بېلابېلې ټولنيزې ليکنې
اسماعیل شاهد: کوم پښتون چې ځان افغان نه ګڼي، هغه پښتون نه دی
که څوک د اویا میلیونه پښتنو په منځ کې اسماعیل شاهد د دوو ټوکمارو پېرنګیانو، چارلي چاپلن او مسټر بین سره په یوه تله وتلي، نو ښايي غاړه به یې بنده نه شي. دا ۷۳ کلن بې جوړې هنرمند، د کوزې پښتونخوا په چارسدې کې زېږېدلی، FA (د ښکلو هنرونو) کالج یې لوستې او په خټه اتمانزی دی. دوه ودونه یې کړي، درې زامن درې لوڼې لري او د درویشت لمسیانو ترڅنګ، درې کړوسي هم لري. د ۲۷ کالو لپاره یې د پېښور د DC (مرستیال کمشنر) په دفتر کې ماموریت کړی او پلار یې د پېښور عدلي محکمې په انګړ کې چې کچرۍ نومیږي، د چاي او خورا
«و» په پښتو لیکنه کي
«و» په پښتولیکنه کي دوه ډوله دی. که «و» د تورو په سرکي یا جلا راسي یو بېږغه(Consonant) توری دی. که دتورو په منځ یا په پای کي راسي ږغلرونکی (Vowel) توری دی. «و» د«او» د توري چي تړتوری حرف ربط(Conjuction)دی؛ لنډیزئې دی.دساري په توګه: (زه اوته ملګریو.) لنډیز ئې: (زه وته ملګري یو.) «و» که جلا په ویینه(جمله) کي راځي ټوټکی (Particle) دی. لکه: (ده وما ته وویل.) په پاړسي کي وایي: (او برایم گفت.) دغه «و» د «برای» مانا لري ټوټکی دی. «و» په ویینه کي چي پرلپسې ستایني، یا نومان راسي «و» دهغو پ
د پریښتو او ناسا انډېوالي!
د پریښتو او ناسا انډېوالي! شیطان چې د زړو روایاتو له مخې په ځمکه کې شر او فساد خپروي، غواړي کله ناکله اسمان ته وخېژي او هلته هم فساد خپور کړي؛ خو پریښتې يي په اسمانونو کې فساد ته نه پرېږدي، په شهاب ثاقب (میټو رایټ) يي ولې او تر نیمايي لارې يي بیرته ځمکې ته راستنوي. بلخوا د ناسا هوايي بېړۍ په وړاندې چې امریکايي شیطان يي مریخ ته چلوي او د همغه زړو روایاتو له مخې مریخ هم په پنځم اسمان کې موقعیت لري، د اسمان پریښتې چوپ پاتېږي او په شهاب ثاقب يي نه په نښه کوي. د پریښتو دا دوه ګونی چلند
ګناهګار شیطان او بېګنا انسان!
ګناهګار شیطان او بېګنا انسان! شیطان کوم فزیکي موجود نه دی او نه څوک ادعا کولای شي چې هغه يي په سترګو لېدلی. د بېلا بېلو ادیانو، کلتورونو، لیکلو او نالیکلو روایاتو لارویان هڅه کوي خپلې ټولې نیمګوړتیاوې، خطاوې، ناپوهۍ او ګناوې، پر دغه بې خولې او نالېدلي موجود وروغورځوي. انسانانو د خپلو عیبونو او خطاوو د پټولو لپاره شیطان هست کړی. هیڅوک دا پوښتنه نه کوي چې شیطان چیرته او چا لېدلی، خو پخپل لاس د بدو کارونو په وخت د هغه نوم اخلي او خپله کړې ګنا د هغه پر غاړه وراچوي! د یوه ناموجود پ
موږ ولې خوب کوو ؟
موږ د خپل عمر لږ تر لږه، له دریو یوه برخه په خوب تیروو. خوب ته اړتیا له یوه انسانه تر بله توپیر لري. لویان په منځنۍ توګه د شپې له شپږو ساعتونو تر اتو ساعتونو پورې خوب ته اړتیا لري. خو داسی وګړي هم شته چې له څلورو تر پنځو ساعتونو ډوب خوب کوي او ورسره ارامه کیږي. ویل کیږي چې د خوب منځې روغتیایې حد ۷ ساعته دی. دا چې انسان څه وخت ویده شي او له خوبه څه وخت راپاڅېږي، له یوه کسه تر بله توپیر لري. ځنې د شپې ناوخته ویده کیږي او بیا د ورځې تر ناوخته خوب کوي، خو ځنې د شپې وختي ویده کیږه او بیا سهار
