د نړیوالو قوانینو له مخې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندنه حقوقي ستونزې:
د دوسوو کلونو راهېسې له کله نه چې ملي دولتونه رامنځته شوي دي، د حکومتونو په رسمیت پیژندني او په رسمیت نه پیژندني د څرنګوالي په اړه د نړیوالو قوانیونو حقوق پوهانو ترمنځ تاوده بحثونو روان دي. پر پوهنتوني کچ د حکومتونو رسمیت پیژندلو په اړه د حقوقو پوهنځیو کې ډیر لږ بحثونه ترسره کیږي، که څه هم دا موضوع د خورا لوړ اهمیت څخه برخمنه ده. خو د دې پر ځاې ډیر بحثونه د دولت د رسمیت پیژندنې په اړه د یو حقوقي اورګان په توګه ترسره کیږي. د نړۍ د دولتونو په تاریخ کې ډیرو داسي موارد شته، چې د حکومت بدلون سره د نوی دولتي فورم غوښتنه هم رامنځته کیږي. تر اوسه لویدیځ هیوادونه هڅه کوله، څو په افغانستان کې د طالبانو نوی رژیم د رسمیت نه پېژندلو له لارې دې ته اړ باسي، څو نړیوال ټولمنلي بشري حقونه او قوانینو په افغانستان کې په رسمیت وپیژنې، درناوې او ساتنه وکړي.
دغه نړیوالې غوښتنې په خپله په بین المللي تعاملاتو او د بین الدول قوانینو کې یا د نړیوالو ډیپلوماتیکو اړیکو په تاریخ کې یو نوی باب پرانیستلي دی.
د طالبانو حکومت په دایمې توګه د رسمیت نه پیژندلو په صورت کې دا پوښتنه راولاړیږي، چې ایا د دغې سیاسي پرېکړې څخه ملاتړ کول، زموږ د جګړه ځپلې هیواد د ملي ګټو او د ټولو نه اټکل کیدونکو سیاسي پایلو ته په کتو سره د سیاسي لحاظه په ریښتېنې مانا سره د تاریخي افغانستان نړیوال پرسټېژ لپاره یوه هوښیاره او سمه پرېکړه به وي. که هر څوک په پیل کې د افغان مظلوم او جګړه ځپلې ولس په اړه ژور فکر وکړي، چې افغانان نور په دې کنګل شوي دوزخ افغانستان کې له جګړې ستړي شوي دي. هغه ته به هم زما په شان یوه مناسب ځواب ویل ډیر ګران پریوځي.
د افغانستان دولتونو او حکومتونو په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې د دریو کلونو راهیسې د افغانستان حکومت د هېڅ دولت لخوا په رسمیت نه دی پیژندل شوي. له همدې رسمیت نه پیژندلو سره د لوی افغان ولس برخلیک او راتلونکی تړلي دی. دا په رسمیت یا په رسمیت نه پیژندني مسئله د میلیونو ماشومانو او بې وزلو افغانانو له برخلیک سره مستقیمآ تړاو لري، کوم چې وسمهال د خوارزواکۍ له مرګوني ګواښونو سره لاس او ګریوان دي. په دې لیکنه کې د نړیوالو قوانینو له مخې د ډیفکټو حکومتونو رسمیت پیژندل څیړل کیږي. ټولو ته د طالبانو جګړییزې تاریخي تیروتنې، افغانستان د سترو نړیوالو زبرځواکونو بریدونو، ننګونو سره مخامخول، له کورنې جګړې څخه خلاصول، د واک جزائېر ختمول او د سولې، امنیت او ثبات راوستلو کړنې مالومي دي. همدارنګه ښایې طالبان جګړییزه او مذهبې محدوده پوهنه ولري، خو د حکومتوالۍ سیاسي پوهنه، نړیوالو ټولمنلي قوانین او نړیوالو سره د پیچلو اړیکو ډیپلوماسي پوهنه د پاکستاني پوځي اشټلبشمنټ د ستراتېجیستانو لخوا په جوړ کړل شوي درسي کریکولم یا استعماري ډوکترینو کې کوم چې د دارلعلوم حقانیه په دینې مدرسو کې پلې کیږي نه زده کیږي. د طالبانو مشرانو سختدریځتوب او سرتمبتوب هم له همدې ځایه سرچېنه اخلي. تر اوسه د طالبانو مشرتابه کړنې دا ثابته کړي، چې دوی په نړیوالو ټولمنلي ډیپلوماتیکو نرخو، نورمونو، اصولو او په نړیوالو ډیپلوماتیکو اړیکو، د پیچلي سیاسي ډیپلوماسۍ په بنسټېزو حرکتونو او فعالې حکومتوالۍ باندې سم نه پوهیږي. دوی په یوویشتمه پیړې کې لوی افغانستان د یوې مدرسې په سترګه ګوري.
د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د طالبانو حکومت رسمیت پیژندني حقوقي قضیه
د یوولسم سپټمبر د پېښې او له اوږدې خونړۍ جګړې ورسته په ۲۰۲۰ کال کې په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ یو تړون کوم چې د ډیرو کارپوهانو لخوا تر سختو نیوکو لاندې راغلي او د نړیوالو قوانینو خلاف لاسلیک شو. دغه تړون د اګست په میاشت کې د طالبانو د شدیدو پوځي تحرکاتو له کبله ګډوډ شو. په پای کې کابل د طالبانو په لاس سقوط شو. منتخب ولسمشرغني له هیواده بهر تللو ته مجبور کړل شو. وسمهال په کابل کې طالبان واکمنان دي. له دې سره په افغانستان د اساسي قانون کړکیچ ستونزه هم رامنځته شوي. طالبانو په خپله لومړني واکمني کې یو سیاسي اپوزسیون شمالي ټلواله درلوده. شمالي ټلوالۍ هم د حکومت دعوا درلودله، خو د طالبانو په دې اوسنۍ واکمني کې اپوزسیون شتون نه لري. کله چې په یوه هیواد کې یو حکومت وي، د نړیوالې ټولنې دولتونو ته بل هیڅ انتخاب نه پاتې کیږي، یا به دغه نوی حکومت په رسمیت پیژنې یا نه پیژني. کله چې دوه حکومتونه شتون ولري، بیا دوی کولي شي، یو انتخاب وکړي یا د اپوزسیون د شتون په صورت کې له هغې ملاتړ کولي شي.
