شخص یا کس، آدم او بشر یا پوهیالی او عقلمند انسان؛ شخص د یو چا یا یو څه محرک، ممثل او استازی دئ چې فعل هغه ته ربط او اړه لری. فعل د وينا عمده عنصر او جزء دئ. فعل تر ټولو مهم د جملې د معنی اصلي برخه ته ویل کیږی چې یو د ترسره شوي کار یا حالت ښکاره کوي او پیغام لیږدونکی دئ. هر فعل په ټول حالاتو کې، یو ثابت جزء لري چې د فعل اصلي معنی په ځان کې ښیې او د ريښي په نامه ياديږي، د فعل ريښه، حال او ماضي ریښې له بدلون وروسته د نېول شوی زمان، عدد او شخص د ژبپوهنې ځانګړو اصولو په رعایت د تصریف وړ دئ. لکه:
زه راغلم ، ته راغلې ، دی راغی... یا ...: زه ځم ، ته ځې ، دی ځی ، مونږ ځو ، تاسو ځئ ، دوی ځي
شخص : د فعل اړوند اشخاص معلوموي؛ د صرفي افعالو څخه هر یو درې شخص(کس) لري. لکه : لومړی کس(متکلم)، دوهم کس(مخاطب) او دریم کس(غائب) ورته ویل کیږي. د دغو اشخاصو څخه هر یو په مفرد او جمع ویشل شوي. لکه : زه ، ته ، دی/ یا / دا // مونږ ، تاسو ، دوی ؛ چې شخصي ضمائـر نومول کیږي.
شخص ـ د اجتماعی تحرک مسبب او مولد په ادبي قواعـدو کې د منځزړی(مرکزی) وظیفه لری. دهغه صرف، د شخص حضور او موجودیت په فعل کې څرګندوی؛ د شخص مفهوم یعنی دا چې وینا کوونکی فعل خپل ځان ته منسوب کړی یا خپل مخاطب ته یا بل کس ته. لکه :
زه یم ؛ ته یې ؛ دی دئ / یا / دا ده ــ مونږ یو ؛ تاسو یاست ؛ دوی دي
دا شپـږ ګونې صیغۀ د ژبې په ګرامر کې د حروفو په کمولو یا زياتوالي او يا د حرکاتو په تغییر فعل ته ورکول کيږی. د حروفو دغه ډله چې د تیرزمان یا حال زمان په آخر کې راځی او د فعل په صرف کې یو مؤثر او اغېزمن عامل دئ. د شخص فعل په هره ژبه کې ډیرمهم او ارزښتناکه فعل دئ. په مختلفو حالاتو کې د هغه کاریدل، همدارنګه د معین (مرستندویه) فعل په توګه د ترکیبي فعلي صیغو د جوړولو لپاره واجب او لازم دئ.
د شخص فعل «وول» اصلي صرف:
د وول بې قاعدې فعل ګردان (کنجګیشن؛ صرف) په حال، ماضی او مستقبل زمانه کې:
اوسمهال ـ حال
زه یم // ته یې // دی دئ یا دا ده
مونږ یـو // تاسو یاست// دوی دي
تېرمهال ـ ماضی
زه وم // ته وې // دی ؤ یا دا وه
موږ وو؛ تاسو واست ؛ دوی ول
راتلونکی مهال ـ مستقبل
زه به یم ؛ ته به یې ؛ دی / دا به يي
موږ به یو؛ تاسو به یاست ؛ دوی به وي
د ژبې په ګرامر(نحو) کې فعلونه په درې حالته؛ خبري(اخباری)، التزامی(شرطی) او آمری ویشل شوي دي.
د وول فعل دویم ګردان په شرطی صیغه (الصيغة الشرطية) کې : زه وای ؛ ته وای ؛ دی وای.