دپښتوژبي د ول یا«وول» کړنځي«مصدر»ځانګړیتیا
د «ول» کړنځی یامصدرد دنیا په ټولوژبوکي یوځانګړی ځای لري اودغسي هم په پښتوژبه کي خپل ځانګړی ځای لري. د «ول» کړنځی یامصدر یوعام ربطې، مرستندویي،لازمي او قوي بې قاعدې مصدر دی. عام ربطي په دې مانا دی، چي کړنه(عمل) یا یوکارنه ښه يي. بلکي شتون یاني موجودیت دکس یاد شي ښه يي. لکه: ګل ښایسته دی. ګل مسندالیه، ښایسته مسند اودی ئې اړیکه یا ربط دئ. دلته په ویینه کي کوم عمل يا کارنه لېده کیږي. مرستندویي کړنځی په دې مانا، چي دټولو خاصو کړنځیو په نږدې تېرمهال(ماضي قریب) او لیري تېرمهال (ماضي بعید
( له کرکې، کرکه ) اثر ته یوه لنډه کتنه
( له کرکې، کرکه ) اثر ته یوه لنډه کتنه عبدالباري جهاني د پورتني عنوان لاندې کتاب د لیکوال، ولي الله ملکزي د قلم او لیکوالۍ سره له ډیرې مودې آشنا یم؛ او له ده سره شخصاً له څه باندې یوه کال راهیسې پیژنم. ښاغلی ملګزی زیاتره پر مذهبي مسایلو باندې روښانوونکې لیکنې کوي او په دې برخه کي یې زیار نه دی سپمولی او زه یې لږ ترلږه دوه نور چاپ شوي کتابونه راسره لرم. (له کرکې، کرکه) چې ډېر ښه نوم یې ورته انتخاب کړی دی او سړی له ورایه پوهیږي چي ښاغلی ملکزی هم د نورو منورو او دردېدلو افغانانو
دکلتوری خدمتونو یوه بله او نوی بیلگه
وطن ادب د کلتوري خدماتو(Cultural Services) یوه په زړه پورې او له نوښت ډکه برخه زموږ معاصر ادبیات او په دې برخه کی څېړنه او د پنځول شویو آثارو بیلګې دي. له نیکه مرغه په دې برخه کې “وطن ادب” انستیتیوت لویه پازه په غاړه اخیستې او زموږ د ویړهڅوب ډېره برخه یې خپله لمن کې خوندي کړه. “وطن ادب” د افغانستان د معاصرو ادبیاتو انستیتوت یوه څېړنیزه- علمی خپلواکه موسسه ده. دغې موسسې له تېر یو نیم کال راهیسې د پښتو، دري او اُزبکې ژبو د معاصرې دورې ادب او زموږ د ټول ملی فرهنک د بېلابیلو ارزښتونو
نن د افغان میرمنو په اړه د اروپایې ټولنې عالي محکمې مهمه پرېکړه
نن د افغان میرمنو په اړه د اروپایې ټولنې عالي محکمې مهمه پرېکړه: اروپا کې یوازې یوه افغان مېرمن اوسیدل په خپله د سیاسي پناه اخیستلو لپاره کافي دلایل کېدلي شي. جنسېت او اصلیت د کډوالۍ د وضعیت لپاره کافي ثبوت دي:—————————————————افغان ښځې په بنسټیزه توګه ځورول کیږي. د اروپایې ټولنې محکمې (EuGH) نن د جمعې په ورځ د افغان مېرمنو لپاره یو مهم حکم صادر کړ، چې له مخې په افغانستان کې د طالبانو رژیم له خوا له افغان مېرمنو سره چلند د تاوتریخوالي یا اذېتولو په توګه شمیرل کیږي.د ا
په نړي کې ژوند څه معنا