کله چې د اګست په پېنځلسمه نېټه افغان ولسمشر اشرف غني له هیواده په ناڅاپې توګه وتېښتید. هغه په خپله فیسبوکپاڼه کې ولیکل: دوی (طالبان) بریالي شول. د طالبانو اسلامپال سختدریځه غورځنګ د افغانستان تقریبآ ټوله خاوره تر خپل اوسپنیزه کنټرول لاندې راوستلي ده. طالبانو د افغانستان اسلامي جمهوریت نوم ٬٬ د افغانستان اسلامي امارت٬٬ ته اړولي دی.
په افغانستان کې د سیاسي واک اوښتون ورسته د اروپایې ټولنې د کمیسیون مشرې اغلۍ اورزلا فون ډیرلاین سمدستي په چټکۍ سره اعلان وکړ، اروپایې ټولنه په افغانستان کې د طالبانو واکمني د افغانستان مشروع حکومت نه ګڼي. د امریکا متحده ایالاتو او د جرمني فدرالي دولت د طالبانو د واکمنۍ د مشروعیت او پېژندلو شرایط د ترویزم پر وړاندې مبارزې پورې وتړل او بشري حقونو ته، د ښځو حقونو ته تر هر څه ډیر لوړ ارزښت ورکړلو باندېقائیل شول.
ملګرو ملتونو، نړیوالې کفري ټولنې او د اسلامي ټولنې هیوادونو د طالبانو د پرله پسې غوښئتنو سره سره تر اوسه په متفقه توګه د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه پیژني.
تر اوسه پورې د نړۍ هیڅ کوم دولت په ښکاره او رسمي توګه د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت پیژندل نه دي اعلان کړي. خو په حقیقت کې عملأ ځینو حکومتونو په حقوقي اصطلاح کې (کانکولډنټ) یا په هوا کې په معلق ډول په خاموشه توګه په رسمیت پیژندلي او له طالبانو سره په اړیکه جوړولو کې بوخت دي.
ډیرې وختونه د رسمیت پیژندلو مسئله هغمهال راپورته کیږي، کله چې په یوه هیواد کې په یوه وخت کې دوه یا ډیر سیال حکومتونه شتون ولري. دا دې پورې هم اړه لري، چې کوم یو یې بریالي کیږي او په دغه هیواد کې دولتي کنټرول او مسوولیت په غاړه اخلي. د یو داسي حالت رامنځ ته کیدو لاملونه کورنۍ جګړه کیداې شي، یوه کودتا کیداې شي او یا په ټاکنو کې د لاسوهنې د تورونو له کبله د جنجالي پایلې اعلانیدل کیداې شي. د افغانستان په قضیه کې سیاسي وضعیت روښانه دی. طالبانو خپل ځان او خپل شتون په ټول افغانستان کې ثابت کړي دی. دوی ټول افغانستان په اغېزمنه توګه کنټرولوي. ولسمشر غني د خپل ټول حکومت سره تېښتیدلي او هغه نور ځان ته د افغانستان مشروع ولسمشر په سترګه نه ګوري.
د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو د طالبانو حکومت د احتمالي په رسمیت پېژندنې پالیسي
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو څه باندې درې کاله ورسته طالبانو په افغانستان کې یو ځلې بیا ټینګ اوسپنېزه واک ترلاسه کړي دی. لویدیځ هیوادونه اوس په ډیپلوماتیکه توګه د یوه دولت په توګه د طالبانو سختدریځه ډلې په رسمیت پېژندلو باندې غور کوي. یو شمېر اروپایې هیوادونه په افغانستان کې د خپلو سفارتونو د بیا پرانیستلو په فکر کې شوي دي، څو په اغېزمنه توګه طالبان د افغان حکومت په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
په ورته وخت کې د جرمني، فرانسې او بریتانیانوي سیاسي چارواکو ویلي ٬٬ چې دوی په کابل کې د خپلو ماموریتونو د بیا پرانیستلو سمدستي کوم پلان نه لري. وسمهال په افغانستان کې د یوه اروپایې هیواد سفارت نېشته. خو اروپایې ټولنه په افغانستان کې دفتر او حضور لري. د اروپایې ټولنې د ۲۷ غړو هیوادونو د ویاند په وینا، دا په افغانستان کې د اروپایې ټولنې غړو هیوادونو یوازینۍ شتون دی.
خو اوس د سویس هیواد اعلان کړي، چې د ۲۰۲۴ کال په مني کې په کابل کې د بشري مرستو لپاره یو دفتر پرانېزي. امریکې د قطر څخه د خپلو ګټو او لیوالتیاو لپاره افغانستان تر خپل پوښښ او اغیز لاندې راوستلي دی. جاپان د جي اووه غړو هیوادونو څخه یوازېنۍ هیواد دی، چې په مستقیم ډول په افغانستان کې خپل سفارت لري. د هسپانیې بهرنیو چارو وزېررجوس مانویل البایس ویلي دي، چې هیواد یې د حدا اقل محض د سطحي امنیت تضمیندو یا تامینیدو سره خپل سفیر بیرته افغانستان ته وراستوي. موږ څه باندې څو میاشت دمخه چمتو وو، خو د داعیش په یوه برید کې درې هسپانیان ووژل شول.
روسیې لا دمخه طالبان د یوه حکومت په توګه په رسمیت پېژندلي دي. ان پوتین په دې ورستیو کې طالبان د ٫٫ ترهګرۍ پرضد جګړه کې خپل متحدینو په توګه یاد کړل. روسیې او قیرغزستان د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له لیسټه ایستلي دی. د چین بیجینګ ښار ته د طالبانو نوی سفیر چې اصلاً هیچ ډول ډیپلوماتیکه تجربه نه لري، یو کال مخکې رسیدلی دی.
