دلنډې جمع«ډېرن» لنډۍ دي. لنډې ستاینزمجرد ښځینه نوم دی. ترډېره بریده دجمع په ډول ویل کیږي. لنډې دوې ماناوي لري: یوه مانائې یوډول «مار» ته وایي. دا«مار»لنډ سپره نرې لکۍ پنډ پیت سرلري. پرځمکه چي پروت وي چندان نه ښکاري. دا«مار» ډېرقوي زهرلري. انسان اوکه ژوی وچیچي یائې وژني یائې خو«عیبي» کوي. دا «مار» د«نیمروز»ولایت په دښتوکي اورېګوکي پیداکیږي.
دوېمه مانائې: لنډې مانا لنډ، مختصر اولږ ته وايي. لنډې یو یککړی (فرد)شعردی. په دغه «یوبیتي» کي د«ویونکي» ټول مقصد اویا غوښتنه په لنډ ډول سره ویل سوې ده. یاني غوښتنه په لنډو ټُکُو سره ویل سوې.
نو په دې ماناسره هم ورته لنډې وایي. لنډۍ ته ځیني کسان «نارې»هم وایي؛ مګرترډېره بریده په لنډیو شهرت لري.
لنډۍ یوثابت«قافیه يي»یککړاو ځانګړی شعردی. ویونکي ئې ډېردي. دا یو«پښتوټولنیز»شعردی.
دایککړی شعرلنډې دپښتنودنالوستولخوا؛ لکه: شپَنوُ، ساروانانو، ښځواوعاموخلکو لخوایوه یوه ویل سوې. ښکاره شاعرنه لري اوشعري کتاب هم نه لري. ویلایسو دایودپښتنوټولنیزیککړشعردی.
لنډۍ دځانه ځانګړی سبک لري، چي په خاص طبعي ډول ویل سوي دي. لنډیوته ویلای سویوطبعي یککړاویوقافیه یي شعر. یوه ثابته ښکارنده قافیه لري. لکه: «مه» او«نه».
دژبپوهانو، ادیبانو، لیکوالانواوژورنالیستانودڅېړني له مخه یوه لنډې ۲۲ویشت څپې لري، چي په دغه ډول لومړی نیمکه«نیم بیت»یامصرع ئې ۹نه اودوېم نیم بیت یا«مصرع» ئې پخپل تقطع کي ۱۳ څپې لري. دساري په توګه دا لاندي لنډۍ ګورو: ژ۱\ړا۲\مي۳\ نه۴\ ده۵\ په۶\ چا۷\ګر۸\۹مه خو\شي \ګرې\وان\مي \ په\ اوښ\کو\ولي \لن\ده \و\مه\۱۳
څولنډۍ:
ما\به\ کا\غذ\و\باد\ته\ ور\کی\۹
باد\ بې\ و\فا\دی\ د\چا\نه\ وړي\ س\لا\مو\نه\۱۳ با\ده\ پر\باد\مي\ س\لام\ وا\یه\۹
پر\ه\غه \باد\چي\ د\جا\نان\ پر\لو\ري\ ځي\نه\۱۳ سبابه لوړچنارته خیژم\۹ بادبه پوښتم چي جانان څه ویلي دینه\۱۳ که په میوند کي شهید نه سوې
خدای\ ګو\لا\لی\ یه\ بې\ نن\ګۍ\ ته\ دي\ سا\ت\مه\۱۳
په باغ کي مه ګرځه دلبره
ګلان شرمیږي مخ په پاڼوپوټه وینه خلک دي هرڅه هرڅه وایي
دامي دستوردی مودام سترګي توره ومه سپوږمې پرنیم داسمان راغله
زه\ خ\وا\ره\ نا\سته\یم\ مره\ ور\پخ\لا\ک\ومه\۱۳ سترګي وړې ښه دي که غټي
وړې لا ښه دي غټي اوررالګه وینه جانان زمازه دجانان یم
پرهرنخاست مي خرڅوي ورسره ځمه یارمي هندوزه موسلمان یم
دیارله پاره درمسال جاروکومه مسافري سخته خواري ده
باران به اوري څوک به ځای نه درکوینه ستابه زه هېرکه به په یادیم
زه چي کدم پرکدم ږدم تایادومه مخ په مړوند کله پوټېږي
ظالمه یاره سلامي ولاړه یمه دیدن له باده پېمانه دی
نه به په موړسې نه به وتړې بارونه ستادي کسم وي خوبه راسه
چي دجانان بشرپه تاکي ووینمه
ترتادي غم لاوفاداردی
ته کله کله غم دي تل راسره وینه دشاووخواناسته دي جارسم
دنږدې ناسته دي اورونه لګه وینه
اسمان په ستوروښایسته دی
لکه دپېغلي غاړه په زېورونه
اسمان ته لاردختو نسته
دځمکي سرمي سرې لمبې اوسره اورونه دلته مي یوڅودپخوانۍ یاني کلاسيکي لنډۍ ولیکلې؛ خو لنډۍ بې هده ډېري دي، ټولګه ئې تریوه کتاب لااوړي.