د وول مصدر قاموسي حالت
وول یعنی شتون،وجود لرل، شته والی ، موجودیت، هستېدل، اوسیدل (د فارسی ژبې : بودن یا هستن): د شخص فعل په پښتو ژبه کې د ګرامر یو اساسی فعل دئ ؛ په ډیر تاسف او درېغه د پښتو ژبې دغه بنسټیز او دټولو افعالو د پیل فعل نيمګړی صرف له ابهامـه ډک (د پښتوقاموسونو په تحرير کې عدم وضاحت) دئ. یا .. په عینی ټوګه د شخص مصدر تر څنګ په بې پروايي تېر شویدي. د پښتو ژبې قاموسي حالت داسی وینو: اساسي قاموسونه (دریاب او پښتوـ پښتو تشریحی) د شخص مصدر نه راښیی؛ قلندرمومند په پښتو لغت دریاب کې ( د ناقص تر عنوان لاندی؛ په آنلاین قاموسونو https://qamosona.com/j/) کې د شخص فعل یوه صیغه په ناقصه توګه را پيژني:
« وي : پۀ ماضي شکيه، ماضي شرطيه کښې استعمالېدونکی حرف ناقص// دریاب پښتو لغت (قلندرمومند).
وم : د فعل ناقص د واحد متکلم د ماضي معنو کښې استعمالېدونکې لاحقه [پسوند ـ روستاړی] // قلندر مومند»
«وو ـ د غایب مفرد فعل دی د «وول» څخه // یي ـ د مفر غایب فعل دی، چي د « ول » د مصدرڅخه را وزي. لکه: دی تل په کور کي یي. // ول مصدر دی [دئ] دموجودیت . زه یم، ته یې، ، دی دئ، دا ده ».
ښاغلی وکیلي ول د شخص مصدر په حیث معرفی کوی، د وول او ول په شخړه کې وو چې د وول ریښه ده دریم مفرد کس په تیره زمانه کې ثبت کړی؛ دغه دیکشنری په قاموسونو ډات کام کې آنلاین ده، د ول او دئ روستاړو د سرنامه لاندی پدې لینک کې کتلي شئ. Pashto Pashto Dictionary (M. Sarwar Wakili) // https://qamosona.com/j/)
د پښتو ويي(لغت) پوهنې ځانکړی تحقیق ښیي چې د شخص مصدر(وول) د پښتوژبې په نورو قاموسونوکې لکه پښتو ـ آلماني یا پښتو ـ انګلیسي یا برعکس (Sein یا To be) نشته او د شخص مصدر غیرواضح او ناڅرګند دئ.
په حقیقت کې ښاغلی محمد سرور وکیلي د وول مصدر پيژندوال دئ. د پښتو ژبې فعلي عبارات لکه ښه راغلاست (ستړي مه شئ) یا Welcome. راغـل د یو تام مصدردئ چې د فارسی له آمدن سره جخت معنی لری، دپښتوژبې قاموسونه پدې هکله ګونګ دي. د ژبې یو جامع پښتو قاموس ته أشد ضرورت دئ.