یوه جګپوړي اروپایې ډیپلومات په ټېنګار سره ویلي، چې په افغانستان کې فزیکي حضور د پراختیایې پروژو د ترسره کولو، د ښځو د بشري حقونو د خوندیتوب او د ستراتجیک حضور رامنځته کولو لپاره یو اړین اقدام دی. وسمهال په جرمني کې د هغو افغان پناه غوښتونکو د بیرته ستنیدو په اړه بحثونه روان دي، کومو چې جنایې جرمونه مرتکب شوي او یا هم په تروریستانو محکوم شوي دي. په داسي حال کې د دوی خراجول ناشوني دي، ځکه جرمني د طالبانو له رژیم سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري.
په دې ورستیو اوونیو کې ایټالیا په کابل کې د پوهاوي او مالوماتو ترلاسه کولو لپاره یو پټ ماموریت ترسره کړ. په دې پلاوې کې د ایټالیا استخباراتو مامورینو هم برخه درلوده. دا خبر ٬٬ د بلومبرګ خبري رسنۍ٬٬ د نامالومو سرچېنو په حواله تائید کړي. همدارنګه د ایټالیې بهرنیو چارو وزېر ښاغلی انتونیو تاجاني تائید کړي، چې په قطر کې د ایټالیا سفیر د افغانستان پلازمېنې کابل ته سفر کړي. نوموړي تیره اوونۍ په واشنګټن کې د ناټو د سرمشریزې غوڼدې په څنډه کې وویل، چې موږ پر دې کار کوو. په ورته وخت کې دا خبره هم وکړه، هغه ومنله چې ٬٬ د بشري حقونو ستونزې٬٬ شتون لري، چې حل یې ډیر پیچلۍ او وخت ته اړتیا لري٬٬.
هېڅوک نه غواړي، طالبان په رسمیت وپېژني، خو بیا هم سویس افغانستان ته بیرته ورستنېږي. داسی ښکاري، چې د نړیوالي ټولنې لخوا د طالبانو سیاسي انزوا کړنلاره ناکامه شوي ده. ځکه د لویدیځ بندیزونو ټول افغان وګړي متضرر کړي، ترېنه کړیږي او زورېږي، په ځانګړي توګه افغان نجونې او ښځې کړیږي. اوس ډېري دولتونه خپلې تګلارې نرموي او له طالبانو سره د تعامل له لېارې د بشردوستانه مرستو په موخه د اړیکو په لټه کې دي.
د لویدیځ سیاستوالو او حکومتي چارواکو په حافضو کې د خپلو غلطو پرېکړو او ناسم منجمنټ له امله د ډراماتیک بدلون او بشري ناروین انځورونه هره ورځ سوځي.
د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې د کابل هوایې ډګر د ځغاستي په لیکه باندې په زرګونو افغانانو برید وکړ، په ناهیلو کې یو بل یې تر پښو لاندې کړل، ترڅو د الوتونکي الوتکي په وزرونو کې ځانونه ټینګ ونیسي او له هیواده وتښتي. طالبانو په څو ورځو کې د دولسیزو ورسته بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ. په داسي یو حالت کې نړیواله ټولنه له افغانستانه په بیړه کې او په شرمونکي ماتې کې ووتله.
تر دې دمه د نړې هیڅ هیواد په کابل کې نوي واکمنان په رسمیت نه دي پېژندلي. وسمهال طالبان په یوه فولادي لاس د خپل د خوښې حکومت کوي. واک ته د طالبانو تر رسیدو ورسته نړیوالې ټولنې هوکړه او پرېکړه وکړه، چې دوی به طالبان پر نړیوال کچ منزوي کړي. نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت رسمي پېژندنه او د ډیپلوماتیکو اړیکو رامنځته کول تر اوسه د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده کړې او د یو ټول شموله حکومت په جوړولو پورې تړلي دي.
د طالبانو سیاسي انزوا د ماتیدو په حال کې ده
د طالبانو واک ته درسیدو درې کاله ورسته ښایې دغه د رسمیت نه پیژندلو نړیواله اجماع له منځه ولاړه شي. په داسي حال کې چې ډېرو لویډیځو هیوادونو تر اوسه له طالبانو سره اړیکې په کلکه رد کړي دي. د واشنګتن انیسټېټوټ د ٬٬ فار ایسټ٬٬ یا نږدې ختیځ لپاره جوړونکی پالیسي د یوې څېړنې له مخې وسمهال ډېرې حکومتونه له طالبانو سره رسمي یا غیر رسمي اړیکې جوړې کړي دي. د روسیې او چین سربیره په دې کې د لویدیځ هیوادونه لکه ناروې او بریتانیا هم شامل دي. په دې لړ کې سویس یو له لومړنیو اروپایې هیوادونو څخه دی، چې غواړي په راروان مني کې افغانستان ته بیرته ورستون شي او د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې (SDC) پخوانی دفتر بیرته پرانیزي. د افغان ملت ۳،۵ میلیارډ ډالر د سویس په جینوا ښار کې زیرمه شوي دي.
د سویس هیواد دفتر ورسته له هغه وتړل شو، کله چې طالبانو په ۲۰۲۱ د اګسټ میاشت کې واک ته ورسیدل. د دفتر کارمندان اسلام اباد ته واستول شول. د سویس د بشري مرستو دغه څلور کسیزه ډله اوس په دایمې توګه کابل کې ځای پر ځای کیږي. دوی په افغانستان کې د (SDC) دفتر د مالي مرستو د پروژو په تطبیق کې مرسته او همکاری کوي. په لومړی سر کې دوی په افغانستان کې د څو اړخیزو او نړیوالو سازمانونو لکه ملګري ملتونو، نړیوال بانک سربیره د نړیوالو او محلي نا دولتي موسسو سره همکاري کوي. په دې توګه سویس غواړي، د اروپایې هیوادونو په پرتله یو مخکښ رول ولوبوي. په داسی حال کې چې د فرانسې او جرمني په څېر هیوادونه تر دې دمه د مستقیمي ښکیلتیا په وړاندې سختدریځ لري او په دې ورستیو کې د مرستو فنډونه یې نور هم لږ کړي دي.
جرمني هیواد په دې ورستیو کې د ۲۰۲۵ کاله پورې خپلې دولتي پرمختیایې موسسې (GIZ) مرستې د بشپړ بندولو اعلان کړي دی. خو یوازې د خپلو محلي کارمندانو پر مټ خپل کارونو ته دوام وړکړي دی. د طالبانو تګلارې په زیاتیدونکي ډول ډیرې حکومتونه له ستونزو سره مخامخ کړي دي. د لویدیځ ډیپلوماتانو له کلونوهڅو سره سره طالبان تراوسه د جوړجاړی او تعامل لپاره ډیره لږ لیوالتیا ښودلې ده.
