باچاهان که د ډهلي په تخت نازیږي
خوار فقير لره د خاورو کڼډولئ دئ
رحمان بابا
شګوفته کړه لکه لمر جبين هر چا ته
چې په تله دې سيه پوش تمام جهان شي
کاظم خان شيدا
د افغانستان حماسي ، اولسي او د حق د استقرار د پاره رسا غږ تراب صاحب ددې فاني او بېوفا دونيا نه خدای په اماني وکړه او په فزيکي لحاظ يې اړيکې پرېکړې . نور به په مشاعرو، محافلو ، مجلسونو او افغاني معاشره کې ددې په ظاهر ملنګ ، عادي ، کارګر ، په افغاني خړ څادر او جامو پوښلئ ، بې زوره او بې زره شخص خو په باطن کې باچا ، بډای ، بې پروا ، جسور او د لوړ اسلامي -افغاني -انساني ارزښتونو خاوند شخصيت د حضور ځای د تل د پاره تش او خالي پاته شي .
نور به يې د قام پالنې ، ، خپلواکۍ غوښتنې ، عدالت غوښتنې د شور او شعور نه ډک غږ د ويدو د بېدارولو او د بېدارو د هوښيارولو د پاره وانه اورېدل شي .
تراب صاحب د يوه پوه ،زيرک ، صادق ،باخبره او مجرب طبيب په شان و ، چې زموږ د ناروغې ټولنې مریضي ( استبداد ، ځان غوښتنه ، بېعدالتي ، ځان ځاني ، اکبر ، تش غرور ،دوکه بازی ، د اولس او واکمنو ترمنځ واټن او عدم همکاري ، فساد او د افغانستان د قسم خوړليو دوښمنانو ښکاره او پټې توطيې...) يې درک او تشخيص کړې وه او د هلاک کوونکو پايلو د مخنيوي د پاره ئې د عاجلو وقايوي اقداماتو کولو د پاره دولت او ملت دواړه هڅول او خبردارۍ ورکاوه چې که لاس په کار نه شي او د ددې ناروغې ټولنې د علاج د پاره جدي اقدام ونه کړي هم دولت او هم ملت به يې قرباني شي .
ددې عظيم شخصيت د واک خاوندانو ته د دوی د غلطيو او بېغوريو کنايه او مخامخ ويلو - يادولو جرائت او جسارت د افغاني تاريخ په سينه کې ثبت او د راتلونکو نسلونو د پاره د درس او عبرت ماءخذ او منبع و ګرزېد ، څو د تراب صاحب د حق ويلو او د حق استوارولو د مبارزې جرائت ، همت او هنر د ځانونو د پاره مثال وګرزوي او د ده په شان مبارزه او تلاش د خپل مظلوم ملت او مجبور بشريت د حقونو د لاسته راوستلو او د ظلم -استبداد نه د نجات د پاره وکړي ،نه د ثروت -شهرت او قدرت د هوا او هوس په خاطر .
تراب صاحب ولاړ او همداسې به موږ ټول يوه ورځ ددې دونيا نه ځو . خو نېکمرغه او کاميابه هغه څوک دي چې ژوند يې داسې تېر کړئ وي ، چې په مړينه يې ټول اولس ويرجن او غمجن وي او واړه -زاړه ،ښځې-نارينه ، ځوانان او بوډاګان ټول ورته د مينې او مننې لاسونه په سينه نيولي وي او د لوی رب له درباره ورته د مغفرت او جنت دوعاوې کوي .
تراب صاحب د دين-اولس-وطن سره د اخلاصي او سوچه مينې نمونه و . د هغه پيغام ، عمل ، شعر ، نثر او خبرې د ټولنې د واقعیتونو بيان او غږ ، په يوه اعجاز اميزه انداز په هر وخت او مکان کې د واکمنانو او اولس غوږونو ته رسول وو ، څو ټولنه د حقوقو او مسؤليتونو په چوکاټ کې خپل مشکلات حل او د عدالت په محور را ټول شي .
د تراب صاحب فکر تنفري ، نفاقي ، ځان غوښتونکی او شهرت طلبانه نه و ، بلکې وصلي، اصلاحي او تعميري هدف يې تعقيبولو او ددې فکر د عملي کولو د پاره ئې جرائتمندانه او زړه ورانه واضح دريځ درلود .
تراب صاحب د ډېری پخوا زمانې هغه دستور چې شعر ،ادب او ثقافت يوازې د واکمنانو د څيرو د ښايسته کولو او د ګومنځې په شان خيرنو زلفو د ښوويولو د پاره د مداحانو ، چاپلوسانو او اجرتي شاعرانو له لوري کارېده مات کړ او شعر ، ادب او ثقافت ته يې د هیندارې په څېر د واقعیتونو د ليدلو او انعکاس حيثيت ته اوچت کړ ، څو په ټولنهکی موجوده ستونزې بابېزه او سطحي ونه گنل شي ، بلکې جدي او د منځه وړلو د پاره ئې اقدام وشي .
د تراب صاحب سوچه ،اولسي او د شخصي غوښتنو او ګټو نه سېوا شخصيت دا ثابته کړه چې که پاچاهان په تخت او د قدرت په څوکۍ فخر کوي او دنورو نه د امتياز درجه يې بولي ، مګر په ديني-ملي-انساني ارزښتونو معتقد او متعهدو شخصيتونو ته د خاورو کنډولی دئ . همداشان که واکمنان د لښکرو ، وسلو ، پيسو ، زور او فشار په وسيله باچاهي کوي ، د تراب په شان شخصيتونه د خبرو او عمل په وسيله د خلکو په زړونو باچاهي کوي او خدايي مينه ورسره لري ، همدا وجهه وه چې د تراب صاحب ناڅاپي مړينه ټول اولس د غم ،خفګان او وير په ټغر کېناوه او د ده روح ته د دوعاوو په کولو يې د ده شخصيت ته خپله اخلاصي مينه ، احترام ، وفاداري او
د تراب صاحب په شان شخصيتونه ، که څه هم په فزيکي لحاظ ددې فاني دونيا نه رخصت شي ، خو فکرونه ، هلې ځلې او تلاشونه يې د حاضر او راتلونکي نسل د پاره د يوه عادلانه -انساني -هوسا او مرفه ژوند د جوړولو د پاره جاويدانه الهام دئ ، چې په هر مکان او زمان کې ارزښتناک او ګټور دئ .
الله پاک يې دې روح ښاد او قبر منور وګرزوي .
ما چیغه کړه په ښار کې ټول کاڼه وو
په ظاهره گرځېدل خو ټول ویده وو
دا ښار عجیبه ښار و، زه حیران وم
وژل شویو ته یې دعا کړه خپله مړه وو
مطیعالله تراب
#تراب_اولس_وطن