هارون باچا:
زما پېژندګلوي او ویاړونه له موسیقي سره تړلي دي

مرکه: ولي الله ملکزی
(سټاکټن/ کالېفورنیا)

صوابۍ د پيښور شمال ختیځ لوري ته د ۹۸ کیلومترۍ په واټن پرته ولسوالي (ضلع) ده. دا سیمه د ګندهارا د تهذیب، بُدمَت عقیدې، د پیر بابا د خسرخیلو او ښکلو هنرونو ټاټوبی دی. کله چې څوک د دغې سیمې یادونه کوي نو لومړنې نوم چې ذهن ته راځي هغه پنج پیر دی. له نن څخه ۵۳ کاله وړاندې، یعنې د ۱۹۷۲م کال د جولايي په ۲۷ نېټې په یوې سیدې کورنۍ کې زېږېدلې هنرمند، هارون باچا د همدې کلي دی. د پښتو موسیقۍ د شهرت په بام ولاړ باچا جي، د آواز او انداز څښتن او سندریز هنر یې له سوز او ساز څخه ډک دی.
هارون باچا ادیب، لیکوال او یو تعلیم یافته سندرغاړی دی. په ۱۹۹۴م کال کې یې د پېښور له پوهنتون څخه د ټولنیزو چارو په مسلک کې ماستري اخیستې ده. په ۲۰۰۸م کال کې د امنیتي ګواښونو له امله لومړی نیویارک ته لاړ او دا مهال د ټکساس په ایالت کې اوسیږي. په ۲۰۰۹م کې یې په واشنګټن DC کې د مشال له راډېو سره کار پیل کړ؛ درې کاله وروسته پراګ ته وکوچېد او د آزادۍ له راډیو سره د یوهنري پروګرام د چلوونکي په توګه یې دنده پېل کړه چې لاهم روانه ده.
په کالېفورنیا کې افغان کلتوري ټولنې له پیرنګي استعمار څخه د اعلیحضرت غازي امان الله خان په مشرۍ د خپلواکۍ د ۱۰۶ کلیزې د جشن په خاطر د لویې غونډې تابیا نیولې ده. د زرګونو هیوادوالو ترڅنګ هارون باچا او ګڼ شمیر مشهور هنرمندان د سټاکټن ښار ته را رسېدلي دي. ما ورسره د سر پټي سټیډیم د انګړ په خوا کې مرکه وکړه او په پېل کې مې وپوښته چې باچا جي د یو انسان ترټولو غوره استاد د هغه خپل ژوند وي،‌ تا دې له ژوند څخه څه زده کړيدي؟ داسې ځواب یې راکړ:« د عالي تحصیلاتو تر اړخه مې دا زده کړل چې ژوند د زحمت ګاللو، کار کولو او ټولنې ته د خدمت کولو دوهم نوم دی، نو ځکه مې اوږه ورکړېده». د خپلې ترخې او ناخوالې خاطرې په اړه یې راته وویل: « کله چې د اګست څوارلسم شي نو زه د نیمګړتیا احساس کوم، ځکه زه په دغې ورځې له وطنه جلا شوې یم. زموږ په وطن کې هرڅه شته، خو هلته ژوند نه کېږي».
ژورنالېزم ډېر ډولونه او څانګې لري، ته چې د مشال او آزادۍ په راډیوګانو کې د پروګرامونو چلوونکې یې، د موسیقي غږول او کمپوزول درته آسان دي که د خبر جوړول او خپرول؟ « زه خو تصادفی ژورنالست شوم. کله چې مې په واشنګټن کې له راډیو سره کار پیل کړ نو ما ته دنده راکړل شوه چې خبر ولیکم او بیا یې ولولم. دغه لړۍ مې شروع کړه بیا مې څه تمرین او درسونه هم ولوستل او خبره دې ځای ته را ورسیده چې خبریال شوم. ژورنالستان په لر او بر وطن کې ښه ډېر دي، خو هنرمندان د ګوتو په شمار دي او هنر ډېره خواري غواړي».
باچا جي کله چې ته ماشوم وې،‌ د خپلې راتلونکې په اړه دې کوم خیالونه او چورتونه په سر کې ګرځېدل؟ « ملکزی صیب، لکه د نورو میندو پلرونو په شان زما مشرانو هم غوښتل چې زه دې ډاکټر، انجنیر او یا وکیل شم، ولی ما کوم ځانګړی تصور نه درلود. البته څه وخت وروسته دا هیله او تلوسه را سره ضرور وه چې که یوه ورځ د پېښور په پوهنتون کې استاد شم».
۳۳ کاله وړاندې چې ستا د شهرت لړۍ پېل شوه، نو هغه د ټپو سره تړلې وه کومه چې د پښتنو یو کلاسیک او ډېر کلیوال لرغونی ژانر دی؛ خو نن سبا دې غزل ته مخه کړې، د دې څه خاصه وجه ده؟ « نه صیب، زما اولنی نشر شوی آلبوم د غزل وو، بیا د ټپو. موږ ته به دوستانو ویل چې دا مو ډېر ثقیل صنف ته لاس اچولی او عام ولس لنډۍ او ټپې خوښوي. خو دا ټکې به هم ووایم چې زه د مشرانو شاعرانو، زما د کول او حتی د ځوانو نظم لیکونکو موزون او مناسب نظمونه په غور لولم، د هغو له منځه یې انتخابوم، اجازه اخلم او بیا یې کمپوز کوم. ښکاره ده چې دا د شاعرانو لپاره د مشهورتیا ښه فرصت دی».