کښتۍ ته حرکت سره يو ځای په سمند ر کې د کښتۍ مختلفي ويرو لکه : لوړي ژورو ، له ويرونکو سمندري څپو ، سمندرۍطوفانون ، لويو لويو سمندري وحشی ژوو څخه ويره ، خو ددي ټولو ستونزو سره بيا هم کښتۍ په سمند کې حرکت کوي او مخ په وړاندي ځي او خپل ټاکلي هدف ته ځان رسوی . همدا د ژوند معنا ده . زما په نظر د ژوند دويم نوم مبارزه ده . ژوند کې لوړي ژوري هر قسم حالت غم ښادي راځی ځو هيڅ وخت به د خپل هدف مسير نه بدلوي او ورپسي به ځي . په نړي کې ژوند يو ځل دي او هغه چا تري خوند واخیسته چې له ډېرو کړاوونو
د مور او پلار قدر په څه معنا
د خپل والديانو سره چلند کول دا يوه کيسه ده چې ستا اولاد يې تاته بيا لولي . د خپل والديانو سره هغه ډول چلند وکړه چې د خپل اولاد يې تمه لري . راځو اوس اصلي موضوع ته : د خپل پلار سره ښه چلند هغه ته احترام درلود د هغه قدرکول په دي معنا دي د پلار سره په ورځنيو چارو کې مرستنه کوړه هغوي ته بدی خبري مه کوه، د خپل پلار ورور ته احترام ولری هغه چې ستا تره يا کاکا کيږي (د پښتنو په لهجه تربور ) ورته وايې ، زيات خلک چې زه يې پيژنم هغوي د خپل کاکا ته احترم خو پريږده ترشايې بدي او سپور خبري پسي
د واده کولو د پاره د ښخی ټاکنه
د واده کولو د پاره د ښځی ټاکنه الحمدلله رب العالمین و الصلاة و السلام علی رسول الله و علی آله و اصحابه الی یوم الدین اما بعد : له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول اکرم ص فرمایلی دی : تُنْكحُ الْمَرْأَةُ لأرْبَعٍ: لمالها ولِحَسَبها ولِجَمَالها وَلدينها: فَاظْفَرْ بذاتِ الدِّينِ تَربَتْ يَدَاكَ » متفق علیه: بخاری (5090)، مسلم (1466)، ریاض الصالحین 364 یعنی ښځه د واده کولو د پاره په څلورو موخو ټاکل کیږی : مال ا و دارائي، اصل ا و نسب، ښکلا او زيبائي او ديانت؛ نو دیند
د خِلقَت د غوره استازي (ص) کلیزه
له نن څخه ۱۴۹۹ کاله وړاندې، په مکې او ګرد چاپېره سپېرو غرونو او شګلنو دښتو کې د تمدن، نظام او اخلاقي معیارونو په نوم هیڅ هم نه وو. کیږدۍ وې، بتکدې وې، میکدې وې او د ساقي کړنګیدلي جامونه. بدلمنو ښځو به په جونګړو سرې جنډې رپولې او ځینو انډیوالانو به خپلې کور ودانې یو له بل سره بدلولې را بدلولې. ولې تر ټولو ستر ناورین دا وو چې تورمخو پلرونو به د شرم له وجې، خپلې تنکۍ او ګلالۍ لوڼې ژوندۍ په خاورو کې خښلولې. د خلیل په سپینه ږیره او ذبیح په تنکېو لاسونو جوړه د توحید خونه، د هُبَل په ګډون له لس
دپښتولنډۍ
دلنډې جمع«ډېرن» لنډۍ دي. لنډې ستاینزمجرد ښځینه نوم دی. ترډېره بریده دجمع په ډول ویل کیږي. لنډې دوې ماناوي لري: یوه مانائې یوډول «مار» ته وایي. دا«مار»لنډ سپره نرې لکۍ پنډ پیت سرلري. پرځمکه چي پروت وي چندان نه ښکاري. دا«مار» ډېرقوي زهرلري. انسان اوکه ژوی وچیچي یائې وژني یائې خو«عیبي» کوي. دا «مار» د«نیمروز»ولایت په دښتوکي اورېګوکي پیداکیږي. دوېمه مانائې: لنډې مانا لنډ، مختصر اولږ ته وايي. لنډې یو یککړی (فرد)شعردی. په دغه «یوبیتي» کي د«ویونکي» ټول مقصد اویا غوښتنه په لنډ ډول سره ویل سوې ده.