په ریښتینې مانا سره د یوې اغیزمنې ستراتیجۍ جوړولو لپاره د افغانستان وضعیت له پیله سم نه دی ارزول شوي. په داسی حال کې چې طالبان هر ډول اصولي رغنډه نیوکو ته له پیله خپل حاکمیټ ته د نقض په سترګه ګوري. نړیوالې ټولنې هم د طالبانو پر وړاندې تحریمونه او بندیزونو لګولو سره د خپل ځان لپاره خنډونه او ستونزې جوړې کړي دي. که څه هم دا د طالبانو د رژیم د مشروعیت بې برخې کولو لپاره اړین ول. دا ډول بندیزونه د اوږدې مودې لپاره معکوسې نتیجه ورکړي. د افغان ولس سره بشري یا بشردوستانه مرستې تضعیفي یا کمزوري کوي. په اوږد مهال کې د افغانستان انزوا کولي شي، افغانان په خپله سخت اغېزمن کړي. د افغانستان اقتصاد د نړیوالې بانکدارې څخه بیل شوي دی. د نړیوال اقتصادي محدودیتونو لاندې قرار لري، د افغانستان اقتصاد لا تر اوسه له خپل سقوط څخه بیا نه دې رغول شوي، په داسي حال کې چې هر کال په سلګونه زره ځوانان د کار بازار ته راوځي.
لنده دا چې افغانستان په نړۍ کې له یو لوی بشري او اقتصادی ناورین سره مخامخ دی. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې ښایې سږ کال د څلویښت میلیونو افغانان څخه له دریمې برخې زیات د خوراکې توکو له نه خونیتوب څخه سخت اغیزمن شي. د بې پولې ډاکټرانو موسسې په وینا، د نجونو د مړینې کچه د هلکانو په پرتله ۹۰ سلنه لوړه شوي ده.
په عین حال کې په دې ورستیو کې نړیوالې مرستې په ډراماتیک ډول راټیټې شوي دي. د دې کال په پیل کې ملګرو ملتونو د بسپنې راټولو موخه یوازې ۳،۲ میلیونه ډالرو څخه لږ ټاکلې و. خو تر اوسه پورې یوازې د یوې څلورمې برخې کمې راټولې شوي دي. د سویس هیواد په مرستو کې هم د طالبانو واک ته رسیدو را ورسته د پاموړ کموالۍ راغلي دی. په ۲۰۲۲ کال کې نږدې۶۶ میلیونه سویسي فرانکو څخه سږ کال شاوخوا ۲۴ میلیونو ته راټیټي شوي دي. که څه هم اوس سویس په بسپنه ورکونکو هیوادونو کې تر ټولو لوي لوبغاړی ګڼل کیږي.
طالبان د وخت ګټلو لپاره سیاسي لوبې کوي. طالبانو ته له اوږدې مودې راهیسې څرګنده ده، چې په اوږد مهال کې د دوی حکومت د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت ونه پېژندل شي. د طالبانو نظریه یا ایډیالوجۍ او د اسلام څخه تفسیر د بنسټېزو ارزښتونو لکه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له منشور سره په ټکر کې دي. له دې امله د طالبان رژیم د وخت سره لوبې کوي، دوی په دې ښه پوهیږي، چې ډیرۍ دولتونه په ځانګړي توګه نږدې ګاونډی هیوادونه زر یا ورسته د امنیتي او اقتصادي پالیسیو د لائیلو لپاره له دوی سره لږترلږه غیر رسمي اړیکو رامنځته کولو پرته بله لاره او چاره نه لري. ملګري ملتونو هم په دې ورستیو کې هڅه کړي وه، چې په کابل کې د طالبانو له نوی حکومت سره په عملی توګه تعامل یا معامله وکړي. په تیر جون میاشت کې طالبانو ته د لومړی ځل لپاره د قطر په پلازمینه دوحه کې د شلو هیوادونو له ځانګړو استازو سره رسمي بلنه ورکړي وه. د نورو شیانو په منځ کې د اقتصادي همکاریو د فرصتونو برابرولو په اړه خبرې کړي، د بیلګې په توګه د خصوصي سکټور په برخه کې. دا غونډه د یوې داسي پروسې پیلامه ده، چې له مخې به یې په نړیوال نظام کې د اوږد مهاله منزوي شوي افغانستان د بیا یو ځای کیدو لامل وګرځي. څو افغان ګړو ته د تلپاتې دوامدارو مرستې زمینه برابره شي.
دغه ژمنې او تعهدات د مرسته کوونکوهیوادونو ترمنځه پرته له ستونزو او تناقضونو نه وې، پر غونډه سختې نیوکې هم وشوې دي. د جرمني، فرانسې او امریکا په ګډون د مهمو مرسته کونکو هیوادونو یوې ډلې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته په یوه لیک کې ګواښ کړي وه، چې له دې غونډې څخه باید لیري پاتې شي او یا لږ تر لږ خپل ګډون دې محدود کړي. دوی له طالبانو غوښتي، چې د افغان مدنې ټولنو غږ باید هم واریدل شي او په هیواد کې د بشري خقونو وضعیت د اجنډا په سر کې ونیول شي. خو طالبانو دغه غوښتنې په کلکه رد کړي دي. له همدې امله په تیره فبرورۍ کې یوه غونډه لغوه اعلان شوه.
د نړیوالې ټولنې لپاره ډېره ګرانه شوي، چې په افغانستان کې خپله حضور ونه لري، خو مرستو چمتو کړي، د افغانستان وضعیت ارزونه ورته ستونزمنه ښکاري. دا یو ډیر غلط تصور او اشتباه ده، چې د طالبانو پرته له خلکو سره مرسته وشي او یا په غیر مستقیم ډول دوی ترېنه ګټه وانخلي. نړیواله ټولنه باید د افغانانو سره له مرستې انکار ونه کړي، ځکه چې افغانان یو په رسمیت نه پېژندل شوي حکومت لري.