بیا مې وپوښتنه چې آیا هجرت او کډوالۍ ستا په هنر او فعالیتونو باندې کوم اغیز کړی؟ ځواب یې دا وو: « ډېر اغیز یې کړیدی؛ له پوهنتون وروسته مې د یوې غیرې دولتي مؤسسې سره کار کولو او هم مې یو هنري ګروپ لرلو. موږ به کانسرتونه ورکول او په ټلویزیوني پروګرامونو کې مو برخه اخیستله. خو په بهر کې زما د خوښې هنري ډله نه لرم او دا یوه لویه تشه ده».
ته په یوې مذهبي کورنۍ کې پېدا شوی یې، څرنګه دې وکولای شول چې روحانیت او موسیقي په یو لوښي کې ځای او په یوې چپنې کې را ونغاړې؟ « لکه تا چې وویل موږ سیدان یو او بله دا چې په پنج پیر کې د مولانا طاهر صیب چې زموږ د کورنۍ مشر وو، یوه دینی مدرسه هم ده او هلته د قرآنکریم او نورو دینی علومو تدریس کیږي. په دغسې یو ماحول کې به یو ځوان را پورته کیږي او هغه به هنر کوي، طبعا دا زما لپاره یوګواښ او ګران کار وو؛ خو ما تل د خپلې کورنۍ حیثیت او د مدرسې حرمت په پام کې نیولی دی. څرنګه چې زه د پلار کشر او نازولی زوئ ووم، نو ماما او مشر ورور مې ورته واسطه شول چې هارون په ایډورډ کالج کې دی د موسیقی سره شوق لري او استاذان یې غواړی چې ټلویزیون ته یې بوزي. نو زما د یرې ترهې برعکس، پلار مې اجازه راکړه خو په دې شرط چې د کورنۍ پسې د چا خوله خلاصه نه شي».
په لکونو او ښایي په میلیونونو خلک ستا خوږ غږ ته غوږ نیسي او بې بریده مشهور یې، دا راته ووایه چې ته شهرت څرنګه تعریفوې او تا له یې څه در کړیدي؟ « عامه معنا خو یې همدا ده چې ته په څو کسانو کې وپېژندل شې او په خپل چاپیریال کې یو مقام ولرې؛ خو زما شهرت، پېژندګلوي او ویاړونه له موسیقي سره تړلي دي. پښتانه په ما میین دي، کله چې زه سندره جوړه کړم نو دوئ یې په شوق سره اوري او زما نوې سندرې ته انتظار کوي».
پښتانه موسیقي اوري او دا هنر یې خوښ دی، مګر د نورو په څېر د خپلو سندر غاړو مناسب قدر نه کوي،‌ آیا همداسې نه ده؟ ځواب یې راکړ چې: « زموږ یو ملګری وايي چې ممکن حالات به همدا رنګې وي، خو دا خبره باید تکرار نه کړو. ځکه هغه د دې تصور سره د یو ډول مرستې په توګه تعبیریږي. زه یو هنرمند یم، پښتنو ډېر عزت را کړی او دغه خبره زه د خپل ځان او ځینو سندرغاړو په هکله دروغ ګڼم».
ویل کېږي چې د موسیقي کوم انستتیوت دې جوړ کړېدی؟ « بلکل، ما په استرالیا او همدا شان په وطن کې د ځینو هنرمندو دوستانو سره په ګډه، د PMI / پښتو موزیک انستتیوت بنیاد ایښی او دلته په امریکا کې مې راجستر کړیدی. تاسو پوهېږئ چې په افغانستان کې په موسیقۍ باندې کلک بندیز دی؛ نو د دې حالت سره د مقابلې لپاره یوڅه کار او څېړنه په کار ده. لکه آنلاین موزیک کورسونه او یا ورته هڅې ترڅو دا هنر تسلسل ومومي او نړېوال باخبره وساتو چې موسیقي زموږ لرغونى میراث او ژوندي ساتل یې ضروري‌ دي. کنه نو دا به یوه لوه ضایعه وي».
وروستۍ پوښتنه: باچا جې ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶ کلیزې په جشن کې برخه اخلې؛ د یو تعلیم یافته هنرمند په صفت دا جشنونه څه ارزښت لري او څومره اغېزمن یې بولې؟ « اهمیت یې ډېر او اغېز یې ژور دی. په وطن کې خو دا رنګه فعالیتونه چورلټ بند دي، نو دا خواره واره افغانان باید داسې میلې او جشنونه جوړ کړي او خپل کلتور وپالي. همدا لامل دی چې له ټکساس څخه ورته راغلی یم او زه ورته په ډېر لوی ارزښت قایل یم. دا ورځ دې ټولو افغانانو ته بختوره وي»
د مرکې په پای کې مې ورته د ( تصوف؛ روحانیت او کږلېچونه) اړوند خپل وروستنی کتاب ډالۍ او په ډیرې خوښې سره یې قبول کړ؛ دا یې هم وویل چې ستا نور چاپ شوي کتابونه هم راکړه.