچاپیریال په حدود اولازو کې اهداف جوړوی .
ناپوهی ستره ناروغی ده موږ یې باید علاج او درملنه پیدا کړو په کرکه او خودخاهیو امکان نه لری او تر اوسه ناپوهی په ټوله نړۍ کې پایله نه لری .
دیوه سوکاله افغانستان په هیله!