دځان پیداکولو لپاره تر ټولو ښه لاره داده چې د نورو په خدمت کې ځان ورک کړې
دځان پیداکولو لپاره تر ټولو ښه لاره داده چې د نورو په خدمت کې ځان ورک کړې ګاندی موږ څلوېښت یا پنځه څلوېښت میلیونه نفوس لرو دآسیا په وچه کې په یوه ډیر ه حساسه اومهمه ترانزیتی، سوق الجیشی، سیمه ایزه او جیو بین الدولی برخه کې پراته یو.ښایسته آب وهوا او په کافی اندازه دمعادنو ظرفیت او زیرمې لرو دکرهڼې غټو او وړو بندونو لپاره سم زمکنی دهلیزونه لوړې او ژورې سیمې لرو دبرېښنا لپاره هم سولر سیستم او هم داوبو په با لقوه انرژی هره سیمه اوولایت کې ستر منابع لرو. افغانستان خوندورې تازه او وچې
زه ولې پاک استان ته پوک ایستان یا پیکسټین وایم؟؟
(زه ولې پاک استان ته پوک ایستان یا پیکسټین وایم؟؟) څو ورځې مخکې ، په ټول افغان وبپاڼه کې ورور ښاغلي ع.شریفزاد د خپلې لیکنې(څاوهونکی څاکښې دی)په وروستنۍ کرښه کې زما له خولې دا جمله راخیستې" دډاکتر ساپی خبره داهم پوکستان دی او په پوکه تګلاری روان دی."!؛ له ع.شریفزاد صاب نه په مڼنې ؛فکر کووم هغوی پخپله لیکنه کښې دا خبره ښه په زبات رسولې ده؛ بیا هم زه غواړم دې پوک او پوکګرۍ ته لږ شانته تفصیل ورکړم. زمونږ په ګړدودي ژبو(پښتو او دري...) کښې پوک :هغه شي یا کس ته وایی څې په منځ کې تش وي او یا
کره کتنه
د کره کتني کلمه د دوو ګړو څخه جوړه ده چي یومرکب فعلي ښځینه نوم ئې جوړ کړی دی. یاني کره او کتنه. کره ـ مانا سوچه، چاڼه، خالص، بکراونور. کتنه ـ لیدنه، کنترول، نظراچول اودغسي نور.دمانا له مخي کره کتنه ودقیق کنترول ته اوپریوشي باندي دقیق نظراچولوته وايي. کېدای سي چي دهرکار اوفعالیت کره کتنه وسي. هرفعالیت اوکارپخپل ذات کي دوه اړخه لري یاني یوئې ښه اړخ اوبل خراب اړخ. کره کتونکی دواړه اړخه ګوري پرهغه دکره کتني داصوله سره سم خپل چاڼیز بې پلوه نظر وړاندي کوي. دکره کتني اصول دځانه خپلواک بحث دی، چي
څا وهونکی څا کې دی!
مقدمه: پاکستان خپله هر اړخیزه لوبه په ډیرمهارت ، استخباراتی ډول دانګرېز او امریکا په مشوره په سیمه کې راپیل کړه . پاکستان دمالی ، نظامی، عملیاتی پټو او ښکارو معاملو میرو شو! دې خاین میرو لومړی دافغانانو له کورنی اختلافاتو کلتور او فرهنګ څخه داسلام په نوم دومره ګټه پورته کړه چې دلته دهغه دبیان مچال نشته افغان یې په افغان وواژه او داسلام په نوم یې اوه تنظیمه رامنځ ته کړل. پوه او ملی کسان په هره ټاپه او نوم له منځه یوړل نور دلته پاکستان دچټلستان بڼه ځانته غوره کړې ده . داستر خبیث دافغانستان
شپه که تیاره ده مڼې په شمار دی
مشکل چېرې دی ؟ مشکل په ما او تا کې دی تر څو چې ما او تا سم نه شی ستونزې له منځه نه ځی . زموږ فرهنګ کې هیڅ مثقال، خورد، پاو ، اوچارک شخصیت نشته ټول من دی! زموږ فرهنګ کې ډیر داسې دود ونه شته چې له عقیدې او اسلام سر مخالف دی خو موږ یی بیا هم عملی ګڼو او په اسانی یې نه پرېږدو دا یوه روانی ناروغی ده . بله مسئله دسیاست ده . موږ دوچ سیاست اوسرتمبګی په خاطر وژنه یوه عادی خبره ګڼو او په کلنو مو بې ګناه انسانان په همدې پلمه ووژل داهم عملا له اسلام سره ټکر کې یو قبیح عمل دی. دروغ ویل مطلق حر
الحاج محترم مفتي صاحب عبدالسلام سروري ژوندلیک
الحاج محترم مفتی صاحب عبد السلام سروری دمرحوم صوفی سرورخان زوی دمرحوم خدا ینظر لمسی دافغانستان دغزنی ولایت دزنخان ولسوالي دزمانخيلو كلي مشهور په حسن کلا اوسیدونکې چې په کال ۱۴۰۵ هـ ق کې چې د ۱۳۶۳هـ ش سره سمون خوري په خپل پلرني مذکور خای کی پیدا شوی ابتدائی دینی زده کړي یی دخپل مسجد له امامانو څخه وخت په وخت کړي. او عصری زده کړی یی هم څه ناڅه دخپلی منطقی در حمانیه مکتب په انګر کې په وخت د حاکمیت د اسلامي امارت کې کړي. او بيا په کال ۱۴۲۰ھ ق چې د ۱۳۷۸ ه ش سره سمون خوري دديني زده کړو لپاره دخپلي
غرب او ديني ازادي؟!