د وول مصدر
په پښتو ژبه کې د شخص مصدر وول دئ. مصدر : مصدر هغه کلیمه ده چي د هغه څخه د فعل بېلابېل حالات راوتلي شي؛ د عمل په واقع کیدو یا د صفت څرګندولو په معنی وي؛ ډول او بڼه یې پرته د زمان له دلالت او شپـږګونو صیـغـو وي. پښتو مصادر معمولاً درې حرفی یا څلورحرفی وي، یا مجرد یا مزید. مجرد درې حرفی مصادر ټولیزه قاعده نه لری او په اصطلاح «سماعی» دي ، ثلاثی(درې حرفی) مجرد مصادر ډېر اوزان لري. د مصدرنښه په پښتو ژبه کې د(ل) حرف دئ. لکه : راغـل ـ تلل ـ وول ـ ښوول ـ لیکل ـ خوړل ـ لیدل ـ شړل ـ لوستل ـ اخستل، بخښل، وهـل ـ خندل ـ کړل ـ نیول اونور. [د ژب پوهنې په رڼا کې نوې څیړنه د پښتو ژبې پر مصدر کره کتنه] په لاندې لینک کې وګورئ.(۱)
غـلـط مشـهـور: (ادبی) مصطلح غلط ـ په ګرامري لحاظ هغه کلیمه چې غلطه وی مګر د خلکو په منځ کې رایج او متداول ‌ وی او عامو خلکو هغه منلي وي. د پښتو ژبې رسنیز لیکوال او فرهنګیان د وول فعل په حال زمانه کې د درېم کس مفرد مذکر(دی یا هغه) چې د شخص ضمیر دئ د فعل له صیغه(دئ) سره توپیر او فرق نشی کولائ. د ماضی زماني درېم کس مذکرصیغه (ؤ) په غلط او ناسم ډول لیکي او کاږه روان دي. په ټولیزه توګه د تیرې زمانی دریم کس مفرد مذکرپه یو و یا دوه وو لیکي. لکه: احمدخان د ادارې مشر و/ یا / وو! د پشتو ژبې یو مشهور محقق درې واړه (و، وو، ؤ) بڼې کاروي.
کوم یو صحیح او ولې ضرور دئ؟!
و ـ یو ابجدي حرف دئ، معنی او مفهوم نه افاده کوی؛ عربی لکه ټول سامي خطوط صامت(بې غږه، کانسوننټ) دي. و د وول مصدر ریښه نده، هفه یو بې غږه توری دئ؛ د و علامت (ګرافیم) او غږ (فونیم) نیمواک او خپلغږی حرف دئ. یوازی دعربی الفبا یو تصویر او بی غـږه څېره ده. د وول فعل په مرستندویه صرف کې و د متکلم جمع(مونږ) د صیغی جز‌ء دئ. لکه : مونږ لیکو ـ مونږ خاندو ـ مونږ راغلو ـ او نور.
وو ـ د وول فعل ریښه ده، په تیره زمانی د متکلم جمع صیغه ده؛ که چیرې مفرد غائب مذکر هم په دوه وو ولیکو د متکلم جمع او غائب مفرد مذکر توپیر څه قسم وکړو؟! د ګرامری قاعدې پر بناء مفرد غائب نښانه (صیغه) باید مفرده صیغه؛ او جمع متکلم پېژند نښه باید د جمع صیغه وي. د صیغو له حکم سره سم تعبیر دا دئ چې غائب مفرد مذکر (دی ؤ) او متکلم جمع (مونږ وو) موثق او کامل دئ هره صیغه ځانته جلا بڼه لری.
ؤ ـ د حمزه [ء](دیاکریتیک یا تشخیص نښه) حامل درې توري(أ؛ ؤ؛ ﺉ) یعنی اوږد (الف)،(واو) او (یا) یوازی د عربي الفبا د خپلو تورو په واسطه ښودل کیږی د صوت یا غـږ نښې دي. دصوت توری یا مخرج توری ( ژبپوهنه ـ د ستونی، خولې او شونډو څخه متحرک دوه ګوني حرف د وتلو ځای ته ویل کیږي) چې د حمزه توپیر نښې په واسطه ځانته یو جدا اوغبرګ غږ لرونکی(واول) چې د واو توری اوږده څپه ده، د شخص فعل صیغه ګڼل کیږی. دغه نښانه (صیغه) چې په تیره زمانه کې دمفرد غائب مذکر په پای کې اضافه کیږی او په زماني مقطعه کې د هغه په معنی کې تصرف او واک اختیاروی.