جینوا ته د افغانستان کنګل شویو میلیاردونو ډالرو لیږدول
له هغې وخت چې طالبان واک ته رسیدلی دي، د امریکا متحده ایالات تر فشار لاندې راغلي، شاخوا اووه میلیارده ډالر د نیویارک په فدرالي رېزوف بانک کې زیرمه شول، دا پیسې باید د افغانستان بانک ته بیرته ورسپارلی واې. که څه هم یو شمېر نامتو اقتصاد پوهانو او د نوبل جایزې ګتونکي جوزف سټیګیټز ولسمشر جوبایډن ته لیکلي و، او ترینه غوښتنه کړي و، د افغانان پېسې ورخوشي کړئ، ترڅو د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت ورغول او وهڅول شي.
که څه هم ولسمشر جو بایدن د یوه اجرائيوي فرمان په صادرلو سره ویلي و، چې د دوی لخوا د افغانستان بانک اووه میلیونه ډالر ګنګل شوې شتمني دې په دوو برخو مساوي وویشل شي، نیمه برخه یې د سپټمبر یوولسمۍ د قربانیانو کورنې ته ورکړل شي. خو بیا هم د افغانستان له کنګل شویو شاوخوا اووه میلیارد ډالرو څخه درې نېم میلیارډ ډالر په سویس کې د افغانستان یوه امانتې صندق یا افغان فنډ په نامه یو سویس بانک ته لیږدولي شوي دي. دې کنګل شوي پیسو د امریکا متحده ایالاتو ته یوه لویه ستونزه جوړه کړي و. ځکه د افغانانو شتمني د امریکې بهرنې پالیسۍ له یوې پیچلې ستونزې سره مخامخ کړي وه. چې په څه ډول افغان ولس ته دغه شتمني د لاسرسي په ورکولو کې مرسته وکړي، په عیني حال کې د طالبانو واکمنانو په لاس کې د پیسو ورتللو مخه ونیول شي. ځکه طالبان د امریکې له بندیزونو سره مخامخ ول او د افغانستان یو مشروع حکومت په توګه نه پېژندل. امریکا د نږدې لسو میلیاردو ډالر د افغانستان کنګل شویو شتمنیو ازادولو په اړه د طالبانو غوښتنې رد کړي. دا پیسې د افغان وګړو پیسې دي، چې افغانان به خپله ګټه ترینه اخلي. له همدې امله امریکې سویس ته د یو بې پرې هیواد په توګه مخه کړه او یوې هوکړې ته سره ورسیدل. دوی غواړي د کنګل شویو پیسو یوه برخه په افغانستان کې د لوی اقتصادي ثبات ودې لپاره وکاروي. طالبانو د جینوا وجهې صندق د جوړولو پریکړه د نه منلو وړ ګڼلي او د نړیوالو نورمونو څخه سرغړونه بللي ده. خو خپله طالبان هیڅ ډول نړیوالو اصولو او نورمونو ته ژمن نه دي. طالبان اصلآ د پیسو خلاصون لپاره کار نه کوي، لکه د افغانستان بانک دوه لوړ پوړي چارواکې د طالبانو لخوا ټاکل شوي، دوی د نړیوالو بندیزونو په لیسټ کې دي. دغه کسان باید سمدستي لیري کړل شي، څو د افغانستان بانک نړیوالو ته وښیې چې دغه بانک یو ملي بانک دی او د طالبانو د بې ځایه لاسوهنو له نفوذه بهر دی او د پیسو مېنځلو سره په مبارزه کې کلک اقدامات یې په پام کې نیولي دي. د سویس بانک یوې لوړ پوړي چارواکې اغلۍ بومن ویلي، چې موږ هیڅ تضمین نه لرو، چې دا پیسې به واقعآ د افغانانو په ګټه وکارول شي. له دې کبله د افغانستان بانک د دې پیسو د لیږدلو لپاره یو مناسب ځای نه دی. نوموړي اغلي ویلي، چې سویس په پیسو کې هیڅ ډول لیوالتیا نه لري، خو غواړی دغه پیسې افغانانو سره په مرسته کې وکارول شي.
د نړیوالو قوانینو له مخې د دولتونو او حکومتونو په رسمیت پیژندل
د دولت او حکومت په رسمیت پیژندل ممکن له یو بل سره ډېر نږدېوالي ولري، خو د دواړه یو شانته په رسمیت پیژندنه نه ده. د ډیپلوماتیکو اړیکو لپاره د یوه حکومت په رسمیت پیژندنه اړینه نه ده. د نړیوالو قوانینو له مخې د دولتونو په رسمیت پیژندنه د یو دولت لخوا رسمأ د ښو سیاسي ډیپلوماتیکو اړیکو اظهار ول په نیت ترسره کیږي. په بله وینا د نړیوالو قوانینو له مخې د یوه دولت پیژندنه د یو بل دولت له خوا د یوې یو اړخېزې ارادې د څرګندولو او تمثیلو په ترڅ کې اعلانیږي. کله چې یو دولت غواړي بل دولت د نړیوالو قوانینو له مخې په رسمیت وپیژنې، اساسأ دا پرېکړه د هر خپلواک دولت د خپلواکۍ ارادې او خپلواک اختیار له مخې ترسره کیږي. د نړیوال قوانینو له مخې د یوه دولت په رسمیت پیژندنه د دولت جوړونې د ځانګړتیاوې په درلودلو سره تر سره کیږي. نړیوال قانون یو دولت د درېګونې قاعدې یا دریو عناصرو تیوري له مخې تعریفوي. یو دولت دولتي قلمرو یا ځمکنې بشپړتیا ته، یو دولتي ولس ته او یو دولتي نظام یا دولتي حاکمیت ته اړتیا لري. د دې تعریف له مخې یو اغیزمن او خپلواک حکومت په خپلو کورنيو او بهرنیو چارو کې خپل دولتي حاکمیت بیانوي یا پلې کړي. خپلواک هیوادونه د خپل ملي حاکمیت لپاره مساوي حقونه لري. کله چې یو هیواد د یو خپلواک ملي حاکمیت خاوند وي، د بل خپلواک هیواد له خوا په رسمیت پیژندل کیږي. په رسمیت پیژندنه د دوو دولتونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو لومړني ګام دی. په رسمیت پیژندنه یوه سیاسي کړنه ده. هیڅ دولت مجبور نه دی، چې بل حکومت په رسمیت وپیژني، تر څو په رسمیت پیژندونکی هیواد کې د خپلو ملي ګټو ته اړتیا وویني.
