نه پو هیږم چــــي دا تحــــــویر د چــا دی
چي په خــــوله راځي څه تـــقریر د چا دی
بل عالم ښـــــــــکاري راته ، بیــخودۍ کې
د خپــل حـــــاله وتل، تــد بیر د چـــــا دی
چي هر حرف می وځـي مسـتانه، له خولي
نه پو هــیږم چــــي دا تـــا ثیر د چـــــا دی
چی هر لمــــــحي وي ورته زړه په سـجده
په محراب د ضمـــــــــیر تصویر د چا دی
په عقــــــل و پوه چي نـــــــازیدو نشو پوه
له بنیــــــــاده جهــــــان ، تعمــــیر د چادی
چي ماتــــــم دار وي ټـــــــول عالم د یو بل
په دي ماتـــــــــــم سرای کي ویر د چا دی
ځیني تل غواړي بد خواهــــي د عـــــــــالم
نه پوهیـــږم چی دا تفســـــــــــــیر د چادی
تمام ژوند مي کړو دود مجمـــــــر د هستي
نه پوهیږم چــــی دا ،تقدیر د چـــــــــــا دی
سید عبیدالله نادر
17.08.2025
- ولي الله ملکزی
هارون باچا: زما پېژندګلوي او ویاړونه له موسیقي سره تړلي دي
مرکه: ولي الله ملکزی (سټاکټن/ کالېفورنیا)
صوابۍ د پيښور شمال ختیځ لوري ته د ۹۸ کیلومترۍ په واټن پرته ولسوالي (ضلع) ده. دا سیمه د ګندهارا د تهذیب، بُدمَت عقیدې، د پیر بابا د خسرخیلو او ښکلو هنرونو ټاټوبی دی. کله چې څوک د دغې سیمې یادونه کوي نو لومړنې نوم چې ذهن ته راځي هغه پنج پیر دی. له نن څخه ۵۳ کاله وړاندې، یعنې د ۱۹۷۲م کال د جولايي په ۲۷ نېټې په یوې سیدې کورنۍ کې زېږېدلې هنرمند، هارون باچا د همدې کلي دی. د پ...
18.08.2025
- سید عبیدالله نادر
سید عبید الله نادر ویښونکي او د بیدارۍ غږونه! د انجونو اوښځو مبارزو ټه د هڅونې او ویاړ په خاطر زه وینم چې پرله پسي درنو مبارزو ته مو خپلي اوږې ورکړي دي ،زه هاغه دی ستاسو مقاومت په خپلو مبارزو کې وینم، او ستاسو عالي همت ستایم ، زه ستاسي هلې ځلې د دي کوردلانو په وړاندی وینم، چې د تعلیم ، کار او دبیان د آزادۍ حق اخیستلو له پاره مبارزه کوئ زه ستاسو غږ د کوڅو ، سړکونو، بازارونو،نه د زړه په غوږو اورم،ستاسو هغه ویښونکي غږونه چې ټوله دنیا يې په عظمت او لوړوالي سره اوري ،او نړۍ وال...