ادبی ټوټه!
مودې وشوي ، چې تا په خپلو خیالونو کې نه وینم ،نور کله به ناڅاپه لکه یوه کوچنې مرغکۍ زما دزړه په ګل بوټو او ښاخونو آخوا اودیخوا را الوتې ، او زما د زړه ښاخونه به دې وخورول ، ته به کله چې راغلی نو ډیری نوی او تازه نوښتونه به دې د ځانه سره راوړل ،کله به دې د معنویاتو له دنیاګۍ څخه یو معنوي روح او کله به دې د عشق او مستۍ له کوڅو څخه د عشق او مستۍ شور او جنون د ځانه سره راوړ ،کله به دې دردونه راکړل ،او کله به دې د میني احساس کې داسي ډوب کړم چې له ځانه به بیګانه شوم ،موده وشوه چې د خپل د خیالونو په ورشو ګانو کې تا نه وینم ،ستا په راتلو به زما مشام ته لکه د ګلونو وږمې راتلي زه به پوه شوم چې ته راغلې بلها موده وشوه ،چې زما د روح په بڼ کې ستا څرک نه لیدل کیږي ،تا تیر یادونه راوړل تا به زما شعر ته ګلونه راوړل ،تا به داسی غنچې راوړلي چې په هغه باندی به د هر صاحبدل روح او دماغ تازه کیده ،زه اوس د ناامیدۍ په سوچونو کې ډوب ناست یم خو د دې ورشو ګانو ، ګلونو ، او ښکلو منظرو نه الهام نه اخلم ،
سید عبید الله نادر
23.05.2025
- ع.شریف زاد
«واعظان کاین جلوه در محراب و منبر میکنند چون به خلوت میروند آن کار دیگر میکنند مشکلی دارم ز دانشمند مجلس بازپرس توبه فرمایان چرا خود توبه کمتر میکنند»
شنیده کی بود مانند دیده! کارغه ولې کاغ وکوی ؟ ما دغه مرکه واورېده زه اوس دسترګو لیدلی حال تاسې سره بې له هرډول کرکې، ګټې او خودخواهی شریک کوم موږ هروخت دغه لافې وهو چې ما داوکړه تا داوکړه دما اوتا معادله دتی ویګانو په کچه هم زاړه خلک احساساتی کړی او هرڅه وایی دخبرو اورېدل ، دخبرو کول دخبرو لیکل او دخبرو لوستل هنر او...
23.05.2025
- اندیښمن ځاځی
د چین بشري مرستې او د نړیوالو اړیکو نوې بڼه بڼه
لیکوال : ازاد خبریال او د نړېوالو چارو شنونکی اندیښمن ځاځی
په یوه داسې وخت کې چې د فلسطین د غزېسیمه د کړکېچ، جګړې او انساني ناورین له سختو شرایطو سره مخ ده، د چین له لوري د بشري مرستو رسول یو مهم ګام ګڼل کېږي. دا مرستې چې د خوړو، درملو او د اړتیا د بېړني توکي پکې شامل وو، د هغو سلګونو زرو وګړو لپاره چې له جګړې،کلابندۍ او بې ساري سختو سره مخ دي، د امیدیوه څرک بلل کېږي.
چین، چې اوس مهال ځان د نړیوالې سولې او...