د حکومت رسمیت پیژندنه خبره هغمعال رامنځته کیږي، کله چې یو دولت د خپلو خلکو یوې ډلې ته واک وسپاري، څو د دولت د یو اورګان په توګه عمل وکړي او د نړیوالو قوانینو له مخې یې استازیتوب وکړي. د نړیوالو قوانینو له مخې د یو حکومت پیژندلو لپاره یوازېنۍ شرطونه د دولتي حاکمیت په چوکاټ کې د حکومتوالۍ اغیزمن اصول پلې کول دي او د خپل قلمرو په ډیره برخه باندې کنټرول درلودل دي او په خپل ادارې سیسټم باندې تسلط درلودل دي. ډېرې هیوادونه یوازې دولتونه په رسمیت پیژنې نه حکومتونه، د بیلګې په ډول د سویس هیواد اساسأ د اغیزمنتوب اصولو له مخې پر حکومتونو قضاوت کوي. د سویس دولت د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسیدو راهېسې عملآ دولتونه په رسمیت پیژني. کله چې په یوه هیواد کې حکومت بدلون ومومي، سویس په بنسټېز ډول د نوی حکومت هر ډول په رسمیت پیژندني څخه ډډه کوي او ردوي.
د یو حکومت په رسمیت پیژندلو سره د رسمیت پیژندونکی هیواد دولت غواړي د اعلامېې له لارې دا څرګنده کړي، چې په رسمیت پیژندل شوي حکومت استازي په بل دولت کې رسمي استازي ګڼل کیږي. د دولتي تیورۍ په بنسټ عمومآ د اغیزمنتوب اصول په کې تعقیبويږي، په دې مانا یو حکومت هغه مهال په رسمیت پیژندل کیږي، کله چې د هیواد د ډیرو برخو اداره او کنترول په خپل لاس کې ولري.
کله چې یو هیواد د نړیوالو قوانینو له مخې د دولت جوړولو ټول اړین شرایط ځمکنۍ بشپړتیا، دولتي وګړي، حکومت او د ملي حاکمیت پوره کړي وي، بیا هم لږ تر لږ د یوه هیواد لخوا په رسمیت ونه پیژندل شي، هغه هیواد د نړیوالو قوانینو تابع نه شي ګرځیدلي.
د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان دولت د رسمیت پیژندلو مسئله تر پوښتنې لاندې نه ده، د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د افغانستان دولت خپل نړیوال اهمیت، ارزښت او رسمیت لري. تر پوښتنی لاندې د طالبانو ډیفکټو حکومت دی.
د حکومتونو رسمیت پیژندنه کې د ډیفکټو او ډیژو حکومتونو ترمنځ د اغیزمنتوب او مشروعیت توپیر اړین دی. د دواړو حکومتونو په ډولونو کې د مؤثریت او مشروعیت توازون ارزول کیږي. د ډیفکټو حکومت رسمیت پیژندل تر ډیره بریده سیاسي اړخ لري، کیداې شي د دې حقیقټ منلو مانا ولري، چې یو اغیزمن حکومت شتون لري. په داسي حال کې چې په رسمیت پیژندونکی هیواد د هغه د دوام یا مشروعیت په اړه ډاډمن نه دی.
کله چې یو غورځنګ د یوه دولت ستره ځمکه تر خپل کنټرول لاندې راوستلي وي، د اغیزمنتوب اصول له مخې حکومت یې د ډیفکټو حکومت په نامه یادیږي، د دې تیوري له مخې د طالبانو سر پرست حکومت یو ډیفکټو حکومت دی. طالبان باید په دې وپوهیږي، چې د نړۍ حکومتي مشران د هغې حکومت له مشرانو سره په ډیپلوماتیک دریځ کې ګډ درېږي، کوم چې ټولمنلي نړیوال قوانین یې منلي وي.
طالبانو خپل حکومت د سرپرست حکومت په نامه اعلان کړي، د طالبانو سرپرست حکومت موده مالومه هم نه ده. د یو سرپرست حکومت په رسمیت پیژندلو عملي شرطونه یا معیارونه په نړیوالو قوانینو کې سم روښانه نه دي لیکلي شوي.
د طالبانو ډیفکټو حکومت د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو ناکامې هڅې
طالبان د دریو کلونو راهېسې د ملي مشروعیت ترلاسه کولو په ځای د نړیوال رسمیت موندلو او د افغانستان سره د بشري مرستو تر لاسه کولو په لټه کې سرګردانه له یوه هیواده بل ته په لاره کې دي. طالبان اصلأ د ملي مشروعیت په فکر کې نه دي، دوی د افغانستان کنګل شوي دولتي شتمنۍ او میليارډونو ډالرو په فکر کې دي. کله چې طالبان ملي مشروعیت ترلاسه کړي، نړیوال مشروعیت په خپله پرته له عذر، زارې او هوایې ژمنو څخه ورته ډالۍ کیږي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د کانګرس د سنا په مجلس کې اعتراف وکړ، چې طالبان د افغانستان حکومت اصلي واکمنان دي او دا یو حقیقت دی.
طالبان ولې د خپل حکومت رسمیت پیژندلو لپاره پرنړیوال کچ خورا ډېرې هڅې او هلې ځلې کوي. طالبان غواړي د رسمیت پیژندلو له لارې د افغانستان کنګل شوي بهرنیو اسعارو او د میلیارډونو ډالر شتمنۍ ته لاسرسۍ مومي. طالبان غواړي ټولې نړۍ ته خپل سفیران واستوي او د نور دولتونو سره د نړیوالو قوانینو له مخې د پراختیایې، پرمختیایې همکاریو تړونونه لاسلیک کړي.
په کابل کې د بهرنیو هیوادونو سفارتونو شتون یا پرانیستل، د طالبانو حکومت رسمیت پیژندلو په مانا نه دي. په کابل کې د څو بهرنیو هیوادونو سفارتونه فعال دي، خو د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت پیژندلو اعلان نه دی کړي.
