روژي میاشت ته په عربي کې رمضان چې د «رَمَض» څخه مشتق شوی په معنی د حرارت او د تیګی حرارت دی د دین علماوپه لمرکښې د کار کولو په معنی را اخیستی یعنی دا میا شت د خوبونو میاشت نه ده د حلال رزق د ګټلو لپاره په هر ډول شرایطو کې د کارکولو په معنی دی او په اصطلاح کښې د اسلامي کال هجری قمری نهمه ۹میاشت ده. الصیام هم ورته وایی صیام په لغت کی د ځان ساتلو په معنی دی او په اصطلا ح د شرع کښې په معنی د نه خوړلو،نه څښلواود خپلو ښځو سره د نه يوځای کیدلو(جماع نه کول) په معنی دی البته د سپیده داغ څخه تر ماښام پورې ، د شپی ستونزه نه شته .
روژه بدنی عبادت دی د اسلام د پنځو بناوڅخه دریمه بنا ده پرهرمسلمان چې جوړ، صحت مند، بالغ او مقیم وي په کال کی یوه میا شت روژه فرض ده.د میاشتی د لیدوسره پیلیږی اود میاشتی په لیدو اختر کیږی په ګڼ هېوادو نو کې د میاشتې لیدو لپاره ځانګړې کمېټې شتون لري. لوي خداي (ج)په قرانکریم سورة البقرة ایه ۱۸۳کی فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُون (۱۸۳) (ژباړه : اې مؤمنانو! پر تاسو باندي روژه فرض شوې، څنګه چې ستاسوڅخه پرمخكنيوامتونو فرض شوي وه ، ښايي چي تاسوچي دتقوي خاوندان واوسئ.)
نبوی حدیث: عن سهل بن سعدرضی الله تعالی عنه،عن النبي ﷺ، قال: «في الجنة ثمانية ابواب، فیها باب يُسمی الريان، لا يدخله الا الصائمون.» متفق عليه.(ژباړه: له سهل بن سعدرضی الله عنه نه روايت دی، چې رسول اللهﷺ ويلي: د جنت اته دروازې دي، په هغو کې د يوې نوم (ريان) دی، چې په دې دروازې به يوازې روژه لرونکی ننوځي).
.روژه یو بدنی عبادت دی چې په ذکر، تلاوت، لمونځ، صدقه، اوجهاد باندي برلاسی شي د قران کریم نزول اود قدرشپه د روژی په میاشت کښې دی دا میا شت د زړنود پاکوالی یعنی توحید ،دعا،اعتقاد اوایمان د ټینګښت میاشت ده، دامیاشت د دُعا‌ءګانو،اذکارو، تسبیحاتو میاشت ده، دا میاشت د افعالودښه والی میاشت ده. دبد نی فعل د ادا کولو لپاره ډیرمهم عبادت دی څوک چې د سترو اجرونوذخیره غواړي، نود رمضا ن میاشت د عبادت وسیله ده، ددې مبارکې مياشتې لومړۍ لسیزه د رب العالمين د رحمتونو، دويمه لسیزه د رب العزت له طرفه د بخشش او مغفر ت او دريمه لسیزه د الله پاک له جانبه مسلما نو بنده گانو ته د دوزخ له اورنه د نجات او ژغورنې لسیزه ده د تراویح لمونځ، چې درسول اکرم ﷺ سنت دی اود شپی له خوا اجرا کیږی.
(نبوی حدیث: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ - ﷺ - يُرَغِّبُ فِى قِيَامِ رَمَضَانَ مِنْ غَيْرِ أَنْ يَأْمُرَهُمْ فِيهِ بِعَزِيمَةٍ فَيَقُولُ: مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَلَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ. فَتُوُفِّىَ رَسُولُ اللَّهِ – ﷺ - وَالأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ،ثُمَّ كَانَ الأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ فِى خِلاَفَةِ أَبِى بَكْرٍ وَصَدْرًا مِنْ خِلاَفَةِ عُمَرَ عَلَى ذَلِكَ). مسلم، بخاري. (ژباړه: له ابوهُريره رضي الله عنهڅخه روايت چې: رسول الله ﷺ به مسلمانانو ته د روژې په مياشت کې د ماسختن له لمانځه څخه وروسته د قيام یا تراويح ود لمانځه ترغيب ورکولو بې لدې چې د فرضو په څېر سخت حکم ورته وکړي، بيا به يې فرمايل چې څوک د روژې په مياشت کې د شپې قيام تراويح په ايمان او د ثوا ب په نيت سره وکړي نو مخکني ګناهونه به يې ورته وبخښل شي)، دا میاشت د سخاو ت، او تلاوت موقع ده، خو د دې ټولو یواځینی شرط دا دی چې خپله ګیډه په حرامو نه مړوی او په تن به یې د حراموجامه نه وي نو ټولې وعدې پوره کیدای شي اللهﷻ دي لومړﺉ ماته او بیا ټولو مسلمانانو ته توان ورکړي چې د رمضان میاشت په عباداتو وپالو. امین
منبع : دعاء عبادت دی - کتاب
لیکوال : الحاج سیدرقیب شاه هاشمي