مخکې له دې چې په لويديځ کې په ديني ازادي خبرې وکړو لومړی به ديني ازادي تعريف کړو چې څه شی ده. ديني ازادي له هغې ازادي څخه عبارت ده چې يو فرد، ډله يا ټولنه دخپلو باورونواو عقايدو په ښکاره لمانځنه، عمل رعايت او عبادتونو کې په پټه يا ښکاره ډول بشپړه ازادي ولري. خو په دې وروستيو کې په منځني ختيځ او په تېره بيا د اسرايلو – فلسطين له جګړې سره په بې ساري ډول د مسلمانانو په مقابل کې په اروپايي او په ځانګړي ډول امریکايي ټولنو کې احساسات راپارېدلي دي ، هلته د مسلمانانو د اړيکو ټولنه چې CAIR په
د حسین (رض) شهادت او د یزیدیت تسلسل
د حساب په قانون کې چې له دوو څخه یو منفي شي نو یو پاتې کیږي، مګر په مینې کې چې دوو څخه یو جلا شي هغه بل هم له منځه ځي. د نړۍ د نژدې دوه ملیارده مسلمانانو ۸۹ سلنه یې سنیان دي او پاتې ۱۱ سلنه یې شیعه ګان. دوئ ټول، څوک په پاخه او څوک په کچه کاڼي نه یوازې د رسول الله (ص) له کورنۍ او یارانو سره بې بریده مینه لري؛ بلکې هغه د خپل ایمان برخه ګڼي او د دې ژورې عاطفې په لرلو سره د ډاډ احساس کوي. زه (ملکزی) که د حسین بن علي رضي الله عنهما په مهال ژوندی وای، نو ما به د یزید په ځای له حسین سره بیعت کړی
په لپو کې، د فکرونو درمندونه
(یو څو لپې فکرونه) د یو داسې دروند قلموال د مقالو ټولګه او د فکري ارزونو نچوړ دی چې د خپلې ټولنې په نبض آګاه، په دردونو یې دردمند او په خوښۍ یې خوښ دی. کله چې موږ د پښتو د معاصر نثر د عروج او ارتقاء خبره شاربو، نو یو له هغو نومونو څخه چې سمدستي زموږ د ذهن په تاخچو کې ښکته پورته شي، هغه د ادیب، شاعر او لیکوال، اسدالله غضنفر نوم دی. نوموړی د هندوکش د پورې غاړې په یوې سترګه ورې، شمله ورې او خوله ورې کورنۍ کې سترګې غړولې دي. د دغه وطنپال او فرهنګپال کهول مشر، استاد محمد صدیق پسرلی دی چې ما له ده
صداقت څه ته وايې؟
صداقت دا دی چې هیڅ اصول او مقررات نه ماتوي، په ډسپلین کې وي، ښه چلند وکړي، ریښتینې خبرې وکړي، د وخت پابند وي، او په صادقانه توګه د نورو سره مرسته وکړي. صادق کیدل د یو کس سره مرسته کوي چې په شاوخوا کې د ټولو باور ترلاسه کړي، ډیرې خوښۍ، د ستر ځواک څخه برکتونه او نور ډیر څه ترلاسه کړى. د صداقت معنی څه ده؟ صداقت په هر ډول دروغ، غلا، یا دوکه کولو څخه انکار کوي. عزت د یو کس د مسلک، زنګ وهلو، یا موقف معیارونو لپاره فعال یا اندیښمن درناوی وړاندیز کوي. صداقت د امانتدارۍ او بې کفایتۍ معنی لري ت
د یوې ښې اړیکې راز!
(یادونه: کیدای شي د دې لیکنې ځنې ټکي، او نظریې زموږ د ټولنې له ځنو ارزښتونو سره په ټکر کې وي، خو په ټول کې به یې لوستل بې ګټې نه وي.) نېکمرغه جوړه هم بی نېمګړتیا نه وي، هغوی هم بحث او شخړه کوي، خو د یوه امریکا یي ارواپوه جان ګاتمن په وینا، یوه ښه اړیکه پر اوو ځانګړنو یا عناصرو تکیه لري: ۱- پوه اوسئ او معلومات ولرئ چې مقابل لورې ته مو څه شی مهم دی. دا د اړیکو هغه ځانګړنه یا برخه ده چې جان ګاتمن یې د مینې نقشې بولي. یوه ذهني نقشه چې ستاسې د ژوندانه د ملګري یا جوړې د ژوند په هکله