اروپایې ټولنه تل په داسي حالاتو کې د خپل ګډ بهرنې سیاست په چوکاټ کې ګډ دریځ غوره کوي، خو بیا هم د نړیوالو قوانینو پر بنسټ هر اروپایې هیواد کولي شي، د خپل هیواد د ملي ګټو په چوکاټ کې د ځان په اړه خپلواکه یا مستقله پرېکړه وکړي. اروپایې ټولنې خپلې مرستې په افغانستان کې د بشري حقونو له راعایتولو او مراعتولو سره تړلي دي.
چین، روسیه، هند، ایران د افغانستان شمالي ګاونډې هیوادونه د خپل ډاډمن امنیت په اړه شرطونه لري. امریکا او اروپایې ټولنه د ترهګرو او د ترهګري سره د طالبانو پریکون ګرانټي غواړي. ترڅو افغانستان بیا د ترورېږم په ځله بدل نه شي او د بشري حقونو مسئله یې وړاندې کړي ده. ټول نړیوال هیوادونه د طالبانو د مؤقت حکومت د رسمیت نه پیژندني په وړاندې یوازې د یو ګډ سیاسي فشار راوړلو سېمبولیک سیاست تعقیبوي.
د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندنه کې د نړیوال سېمبولیک سیاست رول
د طالبانو په رسمیت نه پیژندل له دې پوښتنې سره هم تړاو لري، چې ایا له طالبانو سره باید د هغو کسانو په څیر چلند وشي، چې په نړیوال ډیپلوماتیک ستېج یا دریځ کې د افغانستان استازیتوب وکړي. د یوې قاعدې په توګه په نړیوالو ډیپلوماتیکو اړیکو کې یو نوی حکومت هیڅ ډول په رسمیت پیژندلو ته اړتیا نه لري. وضیعت یوازې هغمهال مبهم کیږي، کله چې څو حکومتونه په یوه سیمه کې د دولتي واک لپاره مبارزه کوي. په داسي یو حالت کې بیا په رسمیت پیژندل اړین کیږي. که له بلې خوا یوازې یو حکومت شتون ولري، هغه په نړیوالو اړیکو کې برخه اخلي.
په افغانستان کې د واک په سر مبارزه تر ډېره بریده د طالبانو په ګټه تمامه شوي ښکاري. یعنی سیاسي واک د طالبانو په لاس کې دی. د کنګل شویو شتمني د نه ترلاسه کولو له امله د طالبانو حکومت ته رسمیت نه ورکولو سزا د نړیوالو قوانینو یا د بین الملل حقوقو سره سمون نه لري. خو په دې برخه کې یو بل سیاسي منطق په مخکې پروت دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د غني حکومت د نسکوریدو څخه څو ورځې ورسته دا خبره په داګه او په ښکاره مطرح کړه او وویل، ښایې یوازینۍ لار همدا وي، څو پر طالبانو فشار راوړل شي، چې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي او په ځانګړي توګه د ښځو حقونو ته درناوي وکړي.
طالبانو له خپلې بریا ورسته پر نړیوال کچ د ډیپلوماتیک رسمیت ترلاسه کولو لپاره پراخي هڅې پیل کړي دي. دوی هیله مندي لري، چې دا هڅې به دوی ته مشروعیت ورکړي، څو په بهر کې د افغانستان کنګل شویو شتمنیو ته لاسرسی ومومي.
په ریښتیاینې مانا سره ښایې دا ملي شتمني تر هغه کنګل شوي پاتې شي. تر څو د طالبانو واکمني د افغانستان حکومت په توګه پر ملي او بین المللي کچ په رسمیت ونه پیژندل شي. سربیره پردې د طالبانو استازي په بهر کې هیڅ ډول نړیوال امتیازات او مصوونیت یا معافیت نه لري. کیداې شي دوی په بهر کې نړیوالې جنایې محاکمو ته ودرول شي.
د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان کنګل شویو شتمني حقوقي ستونزه
بین المللي قوانین په دې هڅه کې دي، تر هغې بریده چې شوني وي، د ماتیدونکی، ناتوانه او فلجو دولتونو رامنځته کیدو څخه ډډه وکړي یا د واک تشې مخه نیسي. د دولتونو ترمنځ اړیکې د ثبات ساتلو په موخې او ګټه ساتل کیږي.
که په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژندلو اصلی موخه د هغو ژمنه شویو بشري مرستو او د افغانستان مرکزي بانک د کنګل شویو پیسو د ترلاسه کولو مخه نیول وي، بیا د نړیوالو قوانینو په بنسټ د رسمیت پیژندلو څخه د ناوړې ګټې اخیستنې یا د سوْ استفادې حقوقي پوښتنه رامنځته کیږي. د نړیوالو قوانینو له مخې داسي یو حالت د منلو وړ نه دی. د افغانستان وضعیت ستونزمن دی، په بله وینا د افغانستان حکومت د رسمیت پیژندني مسئله یوه ستونزمنه حقوقي او سیاسي مسئله ده. ځکه چې د طالبانو په رسمیت پیژندلو سره په حقیقت کې د بشري حقونو نقض کولو ته مشروعیت ورکولو په مانا تعبیریږي. دا په خپله د بشري حقونو په برخه کې یوه خورا ستونزمنه پرېکړه ګڼل کیږي. دا پرېکړه د ځینو لخوا په دې مانا هم تعبیر کیداې شي، چې پر نړیوال کچ د طالبانو سختدریځي سیاسي حیثیت، اعتبار ته ارزښت ورکول کیږي. په حقیقت کې د طالبانو بشري ضد کړنو ته مشروعیت ورکولو په مانا تعبیر کیداې شي دا شونې ده او د دې شونتیا هم شته، چې د طالبانو سختدریځي او سرتمبتوب لا نوره پیاوړي شي.
په هر صورت د یو واکمن حکومت دایمې په رسمیت نه پیژندل به د نړیوالو ټولمنلي قوانینو له مخې یوه ستونزمنه پرېکړه ده او دا پرېکړه له سیاسي او حقوقي پلوه د انګیرلو، منلو او تصور وړ نه ده.
