«واعظان کاین جلوه در محراب و منبر می‌کنند
چون به خلوت می‌روند آن کار دیگر می‌کنند
مشکلی دارم ز دانشمند مجلس بازپرس
توبه فرمایان چرا خود توبه کمتر می‌کنند»

شنیده کی بود مانند دیده!
کارغه ولې کاغ وکوی ؟ ما دغه مرکه واورېده زه اوس دسترګو لیدلی حال تاسې سره بې له هرډول کرکې، ګټې او خودخواهی شریک کوم موږ هروخت دغه لافې وهو چې ما داوکړه تا داوکړه دما اوتا معادله دتی ویګانو په کچه هم زاړه خلک احساساتی کړی او هرڅه وایی دخبرو اورېدل ، دخبرو کول دخبرو لیکل او دخبرو لوستل هنر او پوهه غواړی تورزنی نه ده! دچا خبره وایی اورېدلی مې دی چې علی آباد ښار دی حال داچې هغه روغتون او دکندز په ولایت کې دسرک پر سر یوه ولسوالۍ ده دښار ظرفیت نه لری . که څه هم تر ډیره حده دکمونستانو دکرغېړنې دغوایی اوومې نېټې /۱۳۵۷ لمریز کال کودتا کیسه په وار وار په ګوډو او ماتو خپرونو کې تکرار شوې ډیری افغانان دې برخه کې بشپړ معلوات لری تکرارڅخه زه یې ډډه کوم . زه نه وایم چې زه څه وایم ولې څه چې اورم هغه په دقیقه اورم ، لولم او نظر ورباندې اچوم . کیڼ او ښی اړخ ته یې ګورم ژر ورباندې قضاوت نه کوم دهندوانو بالیود یا دخلیل زاد بډ بډ، بډ او بډ نه ور څخه جوړوم هدف مې دادی چې له ما اوتا فورمول نه ځان بهر کړم ۴۵ کاله همدغه domain او range کې موږ زاړه شولو واړه او زاړه په شکل داشکالو وایو ، میکانیزم وایو بار بار خو بیدرغه وایو حال داچې نه شکل شته او نه اشکا نه با رشته او نه اوښ نه مېکانیزم شته او نه ترکیب. xاو y هم حیران دی. زما هدف له لیکنې دهیچا تخریب اوسپکاوی ګواښ اوزور ګویې سرتمبګی اومنفی ګرایی نه دی او نه په دې باور یم چې له دې لاری ځان ته کریدت واخلم . انسانی کرامت ، انسانیت او شرافت په هرحال کې زموږ دفرهنګ درناوی دی ماته ډیر ګران دی . خو راځم اصلی خبرې ته په ناڅاپې توګه مې دیوتیوب مرکه واورېدله دغه یوتیوب لا په network کې ژوندی پروت شاهد دی.
دخبرو اترو په لړ کې لاندې خبرو ته اشاره وشوه:
دکمونستانو د ۱۳۵۷ کال دغوایی کودتا په وړاندې دکابل ولایت دعملیاتو دریځ : په چندولو، بالاحصار، خیرخانې او دکرغی اوریشخورو حرکت زما دسترګو لیدلی حال دی نه یوازې کیسه کړی موږ دخپلې وسې پور ې له خلکو سره دې لار کې مرسته کړې !
په کابل ښار کې په رڼا ورځ دامریکا دسفیر وژل کېدل د امریکانو فعالیت دروسانو په وړاندې پیل شو .دې وخت جیمی کارتر دامریکا ولس مشره هغه په ساړه سیاست کې له همدغې ورځې روسانو ته تلک کیښود هغه دموکرات وه . کارتر یو سیاست پال سړی وه. امریکا او ای اس ای له همغه ورځې دروسانو په ضد دتنظیمونو په جوړولو، تمویل کولو لاس په کار شول زه نه پوهېږم چې نړیوال کارپوه ولې هغه په شبیتم کال ورتپی؟
نوموړی وایی چې ۱۳۵۷ - ۱۳۶۰ پورې یوازې مجاهدین ول ! په کابل کی دعملیاتو ټول تاکتیکونه دتنظیمونو دغړو ترمنځ ګډ وه کوم تنظیم کارت او ځانګړې شرایط یا بین البینی اختلافات نه وه حتی بی طرفه خلکو سره چا دومره ستونزه نه درلوده زه نه پوهیږم چې یوتنظیم هم دمالی برخې په حساب چمتو نه وه چې پیسې سره را ټولې کړی دپیسو خوراوبرد موږک ای اس ای وه هغه پوهېدل چې څه ډول کشمش وویشی!
ارواښاد حضرت صبغت الله مجددی له ډنمارک پېښور ته راغی نه له سویدن.
هغه په دنمارک کې ځانګړی دفتر درلود امین ارسلاء محمد زی چې ښځه یې امریکایی وه له همغه وخته دمجاهدینو سره اړیکی درلودل . دحکمتیار موقف هغه وخت کې دغه اجازه نه ورکوله چې دمجددی پڼې سمې کړی داهم له سوچه وتلی اوبې بنسټه خبر دی.
پیتر تامسن له کوم وخت مجاهدینو سره مالی او دوسلو مرسته کوله.؟ او بی انصاف ! فاطمی خو دروغتیا وزارت له نابودی سره مخامخ کړ .کله چې کمونستانو قدرت ته ور رسېدل دتعلیم اوتربیې ټول نصاب بیخی له منځه لاړ او ګډ وډ شو بیا دپاکستانی جعل کاریو اوټاپو بی کیفیته کړل وروسته انلاین کورسونو بې نصابه بازار ، سیالیو ډګر دغه ګډوډی نوره هم بحرانی کړله!
دنړیوالو شننونکی دعوه دبین الدول دی خو خبرې دهای سکول کوی .
زما په نظر یو ڼړیوال څېړونکی مکلف دی چې دخپل موقف، تعلیماتو ، درایت اورسالت هم جدی ونیسی او بې کفایته یې نه کړی . دایو څو مثاله ما راوړه که زه یې دریسرچ په سویه راوسپړم هر ه برخه یې بشپړ دیالوګ جوړوی
نو موږ خو نه کاڼه یو او نه ړانده تاسو ولی دپارلمان وکیل ایوبی سره له زوره کار اخیست بد کار دی زه باور لرم چا چې د رسمی شرایطو پر بنسټ دلندن پوهنتونو ته داخله اخیستی او واقعا په نړیوالو مسائلو کې وارد وی هغه هیڅو خت له بړستنی سره دهرکس اوناکس چینل کې سر نه راباسی.
داچې ستا څوک خوښیږی دادبحث جلا موضوع او ستا فردی حق دی. خو کله چې دولس خبره کوی بیا دمموزی په څیر کتاب« ښاخ لرونکی درواغ» ورنه جوړیږی چې اسلام کې دګناه کبیره مفهوم لری.
هیله کوم چې خفه نشی موږ هم ددې خاورې لنډې اوژورې هم ګاللی خیر دی که نارې نه وهو او یاد خوانده اوناخوانده میلمنو په څېر اټکلی لافو کې ځان ستایو دازموږ دژوند له اړخ سره سمون نه لری. موږ ډیر متدین او مېړنی پاک افغانان لرو . شپه که تیاره ده مڼې په شمار دی !
په درناوی