مشکل چېرې دی ؟ مشکل په ما او تا کې دی تر څو چې ما او تا سم نه شی ستونزې له منځه نه ځی . زموږ فرهنګ کې هیڅ مثقال، خورد، پاو ، اوچارک شخصیت نشته ټول من دی!
زموږ فرهنګ کې ډیر داسې دود ونه شته چې له عقیدې او اسلام سر مخالف دی خو موږ یی بیا هم عملی ګڼو او په اسانی یې نه پرېږدو دا یوه روانی ناروغی ده .
بله مسئله دسیاست ده . موږ دوچ سیاست اوسرتمبګی په خاطر وژنه یوه عادی خبره ګڼو او په کلنو مو بې ګناه انسانان په همدې پلمه ووژل داهم عملا له اسلام سره ټکر کې یو قبیح عمل دی.
دروغ ویل مطلق حرام دی خو مږ داسې مسئول کسان لرو چې په اسانی دروغ وایی دبیلګې په توګه لاړشی دکاکتوس دروغجنو خبرو اترو ته. !
کله چې طالبان کابل ته ننوځی نو دجمهوریت پنځلس کسان دکوم اعتبار پر بنسټ اسلام اپاد ته په الوتکه کې پرواز کوی؟ حال داچې همدغو دپاکستان حکومت تل دطالبانو په ملاتړ محکوماوه!
دې کې شک نشته چې ڼړۍ دافغانستان په هکله هېڅ کومًګټور ګام نه دی پورته کړی خو بیاهم ڼړۍ وتوانېده چې ددوحې په نوم دریمه غونډه رامنځ ته کړی . وروسته له ډیرو ګونګوسیو ذبیح الله خان غونډې ته وټاکل شو . هغه دڼړۍ خوش بینی او دلارو پیداکول له صفر سره ضرب کړه نومړی نه کاری تجربه درلوده او نه دیپلماتبکه پوهه : یوه پایڅه یې یه جګه اوبله ټیټه وراخطاء مولوی!
دهغه کاواکه پیغام ڼړۍ نوره هم له بن بست سره مخ کړه تعلیم بندونه دده کورنی کار وه په همدې پیغام یې ڼړۍ باندې سرپوښ کېښود . همدا غر او همدا کر بوړی.
راځی ددې خبرې پارامتر په ګډه سره وڅېړو. دغنی مټکور په وخت کې ځوانان پنځوس سلنه احصایه شوی وه . همدارنګه په زرګونو کسان چې دپوره تجربې او کاری مهارت خلک ول داهم وایی چې طالبانو له خپلو لیکو ویستل داچې څومره حقیقت لری والله اعلم…… خو ددې خبرې پارامتر کومه برخه څیړی او دلته مشتق کوم دی اوتابع کوم؟ دغه محاسبه په تخنیکی لظحاظ څه ډول محاسبه کیږی؟
زموږ بحث په افغان ټولنه باندې دی موږ ددغه پارامتر بیلګې هر ه ورځ د مختلفو تلویزینو له چینلو اورو .د طلوع په هرچینل سیاستوال، کارپوهان، شننونکی او مننونکی ، لاف زن اودرواغجن ، اګاه او ناګاه خبرې اترې کوی او دګرمو نغارو بازار ښه داغ دی . هیره دې نه وی چې پوه او عالم کسان یی هم بې کیفیته کړی ! بل هرڅه چې ډیر شی خپل ماهیت او کیفیت له لاسه ورکوی . یوڅو کسانو خو دایمی بسترې اچولی په هر اخور باندې ولاړ دی!
په یوه نا لوسته ټولنه کې شاخص جمع محدودیت جمع حدود اوتعلیم بندیز له پارامتر څخه وځی ځکه دقضیې چهارچوب او د معلوم مقدار او مشخص ترم ګډوډوی. هدف په تابع کې داوایی چې دغه طبقه ځانان څه شول اسمان ته والوتل . زموږ ټولنه لا په تبلیغاتو ، دروغجنو معاملو، تا او ما کې کلکه نښتې لکه مرغۍ چې جال کې را ګیر شی. مو ږ په تیره کې ډیر ګړیږو نسبت دې ته چې دنن غم وخورو موږ دعصری او دینو علومو ترمنځ په ډاګه دومره فاصله ایجادوو چې دمبالغې له حدود څخه هم وځی ویکی پیدیا دروغ وایی خو موږ داسلام ترڅنګ دغه لافه وهو .زموږ ژوندی دکور غړی یې نه پېژنی خو چې مړشی بیا یې شخصیت او پوهه د تبلیغ له ساحې هم پراخه شی.
سورة المؤمنون ۶۲ آیه کې پروردګار عالم فرمایی:
ولا نکلف نفسا الا وسعها ولدینا کتب ینطق بالحق وهم لایظلمون
موږ څه کوو؟ موږ دغلط فرهنګ په لحاظ چې کم را نه شو نفس له خپلې پوهې ، توان ، اهلیت او ظرفیت دوه برابره دسعی له چوکاټه باسو ښه پوهېږو چې دغه کار زما له توان څخه وتلی ظرفیت دی خو بیا یې هم په جعل ، فریب، فسق اوفساد او حیله یې خپل ګڼو او ډډه ورکوو. حق نه باطل پالو او له باطلانو سره لګیا یو.دظلم مخ هروخت کې نیول کیږی په دې شرط چې مساوات هیر نه کړو.
مساوات، انصاف، عدالت او سوله ایزه ژوند دیوه ملت ثبات تضمینوی ، یوملت دپیاوړتیا او پرمختګ لوری ته بیایې او سوکالی رامنځ ته کوی
نو اوس هم سر وخت دی چې په دې لاره جامع سوچ وشی .
تل دوی افغانستان