لکه پتنګ په سرو لمبو کې شـــــو ورک
د نیمو شـــپو ،په تیارو کې شــــــو،ورک
څوک مو ضـمیر له حـــــاله، نه شو خبر
لکه نســـیم هره ورشــــــو کې شو ورک
د زړه له کـــــومی ،چـــا ونه پـــــیژاندو
لکه وږمه ، په ګـــــلابو کې شـــو ورک
د عاجــــــــزۍ لاره ، دنــــیا کړه خـــپله
مونږ د خپل ځان په نندارو کې شو ورک
جهـــــــان عمـــــل کې ، تحـــول راوړی
مونږه په تشــــو خیالو کې شـــــو ورک
لاړې فــضــــــــا ته، مدنــــــیت انګازې
مونږ د وحشت په ځنـګلو کې شو ورک
نړۍ د عـــــــــلم ، په وزرو الـــــــوزی
مونږه د جهل ، قافـــلو کې شــــو ورک
د محــــــــــبت له خونده نه شــــو خبر
هسی د کرکې ،فلســــفو کې شــو ورک
31.08.2025
- سید عبیدالله نادر
ماهرو ساقي ته: سـاقی وړاندي دي پـــــیاله کړه،چې تـــیریږي زمانه چې تیر نه شــي رانه عـــمر، ډکــــوه می پـــــیمانه هوښیاری دي زمـــــانه کښي،پوهــانو ته عــذاب دی خلاصــــوه می د دي عـقل له ځنـــــــځیر او زولانه راډکه می پــیاله کړه،تر نازک لاســــــو دي ځارشم چې ســـبا به له مـــــونږ پاتي، په دنــیا وي افـــسانه مطربه!په رباب کې کړه،زړه پوري نغــــمې پورته د بهار مستۍ نغــــمې دي په خـپل چـــنګ او ترانه دا خروش د میکدې خو، ســــاقي د حسن زور...
01.09.2025
- ولي الله ملکزی
د کونړ د زلزله ځپلو مرسته، د ایمان نښه او د ضمیر غږ ولي الله ملکزی
تېره شپه پاو کم دولس بجې، د کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو پراخې سیمې یوې بوږنونکې زلزلې ولړزولې. د دې کرښو تر لیکلو پورې، د کونړ د پېچ، نرنګ، څوکۍ او نورګل په ولسوالیو کې ۹۳۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۳۲۰۰ تنه ټپیان شوي او شېبه په شېبه دغه شمېره مخ په بره روانه ده. ترټولو زیاته بربادي د مزار درې د غازي آباد، ارېت، شوماش او وایګل په کلیو کې رامنځ شوې او د ډبرینو کورونو ۹۰ سلنه یې رانسکوره او ړنګه شویده. البته...