څرنګه چي پورته ئې هم یادونه وسوه لنډۍ دخپل ویونکي له خوا یوه یوه ویل سوې ده.
داګمان نه کیږي،چي دلنډۍ ویونکی دي په دې آند کي سوی وي، چي په کوم سبک کي دالنډې ووایي. اویا په دې فکرکي سوی وي،چي لنډې څوڅپې لري منتها دنظم اولمن لیک فکرئې کړی دی.
لنډۍ دوه ډوله دي: یوپخوانۍ «کلاسیک» لنډۍ اودوېم ډول ئې نوي لنډۍ دي.
په نوي ډول لنډیو کي (تلیفون، موبایل، پاسپورت، ویزه اوموټر) اونورراځي. دچپیانو پرمهال بیا په لنډیوکي مبارېزه، کارګر، سنګرتود ساتل؛ ډېر اورېدل کیده.
لنډۍ ته چي وګورې دشعردادب له مخي یوه مقفه یي لنډلمن لیکی شعردی، پخپل رقم کي نادر شعر دی. له دې نه ښکاري چي لنډۍ خاص الخاص دپښتنو دټولني ږغ دی.
دموسقۍ په هنرکي هم خپل ځان ګړی ځای لري. تل د«سرکو» سره لکه: (لوګډسو په غنمو کي لوګډ سو.)او (بي بي شېرني ژړي ګولې راباندي واچوه سورشال دواړه لاسون)او دغسي نورسرکو سره لنډۍ په موسېقۍ کي ویل کیږي. ډېري خوندوري فولکلوریکي سندري دي.
کېداسي چي لنډيوته یوثابته قافیه يي شعرووایو. لنډۍ په خپل بحرکي موزوني دي. ډېرلوی مقصد ئې په لنډوخبروکي ویلی دی.لنډۍ دپـښتنودټولنې ځانګړی ادبي کلاسیک محصول دی.
لنډۍ ډېرپخوانی زوړ تاریخ لري. که ووایو چي یونیم زرکلن تاریخ لري بې ځایه به نه وي. لنډۍ دسېنې څخه وسېنې ته لېږد سوي. هره لنډې خپل ځانګړی شاعرلري. دغه شعردلنډۍ دڅپویاتقطع اویا دقافیي له مخي نه دي ویل سوي اوهم ویونکی ئې نه په پوهې ده. خاص ئې دلنډۍ وزن اونظم برابرکړي دي اوبس. نور ټول دلنډۍ څپې کېدل یاني تقطع کول اودادبیاتو له نظره بدیلمچ ته ئې کتل دا ډېر وروسته دشلمي پړۍ په منځ کي دلیکوالانو، اديبانو، ژورنالیستانواو دقلم خاوندانو ورته فکر سوی. نورنو لنډۍ یوطبعي «یککړیز» او یوه ثابته قافیه لرنکی شعردی.
لنډيو دپښتو ادبیات ښکلی کړی او وسعت ئې ورکړی. دغسي یوټولنیز یککړشعرپه هیڅ ژبه کي نه دی لیدل سوی اوهم نه دی ویل سوی. دا یوه طبعي «ډالۍ »ده، چي زموږ په ادبیاتو کي ورزیاته سوې. دا لنډۍ ګورو:
پاس پرکمرولاړئې ګله
نصیب دچا ئې اوبه زه درخیژومه په ګل ګلاپ دي وویشتمه
ترلاس دي جارسم دښمنانو ولیدمه ستادي قسم وي خوبه راسه
چي دجانان بشرپه تاکي ووینمه
چلم په شرعه ناروا دی
پرماروا دی دیارغم غلطه ومه
مُبارکي راکی عالمه
له تهمتو سره خپل قبوله کړمه دګلوونه ئې لوېېږې
رب دي زماپرطرف راوله ښاخونه
پرکابل مه اوره بارانه
پرکابل توري یوي ګرځي ګل کرنه
خاونده بیا ته پسرلی کي
چي پېغلي وټوبي په اوربل کي سره ګلونه زړه مي هغه ووچي تایووی
اوس مي تاته تش کوګل ولاړه یمه
قلم موخدای وهلی نه دی
ماته ګړی په ګړی مه راځه مینه
ددنیاګۍ بازاره وران سې
جانان مي تاکي ګرځي تش لاسونه
تاویل نن ځم سبا راځمه
بې وفایاره تاخو تېرکړه کلونه