پښتو ژبې الفبې له عربي څخه اقتباس شوې ده، عربي رسم الخط د ابجد ډول دئ او د خپلواک مصوت حروفو نشتوالی، یعنی سامي خطوط صامت دئ. یوناني او لاتین خطوط پنځه مصوت(اوږد غـږ) حروف لري. نوځکه؛ د عربي ژبې لپاره اعراب اېښونۀ یا د کلیمو دقیق تلفظ لپاره دحرکت ایښودلو ډېر ګټی اعلائم استفاده کیږي. د پښتو ژبې په لیکدود کې عربي ژبې د مکمل الفبا سر بېره، د حمزه(‌‌ء) او الف مد( آ ) علائم چې د اوږد غـږ زېږندوی (مولد) دي، د یومنل شوي اصل په توګه د هغو کارول ضرور دئ. لنډ مصوت یوازی د قرآن شریف په لیکلو کې حتمی دئ. واو (و) او یا(ي) هم د نیم مصوت په نوم یادیږی، د هجا ابتدایي غږ لکه د انګلیسي w (و) په څیر دئ. یا د جرمني J (ي) تلفظ کیږی. د الف د غه لومړنی غږ، خپل صوتی ارزښت نلری. بلکې یوازې د حمزه دپاره حامل دئ. ډیرې کلمې د الف(ا) سره پیل کیږی؛ استثنائاً که د کلیمې پیل کې الف په حقیقت کې د اوږد الف په څیر دخپل غږ ارزښت ولری، نو دا هغه څه دئ چې د مـد (~) مرستندویه نښانی سره ستایل او تعریف شوی دئ. په هیڅ صورت الف (ا) د لاتین A حرف سره ورته غږ نلری؛ یوازی الف مد (آ) د لاتین A توری سره برابر غـږ لری.
دپښتو ادبي ژبه، د حمزه او د حمزه حامل توري په خاصه توګه د ماضی زماني درېم کس مذکرصیغه (ؤ) په خپل مونولوګ یا چاپې آثاروکې لري. بېلګې دلته ګورو:
« پير روښان د پښتنو مشهور مبارز شخصيت ؤ // عسكر له خپل هيواده په تېښتې تورن ؤ
د دوى پوځ خورا زيات بې روحيې اوبې نظمه ؤ // په پخوانيووختونوكې ټول واك يوازې دپاچا په لاس كې ؤ
شكمن جاسوس د كشف دپوليسوترڅارنې لاندې ؤ»

یا.... د ارواح ښاد ګل پاچا الفت دا لاندې شعر:
« اوس به دلته د سرو گلو ښه چمن ؤ ـ ښايسته به له هر چا نه ستا وطن ؤ
دا ډگر به اوس په شنو ونو سمسور ؤ ـ هر سحر به د بلبلو پکښې شور ؤ
وخت د بوټو اېښودلو دباغوان ؤ ـ ښه موسم د جدوجهد د انسان ؤ
يوه ورځ د سيند په غاړه شين سحر ؤ ـ کايناتو کې ښکاره د ژوند اثر ؤ
يوې خواته غر ولاړ ؤ درناوۍ کښې ـ بلې خواته سيند روان ؤ په مستۍ کښې » https://qamosona.com/j/
د شخص فعل «وول» مرستندویه صرف: د «وول» کړنځی(مصدر) یو معین یا مرستندویه مصدر دئ. شخص ښکاره کول په فعل کې د تصریفی روستاړو (عربي: لاحقه ؛ فارسي: پسوند) په واسطه کیږی چې په رېښې پورې نښلي. د«وول»معین مصدر، دپښتو ژبې په ټولو مصدرونو کې تصریف کیږي. لکه : لوستل : زه لولم ؛ ته لولې ؛ دی لولی // مونږ لولو ؛ تاسو لولئ ؛ دوی لولي
خوړل : زه خورم ؛ ته خورې ؛ دی خوری // مونږ خورو ؛ تاسو خورئ ؛ دوی خوري
په پورته فعلي ګردان كې (م ـ ې- ی ـ و ـ ئ ـ ي) حروفو دغه ډله یا شپــږ(۶) ګونې صیغۀ چې د فعل په ریښه کې اضافه کیږی او د دوی معنی یې تصرف کړي د شخص مرستندویه فعل وول په مرسته په حال زمانه کې ترسره شویدئ. دغه روستاړی د فعل یوه برخه ده چې په هره صیغه کې تغییرکوي و په فعل کې د شخص او عدد مفهوم زیاتوي.