د یو هیواد حکومتي مشران انزوا ته بیول او پر هغوي باندې اقتصادي سیاسي بندیزونه لګول، نه یوازې پر دوی فشار راوړل کیږي، بلکې هغوي لا نوره سختدریځتوب او افراطیت ته هڅول کیږي، حتې د نورو ترهګرو ډلو سره یو د ځاې کیدو شتونتیاوې او اغیزې رامنځته کوي.
په نړیوالو قوانینو کې د ډیپلوماتیکو اړیکو پرېکیدلو یا انکار کولو او د یو حکومت په رسمیت پيژندلو پولې ترمنځ سم توپیر نه لیدل کیږي. د یو حکومت رامنځته کیدل د هر دولت د کورنېو چارو پورې اړه لري، دا پوښتنه راولاړیږي، چې څنګه دغې نوی حکومت واک ترلاسه کړي دی او څنګه دغه حکومت له خپلو وګړو سره چلند کوي. د حکومت کړنې د بشري حقونو په نقضولو کې اندازه کیږي.
پایله :
د ۱۹۹۷ کال په څیر بیا طالبان غواړي په رسمیت وپیژندل شي، داسي ښکاري چې دا ستونزه همداسي پاتې ده لکه څنګه چې وه. تراوسه د طالبانو حکومت د نړۍ هیڅ کوم دولت لخوا هیڅ ډول د یپلوماتیک رسمیت پیژندنه نه ده تر لاسه کړي. تر اوسه له طالبانو سره د نړی ډیپلوماتانو خبرې اترې د ډیپلوماتیک رسمیت پیژندني به مانا نه دي ترسره شوي. طالبان باید په رسمیت پيژندنه د خپلو کړنو او ژمنو له لارې کمیايي کړي. لویډیځوال حکومتونه په دې پوهیږي، چې طالبانو د دوی مرستو ته ډیره اړتیا لري. خو لویډیځوال د طالبانو ټولې غوښتنې نه شي منلي. د نړیوالي ټولنې لخوا یوه کړندۍ ډیپلوماتیکه په رسمیت پیژندنه به یو غلط سیګنال نړیوالي ټولنې او افغانانو ته استولي واې. د نړیوالو قوانینو کارپوهان د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پیژندلو په اړه خپلو حکومتونو ته خبردارۍ ورکړي، چې طالبان باید د رسمیت پیژندلو شراېط پوره کړي او د خپلو ښو کړنو له لارې نړیوال رسمیت ترلاسه کولي شي. نړیواله ټولنه وسمهال د طالبانو سره په خبرو اترو کې برلاسۍ برېښې، د کنګل شویو شتمنۍ له کبله په خبرو اترو او جوړ جاړي کې زیات واک او اغېز لري.
اوس داسي ښکاري د طالبانو د حکومت پراګماتیک یا عملي په رسمیت پیژندنه مسئله د تصور وړ ګرځیدلي وي. د طالبانو حکومت به ډیر زر یا ورسته په رسمیت وپیژندل شي، که چیرې طالبان خپلې ژمنې زر تر زره عملي کړي. طالبان دې وپوهیږي، چې جګړه یې ګټلی، خو د افغان ولس، د نړیوال مشروعیت او د نړیوالي ټولنې له مرستو پرته په یوازیتوب سره د خپل حکومت ثبات او پاېښت دوام نه شي ساتلي.
لوېدیځوالو له افغانستان سره خپلي بشري مرستې له بشري حقونو سره ټړلي دی. په اوسنې حالاتو کې پر طالبانو باندې د فشار راوستلو یوازینې وسیله همدا وه څو طالبان یو ټاکلي لوري ته وهڅول شي، که بیا هم دا هڅې او بندیرونه ناکام شي. د طالبانو حکومت پیژندنه به د نړیوالو دولتي قوانینو لخوا د پرګماتیکو لاملونو له امله هم د تصور وړ وګرځي. خو د طالبانو حکومت به لکه د شمالي کوریا او د سورېې حکومتونو په څیر د بشري حقونو سرسخت دښمنان او ناقضین په توګه وپیژندل شي. کیداې شي بیا هم له دوی سره پر نړیوال کچ زبرځواکونه او ګاونډي هیوادونه د خبرو اترو په میز کې کینې او د یو سیال په توګه منل شي. د طالبانو پر حکومت به نور بندیزونه ولګول شي.
سمدستۍ هر دولت کولي شي، چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني، هر دولت کولي شي د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې او په خپل سیاسي اختیار کې د رسمیت پیژندلو پرېکړه وکړي. حتی پاکستان د نړیوالې ویرې او د خپلو شومو ګتو له کبله دا پرېکړه نه کوي. طالبان باید د بشري حقونو د بندېزونو او د پاکستان مستقیمو لاسوهنو په اړه پر خپلو پالیسو باندې بیا تجدید نظر وکړي. خپل ملي مشروعیت دې د افغانانو د عنغنوي لویې جرګې د رابللو له لارې تر لاسه کړي.
که طالبان خپل ډیفکټو حکومت داسي درک کوي، چې دوی د خپل شتون لپاره د نورو دولتونو لخوا پیژندلو ته اړتیا نه لري. دا به د طالبانو یوه بله ستره تاریخي تیروتنه وي. پرته شکه په نننۍ نړیوال کلي کې د حکومتونو په رسمیت پیژندنه کې ملي مشروعیت ځښته ډیره مطرحه کیږي.
د بشري حقونو د منلو په اړه طالبان هم سره ویشلي شوي دي، مطمئنآ د طالبانو په منځ کې داسې مخکښ مشران شته، چې دوی د بشري حقونو پلوي دي، خو ځېنې په کابل کې د ناپوهۍ له امله مخالفت کوي. طالبان د غیر دولتي اټوریتې یا لوبغاړی په ټوګه کولي شي ځان په افغانستان کې د یو اغېزمن حکومت په ټوګه ځان ښکاره کړي، دوی باید زر تر زره د افغانستان شاهي دولت د پخواني پاچا د دورې اساسي قانون د خپلې مؤقتې دورې لپاره نافذ کړي. د افغانستان د حکومتونو د تېر تاریخ ته په کتو د لویې جرګې د رابللو له لارې خپل حکومت ته ملي مشرویت ترلاسه کړي.
پای