د شخص فعل وول اصلي او مرستندویه تصریف د فعل متصل فاعلی ضمائر منځته راوړي چې د شخصي ضمائر (زه، ته، دی یا دا، ...،) ضرورت له منځه وړي.
دنیږدې او لیري تېر زمان په مثال کې ګورو: په عادی حالت کې د دې پرځای چې زه پرون بازار ته لاړم، ووایو: پرون بازار ته لاړم. ځکه چې م د " لاړم" په پای کې راغلی د فعل شخص (لومړی کس) ښیي.(معاون فعل په توګه) یا.. زه کابل ته تللی یم ؛ ووایو: کابل ته تللی یم. د جملې پای کې یم چې د شخص فعل متکلم راښیي؛ د لومړی شخص ضمیر(زه) په جمله کې له ملګرتیا بی نیازه کوی. (اصلي فعل په توګه)
سړی کله د "وول" فعل کاروئ؟
وول د اصلي فعل په توګه ـ مشخصاتو یا هویتونه(هویات) د حالاتو په هکله.
• د صفتونو سره په ترکیب کې کاریږي. لکه : ته مهربان یې // دی مغرور دئ // زه ښايسته يم .
• د اشیاء یا ژوندی موجوداتو د هویت معلومولو(نوم، قومیت یا ملت، مسلک، ...) لپاره. لکه: دا احمد شاه دئ // ایوب یو زمری دئ // زه د پښتو ښوونکی یم .
• د سن(عمر)، تاریخ (نيټه) او ساعت(وقت) نژدې اشاره : احمد شاه ۲۷ کلن دئ // اوس ساعت ۱۱ دئ // نن ۳۰ د اګست دئ.
د مرستندویه فعل په توګه ـ د ژبې په ټولو مصدرونو کې تصریف کیږي.
• د فعال تیرې زمانی د جوړولو لپاره: د ټولو حرکي (حرکت کوونکی) افعالو یا هغه چې حالت بدلوی. د مثال په توګه : زه تللی یم
• د معاون فعل په توګه : د غیر فعال(معفول) تیری زمانی د جوړولو لپاره: لکه : کتاب لوستل شوی دئ.
د وول فعل د اصلي فعل په څیر، د معاون فعل په توګه، د یو وظيفي فعل په مثابه او په ارتباط کې (د موډلیت یا کیفیت فعل په مرتبه) یو ځای کارول کیږي.
معیاري( استاندارد) لیک دود په رسمي ټولنیز ژوند کې د ښه تفاهم باعث په ډیجیټالی عصر کې د کلیمو لیکل په واحده طریقه او درست لیکل او د لیکوالی روزنه د ټولنیزو او کلتوري پدیدو په تړاو د بدلون لوی عامل دئ.
پايليک : ګرامري لیکلار ایجابوی چې مفاهیم او د کلیماتو افاده د فنی اصولو پر مټ باید رعایت شئ. نوځکه؛ مصدر، فعل، ضمیر، صیغه او تصریف او نور په اصلي کلیمو لیکل شویدئ.
انجینیر شیرمحمد ساپی
ــــــــــــــــــــــــــــــ
استری ، - اسم صفت : وروستی، اخري، جمع استري، مؤنث استرۍ [اس - تری]* -
۱ـ د ژب پوهنې په رڼا کې نوې څیړنه ... د پښتو ژبې پر مصدر کره کتنه : په لاندو پاڼو کې و ګورئ !
https://www.nunn.asia/206524/%D8%AF-%D9%
https://www.afghan-german. net/upload/Tahlilha_PDF/safi_shir_de_pashtu_zhebi_per_massdar_kare_katena.pdf
https://dawatmedia24.com/?p=152331